ننګرهار: د اختر په ورځ د امریکایانو په بمبار د یوې کورنۍ ۱۶ تنه وژل شوي ديننګرهار: د اختر په ورځ د امریکایانو په بمبار د یوې کورنۍ ۱۶ تنه وژل شوي دي

nangarhar-2

ننګرهار: د اختر په ورځ د امریکایانو په بمبار د یوې کورنۍ ۱۶ تنه وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (سې شنبه، چنګاښ ۶، ۱۳۹۶ل): د اختر په لومړۍ ورځ د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د امریکايي الوتکو د بمبار له امله د ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۶ تنه وژل شوي دي.

پېښه د اچین ولسوالۍ په «پيخه تنګي» سیمه کې را منځته شوې ده او پر ټولنیزو پاڼو د هغو ماشومانو انځورونه هم نشر شوي چې په بمبار کې وژل شوي دي.

د داعش ډلې خبري اژانس «اعماق» هم ددې خبر د تصدیقولو تر څنګ د ماشومانو انځورونه نشر کړي دي او د پيښې خبر یی ورکړی دی.

په خبر کې راغلي چې تېره ورځ (د اختر ورځ) امریکايي ځواکونو د اچین ولسوالۍ د پیخه تنګي سیمه کې بمبار کړی چې له امله یې د یوې کورنۍ ۱۶ تنه وژل شوي ديباید وویل شي چې نن د دفاع وزارت له لوري په ورکړل شوي خبر کې ویل شوي چې نن د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي بمبار کې ۱۲ تنه مخالفین وژل شوي او ۷ پټن ځایونه تخریب شوي دي.

استقلال: پداسې حال کې چې داختر په ورځو کې په کورنۍ او بهرنۍ کچه دجګړې له دواړو لورو وغوښتل شول چې دخلکو اختر په غم ونه لړي. درسنیو دخبرونو له مخې دطالبانو له لوري دکومو خاصو عملیاتو یا بریدونو خبر وانه وریدل شو. خو ددفاع وزارت دویندوی له خولې داختر په په هره ورځ د۲۱ ، ۲۴ او یو شمیر نورو طالبانو دوژنو خبرونه په پرله پسې توګه دکابل درسنیو پر مخ راغلل او دادی په دریمه ورځ داچین دیوې لويي کورنۍ انګړ داسې په وینو ولړشو چې د غې کورنۍ ته ښايي دخپلولویو او وړو دجنازی او فاتحې اخیستو هم څو ک نه وي ور پاتې. له دې ټولو ترخو واقعیتونو سره سره  هره ورځ دفیسبو ک اوو رسنیو پر مخ ددې شاهد یو چې زموږ یو شمیر «رشن فکران» اخته دي داسې حزب او جبهه جوړوي چې دجان کیري حکومت «اصلاح ؟؟؟!!!»کړي . دوی په غیر مستیقمه برخه له ځانه داسې معجزه يي توان ښي چې ګوندې اشغال او داشغال په سرکې ولاړ وحشي یانکیان اصلاح کولی شي.تاریخ به زموږ په دې مسخره هلو ځلو څه قضاوت کوي.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news