ارګ وایی پر ډیورنډ کرښه اغزن تار ته اجازه نه ورکوي

simi-khardar

ارګ وایی پر ډیورنډ کرښه اغزن تار ته اجازه نه ورکوي

 

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۳۹۶): په داسي حال کې چې پاکستان پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار او کتاړو لګولو لومړۍ پړاو پوره کړ او غواړي چې دوهم پړاو کې د بلوچستان ایالت سره د افغانستان پر پوله اغزن تار وغځوي، ارګ غبرګون ښودلی او ویلي چې د پاکستان سره پر پوله اعتراف نه لري ځکه به دغه هیواد ته اجازه ورنه کړي چې اغزن تارونه او کتاړې ولګوي.

باید وویل چې وړمه ورځ د پاکستان د پوځ ویاند پر خپل ټویټر پاڼه یوه خبرپاڼه او یو شمېر انځورونه نشر کړه، او وې ویل چې د افغانستان سره پر پوله باندي يې د باجوړ، مهمند او کرمې ایجنسۍ په سیمو کې د کتاړو لګولو لومړی پړاو پوره کړ، دوهم پړاو به هم ژر پیل شي چې په هغه کې به د بلوچستان سیمه هم را ونغښتل شي. په خبرپاڼه کې ویل شوي وه چې د پاکستان پولو د څارنې او دفاع په خاطر به ځای ځای پوستې او پوځي مرکزونه هم جوړ شي.

که څه هم څو میاشتې مخکې ددغه کار د پرانیستنې مراسم د پاکستان د پوځ مشر قمر باجوه خپله کړی وو، هغه وخت هم د افغانستان حکومت ورته غبرګون ښودلی وو، خو په عمل کې هیڅ هم نه وه کړه، چې د ځینو په وینا د ګډحکومت غبرګون یوازي د ولسي فشار څخه د ځان خلاصون په موخه وو.

باید وویل شي چې دوه میاشتې وړاندي د افغانستان او پاکستان تر منځ په سپین بولدک کې پر ځینو کلیو باندي جګړه هم وشوه چې له امله یې دواړو لوریو ته درنه مرګ ژوبله واوښته، خو اوس ویل کیږي چې پاکستاني ځواکونو پر هغو کلیو باندي هم اغزن تارونه را تاو کړي دي.

د کندهار مشهور ژورنالیست خالد هادي پر خپل فیسبوک پاڼه ولیکل چې د لقمان په نامه کلی چې ۵۰ کیلو متره مربع مساحت لري او د سپین بولدک تر ټولو ګڼ مېشته سیمه ده، د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق او ورور یې «تادین» پاکستان ته د یوې معاملې په ترڅ کې وسپارله.

تادین د رازق ورور دی ، د سپین بولدک څخه د جنرال رزاق له تګ وروسته دغه سرحدي مالداره ښار نوموړي ته په میراث پاته شوی دی

پاکستان ته د دیورند کرښې په اوږدو کې د کټارې پر جوړولو د افغانستان خبرداری

تاند- پاکستان نن /سې شنبه/ وویل، د امنیت د ښه کولو لپاره به ژر له افغانستان سره په خپله پوله کې د کټارو د جوړولو کار پیل کړي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، د پاکستان دا اقدام به افغان چارواکي په غوسه کړي.

اژانس وايي، دوه هیوادونه ډیورنډ کرښې، چې ۲۴۰۰ کیلو متره اوږده ده او په ۱۸۹۶ م کال بریتانیايی استعمار کښلې وه، جلا کړي دي. افغانستان دا کرښه د نړیوالې پولې په توګه په رسمیت نه پېژني او پاکستان وايي چې افغانستان د پاکستان خاورې ته سترګې پټې کړي دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس زیاتوي، ډیورنډ کرښه د پښتنو په خاوره کې تېرېږي او د یوه قوم قبیلې او کورنۍ یې په دوو هیوادونو وېشلي دي.

د پاکستان پوځ نن په یوه خبرپاڼه کې وویل، د دې پروژې لومړی پړاو به پر باجوړ، مومند او خیبر ایجنسیو تمرکز ولري؛ دا هغه سیمې دي چې د پاکستان پوځ وايي، پاکستاني طالبان پرې اوړي رااوړي.

پوځ وايي چې د پولې د لا ښه کنترول لپاره به د ډیورند کرښې په اږدو کې نوې کلاوې او پوستې جوړې کړي.

افغانستان تل ویلي چې پاکستان په خپله خاوره کې افغان طالبان او د هغو مشران ساتلي، جنګي پلانونه، وسلې او پیسې ورکوي خو په عین حال کې ادعا کوي چې پاکستاني طالبان د افغانستان له خاورې وراوړي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوه ویندوی نجیب دانش وویل«پاکستان حق نه لري چې له افغانستان سره د دیورند کرښې په اوږدو کې کټارې یا نور تاسیسات جوړ کړي.»

ده د افغانستان د ځوابي اقداماتو خبرداری ورکړ چې اشاره یې د دوو هیوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنخ مخکینیو نښتو ته وه.

دانش وویل«پخوا هم پاکستان د ډیورند کرښې په اوږدو کې د تاسیساتو د جوړولو غلطي کړې وه چې زموږ له کلک غبرګون سره مخامخ شو. موږ هیله لرو چې دوی به بیا دا تېروتنه تکرار نه کړي.»

استقلال:زموږ دخلکو یوه شوخه کیسه ده چې وايي« ته ېې پریږده چې لا څه کوي» او یا وايي «یو پټی ریشقه ېې وخوړه لا ېې مږه بولي» ددیورند دکرښې په اوږدو کې داغزنوسیمانو دغزولولومړی پړاو مخکې بشپړ شوی اوپوځې تاڼې ، دروازې او کلاوي ېې ولاړې دي. دپآکستا ن تازه هڅه اوس له افغانستان سره دبلو چستان په برخه کې داغزنو سیمانو غزول دي . نن ټکی آسیا عنوان ورکوي چې :
«ارګ وایی پر ډیورنډ کرښه اغزن تار ته اجازه نه ورکوي»او تاند بیا داسوشیتید پرس په حواله خبر ورکوي چې «د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوه ویندوی نجیب دانش وویل«پاکستان حق نه لري چې له افغانستان سره د دیورند کرښې په اوږدو کې کټارې یا نور تاسیسات جوړ کړي.» دومره یوه سترملی مسأله چې دارګ په یوه نا معلومه پته اویا دیوه وزارت دویندوی دمرستیال کچې ته رالویږي نو ښکاره ده چې بیا به دوطن څو بچیان دڅو ورځو احساساتي تبلیغاتو لپاره له ژونده بې برخې او کورنۍ به ېې دغم په ټغر کینول شي او ور پسې به له پنجاب سره پټ جوړ جاړی پر ټولو تودو احساساتو یخې اوبه تويي کړي.

.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news