ډیپلوماټ ورځپاڼه: ولي افغانستان د امپراطوریو هدیره ده؟

istaqlal-2

ډیپلوماټ ورځپاڼه: ولي افغانستان د امپراطوریو هدیره ده؟

Why Is Afghanistan the ‘Graveyard of

Empires’?

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د ډیپلوماټ ورځپاڼې پر خپل انټرنیټي پاڼه دا پوښتنه مطرح کړې او خپله جواب کړي چې «ولي افغانستان د امپراتوریو هدیره ده».

د اکیلیش پيلال مري په نامه لیکوال پوښتنه کړې چې په افغانستان کې د امریکې جګړه اخیر کومې خواته روانه ده؟

نوموړي ویلي چې ځیني ګنګوسي دي چې د امریکا نوې اداره به افغانستان ته ۴۰۰۰ اضافي عسکر ولیږي، خو د نوموړي په نظر دا به کفایت ونه کړي ځکه چې افغانستان اشغالول او اداره کول یو ستر کار دی چې په تاریخ کې یوه امپراتوري هم نه ده په توانېدلی.

نوموړي ویلي چې طالبان ورځ په ورځ قوي کیږي، په هیواد کې داعش هم را پیدا شوی، پخواني جګړه ماران او کمزوری حکومت ټول یو د بل سره په جنګ دي.

نوموړي د یوه بل مشهور امریکايي کارپوه «پيټر بنارټ» تحلیل ته په اشاره ویلي چې هغه په افغانستان کې د امریکا جګړه نا امیده وبلله او زیاته یې کړه چې طالبان به د امریکایانو سره جوړه ونه کړي ځکه چې وخت ددوی په ګټه دی، دوی تر هغه انتظار کولای شي تر څو چې امریکایانو د افغانستان څخه د وتلو پرېکړه پخپله نه وي کړې.

د نوموړي په وینا که څه هم امریکا په افغانستان کې تر ۱۶ کاله ډېره موده تېره کړه، د نورو قربانیو تر څنګ یې په دغه هیواد کې د دوهمې نړیوالي جګړې وروسته د ټولې اورپا د بیا رغونې تر مصرف زیات مصرف وکړ، خو بیا هم هیڅ پرمختګ نه دی شوی، بلکې په اوس وخت کې دا هیڅ د تعجب خبره نه بلل کیږي که چیري په راتلونکو لسو کلونو کې طالبان پر ټول افغانستان باندي واکمن شي.

لیکوال وروسته د افغانستان پر تاریخ غږېدلی او دا یې واضحه کړې چې ولي افغانستان د تاریخ په اوږدو کې وتوانېد چې امپراتورۍ ماتې کړي او د هغوی د هدېرې لقب وګټي.

نوموړي ویلي چې د برتانوی او روسي اشغال څخه دا جوتیږي چې په افغانستان کې د یرغلګرو ځواکونو لپاره موقت پرمختګ اسانه دی خو په اوږدمهاله توګه هلته پاته کېدل هیڅ کله ممکن نه وه.

لیکوال امریکا ته په خطاب کې ویلي چې باید د افغانستان له تاریخ څخه زده کړه وکړي او پوهه شي چې د جګړې اور توندول به یې هیڅ په ګټه تمام نه شي.

نوموړي د افغانستان حل په دې کې بللی چې باید امریکا په افغانستان کې دننه موجوده قوتونه ومني او د هغوی سره تعامل وکړي، که په دې سره دوی د طالبانو قوت مني نو هم دي وکړي، خو صرف په یوه شرط دي معامله ورسره وکړي، چې د افغانستان څخه د باندي «تروریستانو» ته به په خپل هیواد کې ځای نه ورکوي.

د لیکوال په نظر بله هیڅ لاره نشته ، که هره لاره وی، هغه به نه ګټونکې جګړه او همیشنۍ جګړه وي.

سرچینه: ډیپلوماټ ورځپاڼه (لینک)

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news