آیا د هند استقلال د عدم تشدد مبارزې پایله وه ؟ لیکوال نورالحق ن. څلی

نورالحق

 

 

آیا د هند استقلال د عدم تشدد مبارزې

پایله وه ؟

لیکوال نورالحق ن. څلی

   اسقلال او خپلواکي د هر ملت لپاره تر ټولو لوړ ارزښت دی . ملتونو د هر بل ارزښت په پرتله ، د خپل استقلال نه د دفاع او یا د لاسته راوړو په لاره کې ، ډېرې سرښندنې کړي دي . استقلال هغه یواځینی ارزښت دی چې هر مین اولس یې په هره بیه ترلاسه کول غواړي . د استقلال او خپلواکۍ د ګټلو د لارې اتلان تر ټولو نورو اتلانو غوره دي . د دغې لارې اتلان په خپله د خپلو اولسونو لپاره د مبارزې ، ژوند او پایښت تلپاتې سټې دي .

    د هر اولس لپاره د تاریخ هغه برخه په زړه پورې ده چې د استقلال او خپلواکۍ د ګټلو په لاره کې ، د دغه اولس میړانې او قربانۍ بیانوي . د هر اولس لپاره د تاریخ هغه برخه ربړونکې ده چې د دغه اولس ماتې ، لاندې کونې او بې وسۍ بیانوي . هر اولس هر هغه چا ته چې د اولس اسقلال او خپلواکۍ ته ژمن نه پاتې کېږي او یا د دښمن تر څنګ درېږي ، خاین وایي .

   د بشریت تاریخ د آزادۍ له غورځنګونو څخه ډک دی . که چېرې وپوښتو چې ولې د نورو هېوادونو ، د خپلواکۍ د غورځنګونو څېړل اړین دي ؟  ښایي تر ټولو غوره ځواب به دا وي چې تاریخ د دلۍ شوو تجربو د څېړنې علم دی . مونږ ډېری وخت اورو چې وایي : « تاریخ تکرارېږي » . آیا دا حتمي ده ؟ نه هیڅکله هم نه . د تاریخي پېښو د لاملونو او اغېزو په اړه پوهاوی د وینو د سپما په مانا ده . که چېرې مونږ د نورو بریالیتوبونه او ناکامۍ په کره توګه وڅېړو ، پند ترې واخلو کېدای شي چې هغه تېروتنې بیا ځلې و نه کړو . همدا شان د نورو هېوادونو د آزادۍ د غورځنګونو څېړنې ، مونږ ته دا راښیي چې کوم فکتورونه یو اولس د خپلواکۍ د لاسته راوړلو لپاره هڅوي ، او کوم فکتورونه یې روحیه ځپي .

   په دا تېرو اوولسو کلونو کې چې زمونږ هېواد اشغال دی . کابو د هر افغان لپاره هېوادنۍ مسئلې ډېرې مهمې شوې دي او خامخا له روغبړ نه وروسته ، د چای او یا اوبو له رارسېدو نه دمخه همدا خبرې اترې پیل کېږي . د خبرو پایلې تل د روان اشغال پای او د هېواد د استقلال اوخپلواکۍ بېرته لاسته راوړل ، یواځینۍ چاره راوځي . خو اوس کله کله داسې هم پېښېږي چې یو نیم څوک پیدا شي ، او داسې استدلال کوي چې زمونږ خلک ناپوه او وروسته پاتې دي . د استقلال د ګټلو په پلمه جګړه کول ناسم کار دی . استقلال او خپلواکي کېدای شي د عدم تشدد له لارې تر لاسه شي او هندوستان د یوې بېلګې په توګه وړاندې کوي .

   دلته مو وپتېیله چې دغې مسئلې ته یوه ځغلنده کتنه وکړو . راځئ چې په ګډه دغې پوښتنې ته ځواب پیدا کړو چې آیا د هند استقلال د عدم تشدد مبارزې پایله وه ؟

   تر هر څه نه ړومبی ، باید دا په یاد ولرو چې د هندوستان د آزادۍ غورځنګ ، آن د شلمې پېړۍ تر دوهمې لسیزې پورې له امتیازلرونکي قشر ( روشنفکر ) سره هیڅ نه و تړل شوی ، او ریښې یې یواځې د ټولنې له تل نه خړوبه کېدې . د انګلیسي نیواک پر ضد د هندوستانیانو وسله وال مقاومت آن د هند تر خپلواکه کېدو پورې هیڅکله هم په ټپه ندی درېدلی .

