یو اس ای آی ډي دامریکایي برلاسۍ غوښتنې : د الفبې کتاب

نورالحق

یو اس ای آی ډي دامریکایي برلاسۍ غوښتنې : د الفبې کتاب

ژباړونکی : نورالحق ن. څلی

یوه لنډه یادونه : یو اس آې ای ډي ( د نړیوال انکشاف لپاره امریکایي اداره ) – بهرنیو هېوادونو ته د امریکا د متحده ایالاتو د مرستو ورکولو او رسولو مرکزي اداره ده . دغه اداره د نړۍ په هر ګوټ کې فعالیت کوي . دغه اداره په تېرو پنځلسو کلونو کې زمونږ په هېواد کې هم د شاتو د مچۍ په شان ښکېل ده . دغه لیکنه چې لیکوال یې توني کارتالوچي دی ، د همدغې ادارې په اړه ده . هیله ده چې لوستل یې د لوستونکو لپاره په زړه پورې او ګټور تمام شي . ژباړونکی .

د یوه ملت بنسټونه په خپله د ملت اعتبار لري . که چېرې د یوه ملت پر بنسټونو باندې تېری وشي او هغوی نور شتوالی و نه لري نو دغه ملت هم خپل شتوالی له لاسه ورکوي . د بنسټونو د اغېزې لړۍ له دولتي ادارو نه رانیولې بیا تر پوهنې او روزنې ، کرهڼې او اقتصادي پراختیا ، د طبعي سر چینو سمبالتیا ، د انرژۍ او وړنې راوړنې (ترانسپورت ) په ګډون ، ملي زېربناوو او امنیت پورې رسېږي . کله چې موږ د اوسني ملي دولت د نظریې په اړه فکر کوو نو پورته یاد څیزونه څېړو .
پر یوه ټکلي ملت باندې تېری او د هغه نیونه ، د عامې انګېرنې برخلاف یواځې د پوځي ځواک کارونه نه ده . د دې تر څنګ ، د اړتیا په صورت کې د پورته یادو بنسټونو له منځه وړنه ، لاندې کونه او په پای کې د هغوی ونجونه هم په بر کې نیسي .
پر عراق باندې د امریکا تېری هغه بې سارې بېلګه ده چېرې چې د دغه هېواد ټول بنسټونه له پورته نه تر کښته پورې په بشپړه توګه ړنګ یا ونج شول ، او یا دا چې د اشغال د ائتلافي موقتې ادارې تر کنترول لاندې راغلل . د ائتلافي موقتې ادارې مشر بیا امریکایی پال بریمر و . نوموړی هیڅکله هم یو نظامي نه و . پال بریمر پخوا د بهرنیو چارو وزارت داسې یو لوړ پوړی چارواکی و چې د پانګه والو د شرکت د مدیره هئیت د مشرتوب تجربه یې هم لرله .
د اشغال موقتي ادارې د عراقي اولس د ژوند د ټولو چارو واک په خپل لاس کې واخیست . د دغه هېواد د اقتصاد له خصوصي کونې څخه نیولې تر « بیا جوړونې » ، له ټولنیز ، سیاسي او اقتصادي پلوه د عراقي دملت د له سره سمبالونې پورې هر څه د اشغالي ادارې مسئولیت شو . . . . اشغالي موقته اداره په حقیقت کې هغه اړم و چې لمړی یې عراق « اشغال » او په پای کې یې « فتحه » کړ .
د نړیوال انکشاف لپاره امریکایي اداره او د هغې د شریکانو کړنې د لږ شدت لرونکی تېری او اشغال دی
د امریکایي نړیوالې برلاسۍ غوښتنې په تمرین کې افغانستان او عراق هغه بې سارې بېلګې دي چې د ځواک د ښودلو لپاره د امریکا متحده ایالاتو په بېله بېله توګه له سازمانونو څخه کار اخیستی دی . په دغه امریکایی تمرین کې د نندارې وړ بشپړ نظامي تېري ، اوږد مهاله اشغالونه او عمومي « ملت جوړونې » هغه څه وو چې د بېلا بېلو سازمانونو له خوا تر سره شول .
یو له دغو سازمانونو څخه د نړیوال انکشاف لپاره امریکایي اداره ده . د نړۍ د اولسونو لپاره دا باید خواشیني کوونکې واوسي چې د نړیوال انکشاف لپاره امریکایي اداره ، پر افغانستان او عراق باندې د تېریو ، اشغال او فتحه کولو نه بېلېدونکې برخه وه ، او دا په داسې حال کې چې همدغه سازمان د امریکایي ګټو د خوندي توب لپاره په هر بل ځای کې خپل پراخ شتوالی هم ساتي .
