راڅڅیدلې چوپتیا

حصین

ش. حصین

 

 

راڅڅیدلې چوپتیا

تکل

نظیف تکل

درد او باد

زړه مې غواړي

چې سترګې پټې

په دې لاره تیرشم

دجنګ وينې پتري پتري

چې په دیوال ښکاري

سیوري ېې خاندې ورته:

وطنه!

ته دې دا درد

لږ لرې چیرته وڅنډه

چې باد ېې یوسي

دوړاندې تګ لاره

هواره

نوره.

:له ما حصین نه ځنیډلې کیسه

نظیف تګل مې دآرماني قافلو په  بې پایه مزله کې تل راسره و. هغه خپله: یو آند ، یو باور،یو نه لړزیدونکی آرمان او یو نه لویدونکی ایمان و. په دې خاطر ېې ماته دارزښت او ګرانښت تیږه پخه وه. غوږو ته مې را رسیدلي وچې دتکل څلورمه شعري پانګه چې دی ېې ځان شاعر نه بلکې ویناوال بولي له چاپه را وتې ده. شیبې مې شمیرلې څو دغه دښکلا ، فن او هنرروښانه او په پراخه هنري نوښت ولاړه هندار ه تر لاسه کړم.دکور وره  ته مې دوړوکي زوی «اجمل حصین» موټر ودرید . هغه دروازه را پرانیسته ویل ېې پلاره ژر شه چې هوايي ډګر ته ځان ورسوو.اوسپنیزه لکړه مې تر اوږو لاندې کړه همدا وخت ېې د«راڅڅیدلې چوپتیا » ښکلې ادبي او لویه هنري مجموعه راکړه .پر دې هنرې روښانه او وتلې هندار ه دورور ګلویزاو آرماني احساس اوارادت خوږې کرښې ایستل شوې وې. دردونه مې څه هیر شول، فکر مې وکړ چې تر ډهلي پورې نهه لس ساعته زوروونکې دردونه به مې يو څه پرې آرام کړم. له بده مرغه چې دردونه زما له ارادې ور اوښتي وواو بس هغه وخت مې بیا کتاب ته لاس ورسید چې دیوڅه وخت په تییدو مې دردونه په درنو درملو یو څه را لویدلي وواو دا توان لاسته په راتګ وچې دشپې او ورځې څو شیبې دهمدې هندارې په ګوټ ګوټ کې خپل رنځونه را ایسار ګړم.پوهیدم چې دګتاب پرانیزه یامخکینه به دوطن دځوان او پاخه نسل دوتلو ښکلا پیژندونکو اوادب پوهانو تر سره کړې وي . خو داچې هرڅوک په هر څه کې دخپلې تندې له مخې خپل خپل څه لټوي. نو فګر مې وکړ چې دا ادبي او هنري لوړ څلي له یاده نه وتونکی دی اود زمانې ګردونه ېې پر مخ لړې نه شي راخپره ولی نو هرکله ېې چې دراټولیدو کره کتنې، شننې او څیړنې څه خام او پاخه  را ټول او خپریدوته ېې چمتو کړم نو په تیرو خوندونو به څه نوي ورزیات شوي وي.

راڅیځیدلې چوپتیا هغه ادبي هنري مجموعه ده چې دژوندانه دسوې ،خو نه وچیدونکې ونې لاندې دشاعر دفکر ،  تخلیق اوتنهایی ناستې یو څنډه شاعرانه انځوروي او پرې لیکل کیږي:

څلورمه شعري ټولګه

را څڅیدلي چوپتیا

نظیف تکل

دغه مجموعه له خپل تکرار سره سره په ۲۸۸ مخونو کې په ښکلې بڼه را ټوله شویده .په نوموړې مجموعه کې غزل، په کلماتو کې ښکلې انځور شوي ادبي-هنري اوبدنې،څلوریځې ،ټپیزې ،آزاد شعر ،سپین شعراو دشعري فنکاریو نور بیشمیره ډولونه را ټول شویدي.ما په دې مجموعه کې دتکرارخبره وکړه.تکرار په کلمانو یا انځورونو کې نه لیدل کیږي خو دغزلیاتو اوڅو نورو ادبي ټوټو تکرار په بیا بیا سترګو ته دریږي.دمجموعې ادبي او هنري جوړښت او زړه را ښکونکې ښکلا تر ډیره لوستونکی دې ته نه را بولي چې دغه تکرار ته ېې ډیرپام شي.کله کله مباته خپله هم په زړه را ګرځي چې  په ادبي وریښمینوتارو کې ددغه تکرار را پییل ښايي قصدي او دپخې هنر او وتلې ښکلادبیا بیا ښودنې یوه خوږه هڅه وي  .په نوموړې مجموعه  کې ډیر لږ شمیر قلمي تیروتنې هم را ښکاري خو دغه تیروتنې هغومره نه دي چې پر ویلو ېې اصلې تګ لوری تر سیوري لاندې راسي.باید ووایم چې تکل هسې چې په خپله هم وایی چې په غزل کې نوی روح ځغلوي دغه آرمان او کمال ته رسیدلی دی.وروست به ېې وګورو.داسې ښکاري چې تکل  عشق ته دکلاسیک تغزل او فردي جزمیاتو او هوسیاتوپه بڼه نه ګوري . ټولنه، انسانیت او بشریتوب دهغه دعشق لمنه دومره پراخه خوځوي چې نه دخپلې تیشې په ګوزارونوکې ورګ فرهاد دی ،نه په شیرینو او درخانۍ پسې هغه مومن خان وآدم خان دی چې له یوانو څخه دخپلو پریانو دراخوشې کولو په لار کې اوسپنیزې څپلۍ دپیازو په پوټکو اړوي، او نه هم هغه مجنون دی چې دلیلا یوه پیاله شیدو ته دصحراوو خاورې خوري.دتکل عشق هغه انسان محوره عشق دی چې دانسان لټون ېې  په ټولنه ، خلکو،نړۍ او بشریت کې دمینې مزي ټینګوي ، هغه له ځانه وتی ،له امیده لویدلی  تګ سواره له پښو پاتې دلنډو او ړندو مزلونو او ورکو لاروعاشق نه دی . هغه له بدو بد وړي خوخو دبد کسات په بدو نه خوښوي او له کسات څخه کرکه هم دهغه په دنیاکې ورکه نه ده .تکل دلوی زرتشت له پراخه سینې اخیستي چې بد په بدو ځواب نګړې بلکې په خپلوښو دبدو وجدان ته بې پایه سزا ورکړي .هغه دمولانا په شان نارې وهي چې :