   له دې چې دغه مقاومتونه سیمه ییز ، قومي او قبایلي پاتې شول ، نو ځکه ډېر و نه پېږندل شول ، لکه : د اتلسمې پېړۍ په نیمایي کې د شمالي بنګال د « سنیاسي » ، او د بیهار د « چونار » پاڅونونه . همدا شان په نولسمه پېړۍ کې د بزګرانو پاڅونونه . د پښتنو او بلوڅانو وسله وال مقاومت خو مونږ ته ښه څرګند دی . هو ! دا بېخي سمه ده چې دغه پاڅونونه دومره ځواکمن نه وو چې د انګلیس واکمنۍ ته ګواښ پېښ کړي .

    لکه څرنګه چې پوهېږو د شرقي هند انګلیسي کمپنۍ له ډېر پخوا نه له هندوستان سره سوداګري کوله . کمپنۍ په ۱۷۵۷ کې د پلاسي جګړې په پایله کې بنګال لاندې کړ او له دې وروسته یې په تدریجي توګه ټوله هندوستانۍ خاوره تر خپلې ولکې لاندې راوستله .

   د پلاسي له جګړې نه پوره سل کاله وروسته ، په ۱۸۵۷ کې د انګلیس پر ضد د هندوستانیانو لمړی ملي پاڅون وشو . هندي تاریخ لیکونکي دغه پاڅون د خپلې خپلواکۍ د ګټلو لپاره لمړۍ جګړه بولي ، خو انګلیسان یې بیا د هندي سپاهیانو بلوا بولي .

   د ۱۸۵۷ کال پاڅون هسې ناڅاپي پېښه نه وه . دغه پاڅون خپل سیاسي ، اقتصادي ، ټولنیز – مذهبي او نظامي عوامل لرل . دلته د بحث د لنډېدو لپاره د پورته یادو عواملو ، له راسپړلو څخه په رټه تېرېږو . دا سمه ده چې دغه پاڅون سپاهیانو پیل کړ ، خو د پاڅون کوونکو په لیکو کې د نظامیانو په پرتله د عادي اولسي وګړو شمېر څو ځلې ډېر و .

   په دغه پاڅون کې هندوان او مسلمانان یو شان د انګلس پر ضد ودرېدل ، او د خپلواکۍ د لاسته راوړو لپاره یې په یوه سنګر کې خپلې وینې تویې کړې . د پنجاب له سکانو او د جنوبي هند له ځينو هندوانو نه پرته د هندوستان ټولې واکمنې کورنۍ ، یومخ د پاڅون تر شا ودرېدلې . هندو سپاهیانو تر مسلمانانو دمخه وروستی مغلی امپراتور ، بهادر شاه د انګلیس له نظر بندۍ نه راخلاص او بعیت یې ور ته وکړ . په بله وینا د هندوستان د آزادۍ لمړی ملي پاڅون د ټولنې تر ټولو نېستمنې طبقې وکړ . دغه ملي پاڅون هغه مهال وشو چې دغه نړۍ ته آشنا ګاندي ، نهرو ، سوباش چندر بوس او دا لسګونه یا سلګونه  نور اتلان لا زېږېدلي هم نه وو .

    د ۱۸۵۷ کال پاڅون دومره ځواکمن و چې د برتانوي امپراتورۍ بنسټونه یې ولړزول . د هندوستانیانو بد مرغي په دې کې وه چې د پنجاب سکان او د هند د جنوبي سیمو سپاهیان او واکمن انګلیس ته وفاداره پاتې شول . دغه کار هم د « بېل یې کړه ، اېل یې کړه » سیاست په مټ وشو . انګلیس خپلو ګوډاګیانو ته وویل چې که پاڅون بریالی شي ، مغلي دربار به بیا واګې پلاس کې واخلي ، ستاسو ګټه به څه وي .

