د اشغال ډبل فکره شاطر د ۱۹۸۴ په هنداره کې

نورالحق

د اشغال ډبل فکره شاطر د ۱۹۸۴ په هنداره کې

 

لیکونکی : نورالحق ن. څلی
زورواکي ( استبدادي حکومتداري ) د سیاسي سیستم هغه شکل دی په کوم کې چې کېدای شي یو تن او یا یوه ډله مطلق ځواک ولري . په دغه سیاسي سیستم کې زورواکی ( مستبد ) هر څه نه یواځې د خپلې خوښې او ارادې بلکې همدا شان د خپل داسې فکر او چال چلند سره سم سرته رسوي چې بې علته هره شېبه اوړي . په بله وینا قانون ، حد ټاکنه او تعریف شتوالی نه لري . همدا لامل دی چې د زورواکۍ نظام تل او هر چېرې د مشروعیت له رنځه کړېږي . ځکه چې مشروعیت بیا له عدالت سره تړلی دی . زورواکي په ډېرو بڼو او پلمو راتلی شي خو تومنه یې تل او هر چېرې یوه ده او هغه د آزاد فکر او شخصیت وژنه ؛ د ټولنې غوڅول ، کمزورې کول او مړاوې کول دي .
په ډېر درد سره باید ووایو چې مونږ افغانانو د زورواکۍ ډېرې بڼې آزمویلې دي او د پای څرک یې لا نه ښکاري . که سپينه ووایو د یو موټي کسانو پرته نور زمونږ ټول هېوادوال دا مني چې د هر بهرني استبداد په پرتله کورنی استبداد لږ وژونکی ، نرم او کم پایښته دی .
له ویلو پرته روښانه ده چې د دغه سیاسي سیستم په اړه بې شمېره آثار لیکل شوي دي خو د لیکوال جارج اورول د « ۱۹۸۴ » په نوم کتاب هغه کیسه ( ناول ) ده چې د استبداي نظام د تومنې په راسپړلو کې تر ټولو بریالیۍ او په دغه ډګر کې د تاج غمی ګڼل کېږي . د دغه کتاب نبوغ په دې کې دی چې هر لوستونکی په خپله ټولنه کې د استبداد شتوالي ته متوجه کوي . په دغه ناول کې لیکوال د په زړه پورو لوبغاړو د انتخاب تر څنګ داسې نوي اصطلاحات اختراع کړي دي چې پرته له دې چې په خپله کتاب کې ولوستل شي او د مفهوم اخیستنه ورڅخه وشي بل هیڅ قاموس له سړي سره مرسته نه شي کولی ، د بېلګې په توګه لکه : « د فکر جنایت » ، « ډبل فکره » ( ډبل تنک – انګلیسي ژبه ) ، « مشر ورو » ، « ۱۰۱ خونه » ، « ۲ + ۲ = ۵ » او . . . 
په دغه ناول کې د دولت واکمن ته « مشر وروور » وایې چې نوموړی بیا دولتي چارې د لاندینیو څلورو وزارتونو په مرسته مخ ته بیایي :
د سولې وزارت – چې د دایمي جګړې چارې سمبالوي .
د پرېمانۍ وزارت – خوراکي او نور اړین توکي کنترولوي او داسې ادعاوې کوي چې د خلکو د ژوند کچه لوړه شوې ده .
د حقیقت وزارت – مالومات ، خبرونه ، ښوونه او روزنه کنترولوي او دا ثبوت ته رسوي چې هر هغه څه چې « مشر ورور » یې وایي هغه رښتیا دي . د تېر تاریخ کنترول یا په بله وینا د تاریخ له سره لیکنه او د « مشر ورور » له مزاج سره یې برابرونه هم همدلته سمبالېږي .
د مینې وزارت – هر رښتیانی او خیالي مخالف ، په نښه کوي ، څارې او بندي کوي یې . د مخالفینو وهل ، ټکول او سمول د همدې وزارت دنده جوړوي .
له دغه کتاب څخه یو څو لنډې اخیستنې :
« جګړه سوله ، آزادي مرییتوب ، ناپوهي قوت دی » .
« مونږ پوهېږو چې هیچا هم ځواک د پرېښودو په نیت نه دی غصب کړی . ځواک یوه وسیله نه ده ؛ دا یو پای دی » .
« غاړه ایښودنه بسنه نه کوي . پرته د هغه له کړاو څخه ، ته څرنګه ډاډ من کېدای شي چې هغه نه خپلې ارادې ته بلکې ستا ارادې ته غاړه ږدي ؟ ځواک په دې کې دی چې په نورو باندې درد او سپکاوی ومنې . ځواک په دې کې دی چې بشري فکرونه ټوټه ټوټه څيرې څیرې کړې او یو ځل بیا یې په نوې بڼه په خپل زړه سره یو ځای کړې . وروسته له هغې به بیا ته د دې په لیدو پيل وکړې چې دا مونږ څه ډول نړۍ پنځوو ؟ » . 
« آزادي دا ده چې ووایې دوه جمع دوه پنځه کېږي . که دا ومنل شوه ، ټول نور همدغسې منل کېږي » .
« دا مهمه نه ده چې جګړه په حقیقت کې پېښېږي او له دې چې پرېکنده بری ناشونی دی ، دا مهمه نه ده چې آیا جګړه ښه او که بده مخ ته ځي . هغه څه چې ور ته اړتیا ده دا ده چې جګړیز وضعیت باید موجود واوسي » .
« د سولې وزارت په خپله له جګړې سره ، د حقیقت وزارت له دروغو ، د مینې وزارت له سکنجه کولو او د پرېمانۍ وزارت له لوږې سره علاقه لري . دغه تضادونه تصادفي نه دي او نه د عادي دوه مخۍ پایله ده : هغوی په ډبل فکرۍ کې سنجول شوي مشق او تمرینونه دي » . 
اورول « ډبل فکري » داسې توضیح کوي : « چې پوه شې او هم پوه نه شې ، چې د جوړ شويو او سنجول شويو دروغو د ویلو په وخت کې بشپړ واقعیت ته متوجه واوسې ، چې په یوه وخت کې دوه داسې نظرونه ولرې چې د قوت او اغېزې له پلوه سره برابر خو یو د بل ضد وي ، سره له دې چې پوهېږې چې دواړه نظرونه یو بل باطلوي خو بیا هم په دواړو باور لرل ، چې د منطق پر ضد منطق وکاروې ، چې اخلاق وغندې خو بیا هم د اخلاقو ادعا وکړې . . . ، چې هر هغه څه هېر کړې چې هېرول یې اړین و خو هغه شېبه چې ورته اړتیا پیدا شي هغه یو ځل بیا په یاد راوستل او وروسته يې فورأ یو ځل بیا هېرول ، او تر ټولو مهمه یې لا دا چې همدغه پروسه په خپله پروسې ته وکاروې – وروستنی ظرافت دا دی : په شعوري توګه د بیهوشۍ موجب شه ، او وروسته د دغه مصنوعي خوب له کړنې نه چې همدا اوس دې سر ته ورسوله یو ځل بیا بې خبره شه » .

