د ګلادیو پټ عملیات

نورالحق

Image may contain: one or more people, people standing and text

د ګلادیو پټ عملیات

د ګلادیو عملیات د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې د انګلیسي « مې شپږ » څارګرې ادارې په نوښت ، د سي آی اې له خوا په لوېدیځه اروپا کې پیل شول . د عملیاتو اساسي موخه د شوروي اتحاد د تېري په مقابل کې مقاومت کول او د کمونیسي نفوذ مخنیوی وو . په بله وینا موخه دا وه چې د لوېدیځې اروپا د هېوادونو سیاست داسې اغېزمن کړي ، تر څو کمونستان او سوسیالیستان و نشي کولی د انتخاباتو له لارې قدرت ته ورسېږي ؛ هغه سیاسي مشران له منځه یوسي چې غوښتل یې د سړې جګړې په وخت کې بې طرفه پاتې شي او یا دا چې د امریکا بهرني سیاست ته یې د شک په سترګه کتل . 
د دغو عملیاتو په ترڅ کې سي آی اې د لوېدیځې اروپا په ټولو هېوادونو کې پټ اردوګان ( لښکر یا ګوریلایي وسله والې ډلې ) جوړ کړل . د دغو ډلو پوځې روزنه د ساس ( اس اې اس ) په نوم انګلیسي ځانګړو ځواکونو او د « ګرین بېرې » په نوم امریکایي ځانګړو ځواکونو له خوا په پټه تر سره کېدله . دغه کار دومره پټ و چې د لوېدیځې اروپا دولتونه ، سیاسي ګوندونه او نور کشفي ارګانونه د سي آی اې له دغو پټو ډلو څخه خبر هم نه وو . حیرانوونکی فاکت دا دی کله چې ځیني لکه د فرانسې ، المان ، اتریش او سویدن دولتونه خبر هم شول ، پرته له دې چې د دغو اجیرو ځواکونو شتوالی ومني نور هیڅ یې هم له لاسه پوره نه وو . د اتریش په هېواد کې د دغو غیر قانوني او اجیرو ځواکونو دوه تنه مشران د محکمې له خوا د خیانت په تور ، په اعدام محکوم شول خو له یوه لنډ وخت نه ورسته وبښل شول . په ۱۹۵۲ کې د المان د فرانکفورت په ښار کې د سي آی اې د اجیرو ډلو یو تن مخامخ د پولیسو یوې حوزې ته ورغی او هر څه یې لوڅ کړل . د المان د هېسن ایالت صدراعظم سل تنه اجیر کسان ونیول او د پراخو پلټنو امر یې وکړ . په المان کې د امریکا سفیر یاد صدراعظم ته ډېرې سپکې سپورې وویلې او غوښتنه یې وکړه چې نیول شوې کسان خوشې کړي . صدراعظم پر خپل دریځ باندې ټینګ ودرېد ، خبره د المان سترې محکمې ته ورسېده . په پای کې محکمې یواځې د نیول شوو کسانو د خوشې کېدو پرېکړه وکړه . یاد صدراعظم وروسته یواځې دومره وویل چې د سترې محکمې کسانو د امریکایانو لارښونې عملي کړې .
کله چې په ۱۹۴۹ کې د ناتو سازمان وپنځول شو ، سي آی اې خپل دغه پټ اردوګان له ناتو سره همغږي کړل . 
دغو اجیرو ډلو د لوېدیځې اروپا په هر هېواد کې خپل جلا نومونه لرل . د بېلګې په توګه په ایتالیا کې ګلادیو ؛ په یونان کې د پسه پوستکی ؛ په سویدن کې د سویابرګ ؛ په لوېدیځ المان کې د الماني ځوانانو د لیګ تخنیکي څانګه او داسې نور . 
سي آی اې خپلې دغه اجیرې او ورانکارې ډلې په بېلا بېلو هېوادونو کې د مختلفو سپورتي ، ټولنیزو او فرهنګي کلوپونو او ټولنو په نوم ، سره تنظیم کړې وې . 
د دغو اردوګانو جوړېدل هیڅکله هم د امریکا د کانګرس ، پنټګان یا کومې بلې قانوني مرجع له خوا نه دي منظور شوي . دغه پېچلې پنځونې د امریکا متحده ایالاتو په نظامي او استخباراتي هرمونو کې د نړیوالو بانکرانو د څو تنو استازو کار وو . 
له دې چې د ګلادیو عملیات د قانوني مراجعو منظوري نه لرله نو ځکه د تمویل ستونزه رامنځ ته شوه . په ډېر تعجب ، د دغو عملیاتو د سمبالتیا لپاره د ابتدایي بودجې په توګه دوه سوه ملیونه دالر د روکفیلر او میلون بنیادونو برابر کړل . 
هغه مهال دوه سوه ملیونه دالر ښایسته ډېرې پیسې وې . ګران لوستونکي دې په خپله سوچ وکړي چې آیا بانکرانو دغه پیسې ، کومې خیریه مؤسسې ته ورکولې یا دا چې د هغه نوي نړیوال نظم د ټینګښت لپاره چې په وینو کې لامبو وهي ؟

