کابل: د طالبانو په کمین کې د دولتی ځواکونو ستره قوه له منځه تللې

afghan-army_talbn

کابل: د طالبانو په کمین کې د دولتی ځواکونو ستره قوه له منځه تللې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۳۹۶): دفاع وزارت تېره ورځ ناوخته ومنله چې د کابل ولایت په خاک جبار ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه کمین کې دولتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله او تاوانونه رسیدلي دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري رسنیو ته تایید کړه چې وړمه ورځ «سه شنبه» ناوخته د پولیسو او د اردو عسکرو ګډه قوه د لوګر ولایت ازرې ته پر لاره د خاک جبار په ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه کمین سره مخ شوه. چې له امله یې یو شمېر وسایط ویجاړ، دوه عسکر مړه، درې ټپیان او ۳ تنه پولیس د طالبانو له لوري ونیول شول.

یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي چې په جګړه کې ۲۵ ټانګونه او رینجر طالبانو ته ور پاتې شول، چې هغوی له ځانه سره ټول بېولای نه شوای، ځکه یې اور ورته کړ، خو نورې وسلې او مهمات چې يې څومره له ځانه سره انتقالوای شوې، هغه یې غنیمت کړل.

دولت وزیري ویلي چې ددغه پيښې تر شاه د رازونو معلومولو لپاره دفاع وزارت یو هیآت ټاکلی دی تر څو معلومه کړي طالبان څرنګه وتوانېدل چې ددولتي ځواکونو یوه لوی مجهز کاروان ته ماتې ورکړي.

د کتونکو په باور کیدای شي دا لومړی ځل وي چې په دومره ستره کچه باندي طالبان په پلازمینه کابل کې دومره ستر عملیات کوي او تر ۲۵ زیات رینجر او ټانګونه سوځوي.

ددې تر مخه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته د یوې خبرپاڼې په را استولو سره ویلي وه چې د لوګر «ازرې» ولسوالۍ ته پر لاره یې د دولتي ځواکونو قوه «دړې وړې» کړه، چې له امله یې ۱۲ ټانګونه او رینجر ویجاړ او ۱۵ عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته.

نوموړي ویلي وه چې یاده نښته د خاک جبار ولسوالۍ اړوند د «دروجان» په سیمه کې را منځته شوه، چې په ترڅ کې یاده مرګ ژوبله واوښته او د دولتي ځواکونو بشپړه قوه له ماتې سره مخ شوه.

مجاهد وویل چې د طالبانو په دغه کمین کې ۳ ټانګونه، ۴ رینجر موټر، په ډېره اندازه وسلې، مهمات او نظامي توکې غنیمت کړل. او زیاته کړې چې یو عسکر دوی ژوندی ونیوی، نور ټول پیاده د فرعي لارو څخه په استفادې وتښتېدل.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news