لیکوال وړاندې په دې اړه لیکي : « چې عمدي دروغ ووایې په داسې حال کې چې پر هغوی باندې په رښتینې توګه باور ولرې ، هر هغه فاکت چې په سرخوګی بدلېږي د هغه هېرول او وروسته چې یو ځل بیا ورته اړتیا پيدا شوه ، یو ځل بیا یې له هېرې نه مازې د دومره وخت لپاره راایستل چې ورته اړتیا ده ، د عینې واقعیت له شتوالي څخه انکار او هر وخت هغه واقعیت په حساب کې ساتل کوم یو چې سړی یې ردوي » .

له پورتنیو جملو څه دا اخیستنه کېږي چې ډبل فکري د ذهني ټګۍ یو پراخ سیستم دی او د خلکو هغې کړنې ته وایي چې په یوه وخت کې دوه یو د بل ضد باورونه سم مني . ډبل فکري له دوه مخۍ او بې طرفۍ سره تړلې ده خو دا بېل شی دی . ادراکي اختلاف په کوم کې چې متضاد باورونه په ذهن کې تکر راپاروي هم له ډبل فکرۍ سره تړاو لري خو دا هم ډبل فکري نه ده . دا باید هېر نه شي چې په ډبل فکرۍ کې ادراکي اختلاف شتوالی نه لري ! هغه څوک چې ډبل فکري کاروي په بشپړه توګه له منافاتو نه بې خبره دی نو ځکه د ادراک له اختلاف څخه نه کړېږي .
دوه فکري د روان اشغال د درباریانو یوه مهمه بېلوونکې نښه ده . دغه ټيپ انسانان یواځې د خپلو شخصي ګټو د اټکلونو سره سم خوځېږي او هیڅ ډول ملي ، انساني او مذهبي ارمانونو ته ژمن نه دي . اشغالګر ځکه دغه شان کسان خوښوي او د برلاسه کولو لپاره یې په خلاص لاس پانګه اچونه کوي ځکه چې د دغو کسانو د پر له پسې دروغ ویلو ، ګنګو ویناوو ، پټونو ، مبالغو او د حقیقت نه کمه ویناوو په پایله کې تېرایستنه قوت اخلي او په پای کې فرهنګي ککړتیا رامنځ ته کېږي .

