د افغانستان استقلال ولې کم ساری و ؟

نورالحق

 د افغانستان استقلال ولې کم

ساری و ؟

نورالحق ن. څلی

Image may contain: 1 person, hat and closeup

کله چې د کم ساریتوب خبره کوو ، نو ښکاره ده چې د خپل ګران هېواد استقلال د نورو هېوادونو له استقلال سره پرتله کوو ، سیال یې لټوو او پایله راباسو . د دې لپاره چې خبرې لنډې شي ، نو ومو پتېیله چې خبرې یوازې د آسیا په وچې پورې محدودې کړو . 
آسیا د خپل مساحت او د اوسېدونکو د شمېر له پلوه د ځمکې د کرې تر ټولو لویه وچه ده . آسیا د نړۍ د ټولو سترو تمدونونو – چینایي ، هندي ، بابیلیون او داسې نور ځانګو اوسېدلې ده . همدا شان آسیا د نړۍ د ټولو سترو او مهمو ادیانو – یهودیت ، عیسویت ، اسلام ، هندویزم ، بودیزم ، کنفوسیوسیزم ، تائویسم ، زردشتي او داسې نور د زېږېدو ځای اوسېدلی دی .
اوسمهال په آسیا کې شاو خوا پنځوس خپلواک او یو څو لږ په رسمیت پېږندل شوي هېوادونه شتوالی لري . عجیبه دا ده چې د آسیا په ټوله وچه کې هیڅ داسې هېواد نشته چې استعماري تېري نه وي نیولی او استعمار ته یې باج نه وي ورکړی . 
لکه څرنګه چې پوهېږو ، افغانستان په ۱۹۱۹ کې خپل استقلال او خپلواکي وګټله . راځئ چې وګورو په دغه کال کې د آسیا کومو نورو اسیایي هېوادونو خپلواکي لرله ؟ 
تاریخي څېړنه مونږ ته ، په ۱۹۱۹ کې یواځې درې نور هېوادونه — جاپان ، چین او سیام د خپلواکو هېوادونو په توګه راپېږني . په بله وینا په ۱۹۱۹ کې په ټوله آسیا کې د افغانستان تر څنګ درې نور خپلواک هېوادونه وو .
په علمي ، څېړنیز او حقوقي بحث کې ، د افغانستان او جاپان د استقلال او خپلواکۍ په اړه هیڅ عیب او کمۍ نشته ، خو د هغه مهال چین او سیام د خپلواکو هېوادونو په توګه سپینول ډېره ګرانه خبره ده . پوښتنه پیدا کېږي چې ولې ؟ علت یې څه دی ؟ ځواب یې دا دی چې استعماري ځواکونو پر دغو دواړو هېوادونو باندې داسې له شرمه ډک تړونونه تپلي وو چې نابرابر ( ناسیال ) ، د استقلال او خپلواکۍ لیلامونه بلل کېږي . ښکاره ده چې په لیلام کې ، لیلامکوونکی چا ته نشي ویلی چې پر تا یې نه خرڅوم . کله چې یو هېواد له کوم بل هېواد سره دغه شان له شرمه ډک تړون لاسلیک کړي ، دغه هېواد نشي کولی ورته امتیازات نورو هېوادونو ته ور نکړي . 
د دغو تړونونو اصلي تومنه هغه څه جوړوي چې « بهرنیانو ته ځانګړي حقوق او امتیازات » او « قانوني مصونیت او معافیت » ورکونه یا « کاپیتولاسیون » بلل کېږي . دا چې د دغو ګړنو حقوقي مانا څه ده ، دلته په رټه ور څخه تېرېږو . خو ګران لوستونکی د چین او د سیام هېوادونو په اړه د دغه لاندې مطلب په لوستلو سره کولی شي اټکل وکړي چې اصلي قضیه څه شی ده . 
کله چې چین د برتانیې په مقابل کې د اپینو په لمړۍ جګړې ( ۱۸۳۹ – ۱۸۴۲ ) کې ماته وخوړه ، د جګړې په پای کې دې ته اړ ایستل شو چې له برتانیې سره د نانکینګ تړون لاسلیک کړي . د دغه تړون پر اساس هانکانګ د تل لپاره په برتانیې پورې وتړل شو ؛ چین خپل پنځه سمندري بندرونه د برتانوي سوداګرو لپاره له دې شرط سره پرانیستل چې انګلیسانو د دایمي اوسېدو او له هر چا سره د راکړې ورکړې حق درلود او د دوی په راکړو ورکړو کې دریمګړي ( د چین دولت ) د مداخلې حق نه لاره ؛ چیني حکومت دا حق نه درلود چې بریتانیایي تبعه ونیسي او یا یې محاکمه کړي ؛ چین باندې دا ومنل شوه چې ټولټال ۲۱ ملیونه د سپینو زرو دالر انګلیس ته د بېلابېلو سببونو له امله تاوان ورکړي ؛ او داسې ډېر نور امتیازات برتانیې لاس ته راوړل . 