   له دغه کاره انګلیس څه ګټه وکړه ؟ ښکاره خبره ده چې تر هر څه ړومبی یې د پاڅون کوونکو ځواک لږ کړ ؛ هندوستانی یې له هندوستاني سره په جنګ واچاوه ؛ د پاڅون جغرافیه یې محدوده کړه او وروستۍ خبره دا چې ملي پاڅون یې هسې د یو شمېر سپاهیانو د بغاوت تر کچې راټيټ کړ .

    انګلیس دغه پاڅون په پوره بې رحمۍ سره وځاپه . انګلیس نه یواځې هغه کسان ووژل چې په پاڅون کې یې ګډون کړی وو ، بلکې سلګونه زره داسې وګړي یې هم ووژل چې له هیڅ نه خبر نه وو . په بله وینا د انګلیس له ګوډاګیانو پرته هر هندوستانی وګړی ، له ماشوم نه نیولې تر ښځو او بوډاګانو پورې ، په مرګ محکوم ول . د هندي وګړو د تلفاتو په اړه بېلا بېلې شمېرې ورکړل شوي دي . یوه  شمېره ښيي چې انګلیس ۱٫۲ ملیونه هندوستانیان له تېغه تېر کړل . د زرګونو کلیو تر څنګ دهلی ، کانپور ، لکنهو او جهانسي د عامو وژنو په ډګرونو او  کنډوالو بدل شول .

  انګلیس وتوانېده چې د څه باندې یوه کال په موده کې ، پاڅون په بشپړه توګه وځپي خو د اوریسا ایالات په ځینو سیمو کې پاڅون آن تر ۱۸۶۲ –  م کاله پورې دوام درلود . د دغې پېښې په اړه یو په زړه پورې واقعیت دا دی چې انګلیس یو تن هم بندي و نه نیوه او آن یوه تن ته هم محکمې سزا ور نکړه . هر څوک چې د انګلیس له چوپړیانو څخه نه و ، بې پوښتنې په مرګ محکوم و . د قربانیانو له ډلې نه یو تن ، د مغلي ټولواکمني کورنۍ وروستی واکمن ، بهادر شاه و . دغه تش په نوم پاچا په خپله د انګلیس ګوډاګی و ، ډېر کلونه یې هر څه د خپل بادار په امر تر سره کول . بهادر شاه په پاڅون کې هډو هیڅ رول نه درلود . انګلیس د دې لپاره چې خپل زور وښيي او د مغلي ټولواکمني کورنۍ ، ټغر ټول کړي ، د بهادر شاه دوه زامن او یو لمسی یې ووژل ، دی ( بهادر شاه ) یې له کورنۍ سره د برما د رنګون ښار ته  تبعید کړ .

  د پاڅون له ځپلو وروسته ، د انګلیس حکومت پرېکړه وکړه چې هند مخامخ په لندن پورې وتړي . په دې توګه پر هند باندې د شرقي هند برتانوي کمپنۍ ، واکمني پای ته رسېږي او د برتانوي هند واکمني پیل کېږي .  دا چې دغه بدلون د سیمې او افغانستان لپاره څه پایلې لرلې ، له دې چې زمونږ د بحث موضوع نده ، نو په رټه ورڅخه تېرېږو .

    د دې لپاره چې خبرې لنډې او د مهمو پېښو روښانه انځور ولرو ، نو اړینه وبلل شوه چې د ګاندي د عدم تشدد مبارزه او د هندوستانیانو وسله واله مبارزه په جلا جلا توګه راوسپړو . په پای کې به پایلې راوباسو .

