مهاجمان بر بازاری در ولسوالی گرشک حمله کردند

meidan-shar

مهاجمان بر بازاری در ولسوالی گرشک حمله کردند

مقام‌های محلی در هلمند می‌گویند که درگیری در ولسوالی گرشک شاهراه کابل-کندهار را به روی رفت و آمد بسته است.

تصویر بندانگشتی

مقام‌های محلی در ولایت هلمند می‌گویند که شماری از مهاجمان انتحاری صبح امروز جمعه در بازار صرافی ولسوالی گرشک این ولایت وارد شدند و بر آن حمله کردند.

عمر زواک، سخنگوی والی هلمند می‌گوید که درگیری میان چهار مهاجم و نیروهای امنیتی ادامه دارد و به علت این درگیری شاهراه کابل قندهار نیز به روی رفت و آمد بسته شده است.

همزمان با این طالبان بر کمربند امنیتی نیروهای دولتی در ولسوالی گرشک نیز حمله کرده اند.

از سوی هم سخنگوی والی هلمند تأیید می‌کند که دیشب نیز در منطقۀ یخچال ولسوالی گرشک یک حملۀ انتحاری با استفاده از موتر بم گذاری شده انجام شد که در نتیجۀ آن پنج نیروی دولتی جان باختند و شماری هم زخم برداشتند.
ا

ما یک منبع امنیتی می‌گوید که در حملۀ دیشب در حدود بیست نیروی دولتی تلفات دیده اند

ګرشک کې جګړه لا هم روانه ده خو کندهار-هرات لار پرانیستل شوې

  • BBC
کریشک
Image captionد طالبانو یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې د برید موخه د کابل- کندهار لویې لارې بندول دي.

د هلمند ولایت په ګرشک کې امنیتي سرچینې بي بي سي ته ویلي، نن سهار له هغو څلورو وسله والو ځانمرګي بریدګرو چې د دغې ولسوالۍ بازار کې د صرافۍ مارکېټ ته ننوتل او له هغه ځي یې له افغان ځواکونو سره جګړه پیل کړه، اوس یې درې کسان وژل شوي او یو کس یې لا مقاومت کوي.

په همدې موده کې یو بل بریدګر د چارواکو په وینا له چاودېدونکو توکو ډک موټر پر افغان امنیتي ځواکونو وروستلی چې په ودانۍ کې له بریدګرو سره مرسته وکړي.

د امنیتي سرچینو په وینا، موټربم بریدګر په ډزو وژل شوی خو موټر نه دی منفجر شوی.

افغان امنیتي چارواکي وايي، د دوی څلور کسان وژل شوي او اووه ټپیان دي.

د صرافۍ دا څو پوړیزه ودانۍ پر هرات – کندهار لویه لار پرته ده او د برید له امله دغه لار تړلې وه. خو لږ وړاندې امنیتي سرچینو بي بي سي ته ویلي چې اوس لار د ټرافیکو پرمخ خلاصه شوې ده.

موټرد انځور حقوقGETTY IMAGES

د ګرشک امنیه قومندان اسماعیل خپلواک وايي، وسله والو په پرچاوو سیمه کې (چې د افغان ځواکونو امنیتي کمربند دی) هم پر افغان ځواکونو برید کړی دی.

په ورته مهال په سیمه کې د ۲۱۵ قول اردو ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي، چې د چټک غبرګون ځواکونه یې سیمې ته استولي، خو د ولسي مرګ ژوبلې د مخنیوی لپاره د وسله والو د له منځه وړلو لپاره له احتیاط کار اخلي.

د لارې تړلو هڅه

رد انځور حقوقGETTY IMAGES
Image captionګرشګ د هرات- کندهار پر لویه لار پرته ولسوالي ده
.

د طالبانو یوې سرچینې هم بي بي سي ته ویلي، چې څلور ځانمرګي د افغان ځواکونو فرقې سره نژدې د صرافۍ څلور پوړیزه ودانۍ ته ختلي دي او موخه یې د کابل- کندهار لویې لارې بندول دي.

وسله والو طالبانو څو ورځې مخکې هم د کابل کندهار لویې لارې له موټروانانو غوښتي ول، چې پر دغه لار تګ راتګ ونه کړي.

دا لار د یوې ورځې لپاره تړلې وه، خو د چهارشنبې په ورځ بېرته پرانیستل شوه.

د افغانستان شمال کې د بلخ ولایت ځايي چارواکو هم تېره ورځ وویل، چې وسلوالو د دغه ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې یو لوی پول په ماین الوزولی دی.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد بي بي سي ته وویل مخالفین غواړي د دغه پله له ورانېدو سره په چهاربولک او چمتال ولسوالیو کې خپل فعالیتونه پراخ کړي.

ښاغلی فرهاد وایي، پر دغه پله څه باندې اتلس میلیونه افغانۍ لګښت راغلی و چې اوس یې ولایتي ادارې بیا جوړیدو ته هوډ کړی دی.

زابل او کندهار کې بریدونه

رد انځور حقوقGETTY IMAGES

 

په سویل کي افغان چارواکي وایي، وسلوالو طالبانو تېره شپه د زابل شملزو ولسوالۍ پر سرحدي پوستو بریدونه کړي، چي پر مهال یې څلور افغان سرتیري وژل شوي او پنځه ټپیان دي.

سیمه کي یوه امنیتي سرچینه وایي، وسلوالو دوه امنیتي پوستې هم نیولې دي.

کندهار د پولیسو د زون ویاند ضیا درانی وايي وسلوالو د شملزو جمعه خان سیمه کې د شپې ۱۲ بجې بریدونه پیل کړه او د سهار تر اووه بجو یې دوام درلود.

د ښاغلي دراني په خبره، د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې ۲۵ وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بل خوا وسله والو طالبانو په ورته وخت د کندهار د معروف او ارغستان تر منځ وام سیمه کې پر دوو امنیتي پوستو بریدونه کړي دي .

ضیا درانی وایي، په دغو بریدونو کي څلور افغان سرتیري او ۲۰ وسله وال وژل شوی دي.

د ده په خبره، په وژل شوو کې د غیرت په نوم د وسله والو یو قومندان هم شامل دی.

د پولیسو دغه ویاند وایې په جګړه کي پنځه افغان سرتیري او ۱۲ وسله وال ټپیان شوي دي .

وسله والو طالبانو تر دې دمه د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

په ګرشک کې پرونی برید

د هلمند په ګرشک کې تېره شپه هم وسله والو طالبانو د ملي امنیت پر یوه پوسته موټر بم برید کړی و.

د هلمند ولایت ویاند عمر ځواک ویلي، د دا برید یخچال سیمه کې د هاموي موټر په وسیله له ځايي وخت سره سم، نژدې ۱۰ بجې شوی او ورسره نښته شوې ده.

عمر ځواک وايي، په هغه برید کې درې امنیتي سرتېري وژل شوي او لس ټپیان دي.

.
 

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news