خالد هادي: جنرال رازق د پاکستان سره د افغانستان پر ځمکې معامله کړې

جنرال رازق

خالد هادي: جنرال رازق د پاکستان سره د افغانستان پر ځمکې معامله کړې

 

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ غبرګولی، ۱۳۹۶): د کندهار ولایت مشهوره خبریال او د بېنوا وېب پاڼي چلونکی خالد هادي پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق د «لقمان کهاله» په نامه کلی پاکستان ته د یوې معاملې له مخې سپارلی دی.

نن ټکی اسیا ته د را رسیدلیو راپورونو سره سم د لقمان او جهانګیر په نامه کلیو کې پاکستان پر هغو سیمو سیمي خاردار تاو کړی پر کومه چې مخکې جګړه شوې وه او د ملي اردو عسکر باندي ووژل شول.

خالد هادي ویلي چې د لقمان کهاله په نامه سیمه په بولدک کې د پاکستان سره د دروازې غرب خواته په افغانستان کې دننه موقعیت لري چې لږ سیمه یې د پاکستان په چمن ښار ګډیږي خو پاته ډېره برخه (پنځوس کیلو متره مربع) یې د افغانستان خواته ده، چې په وینا یې پنځه کیلو متره بر او لس کیلو متره اوږدوالۍ لري،.

خالد هادي ویلي دا سیمه د افغانستان د حریم یوه برخه ده، او په سپین بولدک کې تر ټولو ګڼ مېشته سیمه بلل کیږي چې شاوخوا ۵ زره کورنۍ په کښي اوسیږي.

نوموړي ویلي چې جنرال رازق او ورور یې «تادین» د پاکستان سره د پټې معاملې له مخې د پخوا څخه لا دغه سیمه پاکستان ته ور خوشي کړې وه، خپلې پوستې یې ځیني را ایستلې وي او هلته یې د یونیسیف اداره او د پوهني وزارت چارواکې نه پرېښودل چې افغاني مکتبونه جوړ کړي.

د نوموړي په وینا حتی دغه سیمې ته تر د رازق د وسلوالو له لوري خوراکې توکې نه پرېښودل کیدل چې له امله یې هغوی اړ وه د چمن له لاري خپل اکمالات وکړي.

باید وویل شي چې د بولدک ګمرکات او پر دغه لاره باندي د پاکستان سره قاچاق باندي پر جنرال رازق او ورور یې تور پوري کیږي چې عایدات یې اکثره د دوی شخصي بودیجې ته ځي.

د پاکستاني ځواکونو سره د لقمان پر کلي باندي د افغان ځواکونو د جګړې وروسته د ولسي جرګې یو شمېر غړو جنرال رازق ته د غیرت مډال هم ورکړی وو. خو د سرحدي سیمو خلک د رازق د وسلوالو د وحشت سربېره د پاکستاني سرحدي ملیشو سره د نوموړي پر ټینګو اړیکو هم متیقن دي.

د خالد هادي بشپړه لیکنه په لاندي ډول ده:

د پاکستان جاسوس اخیر د افغانستان مځکه پر پاکستان خرڅه کړل .

رازق اخیر د لقمان کهاله کلی په تورو بوجیو ډکو پیسو پر پاکستان خرڅ کړ

پاکستان خپل کرغیړن اغزن سیمونه پر لقمان کهاله راوتاو کړل او د پنځه زره کورو افغانانو سره ئې دغه کلي خپل په مرداره غیږه ننویستی .

د لقمان کهاله د تادین او رازق د قاچاقو لپاره په لوی لاس پاکستان ته د یوې معاملې لمخي سپارل کیږي .

که رشتیا د ملي شورا او حکومت په نوم په افغانستان کي کوم څه موجود وي یوځل دي ددغه کلیو څخه د نژدې لیدل وکړی چي زموږ ددغه بیسواده خاین جنرال د ملي خیانتونو څرګندي بیلګي وویني .

دلقمان کهاله کلی د ډیورند پر کرښه د سپین بولدک د دروازی غرب ته په افغانستان کي دننه موقیعت لري .

ددغه کلي لږ څوکه په چمن او پاته لویه برخه چي پنځه کیلومتره بر او لس کیلو متره اوږدوالی لري چي ټول بنځوس کیلومتره مربع کیږي دافغانستان په اوسني تمامي عرضیت کي داخل ، او دهیواد دسپیڅلي حریم برخه ده !

دغه کلی د سپین بولدک ولسوالی لویه ګڼ میشته سیمه بلل کیږي چي تقریبا پنځه زره کوره پښتانه پر اباد دي .

کله چي څو کاله مخکي پاکیستان حکومت د ډیورند پر صفري نقطه پوستي پوله ، جر اوباره جوړه ول نو د کرښي دې غاړه کي دبولدک طرف ددغه پنځوس کیلومتره مربع کلي څخه زموږ سرحدي قومندان جنرال؟ رازق دپاکستان حکومت سره د یو پټ تړون پر اساس خپلي ټولي سرحدي پوستې را شاته کړې او دا ساحه ئې ایله پریښودل !!!!
اوس تازه تازه پاکستان پر دغه کلي اغزن سیمنه راتاو کړل دغه کلي ته یوازي په رسمي ورځو کي د سهار د اوو بجو څخه بیا دماښام تر شپږو بجو پوري د پیاده تګ اجازه ورکول کیږي وروسته پر هر قسم تګ راتګ بندیز لګول کیږي .