   الف – د ګاندي د عدم تشدد مبارزه :

   له دې چې د عدم تشدد مبارزه یو سیاسي لید و نو باید یوه سیاسي ګوند یې د عملي کېدو لپاره مبارزه کړې وه . دلته د هند د کانګرس ګوند مطرح کېږي . د دغه ګوند په اړه څو مهمې  خبرې :

 د هند کانګرس ګوند په ۱۸۸۵ کې د ایلن اکتاوین هیوم په نوښت او لارښوونه تأسیس شو . ایلن اکتاوین هیوم په خټه انګلیس او آن د برتانوي شرقي هند کمپنۍ د واکمنۍ راهیسې په هندوستان کې سرکاري مامور و . دغه مامور د « هندي سپاهیانو پاڅون » او د دغه پاڅون د ځپلو په بهیر کې وینې بهېدنې ، په خپلو سترګو لیدلې وې .

  که چېرې د کانګرس ګوند ، د برتانوي هند د حکومت له ملاتړ څخه برخمن نه وای ، تأسیس او شتوالی یې ناشونی کار و . له دې چې په برتانوي هند کې بل ګوند موجود نه و ، او هم د بل ګوند جوړولو ته اجازه نه وه ، نو ځکه د بېلا بېلو نظرونو لرونکي کسان په دغه ګوند کې راغونډ شوي ول . په لمړیو کابو دېرشو کلونو کې ، د دغه ګوند غړي یو مخ انګلیس پلوه وو .

    د کانګرس ګوند د یوه پام وړ سیاسي ځواک په توګه ، لمړی ځل هغه وخت ولیدل شو ، کله چې انګلیس په ۱۹۰۵ کې ، بنګال په ختیځ او لوېدیځ بنګال باندې ووېشه . د کانګرس ګوند د لمړي ځل لپاره په ۱۹۲۹ کې په زغرده اعلان وکړ چې ، وروستۍ موخه یې د هندوستان د استقلال ګټل جوړوي .

       ګاندي له ۱۸۹۳ څخه تر ۱۹۱۴ پورې په جنوبي افریقا کې د یوه حقوقپوه ( وکیل ) او سیاسي فعال په توګه بوخت و . ګاندي د جنوبي افریقا د « بویر » په جګړه کې له انګلیسي اشغالګرو څخه  نه یوازې پخپله ملاتړ وکړ ، بلکې په جنوبي افریقا کې مېشت هندوستانیان یې هم دې ته چمتو کړل ، تر څو له انګلیس څخه په کلکه ملاتړ وکړي . ګاندي د ۱۹۱۵ – م کال د جنورۍ په میاشت کې ، د تل لپاره بېرته هندوستان ته ستون شو .

 لکه څرنګه چې پوهېږو په دغه وخت کې لمړۍ نړیواله جګړه روانه وه . دلته په هندوستان کې ګاندي یو ځل بیا د انګلیس چوپړ ته ور ودانګل ، او خپل هېوادوال یې وهڅول تر څو د برتانوي هند د پوځ په لیکو کې تنظیم شي . د لمړۍ نړیوالې جګړې په کلونو کې یو نیم ملیون هندي وګړي ، په داوطلبانه توګه د جګړې په بېلا بېلو محاذونو کې د انګلیس لپاره وجنګېدل .

    کله چې ګاندي د کانګرس ګوند غړی شو ، د ګوند په دننه کې د بېلا بېلو ډلو تر منځ سختې تربګنۍ روانې وې . ځینو وسله والې مبارزې ته لېواله وو ، خو ځينې نورو یې بیا مخالفت کاوه . کله چې ګاندې د خپلې عدم تشدد مبارزې ( ساتیاګرا ) په مټ د بیهار او ګجرات د بزګرانو ستونزې حل کړې او حکومت یې اړ کړ چې د بزګرانو غوښتنې ومني ، نو د خلکو له خوا د مهاتما لقب ورکړل شو .

  مهاتما ګاندي په ۱۹۲۱ کې د کانګرس ګوند د مشر په توګه انتخاب شو . د دې لپاره چې ګوند اولس ته نږدې او د غوره شوو ( نخبګانو ) له انحصار څخه یې خلاص کړي ، هغه په ګوند کې ډېرې بنسټيزې سمونې رامنځ ته کړې . د ګوند حق العضویت یې را ټيټ او په کلیوالي سیمو کې یې څانګې پرانیستلې . د دغه کار پایله دا شوه چې د ګوند د غړو شمېر څو ځله ډېر شو او نوې څېرې راڅرګندې شوې ، چې کابو ډېری یې د ګاندي د فکري مکتب پلویان وو . په دغه وخت کې مهاتما ګاندي ، خپله د « ساتیاګرا » ( عدم تشدد ) نظریه اولس ته وړاندې کړه او ملاتړ یې تر لاسه کړ .

