دتکل غزلیزه دنیا

hassin

ش.حصین

تکل

.دتکل غزلیزه دنیا

که داخبره زړه ته ولویږي چې هر شاعر او فنکارخپل خپل سبک او دتخلیق ځانګړې شیوه لري نو تکل هم له دې لیکې نه ووځي. ویلی شو چې دتکل دسبک او فنکاري لوری که بشپړ نوی او ځانګړی ځانګړ توب ونه لري خو لاره ېې هم دهنري انځورونې له پلوه او هم دمحتوای او مضمون له پلوه ډیر داسې نوې څه لري چې دنویتوب ځانګړتیایی په غزل کې دیوه نوی روح دخوځیدو خبر ورکوي.او هغه دده خپله ژمنه پکې را ښکاري چې وايي «دفن مقصد تکله ماکړیدی   اوس په غزل کې نوې سا راولم.» ښکاري چې شاعروینې اوري او ګوري ېې چې پښتو غزل دژوند له ناړامه چاپیریال څخه داسې زوریدلی چې تر ډیرو زور ته دزور،قهر ته دقهر ، کرکې ته دکرکې او کسات ته دکسات په ژبه ځواب وايي او په دې توګه ژوند نه اوړي بلکې غزل چې باید دمینې ، محبت، ښکلا پالنې او له معنوي خوند نه ډک یو ښکلاییزدرس وي په یوه ترخه ، لمسونکې او سخت دریزه دنیا اوړي او دعشق ، مینې، محبت، ښکلا او خوند مزي ېې وچیږي.دابه سمه وي چې غزل دنورو ادبي اوهنري ژانرونو په شان یواځې دهنر دهنر لپاره نشي پآتې کیدای خوکه هنري ښکلا ېې دمضمون او پرداخت له مخې ولویږي نو یوه تنده له هنري ښکلا پاتې موزونه وینا به وي.ما غوښتل دلته څوبیلګې را وړم خو دغه وخت نه زما دتحقیق او پلټنې توان شته اونه هم غواړم په دې نازک وخت کې خدای مه کړه خپلو خوږو غزل بولوته  له اقناعي توان لرې څه فکري نا آرامي  راجوړه کړم.فکر کوم چې روانو رسنیو ته په یوه ځغلنده کتنه به دا خبره هرچاته ښکاره شي چې زموږشعر او بیا په تیره غزل په یوه جګړه ییزې ،آن ګوندي – سازماني ، ایدیالوژیکې ترخې وسلې اووسیله اوښتی دی.وزن ېې له پیژندل شوو اوزانو ډیر نه دی اوښتی خوانځوراو دکلماتوانتخاب، دریځ  او معنوي بار ېې په سخته په لویدو ښکاري .په دې توګه زموږ غزل نه یواځې سخت سیاسي شوی بلکې دګوندیتوب اوایدیا لوژیک کیدو لوری ېې دځانګړو دریځونو پر بنسټ دغزل دښکلاییز لوري رنګ او خوند ورنه اخیستی دی.په همدې لړۍ کې هم زموږ ډیر شمیر غزلبول شاعران دخپلونوواو زړو  فکري ، سیاسي، سازماني او منفعتي دریځونو له پلوه دامریکا ، اروپآ او ناتو ښکاره ظالمانه خونړی اشغال په بډو وهي چې هڅه په خپله  پردو د وحشت پټولو لپاره پځان کې را نغاړي اودغزل غټه سلنه خړوبوي.غافل له دې چې په دې کار سره داشغال ضد ژوندی اولسي واقعیت له مخې په ناویلې توګه دپنجاب په ویاړ اړوي او له دې لارې خپل اولسي ،ملي هیواد شموله مقاومت ته له شانه ګوزار ورکوي او دیوه خود جوشه پاڅون په استثنايي  او ترډیره غیر قصدي لوري دومره زور لګوي چې اصل او قاعده داحساساتو په منګلو کې خپل سرخوري.  ویلی شو چې پښتو غزل دپیړیو په اوږدو کې خپل حماسي او لیریک بیلوالی درلود خو که همدغې لړۍ ته هم لږ ځیر شو،نو دحماسي شعرله برخې  څخه یو یا څو بیته ځان زړونو او مغزونو ته را ویستی شي  خو دلیریک شعر اوغزل هر بیت خپله ښکلاییزه دنیا لري.دغه څه دبیلګې په توګه آن دپښتوژبې د وتلو شاعرانو خوشحال خټک او حمید مومند په غزلیاتوکې ځان را ښيي.خبره پردې نه ده چې هغه رزمي یا حماسي شعرژوند ته ډیرڅه ورکوي که هغه عشقی یا لیریک شعرژوند ته  درنګینتوب اودښکلا ییز خوندپه غیږ کې نوی روح وربښي.غوره لار ښايي دا وي چې حماسي شعر له لیریک او ښکلاییز اړخه کمزوری نه شي او یو دبل په غیږه کې داغیز او ښکلا نوې لاره تر لاسه کړي.

