لندن کې پرونۍ چاودنې سره په تړاو يو کس نيول شوى

بریتانیا

لندن کې پرونۍ چاودنې سره په تړاو يو کس نيول شوى

  • 16 سپتمبر 2017 – 25 وږی 1396
رد انځور حقوقTWITTER/@RRIGS
Image captionهغه څه چې په ډبه کې د چاودنې لامل بلل کېږي.

د بريتانيا پوليس وايي د لندن ځمکتل اورگاډي کې شوې پرونۍ چاودنې سره په تړاو يې يو ١٨ کلن کس نيولى دى. دغه وگړى “ډور” په بندر کې نيول شوى چې فرانسې ته د ورتگ لاره ده. چارواکو په دې تړاو نور جزييات نه دي خپاره کړي خو پوليسو دا بريد د اسلامپالو ترهگرو کار بللى.

په لندن کې د ځمکتل اورګاډي د جمعې ورځې له چاودنې وروسته برتانیا کې د ترهګرۍ ګواښ بیا خورا لوړې کچې او کړکېچ حالت ته ورسېد.

پولیس د هغه کس پلټنې کوي چې په دې برید کې یې لاس درلود.

داعش یا اسلامي دولت ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی، چې ۲۹ کسان پکې ټپیان شول.

پولیس وايي، له پوځي مرستې غوښتلو وروسته په ټول هېواد کې نږدې زر پوځیان ګومارل شوي دي.

د برتانیا لومړۍ وزیره وايي، پوځ به له پولیسو سره مرسته کوي او هغو بېخ بنسټو ودانیو کې کې به پلي شي چې خلک ورته لاسرسی نه لري:

“خلک به په ټرانسپورټي شبکه او زموږ کوڅو کې ډېر وسلوال پولیس ویني چې دوی به لا نور خوندي کوي”.

د تریزا مۍ په وینا، دا یو مناسب او پر ځای ګام دی چې د پلټنو بهیر کې به نور خوندیتوب او ډاډ برابر کړي.

سکاټلنډ پولیس وايي، دوی به د ګزمې لپاره د سرتېرو شمېر ډېر کړي په تېره په مهمو او بیروباري سیمو کې.

ندن کې پرونۍ چاودنې سره په تړاو يو کس نيول شوى

Image captionپه برید کې ۲۹ کسان ټپي شول.

د جمعې په ورځ د سويل لويدیځ لندن د ځمکتل اورګاډي یوه ډبه کې د چاودنې له غږ وروسته اور ولګېد.

په دغه اور کې ۲۹ کسان سوځېدلي او ټپیان شوي دي.

خو چارواکي وايي، د ټولو حالت ډاډمن دی.

کارپوهان وايي، دا لاس جوړ بم و، چې پوره نه دی چودلی او که داسې کېدلی ډېر زیان یې اړولی شو.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news