هرات کې ځانمرګي بريد لږ ترلږه ۲۹ تنه وژلي

grap

 

هرات

افغان چارواکي وايي، د هرات ښار سوېل په یوه جومات کې د غبرګو ځانمرګي بریدونو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۹ ته رسېدلی دی.

د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد بي بي سي ته ویلي، پېښه کې ۶۴ کسان ټپیان دي.

له دې مخکې چارواکو ویلي وو، چې له ځايي وخت سره سم ماښام نژدې اته بجې، دوه ځانمرګي بریدګر دغه جومات ته ننوتي وو او په ځانونو پورې د تړلیو باروتو له چوولو مخکې یې پر لمونځ کوونکو ډزې کړې وې.

په هرات کې د بي بي سي خبریال محمد قاضي زاده وايي د پېښې ټپیان ځايي روغتون ته وړل شوي او داسې وېره شته چې ښايي د تلفاتو شمېر لوړ شي.

ځايي پولیسو د یوې لنډې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې لومړني معلومات ښيي، دا یو ځانمرګی برید و.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې یوه ځانمرګي بریدګر جومات ته له ننوتو وروسته ځان پورې تړلي بارووت چوولي او دویم بریدګر ډزې کړې دي.

کابل کې وژل شويي سر کې ویل کېدل، چې چاودنه له جومات سره نژدې شوې، خو وروسته پولیسو تایید کړه، چې بریدګر جومات ته ننوتي وو او هلته یې برید کړی دی.

د هرات ښار او شاوخوا سیمو کې له دې مخکې هم پر جوماتونو بریدونه شوي دي، خو ویل کېږي چې اوسنی برید په داسې سیمه کې شوی، چې د ښار له ګڼ مېشته سیمو یوه بلله کېږي.

تر اوسه کومې ډلې د پېښې مسوولیت نه دی منلی

طالبانو په دوو برخو کې د کابل- کندهار لار بنده کړې

تاند- د غزني والي وايي چې وسله والو طالبانو د کابل- کندهار لویه لار په دوو برخو کې بنده کړې ده.

د غزني والي عبدالکریم متین وايي وسله والو یاغیانو د زابل او میدان وردک په ولایتونو کې د سپرلیو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره خنډونه جوړ کړي دي.

د کابل – کندهار لار له میدان وردک، غزني او زابل ولایتونو تېرېږي.

تر دې مخکې د کندهار چارواکو ویلي وو چې زرګونه مسافر په کندهار کې وروسته له دې بند پاتې شول چې وسله والو طالبانو د سپرلیو موټرچلوونکو ته خبرداری ورکړ چې د کابل- کندهار پر لویه لار تګ راتګ ونه کړي.

وسله والو طالبانو ویلي چې لاره یې د دې لپاره د سپرلیو د موټرو پرمخ بنده کړې چې د میدان وردک ولایت په سالارو کې د دوی او دولتي ځواونو ترمنځ جګړه روانه ده.

راپورونه وايي چې د بېلابېلو ولایتونو شاوخوا ۵ زره مسافر- چې په منځ کې یې ډېر شمېر ماشومان، ښځې او ناروغان هم شامل دي- په کندهار کې بند پاتې دي. ډېری یې په هوټلونو کې د پاتې کېدو توان نه لري.

د سپرلیو د موټرو چلوونکي وايي، سره له دې چې پر لاره هر ځای امنیتي ځواکونه ځای پر ځای دي او طالبان یې نه دي لیدلي خو د طالبانو خبرداری ورته جدي ښکاري ځکه چې له لېري هم ډزې کولی شي.

وسله والو طالبانو د کابل- کندهار د لویې لار اکثره پلونه او پلچکونه په بمونو الوزولي او دا لار یې، چې په سلګونو ملیون ډالرو جوړه شوې وه، په کنډواله بدله کړې ده.

د کابل- کندهار لار د افغانستان، په ځانګړي ډول د جنوبي ولایتونو د اقتصاد شاهرګ بلل کېږي او ادعا کېږي چې طالبانو د افغانستان دولت ته د اقتصادي ګوزار لپاره د دې لارې په اوږدو کې لومړی پلونه والوزول او اوس یې د خلکو او تجارتي مال پر تګ راتګ بنده کړې ده.

.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news