    ساتیاګرا د سانسګرت له دوو کلمو « حقیقت » او « ځواک » څخه جوړه شوې ده ،او مانا یې داسې ده : پر حقیقت باندې ټینګ باور لرل . ساتیګرا – یوه فلسفه او د ژوند یوه بڼه بلل کېږي . له تاوتریخوالي پرته مقاومت د دغې فلسفې اصلي تومنه جوړوي . په بله وینا ساتیاګرا داسې یو څه ته وایي ، چې نن ورځ یې « مدني مقاومت » بولي .

 د مهاتما ګاندي د عدم تشدد مبارزې کارندې وسلې لاندې غورځنګونه وو :

الف – د همکارۍ نه کولو غورځنګ ( پیل ۱۹۲۰ – ۱۹۲۲ ) ؛

ب – د مدني نافرمانۍ غورځنګ ( پیل ۱۹۳۰ – م کلونه ) ؛

ج – د هندوستان د پرېښون ( په تنظیم شوې توګه له هندوستان څخه د انګلیس د وتلو ) غورځنګ . ( پیل ۱۹۴۲ ) .

    د یادولو وړ ده ، سره له دې چې مهاتما ګاندي په ۱۹۳۴ کې له سیاست او د کانګرس ګوند له غړیتوب څخه په دې پلمه استعفا وکړه ، تر څو د کلیوالي سیمو چارو ته وخت پیدا  کړي خو بیا هم دی ( ګاندي ) د ګوند او خلکو معنوي مشر پاتې شو . ښایي دا به د هر چا لپاره حیرانوونکې واوسې ، چې د هند د اسقلال او خپلواکۍ له ګټلو نه وروسته ، د ګاندي زړه غوښتل تر څو د کانګرس ګوند منحل کړي .    ( دغه موضوع د مهاتما ګاندي د کلیاتو په ۹۰ – یم ټوک کې یاده شوې  ده ) .

   د دوهمې نړیوالې جګړې پیل د هند د آزادۍ غورځنګ مشران او د کانګرس ګوند غړي له یوه نوي چلنج سره مخامخ کړل . دا پرېکړه ګرانه وه چې له کوم لوري څخه ملاتړ وکړي . مهاتما ګاندي داسې انګېرله چې جګړه د امپریالیزم او فاشیزم تر منځ ده ، نو ځکه دا یوازې د اروپا ستونزه ده .

   د هندوستاني مشرانو تر منځ او د کانګرس ګوند په لیکو کې یوالی په بشپړه توګه له منځه لاړ . په دغه وخت کې د انګلیس حکومت اعلان وکړ او ژمنه یې وکړه ، چې که چېرې هندوستانیان له انګلیس څخه ملاتړ وکړي ، د جګړې په پای ته رسېدو سره به هندوستان ته آزادي ورکړي . هماغه وو چې د کانګرس ګوند له انګلیس څخه خپل ملاتړ اعلان کړ . په بله وینا هندوستانیان د انګلیس د پایښت او ګټو لپاره دوهمې نړیوالې جګړې ته ننوتل او بې حسابه ځاني او مادي زیانونه یې وزغمل . دغو شمېرو ته ځير شئ . د دوهمې نړیوالې جګړې په پیل کې د برتانوي هند د اردو شمېر دوه سوه زره تنه وو ، خو د جګړې په پای کې یې شمېر دوه نیم ( ۲٬۵ ) ملیونه وو . تاریخ داسې څه ، هیڅکله هم ندي لیدلي .

