د افغانستان په شمال د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې وسله والو ۱۳ تنه په ډزو وژلي دي

Balkh_in_Afghanistan.svg_-620x330
بلخ
د بلخ د حوزوي ابن سینا روغتون يو ډاکتر وايي دوی ته مازدیګر مهال د ۱۳ کسانو جسدونه ور وړل شوي چې ټول په ګولیو ویشتل شوي

استقلال: کومه رسنۍ رښتیا وايي؟

‌‌‌‌BBC

د افغانستان په شمال د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې وسله والو

۱۳ تنه په ډزو وژلي دي.

په ولسي جرګي کې د بلخ ولایت استازې ګلالۍ نور ساپۍ بي بي سي ته وویل، “دغه کسان په یوه جومات کې وژل شوي دي”.

اغلي ساپۍ وايي “دغه کسان ځايي وخت غرمه مهال په یوه جومات کې ډوډي ته ناست وو چې “وسله والو طالبانو” پری برید کړي”.

خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د اغلې ساپۍ په وينا، وژل شويو کسانو په امنیتي ارګانونه کې دنده نه لرله، په سيمه ييزو پولیسو کې شامل نه وو او نه هم د سیمي د پاڅونکونکو له ډلې سره وو.

د دغې پېښې په اړه ضد او نقیض را پورونه ورکول کېږي.

د بلخ ولایت استازې دا هم وايي چې دغه کسان “د بلخ د امنیتي مسؤلینو په لارښونه سیمه ته د دولت له مخالفینو سره د جګړې کرښې ته بېول شوي وو“.

بله خوا د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند شیرجان درانی وايي د دغې پېښي راپورته دوی ته نه دی رسېدلی خو په وینا یې په سیمه کې نښتې شوي چې پولیسو او امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتي.

د بلخ د حوزوي ابن سینا روغتون سرطبیب نور محمد فیض بي بي سي ته وویل، دوی ته مازدیګر مهال د ۱۳ کسانو مړي ور وړل شوي چې ټول په ګولیو ویشتل شوي دي.

د سیمي اوسیدونکې وايي دغه کسان د بلخ د یوه پخواني قومندان غلام حضرت ګرګډي اړوند دي چې د وژل شوو له ډلي ۷ يې د بلخ ولسوالۍ د یوې کورنۍ غړي دي.

د پېښي سیمه له مرکز مزار شريف څخه شاخوا ۷۰ کیلومتره لرې پرته ده.

چمتال د بلخ ولایت يوه تر ټولو نا امنه ولسوالۍ ده چې يو شمېر سیمې يې د دولت مخالفیو وسله والو تر کنټرول لاندې دي.

دغې ولسوالۍ کې درې میاشتي وړاندي هم د بلخ د والي عطامحمد نور په مشرۍ د وسله والو طالبانو پر ضد پوځي عملیات تر سره شوي وو

طالبانو د بلخ ولسوالي ۱۳ ځوانان ووژل

تاند- وسله والو طالبانو د بلخ ولایت په چمتال ولسوالي کې ۱۳ تنه ځوانان وژلي دي.

چارواکي وايي چې وژل شوي کسان نه د امنیتي ځواکونو غړي دي او نه د سیمه ییزو پولیسو خو طالبان وايي چې دا کسان یې هغه مهال ووژل چې په ګزمه وتلي ول.

د بلخ د والي ویاند مُنیر احمد فرهاد نن /یکشنبه/ وویل چې دا کسان، چې د بلخ ولسوالي اوسېدونکي ول، په چمتال ولسوالي کې وژل شوي دي.

د بلخ امنیه قومانداني وايي چې دا ۱۳ ځوانان د چمتال او چاربولک ولسوالیو ترمنځ وژل شوي دي. قومانداني وايي چې وژل شوي کسان پولیس نه دي.

د سیمې ځینې اوسېدونکي وايي، د دوی په ګومان وژل شوي کسان ممکن د ولسي پاڅون غړي وي چې په خپل سر یې د دولت د وسله والو مخالفانو پر ضد وسلې په لاس کې اخیستي دي.

بلخ کې د درې قومندانانو په ګډون دولس اربکیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې طالبانو د درې قومندانانو په ګډون دوولس اربکیان وژلي دي.

د بلخ ولايت امنيتي مسوولينو منلې، چې تېره ورځ طالبانو چمتال ولسوالۍ کې هغه مهال د اربکیانو پر غونډه بريد وکړ، چې د طالبانو پر ضد يې د بريد تابیا نيوله.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي ګلالۍ ساپۍ ويلي، چې وژل شوي کسان د امنيتي چارواکو په لارښوونه د طالبانو پر ضد جګړې ته چمتو شوي وو، چې طالبانو پرې بريد وکړ.

د دغه بريد مسووليت طالبانو منلی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نن ټکی اسيا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې تېره ورځ د دوی جنګیاليو د چمتال ولسوالۍ د سرسختو اربکيانو پر يوه غونډه بريد کړی، چې له امله يې د درېو قومندانانو «غلام سخي، ولايت خان او قومندان جوپه» په ګډون دولس کسان وژل شوي او يو بل ټپي دي.

طالبان وايي په دغه کې دوی ته د اربکيانو يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم په لاس ورغلي دي او د اربکيانو په بريد کې د دوی دوه ملګري هم ټپيان شوي دي.

.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news