د نړیوال انکشاف لپاره امریکایي اداره ، په رښتیانو د انجیوګانو یو لښکر او د لمړۍ کرښې هغه شرکتونه چې په ټولې نړۍ کې د نړیوال انکشاف لپاره د امریکایي ادارې له ملاتړ څخه برخمن دي ، د هېوادونو د ژوندانه په داسې ډګرونو کې ښکېل دي چې په کار ده دغو هېوادونو باید لا دمخه د خپلو ځانو لپاره سمبال کړي وي لکه : پوهنه او روزنه ، انرژي ، طبعي سرچینې ، اقتصادي پرمختګ ، ترانسپورت او امنیت .
د نړیوال انکشاف لپاره امریکایي اداره هڅه نه کوي چې له بهرنیو دولتونو سره رښتیانی د لارې مل واوسي ، برعکس داسې شبکې جوړوي چې په مستقله توګه او د ځایي موجودو بنسټونو او شبکو سره موازي فعالیت وکړي . د نړیوال انکشاف لپاره امریکایي اداره او د هغې د مرسته کوونکو پراخېدونکې شبکه ، هر په نښه شوي اولس ته غځېږي ، ورو ورو د ټولو هغو ډګرونو مسئولیت خپل کوي چې اصلأ باید د یوه واکمن دولت په واک کې واوسي . په دې توګه یاده امریکایي اداره موجود دولتونه د پوچو نلیو ( خول ) په شان بې تاثیره پرېږدي . کله چې دغه موازي شبکې د بدلون راوستلو لپاره اړین ځواک تر لاسه کړي ، نو هغه وخت کېدای شي چې دغه شبکې د واک له ګدۍ څخه د موجودو دولتونو د راپرځولو او پر ځای یې د یوه لاسپوڅي رژیم د ځای پر ځای کولو لپاره د یوې وسیلې په توګه وکارول شي . د رژیمونو بدلون هغه څه دي چې د نړیوال انکشاف لپاره د امریکایي ادارې د فعالیتونو ځانګړې لېوالتیا او ذمه واري جوړوي.
د نړیوال انکشاف لپاره امریکایي اداره خپلو موخو ته د رسېدو لپاره ، په کارنده توګه سیمه ییز استعدادونه اخلي . دغه کار هم په انفرادي او هم د کوچنیو ګروپونو په اډانه کې تر سره کېږي . هغوی دغه کار معمولأ د نویو مستقلو انجیوګانو د رامنځ ته کولو له لارې کوي ، همدا لامل دی چې د نړیوال انکشاف لپاره امریکایي اداره او د امریکا د دولت له خوا تمویلېدونکې نورې انجیوګانې په ډېرېدونکې توګه د تش ځایونو په نیولو کې ښکېل دي . د نړیوال انکشاف لپاره امریکایي اداره او ور سره تړلې انجیوګانې ، په پرمختیايي نړۍ کې د سیمه ییزو استعدادونو د ښکار کولو لپاره آن نوې ساحې رامنځ ته کوي او د دغو نویو ساحو د منجمنت لپاره سیمه ییز استعدادونه ښکار کوي .
د ورکړې یوه ګلوباله لوبه
د نړیوال انکشاف لپاره امریکایي اداره د دې لپاره نه ده چې له چا سره « مرسته » وکړي . دغه اداره یواځې د دې لپاره فعالیت کوي تر څو د خپلو سیمه ییزو لاسپوڅو د جوړولو له لارې يو په نښه شوی اولس لاندې کړي ، د یوه ملت وګړي د خپل ځان پر ضد ودروي او له پخوا موجودې ملي شبکې ( اړیکې ) بې تاثیره کړي .
دغه په اصطلاح مرستندوی سازمانونه اصلأ ټولنیزې – سیاسي ، جیوستراتیژیکې ، تکنالوژیکي او مالوماتي تشې له خپل نفوذ سره ډکوي او نور هر څه بې ځایه کوي .
د لوېدیځ د شطرنج د لوبې برعکس ، چېرې چې لوبغاړي هڅه کوي تر څو د اوږدې او ستومانوونکې لوبې په ترڅ کې د خپل سیال دانې له منځه یوسي ، هغه ستراتیژي چې د نړیوال انکشاف لپاره امریکایي اداره او نور ورته سازمانونه یې تعقیبوي ، تر ډېره د « ایستر » د ورکېدو لوبې ته ورته والی لري . په دغې لوبې کې لوبغاړي هڅه کوي چې څومره شونې وي هغومره ډېرې دانې د تختې پر مخ ځای پر ځای کړي ، تر څو ډېره ساحه تر خپل کنترول لاندې راولي .