     د ګاندي د عدم تشدد مبارزې په اډانه کې د « همکارۍ نه کولو غورځنګ » دوې ښې بېلګې د بیهار او ګجرات د بزګرانو سره مرسته وه چې حکومت لږ آسانتیاوې رامنځته کړي او د دغو دوو سیمو پر بزګران باندې د حکومت او سوداګرو له خوا فشار یو څه لږ شو . آیا داسې انګېرنه چې د ګاندي طلسم ، استعمار ګر دې ته اړ ایستل چې له هندوستان څخه ووځي او خپل اشغال پای ته ورسوي سمه ده ؟ نه ، هیڅکله هم نه .

    د مهاتما ګاندي د « مدني مقاومت » تر ټولو نوموتې او ځلانده بېلګه د ۱۹۳۰ کال د « مالګې لاریون » دی . د دغه لاریون موخه دا وه چې پر مالګې باندې د انګلیس انحصار مات کړي . انګلیس خلک اړ ایستل تر څو مالګه له دولت څخه راونیسي . ښکاره خبره ده چې هندوستانیانو تر انګلیسانو دمخه مالګه پېږندله او له پېړیو راهیسې یې د مالګې د تولید ښه غوړېدلی سیستم او پراخې سرچینې لرلې . کله چې انګلیسانو هند لاندې کړ ، د مالګې په ګډون ډېر توکي یې تر خپل انحصار لاندې راوستل او کاروبارونه  یې په بشپړه توګه د انګلیسي سوداګرو په لاس کې وو .

   مالګه به له بهر څخه راوړل کېده ، او که به په هندوستان کې هم تولیدېدله د کارخانو خاوندان یې یو مخ انګلیسان وو . حکومت د مالګې د مالیې له درکه ډېرې پیسې اخیستې . دلته دې مسئلې ته پام کول اړین دي چې د مالګې قضیه ډېره پخوانۍ وه ، آن په نولسمه پېړۍ کې را ټوکېدلې وه .

   د ګاندي په مشرۍ د مالګې لاریون د ۱۹۳۰ – م کال د مارچ د میاشتې پر دولسمه نېټه ، په دې موخه پیل شو چې د سمندر له اوبو نه په غیر قانوني توګه مالګه لاس ته راوړي . دغه لاریون د احمد آباد له ښار څخه پیل شو او موخه ، د عرب سمندر پر غاړي پرتې « داندي » نومې سیمې ته رسېدل وو . « داندي » له احمد آباد څخه ۳۹۰ کیلو متره لېرې وه . ګاندي دغه پلی یون له خپلو ۷۸ ملګرو سره پیل کړ، خو کله چې خپل منزل ته رسېده په زرګونه خلک ورسره یو ځای شوي وو .

   مهاتما ګاندي او پلویانو یې د اپریل د میاشتې پر شپږمه نېټه ، په « ډاندي » کې د سمندر له اوبو څخه مالګه لاسته راوړه . په دې توګه په هند کې د برتانوي راج ، د ۱۸۸۲ کال د مالګې قانون مات شو . له دې نه ورسته دغه لاریون د همدغه سمندر پر غاړه د جنوب په لور وخوځېده . ګاندي به په کلیو او بانډو کې خلکو ته ویناوې کولې او هر ځای به یې د سمندر له اوبو نه مالګه تر لاسه کوله .

  د همدغه کال د مې د میاشتې پر پنځمه نېټه ، د برتانوي هند حکومتي چارواکو ، مهاتما کاندي جېل ته واچاوه او د لاریون ګډونکوونکي یې په ډېر بېرحمۍ سره وځپل . د مالګې د لاریون په تور ( ۶۰ ) زره تنه بندیان شول .

   پوښتنه دا ده چې آیا د مالګې لاریون له انګلیس څخه د امتیاز په نوم کوم څه تر لاسه کړل ؟ ځواب یو ځل بیا منفي دی . انګلیس د لاریون کوونکو حتی یوه غوښتنه هم و نه منله . د لاریون کوونکو ګټه دا وه چې ۶۰ زره کسان یې بندیان او د زرګونو نورو سرونه ، لاسونه او د بدن نور هډوکي مات شول .

