ملي فرهنګ او ارزښتونه

نورالحق

ملي فرهنګ او ارزښتونه

 

د افغانستان په شان سنتي ټولنو کې فرهنګ او ارزښتونه د خلکو تر منځ د ملتیا ، اجماع او یوالي په ساتلو کې د «سیمنټو » دنده تر سره کوی، کله چې دغه شان یوه ټولنه د پردو تر اشغال لاندې راشي د تجاوز سره سم نه یوازې د ټولني فرهنګ بلکې د ارزښتونو او معیارونو سیستم تر ګوزار لاندې راځي ، او هر څومره چې د اشغال عمر اوږدیږي په هماغه کچه د اشغال شوي ټولني فرهنګ او ارزښتونو ته زیان رسیږي . له دې چې ارزښتونه د هري ټولني د تاریخي ، فرهنګي اوسیاسي دودونو زیږنده دي نو کله چې ټولنه خپل ارزښتونه له لاسه ورکړي بیا نو هیڅکله هم نشي کولی د ارزښتونو له پلوه خپل لومړني حالت ته وروګرځي ، دا د دې لپاره چې ارزښتونه نه بل چا ته انتقال کیدای شي ، نه په پور او نه هم په غلا بیرته په لاس راځي ، دا چې وایي د تجاوز ټپونه هیڅکله هم نه رغیږي علت یې همدغه فکتور دی . 
زمونږ د افغاني ټولني ګډ هویت یوازې په همدغوارزښتونو کې نغښتې دی او همدغه ارزښتونه دی چې بېلا بېل قومونه یې ، چې نه یوازې مختلفې ژبې لري حتی مختلف مذهبونه هم لري په داسي حال کې د یو واحد تن په شان یو موټی ساتلې دي چې ډیر وخت یې ډیر کمزوره او آن د کورني اړ او دوړ په کلونو کې یې هیڅ حکومت هم نه درلود . دا واقعیت مونږ ته دا راجوته کوي چې ارزښتو نه د انسان د شخصي هیلو تابع کیدای نشي د هغوی مقام او وزن د نافذو قوانینو څخه ډیر اوچت دي . له دې چې ټولنه پرته له اخلاقو شتوالی نه لری نو باید ووایو چې همدغه ارزښتونه په ټولنه کې اخلاق ټاکې چې اخلاق په خپله د انساني کړنو ( سلوک ) یو مجموعه ده چې لیکلې بڼه نه لري خو په ټولنه کې له فرد څخه نیولې بیا تر کورنۍ او ټول ملت پورې د انسانانو ټولنیزې اړیکې په اختیاري توګه تنظیموي .کله چې د تجاوز په نتیجه کې د ټولني ارزښتونه بدل شي نور نو د ټولني حاکم اخلاق هم خپل اغیز نشي ساتلې نو پایله دا شي چې ټولنیز اهداف تیاره شي . 
زمونږ د ګران هیواد په شان ، په ټولو سنتي ټولنو کې ، کله چې یو ماشوم نړۍ ته راځي سمدلاسه د اخلاقو ذڼي یي په ماغزو کې ورته کرل کیږي او هماغسي چې دی لویږي او شخصیت یي وده کوي ، ټولني دده باور پر مسلطو ارزښتونو باندې دومره ټینګ کړی وي چې د ده ټولې هڅې او کړنې تر تاثیر لاندې راولي او که ووایو دی په هغه انسان بدلیږي چې ټولنه یي غواړي نه بل څوک ، پر ځای به وي. 
یو اصل باید هیر نه کړو اوهغه دا چې د هرې ټولني په فرهنګي ارزښتونو کې ارو مرو بدلونونه منځ ته راځي ، ځیني پخواني ارزښتونه ورو ورو خپل وزن له لاسه ورکوي او له منځه ځي او پر ځای یې نوي ارزښتونه په ټولنه کې خپلي ریښې ځغلوي ، که چیرې په مصنوعي ډول دغو بدلونو ته چټکتیا ورکړل شي لکه چې هر اشغالګر یې په اشغال شوې ټولنه کې کوی ، نو په دغه حالت کې ټولنه خپله لار ورکوي او سربداله کیږي چې دا په خپل وار سره ډیره دردونکې او خطرناکه مرحله ده . 
