دتفاهم دنهضت دبریتانیا دڅانګې دمشرتابه کلنۍ غونډه جوړه شوه

tafahum-5

میلادي ۲۰۱۷ کال

 دجون اتلسمه

لندن

 tafahum-5

دتفاهم دنهضت دبریتانیا دڅانګې

دمشرتابه کلنۍ غونډه جوړه شوه

دتفاهم دنهضت دبریتانیا دڅانګې دمشرتا به ډلې کلنۍ غونډه پرون د۲۰۱۷ میلادی کال دجون په اتلسمه دبریتانیا په پلازمینه لندن کې جوړه شوه.په غونډه کې چې له غرمې وروسته په څلوربجو پیل او له روژه ماتي څو شیبې مخکې پای ته ورسیده،دهیواد ، سیمې اونړي حالات په پراخه توګه وڅیړل شول .غونډې دیوه وړاندیز په توګه دتفاهم دنهضت له راتلونکې سرتاسري غونډې څخه غوښته وکړه چې دهیواد روانو دردوونکو حالاتو ته په ژوره کتنه باید دهغو آرمانونو لومړيتوب په ګوتو شي چې دتفاهم دنهضت او زمو ږ دخلکو او اولسونوګډ آرمانونه دي. دتفاهم نهضت باید دیوه روښانه ټولنیز، سیاسي سازماني دریځ له مخې په هیواد کې دننه او له هیواده بهر ټولوملي دموکراتیکو او وطنپالو خوځښتونو او شخصیتونو څخه غوښتنه وکړي چې دیوه روښانه دریځ له مخې دوحدتونو،اتحادونو او ائتلافونو لاره روښانه او ګډو آرمانونو ته دګډ خوځښت لارې پرانیزي. دغونډې ګډون کونکو په یوه آواز غوښتنه وکړه چې دتفاهم نهضت د دپراخه علمي او څیړنیزو سیمینارونو له لارې هغه امکان را منځ ته کړي چې ټول په وطن مین دموکراتیک او وطنپال ځواکونه دهغوی دفکري او عملي دریځ له مخې یو بل ته دپیژندنې وړوګرځي  او دګډو اهدافو په موندلو دوحدتونو، ائتلافو نو او اتحادونو لارې روښانه شي.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news