پاړه چنار کې غبرګو چاودنو کې د وژل شویو شمېر ۲۵ ته ورسېد

af-pa

پاړه چنار کې غبرګو چاودنو کې د وژل شویو شمېر ۲۵ ته ورسېد

  • 5 ساعتونه مخکې
روغتوند انځور حقوقAFP
Image captionد دې ډار شته چې د مړو شمېر تر دې هم ډېر شي.

د پاکستان حکومتي سرچیني وايي پاړه چنار کې غبرګو چاودنو کې ۲۵ کسان وژل شوي او نژدې ۱۰۰ کسه نور ټپیان دي. د چاودنو پر مهال خلک د اختر لپاره د سودا په رانیولو بوخت ول.

د پاکستان په ملي اسمبلۍ، ولسي جرګه کې د کرمې ايجنسۍ غړي ساجد توري بې بې سې ته وويل چې چاودنه د پاړه چنار په توري مارکيټ کې شوې.

نوموړي وويل لومړی يوه کوچنۍ چاودنه وشوه خو چې خلک د چاودنې په ځای کې راغونډ شول نو بيا يوه زوروره چاودنه وشوه.

د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف او د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثارعلی خان پېښه غندلې او له قربانیانو سره یې غمشریکي کړې ده.

چاودنهد انځور حقوقREUTERS
Image captionد چاودنې پر مهال خلک بازار کې په سودا اخیستو بوخت ول.

ښاغلی توري اندېښنه څرګندوي چې د مړو شمېر کېدی شي لوړ شي. په وژل شویو کې پولیس هم شته.

ساجد توري وويل عيني شاهدانو ده ته ویلي چې بريد ځانمرګی و.

تراوسه د پېښې مسولیت چا پر غاړه نه دی اخستی.

سږکال پاړه چنار کې عیدګاه بازار سره نژدې چاودنه کې ۲۴ کسان ووژل شول.د انځور حقوقAFP
Image captionسږکال پاړه چنار کې عیدګاه بازار سره نژدې چاودنه کې ۲۴ کسان ووژل شول.

د کرمې ايجنسۍ يو ځايي خبريال منير حسين توري بې بې سې ته وويل معمولاً په دغه بازار کې ډېره ګڼه ګوڼه وي.

د ده په وینا: “خلک د روژه ماتې لپاره د سودا اخیستلو او د کوچني اختر رانژدې کېدو لپاره په تیارۍ بوخت ول.”

ښاغلي توري وايي، تر چاودنې څو شېبې وړاندې دغه بازار ته نژدې د تحريک حسيني له خوا د امريکا پرضد او د فلسطینيانو په ملاتړ يوه مظاهره پای ته ورسيده.

دی وايي مظاهره کوونکي لا بشپړ خواره شوي نه ول چې چاودنه وشوه.

د پېښې قربانیان کرمې کې تر ټولو نژدې روغتونو ته لېږدول شوي او بيړنی حالت اعلان شوی.

نن سهار د بلوچستان به مرکزي ښار کوټه کې هم چاودنه وشوه چې ۱۱ کسان یې ووژل او ۲۱ نور یې ټپیان کړل. چارواکي وايي، د دغه برید هدف د بلوچستان د پولیسو مشر دفتر و، چې ورسره څېرمه پر څلورلاره شوی.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news