حتي په دغه کلي کي د افغانستان د پوهني وزارت او یونسف ادارې لخوا د مکتبونو دجوړولو سره زموږ دغه جنرال ؟ او دده ورور تادین سخت مخالفت کړي او نه پریږدي چي دغه سیمه کي افغاني نصاب تدریس سي .

دغه کلی مخکي د افغانستان خاوره وو خو په لوی لاس د رازق لغړي لخوا پاکستان ته پریښول سول دې سیمي ته دغه جنرال ؟ بغیر دقاچاقبرو دموټرو څخه نور موټران او حمل ونقل بند کړي وه، او نه هم خوراکي توکي او نور دژوند ضروري شیانو ته اجازه وه چي پیاده خلک ئې د ځان سره یوسي .

بر عکس دغه کلي ته په لوی لاس زمینه برابریدل ترڅو خلک ئې له پاکستان سره وصل سي ، پاکستاني نمبر پلیټ موتړونه دچمن لوري په ازادانه ډول تګ راتګ پکښي وکړي . اوسیدونکي ئې د ژوند ټول ضروري توکي د چمنه راوړي . ماشومان ئې په پاکستاني نصاب زده کړي وکړي ، او پاکستاني تنظمونه پکښي پراخ نفوذ پیدا کړي .

دغه کلي ته پنځه کاله وړاندي د پاکستان واپډا د بریښنا مزي (خادې ) او ټرانسپرمرانراوړل او پکښي نصب ئې کړل .spin boldak

هر کال د پاکستان حکومت ورته راشن رالیږي .

دپاکستان حکومت پکښي په ښکاره شناخت کارډونه توضیع کوي .

په دغه کلي کي یوه عیدګا او نولس جامع مسجدونه دجمعې لونځ کوي خو شرعي اجازه د چمن د قاضي او محکمې څخه راوړي .

ددې سمي خلک له بولدکه قصدا دونه جدا ساتل سوي چي ان اختر او روژه هم دپاکستان سره نمانځي.

د هیواد دغه برخه مو په لوی لاس پردی سوې ده !

ددغه ستر خیانت په بدل کي دا اته کاله کیږي چي پاکستان د رازق د ورور تادین قاچاقي موټرانو ته اجازه ورکړې چي پرته له ګمرکي څاره پاکستان ته داخل سي او هم د دروازې هغي غاړي ته د موټرانو د پارکینګ او چالان نیمي پیسې تادین ته ورکوي .

زموږ دغه جنرال د ډیورڼد پر صفري نقطو د پاکستان سره داسي ډیر پټ تړونونه لري چي لمخي ئې ده او دده ورور خپلي شخصي ګټي پکښي پالي او د هیواد دحریم مهمي سیمي او خلک دټوپک په شپیلي مجبوره کوي ترڅو پاکستاني لوري ته واوړي . او دې ته زمینه سازي کوي چي پاکستان ئې په راتلونکي کي په ډیره سپین سترګي سره دعوې ته راودانګي .

افغانان مو ددغه ستر ډښمنه د بولان او اباسین دعوې کوي خو زموږ دغه پاکستان ضد جنرال؟ اتل؟ لا نور هم خپله سپیڅلې خاورې باندي

پلوري

=======================================================================

 

استقلال: په نوموړې سرحدي سیمه خو څو میاشتې مخکې دافغان او پاکستانی پوځیانو تر منځ سخته خونړۍ جګړه وشوه .له هغې جګړې وروسته اشرف غنی په دې  خاطر چې معلومه کړي چې نوموړې سیمه په افغانستان پورې اړه لري که له پولې ها خوا دپاکستان په ملکیت کې راځي یو« فني »هیأت وټاکه . استقلا ل همغه وخت ولیکل چې ددیورند پر لیکه دپرتو سیمو لپاره  د«فني » هیأت ټاکنه په هر صورت ددې معنی لري چې موږ ددیورند له کرښې هغه لوري ته پرتې ځمکې دپاکستان خاوره ګڼو او داپه ناویلې توګه ددیورند دکرښې په رسمیت پیژندل دی. که هیأت دمناقشې وړ سیمې دپاکستان ملکیت وګڼې دانو په ښکاره ددیورند کرښې ته دنړیوال منل شوي سرخد اعتبار ورکول دي  او که هیأت نوموړې سیمې دافغانستان  خاوره وښيي نو دکابل واکمني به څه کوې . جګړه که کومه بله لاره؟  دهغه هیأ ت په څیړنو ( که  څیړنه ېې کړي وي ) خوله پټه ونیول شوه .او ښکاره وه چې کوم پټ جوړ جاړی شویدی. دغو واقعیت ته په کتو کیدای شي چې دغه ملي خیانت  له جنرال رازق  نه پورته  له پاکستان سره دنورو لوړ پوړو ملي ضد پټ جوړ جاړی وي

.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news