د دغه حساب له مخې ، هر هېواد د یوې تختې تمثیل کولی شي چې خپلې دانې یې د انرژۍ ، ښوونې او روزنې ، روغتیا او په امنیتي برخو کې شیندل شوې دي . د نړیوال انکشاف لپاره امریکایي اداره هڅه کوي چې معمولأ د خیریه او بهرنۍ مرستې تر مخپټونې لاندې ، د دغې تختې د پاسه خپلې دانې ځای پر ځای کړي . دغه امریکایي اداره د یوه هېواد په خاور ه کې دخپلو مهرو نصبولو ته په داسې حال کې دوام ورکوي چې نه یواځې د بې پایه مادي او مالي سر چینو له خوا یې ملاتړ کېږي ، بلکې د هغې د رښتیانیو موخو له ګټو څخه ، د هغو هېوادونو حکومتونه او خلک ډېری وخت تت پوهاوی لري په کومو کې چې یاده امریکایي اداره فعالیت کوي .
د امریکا متحده ایالات اصلأ د خپلې دغې ایجنسۍ ( د نړیوال انکشاف لپاره امریکایي اداره ) له لارې د یوه داسې خام کاره لوبغاړي پر ضد د له منځه وړنې لوبه مخ ته بیایې کوم یو چې آن په دې هم نه پوهېږي چې لوبه پیل شوې ده . په دغه شان وضعیت کې د نړیوال انکشاف لپاره امریکایي اداره کولی شي چې په چټکتیا او آسانۍ سره د یوه هېواد خاوره په خپلو « ګومارلو » وپوښي – مانا په هغو انجیوګانو چې همدغه اداره یې تمویلوي ، په هغو سازمانونو او استعدادونو کې چې همدغې ادارې ښکار کړي دي او په هغو موازي جوړښتونو کې چې د په نښه شوي ملت د ژوند بېلا بېل اړخونه اداره کوي . دغه ټولې چارې مخامخ د په نښه شوي ملت د دولت د زنې لاندې تر سره کېږي .
له دې نه وروسته د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له خوا د تمویلېدونکو هغو سازمانونو او انجیوګانو سره په همغږۍ کې چې د لوېدیځ د ګټو پالنګر دي ، د امریکايي ارادې ته د تسلیم شوو لاسپوڅو رژیمونو د راتګ په ګټه د داخلي بنسټونو د نابودونو او د جوړو حکومتونو د راپرزولو چاري په جدیت سره پیل کېږي .
په خواشینۍ سره باید وویل شي چې په نښه شوي ملتونه ډېری وختونه ډېر ناوخته پرې پوهېږي چې د تختې د مخ « ساحه » بهرنیو ګټو نیولې ده او هغه څه چې د بومي ( وطني ) بنسټونو او شبکو څخه پاتې دي دومره بد نړول شوي ، له کاره لوېدلي او پریښول شوي دي چې عملأ د هیڅ ډول مقاومت توان نه لري .
د بلوا ضد عملیاتو اصولنامې د نړیوال انکشاف لپاره د
امریکایي ادارې « لارښوونکي » دي
د نړیوال انکشاف لپاره امریکایي اداره د « ورانونې » خپله ځانګړې اصولنامه لري چې په آسانۍ سره د امریکا د حکومت د هرې وېپ پاڼې څخه په وړیا توګه آنلاین تر لاسه کېدای شي . یواځې دومره بسنه کوي چې د بلوا ضد عملیاتو اصولنامې ولټول شي . په دغو اصولنامو کې دا ښوول شوي دي چې څرنګه پر یوه ټاکل شوي اولس باندې د کنترول حاصلولو لپاره پر هغو ابتدایي شیانو باندې کنترول لرل حیاتي ارزښت لري ، په کومو پورې چې اولس تړلی دی – د انرژۍ له تولید څخه نیولې ، تر پوهنې او روزنې ، د کثافاتو تر ټولولو او د کار ځایونو تر پنځولو پورې هر څه .
