د کندهار یوه میاشتنۍ جګړه؛۱۰۰ سرتېري مړه او ۸۰ تنه ټپيان شوي

کندهار

د کندهار یوه میاشتنۍ جګړه؛۱۰۰ سرتېري مړه او ۸۰ تنه ټپيان شوي

طالبانو په وروستۍ یوه میاشت کې، د دغه ولایت په شاولي کوټ او خاکریز ولسوالیو د ملي اردو پر پوستو درې ډله‎ییز بریدونه کړي.

په یوې وروستۍ میاشت کې په کندهار ولایت کې د طالبانو په ډله‎ییزو بریدونو کې څه باندې ۱۰۰ سرتېري وژل شوي او کابو ۹۰ تنه نورټپيان شوي دي.

کندهار؛ چې د هېواد په سوېل لویدیځ کې یو امن ولایت شمېرل کېده، خو اوس د طالبانو له پېچلو بریدونو سره مخامخ دی.

د ملي دفاع وزارت وایي، چې په خاکریز ولسوالۍ کې د دوو شپو وړاندې برید کې؛ کابو زره تنه طالبانو په قرض علي سیمې له درېیو لوریو برید وکړ.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش په دې اړه وايي:«دا یو نوی تاکتیک دی چط ترهګر غواړي یوازې او یوازې پر یوې یوې پوستې هڅه کوي چې یو لړ ګواښونه رامنخته کړي.»

په همدې حال کې لږ تر لږه ۲۸ تنه سرتېري وژل شوي، له ۳۰ زیات ټپیان دي او ۸ تنه نور ترې تم دي.

د کندهار د ولایتي شورا غړي سید احمد سېلاب وویل:«له بده مرغه چې مرګ ژوبله ډېره ده په یوه برید کې ۲۰ تنه او په بل برید کې ۱۵ تنه، بل برید کې ۱۷ تنه او په دې وروستي برید کې، کابو ۷۰ تنه مړه او ټپيان شوي دي.»

د کندهار د ولایتي شورا بل غړي عطا الله عطايي هم وویل:«لومړی په مرکز او له هغې وروسته په قول اردو کې مشري نشته.»

د کشفي او استخباراتي ادارو بې وسي؛ د ملي اردو پر پوستو د طالبانو د ډله‎ییزو بریدونو لاملونه یادېږي.

پخواني پوځي محمدګل مجاهد په دې اړه څرګنده کړه:«که‎چېرې زموږ استخبارات ځواکمن وي او امکانات پیدا کړي چې دننه په دښمن کې نفوذ پيدا کړي او د هغو له منځه مالومات واخلي، موږ کولای شو دا شان بریدونه نه یوازې داشان بلکې ځانمرګي بریدونه او د دښمن پلانونه په نطفه کې شنډ کړو.»

د ملي دفاع وزارت چارواکي مني، چې د طالبانو د بریدونو په تړاو استخباراتي اطلاعات وو.

محمد رادمنش زیاته کړه:«په هره مسئله کې چې ستونزې رامنځته کېږي، یو لړ جنجالونه او ګواښونه د منسوبینو د شهادت لامل کېږي،خو دا مهمه ده چې موږ د هغه پلاوي چې د قول اردو له مرکز نه هلته ګمارل شوی، خپلې څېړنې پای ته ورسوي.»

بل لور، د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس هېواد کې ناامنیو ته په اشارې سره ټینګار کوی، چې دغو نښتو کې د دولت مخالفینو ته هم ګڼ تلفات اوښتې دي.

عبدالله عبدالله زیاتوي:«مسئله یوازې داسې نه ده کله چې دښمن داسې پروګرام لري، نو بیا یې په وړاندې هېڅ کار ونه‎شي،دښمن هم مرګ ژوبله لرې،په ډېریو ځایو کې د دښمن توطیه هم شنډه شوې ده.»

له دې سره د پوځي چارو ځینې شنوونکي وايي، د هېواد په لیرو پرتو سیمو کې د امنیتي ځواکونو پوستې بسندویه ساتونکې اسانتیاوې نه لري نو له همدې کبله په زیاتو بریدونو کې زیانمنېږي.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news