د اپینو په دوهمې جګړې ( ۱۸۵۶ – ۱۸۶۰ ) کې له برتانیې سره فرانسه هم یو ځای شوه او چین شرموونکې ماته وخوړه . د جګړې په بهیر کې د ۱۸۵۸ کال د جون په میاشت کې پر چین باندې د تیانجین ( تیانسین ) تړون وتپل شو . برتانیه ، فرانسه ، روسیه ، د امریکا متحده ایالات او چین د تړون ګډون کوونکي هېوادونه وو . د تیانجین تړون د ۱۸۴۲ – م کال د نانکینګ تړون په پرتله لا ډېر سخت او ظالمانه و . په حقیقت کې دغه تړون د بشریت یوه ډېر لړغوني فرهنګ ته داسې مرګونی ګوزار ورکړ چې هیڅکله به یې هم جبران و نشي . 
د تیانجین تړون څخه دوه کاله وروسته ، په ۱۸۶۰ کې د پېکن تړون لاسلیک شو چې دلته یو ځل بیا برتانیه ، فرانسه ، د امریکا متحده ایالات او روسیه امتیاز غوښتونکي هېوادونه او چین امتیاز ورکوونکی هېواد و . 
دا چې د پورته یادو تړونونو په پایله کې استعماري ځواکونو له چین څخه څه او کوم امتیازات واخیستل او یا دا چې چین څه له لاسه ورکړل ، دومره کوچني او کم ارزښته څيزونه او ارزښتونه ندي چې په دغې لیکنې کې روښانه شي . دلته یوازې یوه بېلګه وړاندې کوو چې څرنګه د چین یوه ګاونډي د همدغو پورته یادو تړونونو نه په ګټه اخیستنې سره د چین د خاورې یوه برخه خپله کړه . 
لکه څرنګه چې پوهېږو ، هغه مهال جاپان او روسیه د چین دوه ځواکمن ګاونډي وو . دواړو ګاونډیو د چین په لوټ کې بې برخې پاتې نشول . خو دلته زمونږ مطلب له روسیې څخه دی .
د پورته یادو ، مانا د تیانجین او پېکن تړونو په اډانه کې د روسیې له خوا پر چین باندې ، لمړی د آیګون ( ۱۸۵۸ کال ) تړون او ورپسې د ۱۸۶۰ کال د پېکن تړون وتپل شو . د همدغو تړونونو په پایله کې د روسیې په جنوب ختیځ کې ، د آرام سمندر پر څنډه پراته د پري مورسک او خباروف اداري واحدونه چې پخوانی غیر رسمي نوم یې « اوسوریسکي کرای » و ، له چین څخه قیچي او په رسمي توګه د روسیې په خاورې پورې وتړل شوه . په دغې سیمه کې د ولادیواستوک ښار تر ټولو مشهور دی . 
جاپان په ۱۸۹۵ کې د « شیمونوسیکي تړون » په تپلو سره ، له چین څخه هغه امتیازات ترلاسه کړل ، کوم چې چین نورو استعماري ځواکونو ته یې منلي وو .
ښایي دا به هم بې ګټې نه وي که وپوهېږو چې چین څرنګه او څه وخت د دغو تپل شوو تړونونو له شر څخه خلاص شو ؟ له دې چې چین په لمړۍ نړیوالې جګړې کې د انګلیس په پلوۍ جګړې ته ننوت نو پایله دا شوه چې د المان او اتریش – هنګري امپراتورۍ خپل امتیازات له لاسه ورکړل ( ۱۹۱۷ ). شوروي اتحاد په ۱۹۲۴ کې په خپله خوښه له خپلو امتیازاتو لاس په سر شو . د دې لپاره چې د جاپان پر ضد د چین ملاتړ تر لاسه کړي ، انګلیس او امریکا په ۱۹۴۳ کې له خپلو امتیازاتو څخه تېر شول او دواړو هېوادونو له چین سره په دې تړاو جلا جلا تړونونه لاسلیک کړل . 
راځئ چې اوس د « سیام هېواد » ربړه لږ راوسپړو .

