د ډاکتر غنی د اوبو سیاست افغانستان د تباهۍ کندې ته ورغورځوي

nawaz-guni

د ډاکتر غنی د اوبو سیاست افغانستان د تباهۍ کندې ته ورغورځوي

7.7.2017

Nasir Wayar
له نهیمي ویبپاڼې په ژوره مننه

د هایدروپولتیک اړوند مباحث په بین الدول حقوقو کې خورا پېچلي مباحث دي، دا مباحث مختلف اړخونه لري،د هیوادونو سیاسی لیډرشپ ته پکار ده چې دا مسایل په پوره عقلانیت او تدبیر سره پر مخ بوځئ.
د اوبو پر سر لانجه نه یوازئ د افغانستان-ایران، او افغانستانپاکستان ترمنځ ده، بلکه له کلونو را په دیخوا د تاجکستان او ازبکستان، ازبکستان او قرغزستان، ترکېي او سورېي او د ترکېي او عراق ترمنځ په ستره لانجه او سیمه ایزه معضله بدله شوي.آن تر دې چې د نورو هېوادونو پښه یې دې قضایاوو ته راښکیل کړئ.
د مثال په توګه د تاجکستان او ازبکستان ترمنځ د اوبو پر سر لانجه؛ د روسېي او ترکمنستان او آن د ایران پښه هم دې مسئلي ته را دننه شوئ، او آن ددې احتمال وو که چېري ددې هېوادونو سياسي لیډرشپ د هایدروپولتیک په برخه کې عقلاني ګامونه پورته نکړي ممکن دا معضله ان په سیمه ایزه جګړه بدله شي.
همدارنګه په تېر وختونو کې د آمو سیند د اوبو په هکله د افغانستان او روسېي ترمنځ ستونزي راولاړي شوي، چې تر اوسه هم دا یوه لاینحله مسئله پاتي ده، که په راتلونکي کې دې مسئلې ته بنسټیز او عقلانی حل لاره ونه موندل شي، نه یوازی د افغانستان او روسېي ترمنځ په يوي خطرناکې موضوع بدله شي، حتی د ترکمنستان، ازبکستان او قرغزستان جغرافیا چې د آمو سیند له اوبو څخه برخمن کیږي، دوي به هم دې شخړې کې دننه شي.
د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو پر سر شخره له لسیزو راپه دېخوا په یو ناسور او نه التیام موندونکې زخم بدل شوي، د اوبو پر سر یو تړون د مرحوم موسی شفیق لخوا او د ایران پخواني لومړۍ وزیر عباس هویدا سره امضاء شوي وو،په هغه وخت کې د افغانستان ځیني خلکو د موسي شفیق دې کړنې ته د وطن پلورلو په سترګه وکتله، دا په داسي حال کې وو چې مرحوم موسي شفیق د افغانستان د صدر اعظم په توګه د سیمي په حساسیتونو باندې په ټوله معنا واقف وه.
نن د ډاکتر غنی د اوبو سیاست یا د هایدروپولتیک په برخه کې چې کومه طرحه وړاندې کړئ، نه یوازی چې عقلاني بڼه نلري، بلکه یوازي د نوروهېوادونو په لمسون دا کار ترسره کيږي چې افغانستان یو بل هېوادایرانسره هم په نامتعارف جګره کې ښکيلویافغانستان په دې مرحله کې نه یوازی ددې توان نلري چې د پاکستان سره د ترویزم او افراطیت د صدور په هکله یوي نتېجي ته ورسیږي، بلکه د سیاسی لیډرشپ دا کار په حقیقت کې افغانستان په څو اړخیزه جګړه کې ښکیلول دي.
مثلا که د داکتر غنی د اوبو سیاست هم عملي بڼه غوره کړي، ایران به هم د چابهار بند چې د یو مهم افتصادي کوریدور په توګه پېژندل کيږي، بند کړي او د فشار په توګه به د افغانستان پر وړاندې وکارول شي، له دې وجهي به افغانستان په کال کې په ملیاردونه ډالر زیانمن شي، همدارنګه د هریرود د سیند اوبو چې د ترکمنستان یوه لویه برخه خړوبوي، او دا اوبه هم په هغه هېوادترکمنستانبند شي، ترکمنستان د بریښنا، تېلو او ګازو د ستر صادر کونکو په توګه پر افغانستان دا سرچیني هم بندي کړي، او په پایله کې ښکاره دي چې کوم هېواد به له دې سیاستونو څخه زیانمن شيافغان حکومت ددې ظرفیت نلري چې د ترکمنستان د وارداتي بریښنا پرته خپلې یوي فابریکې ته هم برق ورکړي، ټول هېواد خو پریږدي !!
بل دا چې افغانستان یو مصرفی او وارداتې هېواد دې، موږ نه یوازي د ترکمنستان او منځي آسیا هېوادونو څخه بريښنا، تیل او کاز وارد وو، تر ډېره برېده ارتزاقی مواد هم له دې هېوادنو څخه تأمینووموږ پرته له دې هېواونو څخه نشو کولاي حتی خپل اوړه تأمین کړو، نور مسايل خو پریږي!!
اوس را شو دې پوښتنې ته چې ډاکتر غني په کومې بودیجې باندې دا بندونه جوړوي؟ 

آیا افغانستان دومره داخلي عواید لري چې دا بندونه پري جوړ کړي؟؟ 
ځواب ( نه ) دي!
طبعاْ ډاکتر غنی د ایران د رقیبانو( عربستان، امریکا) په لمسون غواړي دا کار ترسره کړي، که چېري ډاکتر غنی په عقلانیت سره په دې برخه کې ګام پورته نکړي، افغانستان به په اوږمهال کې په داسي یوې کنده کې وغورځوي چې راوتل به یې مهال کار ويممکن په لڼد مهال کې ډاکتر غنی وشي کولاي د عربستان د نفتو په پيسو اتکا وکړي او د امریکا په نظامی او سیاسی ملاټر دا کار ترسره کړي، خو د محاسباتو پر اساس څو لسیزي وروسته به د سعودي د نفتو زیرمې خلاصي شي، او آمریکا به هم تر څو لسیزو خپل استراتېژیک اهداف په دې سيمه کې تر لاسه کړي وي، بیا به نه امریکا وي او نه هم سعودي، یوازي موږ به یو او همدا ګاوڼډیان !
نو لازمه ده چې د افغانستان سیاسي لیډرشپ، افغانستان د هېوادونو د ګټو قرباني نکړي، او په دې مواردو کې په پوره عقلانیت او تعقل سره ګام پورته کړياو د اوبو د نړیوالو
قوانینو په رڼا کې دې مسایلو سره برخورد وکړي

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news