افغانستان جګړې ته د «بلک واټر» بانډ له ننوتلو مخ نیوی وکړئ!

عثمان تره کی
ډاکټر محمد عثمان تره کی

افغانستان جګړې ته د «بلک واټر» بانډ له ننوتلو مخ نیوی وکړئ!

د ’’ بلک واټر ‘‘ امنیتي کمپنۍ په ١٩٩٧ م کال کې د ډګرمن ’’ اریک پرنس ‘‘ له خوا تاسیس شوه. په موسسه غونډه کې یې د سي، آی، اې او پوځ هغوګڼ شمېرمتقاعدو غړو ګډون درلود چې وروسته یې په بلک واټر کې دندې تر سره کړې. په بلک واټر کې د بانفوذو کسانو ونډه د دې لامل شوه چې بلک واتر د مختلفو امنیتي کمپنیو په سیاليو کې د امریکا د حکومت د پام وړ وګرځي.

د امریکا له حکومت سره د ملیاردونو ډالرو په بیه امنیتي قراردادونه لاسلیکول د بلک واټر اغیزمنتوب پیاوړی کړ او اوپراتیفي فعالیتونه یې جغرافیایي پراختیا ومونده.

په افغانستان کې د امریکا د یرغل په دوهم کال کې بلک واټر له پټ هویت څخه په استفاده د سي، آی، اې د مرکز د ساتنې په موخه افغانستان ته ورننوت.

د اوباما حکومت د بلک واټر سره د ٢٥٠ ملیونه ډالرو په بیه یو تړون لاسلیک کړ چې په افغانستان کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او سي، آی، اې د پروگرام په چوکاټ کې فعالیت وکړي.

په ٢٠١٠م کال کې د امریکا د سنا مجلس دفاعي کمسیون مالومات تر لاسه کړ چې بلک واټر په ناقانونه توګه د وسلو په لرلو اوپخپلو لیکو کې د ځینو هغوکسانو په استخدامولو کې لاس لري چې په غلاوو او دنشه یي توکو په قاچاق تورن وو.

د فبروري په ٢٥’’ لوین ‘‘ د سنا رئیس، د دفاع له وزیر ’’ رابرت گیت ‘‘ څخه رسماً وغوښتل څو په هغه تړون باندې له سره کتنه وکړي چې د یو ملیارد ډالرو په بیه د بلک واټر سره لاسلیک شوی و. له لوی څارنوال څخه هم غوښتنه وشوه چې بلک واټر د غیر قانوني فعالیتونو له کبله تر تعقیب لاندې ونیسي. د ’’ لوین ‘‘ له خوا په بلک واټر باندې د درواغو، جعلي سندونو او عدلیه وزارت ته دغلطو مالوماتو په سپارلو تور لګول شوی و.

د عراق په جګړه کې د ګڼ شمېرجنګي جنایتونو په تړاو، بلک واټر د لوېدیځو مطبوعاتو له خوا د یو جنگي سړي وژونکي ماشین په توګه وپېژندل شو.

بلک واټر د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په تړاو فعالیت کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پرېکړو له مخې ’’ بلک واټر ‘‘ باید د نړۍ په کچه چېرته چې د پوځ او دیپلوماسي اغیزمنتوب تر پوښتنې لاندې راځي، د امریکا زور او قاطعیت وښيي. پدې مانا چې ’’ بلک واټر ‘‘ د بهرنیو چارو وزارت له خوا په ملېشايي جګړو کې د لوبغاړي په ډول کارول کیږي.

په جګړه کې د اجیرو مزدورانو ګډون کومه نوې خبره نده. څه چې نوي مالومیږي هغه د یوویشتمې پیړۍ د جګړې ځانګړتیا ده چې له پراخو ډګرونوڅخه ښارونو ته ننوتې ده.

په بل عبارت جګړې د ملیشایي جنګیالیو ترمنځ نیابتي بڼه غوره کړېده او استخبارات پکې منځنۍ ستنه جوړوي چې په دې ډول سره د جګړې قوانین حاشیې ته تللي دي.

د ’’ ماندیالیزیشن ‘‘ په پروسه کې اقتصادي چارې خصوصي کول د اقتصادي ودې د یو واقعیت په توګه منل شوې دي. خو امنیتي چارې خصوصي جوړښتونو ته سپارل له کلکو نیوکو سره مخ دي. پدې مانا چې :

ـ د جګړې قوانین د هغو کانوانسیونونو په بنسټ رامنځ ته شوي چې برخه وال یې دولتونه دي نه امنیتي کمپنۍ. بناً د جګړې په ترڅ کې خصوصي کمپنۍ د جګړیزو قوانینو د درناوي کوم یو اړخ نه شي جوړولی. د افغانستان، عراق، سوریې او یمن په جګړو کې د بلک واټر جنګي جنایتونه دغه ادعا کاملأ ثابتولی شي.

