امريکا ٤٠٠٠ نور سرتېري افغانستان ته لېږي

هلمند

امريکا ٤٠٠٠ نور سرتېري افغانستان ته لېږي

Aug 31, 2017 – 09:22

کابل (پژواک، ٩ وږى ٩٦): امريکا وايي، دا مهال افغانستان کې ١١ زره سرتيري لري او په نږدې راتلونکې کې به دغه شمېر ١٥ زرو ته لوړ شي.

د امريکا متحدو ايالتونو تر اوسه ويل چې افغانستان کې ٨٤٠٠ سرتيري لري.

خو د دغه هېواد د دفاع وزارت يوه چارواکي تورنجنرال “نيته ميکنز” په واشنګټن کې خبريالانو ته ويلي چې تر اوسه په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر پټ ساتل شوى و.

هغه وايي چې ډېر ژر به افغانستان ته ٤٠٠٠ نور امريکايي سرتيري واستول شي، چې ځانګړي (سپېشل فورس) او استخباراتي ځواکونه به هم په کې شامل وي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د امريکا ولسمشر ډونالډ ترامپ د افغانستان په اړه ستراتيژى اعلان کړه او ويل يې چې افغانستان ته به نور ځواکونو هم واستوي. 

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news