نقد که سپکاوی؟

asif khawaty

محمدآصف خواتي

نقد که سپکاوی؟

دسیاسي ـ ټولنیزوپدیدو اوقضایاوو څیړنه خوراستونزمن اوپیچلی بهیر دی . له همدې امله کله چې دیوې سیاسي اوتاریخې پیښې ، کوم سیاسي بهیر، یوه حکومت اویایوه سیاستوال  دبریاوو اوناکامیوپه اړه خبره راپورته کیږی  څیړونکي اولیکوال ویشلي پاتې کیږي. څرنګه چې یوه سیاسي ـ تاریخي پدیده یولامل نه بلکې ګڼ شمیرلامولونه لري پرهمدې بنسټ څیړونکو اولیکوالانو ته دایا هغه لامل ټاکونکی بریښي اوددې پیښوپه راتګ ، دیوې واکمنۍ اوسیاستوال په بریاوواویا ناکامیوکې هغه ته ګوته نیسي چې بل څیړونکی یالیکوال ورته نظر نلري او داډول لیدلوری ور ته  دمنلووړنه بریښي چې دایوه منطقي خبره هم ده.  کله چې واقعیت همداسې وي نودا منصفانه اوواقعبینانه چلندنه دی  دهغه چا دلیکنې اوارزونې په هکله چې موږورسره همغږي نه یو ددې پرځای چې دنوموړي لیکنه نقد کړو، نیمګړتیاوې یې په ګوته کړو اوناسموالی یې ددلایلو اوفاکټونو پربنسټ ثابت کړو هغه ته سپکاوی وکړو. د کومې لیکنې یامقالې، کوم علمي اوفرهنګي اثرنقد دامعنی نلري چې لیکوال یې نقدشي اودهغه دسوابقو، تحصیلي دورې ، دندو، سازماني اوحتی کورني تړاوونو په هکله تبصرې وشي . موږ د یوې وروسته پاتې قبیلوي ـ مذهبي ټولنې زیږنده یو اوپه وروسته پاتې قبیلوي ـ مذهبي ټولنوکې دقبیلې مشراومذهبي ـ روحاني مشردځانګړي درناوي نه برخمن دی چې داډول تفکر په موږکې دومره ژورې ریښې لري چې سیاسي مشرانو ته هم دقومي اوروحاني مشرانوپه سترګه ګورو. که چا زموږدخوښې سیاسي اویادولتي مشر په پته چې دیوه سپیڅلي روحاني شخصیت په توګه پرموږ حکومت کوي زموږ داعتقاداتو او لیدلوري  خلاف څه وویل اویا ولیکل موږمیرګي نیسي یادبریښنایي شوک په شان له نورمال حالت څخه وباسي او ددې منتقد په پته سپکې سپورې وایو اودنورودخیانتونو !؟ په توریې محکوموو اودخپل جیب څخه هغه ټاپې اومهرونه چې بل چاراته جوړکړي دي راوباسو اوداتورمهرونه او ټاپې پرې لګوو.

له بده مرغه زموږډیری مقالې ددې لپاره نه لیکي اونور ددې مقالې په اړه خپل نظر نه څرګندوي چې واقعیتونو بیان کړي ، دمسئلې تیاره اړخونو راوسپیړي اولیکنه نقدکړي بلکې داکار ددې لپاره ترسره کوي چې خپل سیاسي ، سازماني اوایدیولوژیکي لیدلوری تبلیغ کړي ، خپل سیاسي مشریا اتل !؟ چې دتقدس ترکچې ورته درناوی لري ریکلام کړي اویاخپل سیاسي اوعقیدتي مخالفان سپک کړي. سیاسي مشران ملایکې نه وې اونه دي چې تیروتنې یې نه دي کړې اوټولې کړنې یې سمې وې اویا دي. هغه انسانان وو اوانسانان دي چې کړنې یې دغوره اړخونوسربیره دتیروتنویوه ګډوله هم ده. کله چې خبره داسې ده نوولي یوشمیر لیکوال چې دافغاني ټولنې مخکښه برخه جوړوي دبیسواده مذهبي مریدانو په شان دسیاسي مشرانو څخه روحاني شخصیتونه او ملایکې جوړوي اوهغه ډله کسان چې دیوه سیاسي مشریا واکمنۍ کړنو ته دخپلې پوهې اواخیستنوپه رڼا کې ګوټه نیسي چې دایې مسلم حق هم دی د روااوناروا نیوکو، تمسخر، سپکاوي اوکوچني ماشوم په څیر دملامتولو هدف ګرزوي.  

په یوویشتمه پیړی کې دانترنیټ له برکته یوه لیکنه دخپریدو سره سم بیله ځنډه دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دلوستلو اواستفادې وړ اودسانسور له ساطور څخه خلاصه ده چې دې ډول حالت بایددهغوافغانانو دبیا رانږدې کولو په لاره کې ګټور رول لوبولی وای چې ملي ګټوته ژمن دي ، دهیواددواکمن حالت څخه کړیږي اودیوه مثبت بدلون لیوال دي. ددې سره سره وینوچې موږدې موخې ته نه یورسیدلي. ددې قلم له انده لامل یې دادۍ چې موږجګړو ، دیوب په پته تبلیغاتواو دپردیو دسیسودومره ځپلي یو  اوسیاسي شوي یوچې هرې مسئلې ته دخپلوسیاسي ،عقیدتي اوحتی ژبني اعتقاداتو اوتړاوونوله دریځه ګورو. دیوه لیکوال لیکنې ته ددې پرځای چې هغه څه لیکلي دي اوپرڅه بحث کوي وګورو دې ته پام راګرزوو چې هغه څوک دی ؟ هغه مجاهد دی ، خلقي دی که پرچمي ، شعله یي دی که اخواني ، کمونست دی که سیکولر ،سلطنت پلوی دی که جمهوریخوا یا پښتون دی که غیرپښتون؟ کله چې دیوه ولس یوروڼ اندی په څیروپسې ګرزي، په سیاسي اوقومي تړاوونوپسې ګرزي اوهغه ته لومړیتوب ورکوي نه په واقعیتونو پسې دادهمدې ولس لپاره ناورین دی . ددې ولس نږدې راتلونکې همداډول تیاره ده څرنګه چې نن په همدې تیاره کې کړاوونه ګالي ، په هیوادکې یې داورلمبې بلې دی اوبدمرغه ژوندلري.

دلیکنې په پای کې غواړم دافغان روڼ اندي یا که دقیقآ وویل شي تحصیلکرده قشر یوساری چې ددې تحصیلکرده قشرچرګ یوه پښه لري اونه غواړي خپل لیدلوري ته تغییر ورکړي راوړم. څه موده مخکې مې په فیسبوک کې یوه فعال فیسبوکي ته دهغه دنظرسره دنه همغږۍ له امله ولیکل چې پدې موضوع باید هراړخیزه بحث وشي ترڅویوه ګډ نظراوپوهاوی ته ورسیږو. نوموړي په یوه لنډه جمله کې ولیکل « که بحث هم وشي زما همدانظردی »  ددې وطنوال خبره دډیری تحصیلکرده قشرسره سرخوري چې چمتونه دي دیوبل  ، دمختلفواومخالفونظریاتو لرونکوسره دوستانه اوهدفمند بحث ته راودانګي، سؤتفاهمات له منځه یوسي اوګډه ژبه سره ومومي.    

پای

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news