ننګرهار: د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د چرګانو فارم ۵ مزدوران وژل شوي دي

janaza

ننګرهار: د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د چرګانو فارم ۵ مزدوران وژل شوي دي

 

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ غبرګولی، ۱۳۹۶): د ننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ اوسیدونکي وايي چې تېره شپه د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۵ ملکیان ووژل شول. او زیاته کړې چې وژل شوي کسان د چرګ د یوه فارم مزدوران وو.

خو د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي رسنیو ته ویلي چې د هوايي ډګر ځانګړو ځواکونو تېره شپه پر یوه بجه د غني خیلو ولسوالۍ د سیاه چوب په سیمه کې عملیات وکړه چې له امله یې پنځه شکمن کسان وژل شوي او پنځه نور نیول شوي دي.

نوموړي ویلي چې تر اوسه لا معلومه نه ده چې وژل شوي او نیول شوي کسان رشتیا هم طالبان دي او که ملکیان دي.

د سیمې خلکو ویلي چې تېره شپه ناوخته په سیمه کې د چرګانو پر یوه فارم باندي چاپه واچول شوه، چې پنځه تنه په کښي ووژل شوه.

ددوی په وینا په وژل شویو کسانو کې یو ماشوم دی، دوه وروڼه دي او دوه نور غریب خلک دی چې په فارم کې مزدوران وه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته وویل چې په دغه پېښه کې ددوی ملګرو ته کوم زیان نه دی رسیدلی، وژل شوي او نیول شوي کسان ټول ملکیان دي.

باید وویل شي چې څو ورځې وړاندي په همدې ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان د چاودنې وروسته بهرنیانو ۳ تنه ملکیان وژلي وه چې یو پلار او دوه یې زامن وه.

په دغه پېښه ولسمشر اشرف غنې خواشینې ښودلې وه او د تحقیقاتو وعده یې کړې وه خو تر اوسه یې په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news