امریکا له افغانستان څخه د خپلو عسکرو په وېستلو فکر کوي

امریکا له افغانستان څخه د خپلو عسکرو په وېستلو فکر کوي

 

نن ټکی اسیا (دوشنبه ، ۹زمری، ۱۳۹۶): د اوو مياشتو په تېرېدو، چې لا هم د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان د جګړې په اړه خپله پاليسي نه ده اعلان کړې، امریکايي رسنۍ د چارواکو له خولې وايي، چې سپينه ماڼۍ له افغانستانه د عسکرو په ويستلو هم فکر کوي.

وال سټريټ ژورنال امریکايي ورځپاڼې ليکلي، چې واک ته د رسېدو له پيله ټرمپ افغانستان ته د اضافي عسکرو د لېږلو په اړه شکمن و،خو اوس يې له ځينو چارواکو سره په دې سلامشورې پيل کړي، چې خپل عسکر له افغانستانه وباسي.

تېره مياشت امریکايي رسنيو ويلي و، چې ډونلډ ټرمپ افغانستان ته د اضافي پوځيانو د لېږلو واک د دفاع وزير جيمس متیس ته ورکړی و، خو وروسته يې نظر بدل شو او فکر کوي، که امریکايي عسکر کې پاتې شي او يا هم راووځي، په دواړو صورتونو کې به يې پایله څه وي.

وال سټريټ ژورنال د يوه امریکايي چارواکي له خولې ليکلي، که امریکايي عسکر تر اوږدې مودې په افغانستان کې نه پاتې کېږي، نو بيا يې هلته اوسېدل او د نورو پوځيانو لېږل بې ګټې دي او ټينګار يې کړی، چې «موږ بايد سر له اوسه له افغانستانه ووځو».

واک ته له رسېدو وړاندې، همدارنګه د ولسمشريزو انتخاباتو پر مهال هم ټرمپ له افغان جګړې سره مخالفت ښودلی و او تېره مياشت يې افغانستان کې له جنګېدونکو څلورو جنرالانو سره د ناستې پر مهال له هغوی پوښتنه کړې وه، چې بايد ټرمپ پر دې پوه کړي، چې افغانستان کې د امریکايي پوځيانو پاتې کېدل او جګړه څه ګټه لري؟

ورځپاڼه زیاتوي چې په سپینه ماڼۍ کې د افغانستان په اړه تاوده بحثونه او مخالفتونه روان دي او ټرمپ او د هغه لوړپوړي مشاورین افغانستان ته د اضافي عسکرو مخالف دي خو په دې اړه کومه واضحه ستراتيژي نه لري.

د ورځپاڼې په باور، په سپینه ماڼۍ کې د هغه پلان ملاتړي هم شته چې له مخې یې باید افغانستان ته څو زره عسکر ولیږل شي او ترڅنګ یې په پاکستان فشار راوړل شي چې په طالب مهاجرینو کړۍ راتنګه کړي او همد راز له پاکستان، چین او هند څخه د سیمه ییزې سولې په ټینګښت کې مرسته وغوښتل شي. خو ورځپاڼه زیاتوي چې د دغه پلان په اړه د سپینې ماڼۍ چارواکي ټول یوه خوله نه دي.

وال سټريټ ژورنال په داسې حال کې د ټرمپ له لوري له افغانستانه د امریکايي عسکرو د ويستلو په موضوع خبر ورکړی، چې تېره اوونۍ نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي و، چې ټرمپ د افغانستان د کانونو له امله افغانستان کې د امریکايي پوځيانو د پاتې کېدو په فکر کې دی.

د امریکايي رسنيو له لوري د افغانستان په موضوع د چارواکو له خولې ضد او نقیض خپرونې د دې ښکارندوی دي، چې امریکايان د افغانستان د اوږدې شپاړس کلنې جګړې په ګټلو او پای ته رسولو بې باوره دي او نه شي کولای، چې په دې تړاو وروستۍ پرېکړه وکړي.

وال سټریټ ژورنال لیکي چې د سپینې ماڼۍ چارواکي له یوې معما سره مخ دي؛ له یوې خوا څخه د خپلو ځواکونو د وتلو د نېټې اعلانول نه غواړي او له بلې خوا یې د روانې شپاړس کلنې خونړۍ جګړې په غځولو کې دلچسپي له لاسه ورکړې.

ورځپاڼه لیکي چې سپینه ماڼۍ په دې هم غور کوي چې په افغانستان کې خپل نظامي حضور راکم کړي او د بې پیلوټه الوتکو بریدونو او د ځانګړو ځواکونو عملیاتو ته توجه زیاته کړي.

یاده امریکايي ورځپاڼه خبر ورکوي چې د ټرمپ ادارې ته یو بل وړاندیز دا هم کیږي چې د امریکايي عسکرو د وتلو خلا د بلک واټر په جنګیالیو ډکه شي. د ورځپاڼې په وینا د بلک واټر مشر (ایریک پرنس) د ټرمپ ادارې نظامي او استخباراتي مشرانو ته د خپل پلان تفصیلي معلومات هم ورکړي دي.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه وايي چې بلک واټر په دې وړاندیز کې هغه لارې چارې په ګوته کړي چې څرنګه د دوی جنګیالي د امریکايي پوځیانو ځایناستي وګرځي. د ورځپاڼې په وینا، په دغه وړاندیز کې راغلي چې بلک واټر به د افغانستان په ګوټ ګوټ کې له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه روانې جګړې ته ادامه ورکوي. خو د بلک واټر له وړاندیز سره د امریکا پوځي چارواکي موافق نه دي.

ورځپاڼې د یوې امریکايي سرچینې له قوله ویلي چې د افغانستان د جګړې په اړه د امریکايي چارواکو ترمینځ ناامیدي مخ په زیاتېدو ده او دا مهال د ټولو سترګې د سپنې ماڼۍ نوې ستراتیژۍ ته دي چې څه به له ځانه سره ولري.

ځينې امریکايي چارواکي او کارپوهان وايي، که دغه جګړه هر څومره اوږده شي، بيا به يې هم پایله د امریکا شکست وي.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news