نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ وږی، ۱۳۹۶): د کابل ښار د نهمي امنيتي حوزې اړوند کابل بانک څانګي مخ ته نن سهار شاوخوا لس بجې چاودنه وشوه.
د کابل د پولیسو په وينا د بريد هدف د کابل بانک څانګه وه.
د چاودني له امله تر دې دمه د عامي روغتيا وزارت په وينا څلور تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي چې د درملني په موخه وزير اکبرخان روغتون ته وړل شوي.
د ځينو سرچينو په قول يو تن بريدګر چې غوښتل يې ځان خپل هدف (د کابل بانک څانګي ) ته ورسوي خو له وړاندي يې مخه د امنيتي ځواکونو له لوري ډب شوه.
د کابل د امنيې قومندانۍ وياند بصير مجاهد وايي : د بريد په پايله کې ۵ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.
بصير مجاهد د وژل شويو او ټپي کسانو د هويت اړوند څه نه دي ويلي.
د ننۍ چاودني ځای ته څېرمه د افغانستان د دفاع وزارت پېژنتون ، د امريکا سفارت ، د عامي روغتيا وزارت او د نورو خصوصي بانکونو څانګي شتون لري.
د بريد مسؤلیت لا چا نه دی منلی.