لکه څنګه چې د خپل ټاټوبي سره مینه لرل د انسان تر ټولو ښه احساس دی هماغسي په خپل هیواد کې مثبت بدلون راوستل او یا د مثبت بدلون د راوستلو لپاره مبارزه کول هم یو ډیر نېک او انساني عمل دی خو په دې شرط چې د بدلون هڅونکی ځواک د هیواد په دننه کې وي او د خپلو خلکو نسبي ملاتړ هم ولری نه دا چې یو یا څو تنه د پردیو په جاسوسي شبکو کې تنظیم وي او د پردیو سرتیرو د برچې په زور پر یو ملت باندې وتپل شي او بیا نارې پیل کړي چې مونږ بدلون راوستي دی او یا یې راولو . دغسي بدلون ته ټول د بشري ټولني ټول تاریخ ملي خیانت ویلي دي او د سرطان د ناروغي ځانګړتیاوې لري . لکه څنګه چې د سرطان ناروغي د انسان په ارګانیزم کې داسي بدلون راولي چې په ترڅ کې یې په غیر عادي او له کنترول څخه وتلي توګه نوي بد سلولونه او حجری منځ ته راځی او د روغو ( سالمو ) سلولونو او حجرو لپاره فضا تنګوي او له منځه یې وړي ، تجاوز هم کټ مټ همدغسي دنده سر ته رسوي . 
پر ګران افغانستان باندی که د تیرو څلورو لسیزو پرله پسې تیریو بهیر ته پام وکړو نو په څرګند ډول وینو چې د تجاوزونو هملاسي په پیل کې د ګوتو په شمار څو تنه خرڅ شوي کسان وو چې د پردیو په جاسوسي شبکو کې تنظیم شوی وو او هر یوه یې د خپلو بادارانو په اشاره د سره ، شین او یا هم تور رنګ مخپټوڼې (نقاب ) غوره کړي وو او داسي بریښیده چې تر مرګه ، یو له بل سره نه پخلا کیدونکې دي خو د وخت په تیریدو سره ، مونږ ولیدل چې د سترګو په رپ کې ټولې پولې ړنګې او رنګونه بدل شول ، او پایله داشوه چې دغه ټولي پردیپالې ډلي په داسي ماهرو لوبغاړو بدلي شوي چې په یوه وخت کې یې له ټولو هغو جاسوسي شبکو سره کار پیل کړ چې د دوی خدمتونو ته یې لیوالتیا درلوده . د هیواد اوسنی حالت د همدغو ډلو د خیانت محصول دی . 
د افغانستان اسلامي ډلو وښودله چې مذهبي ډلې تر هر چا نه مخکې ، خپلو خلکو ته د ګواښ او خیانت په بلا بدلیږي او که کوم یو یې د وطنپالني احساس وهم لري هغه وطنپالنه یې ړنده وي ، دا یوازي زمونږ په هیواد کې نه ، بلکې که د شلمي پیړۍ ټول بهیر تر څیړنې لاندي ونیول شي نو سړی له دې واقعیت سره مخامخ کیږي چې اسلامي بنسټپالي ډلې تل د استعمار او پردو په لاس د خپلو خلکو د ترټلو او زورونې وسیلي وې او دي . 
د امریکا د متحده ایالاتو په مشرۍ د روان تجاوز له پیل څخه تر اوسه پوري په افغانستان کې جګړه د ترهګرۍ پر ضد جګړه ونومول شوه خو د ترهګرۍ لپاره کوم تعریف وړاندې نه شو بس یوه خبره ده او هغه دا چې هر څه چې امریکایي پوځیان ، بې شماره خصوصي امنیتي کمپنۍ او د تجاوز افغاني هملاسي یې کوي د ترهګري ضد جګړه ده او هغه هم پداسې حال کې چې دغه دریواړه ځواکونه د هیڅ ډول انساني ، مدني او آسماني قوانینو او نورمونو تابع نه دي . 
زمونږ پر آزادۍ ، استقلال او ملي حاکمیت باندې تیري باید پاي ومومي . تجاوز او جګړه هر وخت او هر چیرې د اولسونو لپاره ستره تراژیدې ده او ډیری وخت یې قربانیان بې ګناه انسانان دي . د اشغال او جګړې د دوام لپاره هڅې کول د لوېدلو کسانو کار دی .
زمونږ تاریخ حکم کوي چې په افغانستان کې هره هغه سیاسي واکمني چې د پردیو سرتیرو د برچې په زور او یا د پردیو جاسوسي شبکو په مټ واک ته ورسیږي د مړي د سوړ شوي جسد حیثیت لري . دا د یو ه ملت د تاریخ حکم دي چې څو ځله ثبوت شوي دي نو ځکه د افغانستان په مسئله کې ټولې بهرنۍ او کورنۍ ښکیلې خواوې دغه حقیقت باید ومني او د سیاسي حل په لټه کې شي .

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news