ځينې لیکونکي د ملنډو په توګه ، سیام یو نه فتحه کېدونکی هېواد انځوروي . اوسنی تایلند په ۱۹۳۹ کې جوړ شو ، پخوا د سیام په نوم ډېر لوی هېواد و . د برما ځینې برخې ، لاوس ، کمپوچیا ، ویتنام او د مالیزیا یوه برخه د سیام هېواد د خاورې برخې وې چې په بېلا بېلو وختونو کې د استعمار ګرو له خوا قیچي شوې او په پای کې د یاد هېواد مرکزي برخه د تایلند په نوم یو بل دولت شو .
دا چې ولې د سیام هېواد ، نه فتحه کېدونکی دولت بولي ، علت یې دا دی چې دغه هېواد په رښتیا هم د سیمې د نورو هېوادونو په شان د نظامي ځواک په زور نه دی لاندې شوی . دغه هېواد د برتانوي او فرانسوي مستعمرو تر منځ حایله ( بېلوونکې ) خاوره وه . د دغه هېواد د خاورې ځینې برخې د ختیځ له خوا فرانسویانو او د لوېدیځ له خوا انګلیسانو قیچې او تر خپل کنترول لاندې یې راوستلې .
له دې چې د استعمار اصلي موخه اقتصادي ګټې جوړوي ، نو ځکه کله چې انګلیسانو له چین سره د اپينو په لمړۍ جګړه کې خپل هوډ او نظامي ځواک نندارې ته وړاندې کړ . د سیام دولت اړ شو چې د برتانیې ټولې غوښتنې ومني . د یو لړ خبرو اترو وروسته ، د ۱۸۵۵ کال د اپریل د میاشتې پر اتلسمه نېټه د برتانیې او سیام هېواد تر منځ یو تړون لاسلیک شو چې د « بورینګ تړون » په نوم یاد دېږي .
د بورینګ تړون په پایله کې برتانیې لاندیني امتیازات تر لاسه کړل : هغه برتانوي اتباع چې د سیام په خاوره کې اوسېدل او یا یې سوداګري کوله ، له قانوني تعقیب څخه خلاص وو ؛ برتانوي اتباعو کولی شول ، پرته له کوم خنډه د سیام په ټولو سمندري بندرونو کې سوداګري وکړي او د تل لپاره په بنکاک کې مېشت شي ؛ برتانوي اتباعو حق درلود چې په بنکاک کې جایدادونه واخلي او یا یې کرایه کړي ؛ برتانویانو کولی شول په آزاده توګه د دغه هېواد هر ګوټ ته سفر وکړي ؛ اپین او قیمتي فلزات په بشپړه توګه له مالیې معاف وو ، د نورو توکو لپاره یواځې یو ځل درې سلنه مالیه ټاکل شوې وه ؛ او برتانوي سوداګرو حق درلود چې مخامخ د سیام له اتباعو سره د پلورلو او پېرېدلو معاملې وکړي . په دغو راکړو ورکړو کې دریمګړي ( دولت ) د لاسوهنې حق نه درلود .
لکه څرنګه چې لیدل کېږي د بورینګ تړون یواځې د سیام د لوري مکلفیتونه ښيي ، د برتانیې لوری ، پرته له امتیازاتو څخه ، هیڅ مکلفیت نه لري . دا په خپله دا په ډاګه کوي چې د سیام هېواد د یوې مستعمرې حیثیت درلود .
د سیام دولت له نورو استعماري ځواکونو سره ورته تړونونه لاسلیک کړل : د امریکا له متحده ایالاتو او فرانسې سره یې په ۱۸۵۶ کې ، دنمارک – ۱۸۵۸ ، پورتګال – ۱۸۵۹ ، هالند – ۱۸۵۹ او له المان سره په کال ۱۸۶۲ کې . سیام ټولو پورته یادو هېوادونو ته د بورینګ تړون امتیازات ورکړل .