کله چې یو څوک د یوه اولس د ژوند پر دغو اړخونو باندې کنترول ولري ، په حقیقت کې هغه پر خپله دغه اولس باندې کنترول لري . دا یواځې « بلوا یا بغاوت » ته د ماتې ورکولو کلي نه ده ، بلکې د دې لپاره هم یوه کلي ده چې یو څوک په خپله یو بریالی بغاوت وهڅوي . دا چې د نړیوال انکشاف لپاره امریکایي اداره خپل نفوذ یوه اولس ته غځوي او هغه ته ژورتیا ور کوي ، په حقیقت کې یو ډول بغاوت دی – سره د دې چې دغه بغاوت په تدریجي توګه زیاتېږي او زغم لري خو بیا هم تر خپل کنترول لاندې د یوه بل مستقل دولت د راوستلو رښتیانۍ هڅه ده .
د بلوا ضد عملیاتو لپاره امریکایي اصولنامې د لاندینیو ډګرونو کنترول مهم بولي ( خو یواځې دا نه دي ) : پولیس او د اور وژنې خدمتونه ؛ اوبه ؛ برښنا ؛ ښوونه او روزنه ؛ ترانسپورتېشن ؛ روغتیایي خدمتونه ؛ نظافت ( کثافات او کانالیز آسیون ) ؛ بانکي خدمتونه ؛ کرهڼه ؛ د کار پیدا کولو خدمتونه ؛ تولید او تعمیراتي خدمتونه .
کله چې وغواړې دا راوسپړې چې د پورته یادو خدمتونو څخه کوم یو یې په منظمه توګه د نړیوال انکشاف لپاره د امریکایي ادارې د پروګرامونو برخه جوړوي نو لیدل کېږي چې پورته یاد ټول خدمتونه د دغې ادارې په پروګرامونو کې ځای لري .
د نړیوال انکشاف لپاره د امریکایي ادارې لوبې ته
د ماتې ورکولو لار
د هر ملت لپاره دا اړینه ده چې دغه امریکایي اداره باید د یوې بهرنۍ ایجنسۍ په توګه ثبت او فعالیتونه یې سخت محدود کړي . که چېرې له دې سره هم د فعالیت اجازه ورکول کېږي ، هر سنټ چې دغه اداره یي په کار اچوي باید مخامخ دولتي پروګرامونو ته لاړ شي . د نړیوال انکشاف لپاره د امریکایي ادارې پروګرامونه باید د دولتي ادارو تابع وګرځول شي ، باید د دولتي ادارو له خوا نه پلي شي او رول یې هم باید د دولتي ادارو نه ټيټ واوسي . د نړیوال انکشاف لپاره امریکایي ادارې ته باید مطلقأ دا اجازه ور نه کړل شي چې د امریکا له پولو څخه دباندې مستقلې شبکې او پروګرامونه په کار واچوي ، ورکشاپونه جوړ کړي ، سیالۍ او غونډې سمبال کړي .
تر ټولو مهمه دا چې ملتونه باید پوه شي چې د هغوی خاورې او اولسونه د « ویجاړونو» دتختې مثال کېدای شي . هغوی باید پر دغې خپلې تختې باندې هم د شمېر او هم د کیفیت له پلوه خپلې بریالۍ دانې کښېږدي ، تر څو د پورته یادې امریکایي دانو لپاره له سره هیڅ ځای پاتې نشي . په داسې کولو سره ، یو ملت نه یواځې د نړیوال انکشاف لپاره د امریکایي ادارې او د هغې د توطئې مخه نیسي بلکې په هماغه پیلیدونکي پړاو کې چې لوبه پیليږي خپل رقیب ته ماته ورکوي .
کله چې یو ملت د خپلو پولو دننه د هغو ډګرونو د سمبالولو او ودې لپاره چې د اوسني تمدن د پر مختګ لپاره اړین دي ، ځواکمن بنسټونه او شبکې وپنځوي د « بهرنۍ مرستې » له اړتیا نه مخ نیوی کېږي . دا چې یو ملت پر « بهرنۍ مرستې » پورې تړلی نه وي ، دا د ویاړ مسئله نه ده بلکې د پایښت مسئله ده ، ځکه چې « بهرنۍ مرسته » په وړیا توګه نه ورکول کېږي . د نړیوال انکشاف لپاره امریکایي اداره هغه جګړه مار دی چې د برلاسۍ غوښتنې نقشه د یوه ملت زړه ته ورننباسي .
اخیست ځای :
www.journal – neo.org/2016/07/08/a – primer – usaid – us – hegemony /

LikeShow more reactions

Comment

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news