   همدا شان د مهاتما ګاندي د ۱۹۴۲ کال د اګست د میاشتې د اتمې نېټې « د هندوستان د پرېښون غورځنګ » هم یوه بشپړه ماته وه . دغه غورځنګ د بمبئي په ښار کې ، د مهاتما ګاندي له یوې وینا سره په خوځښت راغی . سره له دې چې د جګړې وخت و ، خو د برتانوي هند حکومت بشپړه تیاري لرله .حکومت د اګست پر نهمه مهاتما ګاندي ، نهرو ، کلام آزاد او د کانګرس ګوند ټول مخور مشران ونیول .

د ګاندي له وینا څخه وروسته درې څلور ورځې سوله ییزې مظاهرې او لاریونونه روان وو . وروسته تاوتریخوالی رامنځ ته شو ، ډېرې دولتي دولتي ودانۍ ، د پولیسو تاڼې ، د اورګاډو تم ځایونو ته اور واچول شو.

   حکومت د غورځنګ په ځپلو کې برلاسی شو او لسګونه زره خلک یې بندیان کړل . د غورځنګ په ځپلو کې د هندوستان ډېرې سیاسي ډلې لکه : مسلم لیګ ، « هندو ماهاسبا » او کمونیستان ؛ سوداګریز قشر ، ټولې واکمنې کورنۍ ( نوابان ، راجاګان او نور ) د انګلیس کلک ملاتړي او باوري ملګري وو . ګاندي د ۱۹۴۴ کال د مې په میاشت کې له جېل څخه راخلاص شو .

   لکه څرنګه چې ولیدل شول ، د مهاتما ګاندي د عدم تشدد مبارزې ، هیڅکله هم انګلیس ندی اړ ایستلی چې خپل ښکېلاک پای ته ورسوي او د هندوستان خپلواکي او استقلال ومني . دا خبره ناسمه ده چې د هند استقلال د عدم تشدد مبارزې پایله وه . ولې ؟ لمړی لامل یې دا دی چې د هندوستان د آزادۍ یا خپلواکۍ په غورځنګ کې بېلا بېلې ډلې ښکېل وې . هره ډله د پېښو خپل انځور لري . د بېلګې په توګه د هند ، بنګله دېش ، سریلانکا او د پاکستان تاریخ پوهان د پېښو په اړه یو شان نظر نلري . د انګلیس تاریخ لیکوونکي بیا مستعمرو ته د ځواک د لېږد خبره کوي .

    دویم لامل یې دا دی چې په شلمه پېړۍ کې ، د انګلیس پر ضد د هندوستانیانو وسله واله مبارزه هیڅکله هم نده درېدلې . برعکس پراخه شوې ده ، آن تر دې چې سبهاش چندر بوس په جلا وطنۍ کې موقت حکومت جوړ کړ . د برتانوي هند د واکمنۍ په لړزولو کې د ګاندي د عدم تشدد مبارزې په پرتله ، سبهاش چندر بوس زښت ډېر بریالی و . وروستی لامل یې دا چې د هند په آزادولو کې بهرنیو ( نړیوالو ) فکتورونو هم پرېکنده رول درلود .

    دې ته هم باید ځير شو چې له جګړې سره مخالفت یا د زور زیاتي له کارونې سره د مخالفت فلسفه ، هسې ساده هم نده لکه چې په ظاهره ښکاري . جګړه کېدای شي بېلا بېلې بڼې ولري لکه : تعرضي ، دفاعي ، کورنۍ ، د اشغال ضد او . . . . ټولې جګړې په یوه تېږه تلل د حل لار او عملي نده . د دې خبرې جاذبه د لیدو وړ ده لکه چې وایي: « که چا پر مخ یوه څپېړه ووهلې ، د خپل مخ بله خوا هم ور واړه . . . » ، خو که داسې وشول چې پر دواړو مخونو یې هم ووهلې ، سر او لاسونه یې هم در مات کړل ، د دواړو کوناټيو په منځ کې یې هم لغته در کړه ، جیبونه یې هم در وشکول او زندان کې یې هم واچولې ، بیا څه کوې ؟

   نور بیا . . .

 

 

 

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news