ـ امریکا هغوهیوادونو ته چې بلک واټر په کې جنګیږي دا حق نه ورکوي چې د جنګي جنایتونو امریکایي اړخونه محکمې ته راکش کړي. امریکایي چارواکي پخپله هم د جنایت د متهمینو په وړاندې پټه خوله پاته کیږي :

بلک واټر په عراق کې د امنیت د تأمین په پلمه په ٢٠٠٩ کال کې په وحشتناکو جنایتونو لاس پورې کړ. د نړۍ په کچه د یو جنایت کار بانډ په حیث وپېژندل شو. دغه رسوایي بلک واټر دېته اړ کړ چې په بدل نوم ( او- ایکس ) خپل هویت پټ کړي. امریکایي چارواکو د پراخو اعتراضونو له کبله په ٢٠٠٩ کال کې د بلک واټر د متهمینو د محاکمې په موخه یوه فرمایشي محکمه جوړه کړه.

دمحاکمې په بهیر کې سره له دې چې تورنو کسانو په جنایتونو له هغې جملې څخه په معصومو اوکوچنیو عراقي نجونو باندې په جنسي تېري اعترافونه وکړل خو بیا یې هم د سزا څرک ونه لږېده.

ـ د امنیتي کمپنیو اجیران د تړون په موده کې پیسې تر لاسه کوي. دا احتمال ډېر زیات دی چې د قرارداد د مودې د غځولو په موخه دوی پخپله نا امني رامینځ ته کړي. د پیسو په بدل کې وژل، بلک واټر پرله پسې وژنو ته هڅوي. ځکه خو ورته د یوو حرفوي وژونکي ماشین نوم ورکولی شو.

کله چې بلک واټر په افغانستان او عراق کې د وژنو او شکنجو د نویو ډولونو په کارولو سره په لوېدیځه مډیا کې د ’’ قاتلینو بانډ ‘‘ په نوم شهرت وموند، یو وار یې بیا د خپل نوم په بدلولو کې هڅه وکړه. بلک واټر د خپلو جنایتونو په سر باندې د ’’ اکادمي ‘‘ معصوم او د پرستیژ خاوند نوم پرده وغوړوله.

د امریکا حکومت ته د بلک واټر د وړاندیز له مخې ٩٠ جنگي الوتکې او ٥٥٠٠ سرتیري دافغانستان جګړه د بریالیتوب کرښې ته نږدې کوي او د جګړې په کلني لګښت کې٣٠ ملیارده ډالر کموالې راځي. دا خطر شته چې په جګړه کې د لګښت کموالی د ښاغلي ټرمپ لپاره ( چې په سیاسي چارو کې د یو بزنسمن په دریځ کې ولاړ دی) د پام وړ ټکی وګڼل شي. خو ’’ متیس ‘‘ ( د دفاع وزیر )، ’’ مک مستر ‘‘ ( د ملي امنیت مشاور ) او ګڼ شمېر لوړ پوړي نظامي او ملکي چارواکي د بلک واټر له طرحې سره مخالف دي او هغه ته په جګړه کې د پوځ د ناکامي په سترګه ګوري . ’’ مک فات ‘‘ چې پخپله د یوې خصوصي کمپنۍ په لیکه کې په افریقا کې دنده تر سره کړې ده، وایي : ’’ د اریک پرنس طرحه له ګواښه ډکه او بې مانا ده. د بلک واټر په کړو وړو باندې د څارنې نشتوالی، داکمپنۍ د بدماشانو او لنډه غرو په یو بانډ بدله کړې ده. د امریکا ملي امنیت له پیسو سره تړل موږ ته ناوړه پایلې لرلی شي … ‘‘

نتیجه:

ـ بلک واټر د افغانستان په داخل کې د فرسایشي جګړې د اوږدېدو په مقصد کارول کیږي. د افغانستان جګړه خصوصي کول پدې مانا ده چې د امریکا حکومت نه غواړي د افغانستان په دننه کې جګړې ته په مسئولانه توګه د پای ټکې کېږدي اوترهغه وخته پورې چې په افغانستان کې نظامي حضور لري، پام له افغانستانه بهر د تروریزم مرکزونو ته واړوي.

ـ د ’’ اریک پرنس ‘‘ په طرحه کې د بلک واټر د هوایي ځواک په پیاوړتیا باندې ټینګار دا مانا لري چې د کابل اداره هیڅکله هم د جګړې د نوښت او کنترول جوګه نشي.

ـ د امریکا حکومت د بلک واټر د ماجراجویانه پروګرام د ملاتړ په ځای لکه څنګه چې طالبانو هم پخپل پرانستي لیک کې ورته روښانه کړې باید د اشغال د پای ته رسېدو په موخه له وسله وال مقاومت سره مسئولانه خبرې وکړي. د ولس د ارادې په بنسټ باندې د یو ملي – اسلامي حکومت د جوړېدو په مقصد زمینه برابره کړي. د نوي حکومت د امنیتي پوتانسیل د لوړتیا په موخه مرسته وکړي. د خپلواک افغانستان امنیتي چارې افغانانو ته وسپاري. که اړتیا و، په افغانستان کې د نظامي حضور غوښتنه د ملګرو ملتونو د منشور او د نړیوالو قوانینو په په چوکات کې افغاني لورې ته وړاندې کړي. ’’ پای ‘‘

فرانسه
١٩/٠٨/٢٠١٧

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news