دتکل په غزل کې سره له دې چې دژوند نا خوالوسخت ځپلی او کله ناکله دې ته ورته نارې ورنه اوچتیږي چې « عمر باد غوندې چلیږي دریغه دریغه…»، خو دیواځیتوب په ملګرتیا هم حساب کوي.سیوری ېې په ده پسې اودی ېې په سیوري پسې روان دی .دژوند شته ېې له خپل سیوري سره ویشلي .دی سیوری او تنهايي ېې ناغوښتې ګوزارونه ویني خوځغم يي لوړ دی ګیله خوبه کوي خو په کرکه ،کینه او کسات پسې نه ځي همدغه څه چې لا ډیر پاخه نه ښکاري دتکل غزل ته نوی لاره پرانیزي.

تکل ناهیلۍ نه دی ځپلی لا په سبا باور لري:

سبا به راشي یو روښانه سبا

حساب به کیږي دزرې سباته

راته ناړامه دا وختونه ښکاري

زړګیه ساته حوصلې سباته

درڼا کلي ته ورتګ ملګرو

غواړي تکل او ارادې سباته.

تکل خپل ژوند ته په رنګینیوو کې ګوري:

چې دښایست له زړګي مینه غواړم

زه دخپل ژوند قیصه رنګینه غواړم

ترخو حالاتو نور خوړلی یمه

ځکه دشونډو دشیرینه غواړم

وخته ګوزار  دې نن رسا ولګید

دشک ناره مې له یقینه غواړم.

او دانازک خیالي:

سمه لاره مې له ګامه بیرته تښتي

چې هنداره مې له پامه بیرته تښتي

نوی سر زړې تنې ته پیوندیږي

زموږ سر له خپله قامه بیرته تښي

کله کله غم په کورکې دچا رالوی شي

لوی خوشحال هم له بهرامه بیرته تښتي.

تکل نفرت نه غواړي او په خپله خبره ېې نفرت ته وزګاریږي هم نه:

تکل نفرت ته وزګاریږي چیرته

دښکلو حق ېې په قلم پاتې دی.

همغسې مو چې یادونه وکړه دتکل له چم ګاونډ نه ستړی، ناخوښی او زوریدلی دی،خودغزل په ګوتو دکسات چاړه نه ورکوي بلکې په یوه لنډ او ښکلي انځور کې حالاتو ته په بل ډول ګوري:

ستا دکور په دیوال ناسته رڼا

موږ کره نه راځي نا راسته رڼا

تکل چې ګوري ددې چم خلکوته

خاورې به راوړي وخپل لاسته رڼا.

تکل دهیلو او آرمانونو یوه نښه ده

درست وجود مې هدیره دآرمانونو

څه خبر چې به لاس ستا په جړ اوربل ږدم

هر امید مې ښه پوهیږم چې مات شوی

دا بارونه ېې اوس ځکه په تکل ږدم

له دی ناهیلیو سره سره پر سبا بې باوره نه دی

سباکې چې دزړه په منارو اخلي قدم

ځلیږي لکه ستوري په ورورو اخلي قدم

یاغي له هغه هغه خیال یم،چې اختیار مې وي پردی خپل

دننه په پنجرو کې خو ښارو اخلي قدم

اوکله چې خپلې آرماني ژمنې را سپړي نو وايي

له تورتمه تر رڼا مو فیصله وه

له ماښامه تر سبا موفیصله وه

ددې لارې یواغزي مې ګوته پرې کړه

ددې لارې په ښکلامو فیصله وه

ستاتصویر کې دواړه سترګې شاهدانې

چې دژوند تر انتها مو فیصله وه.

او دپای ناره:

خپل لیونتوب ته ترې ځنځیر جوړوم

چې دخوبونو دتعبیر جوړوم

آخ دتکل آرمان آرمان ځوانیه

چې په تل تلو کې دې تصویر جوړوم.

مور بیا

Comments are closed.

Hit Counter provided by technology news