که سپینه ووایم ما « ۱۹۸۴ » نومی کتاب د څو کلن ځنډ نه وروسته یو ځل بیا په دې موخه ولوست تر څو په یاد کتاب کې انځور شوې زورواکي د افغانستان له روانې تپل شوې زورواکی سره پرتله کړم خو په پایله کې یو ځل بیا په دې باوري شوم چې د بهرني اشغال له خوا تپل شوې زورواکي له هر پلوه لا ډېره خونړۍ ، وحشي او وژونکې ده . 
څرنګه چې دمخه ورڅخه یادونه وشوه د « ۱۹۸۴ » په انځور شوې زورواکۍ کې دولت يو واکمن او څلور وزارتونه لري . د کابل اوسنۍ زورواکه اداره دوه رسمي او په لسګونو غیر رسمي واکمن لري او هر یو یې په داسې حال کې د خپلې برخې سلنه غواړي چې د سلنې ټاکلو لپاره هیڅ میکانیزم نه شته او بده یې لا دا چې د هر زورواکي د سلنې غوښتنه د هوا د حالاتو په شان هر ورځ بدلون مومي .
که چېرې د ۱۹۸۴ نومي کتاب ژبه وکاروو او د کابل د تپل شوې ادارې د سولې ، پرېمانۍ ، حقیقت او مینې د وزارتونو کړنو ته ځير شو ډېر داسې څه وینو چې په نړۍ کې بې ساري دي . 
د کابل د ادارې د سولې وزارت نه یواځې کورنۍ څانګه بلکې نړیواله څانګه هم لري کومې چې د پنځوسو هېوادونو بې شماره پوځیان او له ټولې نړۍ څخه د خصوصي امنیتي کمپنیو په اډانه کې یې په زرګونو حرفوی قاتلان ګمارلي دي . 
د کابل د ادارې د پرېمانۍ د وزارت له برکته نه یواځې د هېواد اویا سلنه وګړي په خوار ځواکۍ اخته دي بلکې د فساد او نشه یې توکو د پراختیا له کبله په نړۍ کې لمړی مقام لري . له دې چې د دموکراسۍ د رواجولو نړیوالو ځواکونو د دموکراسۍ د لا ټينګښت لپاره بې حسابه په یورانیمو ککړ مهمات کارولې دي او په پایله کې یې اوسمهال د سرطان ناروغي او د عیب لرونکو نویو ماشومانو زېږېدنې د ټول هېواد په کچه د هیچا د حیرانتیا سبب نه ګرځي نو ځکه دغه د پرېمانۍ وزارت د خلکو د دردونو د کرارولو او خوشحاله ساتلو په موخه د هر چا لپاره د نشه یي توکو د ورځينۍ ځيرې د رسېدو لپاره ډېره ښه زمینه برابره کړې ده .
د کابل د ادارې د حقیقت وزارت د مالوماتو ، خبرونو ، ښونې او روزنې په ډګرونو کې بې سارې لاسته راوړنې لري . دغه وزارت د هېواد پر هر ګوټ کې بې شماره ښوونځي او ښوونکي لري چې د ډېرې ښکلا له کبله خیالي بلل کېږي .
د کابل د مینې وزارت دومر ستر دی چې هیڅوک یې په اړه بشپړ او کره مالومات نه لري . څارګره اداره ، رنګارنګ پولیس ، امنیتي کمپنۍ او اربکیان د مینې د پتنګانو ځالې دي .
جارج اورول راتلونکې داسې انځوري : « که چېرې ته د راتلونکې انځور غواړې نو داسې یې وګڼه چې یو بوټ بې پایه د انسان پر مخ غوبل کوي » . 
انشتاین لیکي چې لیونتوب هغه څه ته وایي چې یو څه د یوې بلې پایلې په انتظار تکرار شي . د اشغال شاطر دې له ځانه وپوښتي چې آیا دوی په لېونتوب اخته نه دي ؟ فرانسوی فیلسوف آلبرت لیکي : « د بغاوت احساس په ظلم کې زېږېدلی دی » . فیلسوف او ټولنپوه ویلفردو پارتیو وایي : « تاریخ د اشرف سالاریو هدېره ده » . تاریخ اشغال او د اشغال دوه فکره شاطر محکوموي . 
د هغې ورځې په هیله چې نور بوټ د هیڅ افغان پر مخ غوبل و نه شي کولی .

No automatic alt text available.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news