لوګر کې طالبانو شپږ امریکايي عسکر وژلي

taleban-2

اګست 5, 2017

 

نن ټکی اسیا (شنبه ، ۱۴زمری، ۱۳۹۶): د لوګر ولایت له برکي برک ولسوالۍ څخه د شپږو امریکايي عسکرو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی.

پیښه نن له غرمې وروسته د یادې ولسوالۍ د ټنډانو په سیمه کې رامینځته شوې.

طالبانو د پیښې مسئولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې امریکايي ځواکونو غوښتل چې له افغان عسکرو سره په ګډه د طالبانو په خلاف عملیات وکړي چې برعکس د دوی له عملیاتو سره مخ شول.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې مطبوعاتي خبرپاڼه کې ویلي چې په دې عملیاتو کې یې له چاودنو او بریدونو څخه کار اخیستی.

نوموړي د شپږو امریکايي عسکرو د وژل کیدو خبر ورکړی او همدا راز یې ویلي چې ۳ دولتي کومانډویانو هم په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ښاغلي مجاهد په دې وروستیو کې د بهرنیو ځواکونو پرلپسې تلفاتو ته په اشارې ویلي چې له دې څخه جوتیږي چې امریکایي ځواکونه عملا په جګړه کې ښکېل دي او هغه ادعاوې يې ناسمې دي چې ګویا په افغانستان کې د دولتي سرتیرو د روزلو لپاره پراته دي.

په افغانستان کې میشت بهرني ځواکونه، چې ځان «قاطع ملاتړ» هم بولي، د طالبانو دغه ادعا ردوي او په یوې لنډې خبرپاڼې کې يې ویلي چې د لوګر پیښې په اړه د طالبانو ادعا غلطه ده.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې امریکايي جنرالان او واکمن ځکه په مخامخ جګړه کې په خپلې ښکېلتیا پرده غوړوي ترڅو خپل ولس ته فریب ورکړي ‎چې ګویا د دوی عسکر یوازې د دولتي عسکرو په روزنه بوخت دي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په کندز، ننګرهار، کندهار او کابل کې په بهرنیو ځواکونو د طالبانو نفوذي بریدونو، چاودنو او نورو پیښو ګڼو بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې، چې یو شمېر پیښې يې بهرنيو ځواکونو تایید کړي او له ځینو نورو یې انکار کړی

امریکايانو دوه افغان عسکر د خپل کنډک په دروازه کې ووژل

نن ټکی اسیا (شنبه ، ۱۴زمری، ۱۳۹۶): په کندهار ولایت کې امریکايي ځواکونو په افغان عسکرو ډزې کړي، لږ تر لږه دوه تنه یې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

پيښه د یاد ولایت د عامه نظم د پولیسو د لوا د دوهم کنډک په خوله کې رامینځته شوې.

لومړني ترلاسه شوي راپورونه وايي چې امریکايي عسکر په ټانګونو کې سپاره وو او یاد کنډک ته ورغلل او هلته یې د کنډک په دخولي دروازه کې په افغان ساتونکو ډزې وکړې.

داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې امریکايي عسکرو د احتیاطي تدابیرو په لړ کې افغان سرتیري خالي سلاح کول او وسلې يې ترې راغونډولې، خو د یوه سرتیري د ناغیړۍ له کبله امریکايي عسکر غوصه او پیښه رامینځته شوه.

تر اوسه پخپله امریکايي ځواکونو په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو تر امریکایانو وړاندې یوې افغان امنیتي سرچینې رسنیو ته د خپل ګونګ وضاحت په ترڅ کې ویلي چې «امریکايي عسکرو د لوا په دروازه د یو افغان عسکر وسله پلټله چې سهوا ډزې وشوي او مرګ ژوبله پيښه شوه».

یاده دې وي چې د افغان ځواکونو له لیکو څخه په بهرنیو ځواکونو د طالبانو نفوذي بریدونو د دواړو لوریو ترمینځ بې باوري ډیره کړې او له همدې کبله ویل کیږي چې ډیری وخت بهرني ځواکونه یوې سیمې ته له ورتګ مخکې یو شمېر افغان امنیتي سرتیري خالي سلاح کوي.

.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news