د ګلادیو عملیاتو د مالي لګښتونو لپاره وروسته د نشه یي توکو د قاچاق له لارې پيسې برابرېدلې . د دغه کار لپاره ښکاره ده چې له نړیوالې مافیا سره ښو او دوستانه اړیکو ته اړتیا وه . په امریکا کې د نړیوالې مافیا یو مشر ، «چارلز لکي لوسیانو» چې په خټه ایتالوی و ، په پنځوس کاله بند محکوم او په زندان کې پروت و . 
د امریکا د سمندري ځواکونو د کشف څانګې استازی د مافیا له مشر ، لوسیانو سره اړیکې نیسي . له توافق او ګمارنې نه وروسته ، د مافیا مشر په قانوني توګه وبښل شواو په ډېر درنښت سره بېرته د ایتالیا سیسلي ته واستول شو . په سیسلي کې د مافیا مشر ته تاریخي ښه راغلاست وویل شو . 
د سړې جګړې په کلونو کې د ناتو د غړیو هېوادونو ټولې ښی لاسه سخت دریځه ، فاشستي او نیو نازیستي ډلې د سي آی اې د دغو اجیرو اردوګانو په لیکو کې ولاړې وې . 
دغو پټو اردوګانو په لوېدیځه اروپا او ترکیې کې د لسیزو په اوږدو کې ګڼ شمېر ترهګریز عملیات او آن نظامې کودتاګانې سر ته رسولې دي . 
له دې چې ترکیه یو آسیایي هېواد دی ، نو ځکه بې ځایه به نه وي که په دغه هېواد کې د سي آی اې د پټ اردو په اړه یوه لنډه یادونه وکړو . په ترکیې کې له ډېر پخوا راهیسې یو نیو فاشستي سازمان شتوالی لري چې د « خړو لیوانو » سازمان په نوم یادېږي . دغه سازمان د پان ترکیزم نظریې کلک پلوی دی . دغه سازمان نه یواځې له سي آی اې سره ډېرې نږدې او تودې اړیکې لري بلکې د قاچاقو په تېره بیا د نشه یي توکو د قاچاقو پر ټولو لارو باندې همدغه سازمان کنترول لري . 
د سوریې په روانو عملیاتو کې ، کله چې یوه روسي جنګې الوتکه د ترکیې د هوایي ځواک له خوا وویشتل شوه او روسی پیلوټ د پراشوت په مرسته روغ رمټ ځمکې ته کښته شو . روسی پیلوټ د « خړو لیوانو سازمان » کسانو لاس ته ورغی او خای پر ځای ووژل شو . د همدغه سازمان یو پېژندل شوی کس د کامرې پر مخ راڅرګند شو او څرګندونې یې وکړې . 
د ترکیې د ۱۹۶۰ کال کودتا د ګلادیو د عملیاتو په اډانه کې تر سره شوه چې صدراعظم ادنان میندرس ووژل شو . همدا شان په ترکیې کې د ۱۹۸۰ کال کودتا هم د ګلادیو عملیاتو په اډانه کې تر سره شوه .
د کتاب مینه والو او د حقیقت موندنې تږیو ته د وتلي اتریشي تاریخ پوه ، څېړونکي او لیکوال ښاغلي داکتر دانیله ګنسر ، د لاندې کتاب د لوستلو وړاندیز کوم . دغه کتاب ډېرو ژبو ته ژباړل شوی دی او ډاونلوډ کېدای هم شي . له داکتر دانیله ګنسر سره ډېرې شوې مرکې په انترنت کې لوستلی شۍ . انګلوساکسوني استعمار ښه وپېږنئ !

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news