د سیام حکومت د ۳۸ – ۱۸۳۷ کلونو په اوږدو کې له هغو هېوادونو سره چې هغوی ته یې د خپل مرییتوب ویاړ بښلی و ، جلا جلا تړونونه لاسلیک کړل . ټولو استعماري ځواکونو دا ومنله چې د « بورینګ تړون » امتیازات نور اعتبار نلري . په ۱۹۳۹ کې د سیام پر ځای د تایلند په نوم نوی دولت جوړ شو .
له دې چې بحث د افغانستان د استقلال د کم ساري توب په اړه دی ، نو پر ځای به وي که یوه بله بېلګه هم وړاندې کړو . ښایي له آزادۍ او خپلواکۍ سره د افغانانو بې پایه مینه تر بل هر څه ښه بېلګه واوسې . خو د دې لپاره چې ځان مو د نورو اولسونو په پرتله لوړ نه وي ګڼلی ، نو ځکه پدې اړه خبرې نکوو . خو دا باید په ویاړ سره ووایو چې هغه مرګوني ګوزارونه چې افغانانو انګرېزي ښکېلاک ته ورکړي دي ، په رښتیا چې کم ساري دي . هغسې تاریخي پېښه لکه د ۱۸۴۲ کال د جنورۍ په میاشت کې چې افغانانو د انګلیس بشپړ پوځ تار و مار کړ او یوازې د « برایدن » په نوم یو تن یې ژوندی پاتې شو ، او یا د میوند د جګړې په شان پېښه ، بې سارې دي . د آسیا په ټول تاریخ کې یواځې یوه ورته بېلګه لیدل کېږي چې هغه هم په ۱۹۵۴ کې د « دین بین فو » په جګړه کې د فرانسې شرموونکې ماته ده . د « دین بین فو » په جګړه کې ویتنامیانو فرانسوي ښکېلاک ګرو ته ماته ورکړه او خپله آزادي یې وګټله .
دغه پورته یادې څو بېلګې دا څرګنده وي چې د افغانستان استقلال او خپلواکي په رښتیا کم ساري وو . راځئ چې دغو واقعیتونو ته له یوه بل کنجه هم نظر واچو . په آسیا کې په سلګونه اولسونه اوسېږي ، خو د ټولو اولسونو په منځ کې د افغانانو ټاټوبی د آزادۍ ټاپو او پوخ سنګر بلل کېږي . هماغه انګرېز چې په امپراتورۍ کې یې لمر نه کېناسته ، افغانانو د خپل افسانوي مشر غازي امان الله خان په مشرۍ ، په ګوندو کړ او خپل استقلال یې وګاټه . آیا دا ډېر ستر ویاړ ندی ؟ آیا غازي امان الله خان نه یوازې د افغانانو بلکې د ټول آزادي دوسته بشریت یوه کم سارې هستي نه وه ؟ 
د نن ورځې ډېر تریخ او دردونکی واقعیت دا دی چې مونږ د افغانستان د استقلال او خپلواکۍ ۹۸- یمه کالیزه ، په داسې چاپېریال کې لمانځو چې هماغه د غازي امان الله خان په توره ګټل شوی اسقلال او خپلواکي نوره نشته . همغه مکار انګرېز یو ځل بیا زمونږ هېواد لاندې کړی دی . 
تر ټولو زورونکې یې لا دا چې دا ځل دغه روان انګلوساکسوني اشغال پدې توانېدلی دی چې د افغاني ټولنې له تل څخه داسې لوېدلي او بې هویته کسان راپورته کړي چې هیڅ آسماني ، ملي او انساني اصولو ته ژمن ندي . حیرانوونکې خو یې لا دا ده ، کله چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ، نشه یي توکو ، جنګسالارۍ او ورته پدیدو د پښو پل اخلو ، نو ټول مخ په لندن او واشنګتن خوځېږي .
د وروستۍ خبرې په توګه وایم : 
د افغانستان د ملي اتل او ملي مشر غازي امان الله خان او د خپلواکۍ د ټولو اتلانو او غازیانو ارواګانې دې ښادې وي !

 

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news