دی شیخ با چراغ همی ګشت دور شهر

کز دیو دد ملولم وانسانم آرزوست

ګفت مې یافت نشود جسته ایم ما

ګفت آنکه یافت می نه شود آنم آرزوست

 دتکل عشق ، مینه ، محبت هیله او آرمان له همدې لوري خوند اخلي .تکل په دې لاره کې دیوه نوښتګر فنکار په شان په لوړ قامت مخته تللی دی.تکل دژبې او کلماتو له ډیرو پټو اسراروپخه تومنه تر لاسه کړیده ،کلمات دهغه او دهغه دعشق ناوې ته نوي ښکلاور بښي او هغه نامحرمۍ له منځه وړي چې کلونه کلونه مو نارې وهلې چې :

ای بسی معنی که از نامحرمی های زبان

باهمه شوخي محرم اسرار ماند

.

تکل ددې لارې نه لومړی او نه هم وروستی لاروی دی خو بی له شکه دنوو بریو یوه نښه او دنوو لارو دلټون یوه ځلانده بیلګه دی.تکل خپل سیوری او خپله تنهایی وینې خو دغه سیوري او تنهایی په خپله ده ته ښيي چې سیوري ېې هم خوځښت لري اوتنهایی هم ملګرتیا وربشي .

تکل خپل عشق په خپل ټولنیز او بشري  شوی باور او خپل آرمان په خپل زوال نه منوونکې عشق کې لټوي. په دې لاره کې دکلماتوجادویی اتنخاب دده دفکر ، ادب او ادبي فنکاریو لمنه داسې پراخه خپروي چې دیوه نوی تولد(زیږیدنې) خبر ورکوي .او په رښتیا چې دویکتور هوګو هغه آند ته رسي چې ژبه هغه بې پولې  سمندر دی چې په ځان کې هغه درنې او خوږې مرغلرې لرې چې په سم انتخاب ېې انسان ته جادویی قدرت وربښي. په دې به ورسته خبرې وکړو. په پیل کې مو دتکل غزل ته یوه لنډه او ځلنده کتنه کړې ، هغه څه چې « راڅڅیدلې چوپتیا» ماته رابښلې ددې لیکنې اصلي تومنه جوړوي او هیله من یم چې ددغې برخې دیوه خام انځور توان تر لاسه کړم.

باید ووایم چې هر شاعر له خپل شعر او ادب څخه دهغه څه ویل غواړي چې لوستونکي ته ېې ښايي نا آشنا او پرته له هغه څه و ي چې لوستونکی یاکره کتونکی ېې خیال لري. وايي حافظ شیرازي دوه درې ورځې مخکې یو غزل ویلی و. دشعر یو مینه وال ېې مخې ته ورغی او ورنه وېې پوښتل چې که دهغه غزل معنی ورکړي خوشحاله به شي. حافظ موسکی شو او ورته وېې ویل کاشکې دې دا پوښتنه دوه ورځي مخکې را نه کړې وای اوس زه هم نه پوهیږم چې دعشق، مینې او محبت دا اوبدنه له کوم الهام سره تړلې وه.هو ! ډیرځله داسې پیشیږي چې شاعر په خپله هم دخپل شعردجوړښت له الهامي شیبو او انګیزو څخه واټن واخلي  او انځور ېې په ذهن کې بل رنګ ونیسي. دلته ده چې دشاعر خیال او دلوستونکي یا کره کتونکي اخیستنې بیلې لارې غوره کوې. په دې خا طرزه  هغه څه انځورولی شم چې زما ذهن ېې دانځورونې توان لري نه هغه حه چې شاعر ېې ویني .

خو تکل او دهغه غزل:

نور بیا

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news