د افغانستان د خلک انقلابی گوند اعلامیه

د افغانستان د خلک انقلابی گوند اعلامیه

نیټه : ۱۳۹۲ ل کال- لړم ۲۹

دافغانستان دخلک ګوند    

کابل – افغانستان     -

د افغانستان قهرمان ملت او زیاراستونکو خلکو!     –

د نړۍ سوله خوښوونکو،انقلابي او آزادی بښونکو غورځنګونو!     –

د جنګ ضد نړیوال سازمانونو !    

دا دی په افغانستان کې پس له ۱۲ کلونو سکوت او مرګ ژوبلې، فساد او تالانګرۍ نه وروسته ، د ۱۲ نورو راتلونکو کلونو له پاره د بن د قراردادیانو لخوا د لړم میاشت ۳۰ نیټی نه د لیندۍ میاشت ۳ نیټی پورې د انتصابی مشورتي لویي جرګې په نامه یوه بله سیاسی – اپراتیفی اما ډیره بی شرمانه او د برده ګۍ په ډګر خطرناکه لوبه پیل شوه.

    د ملی- انقلابی تیوری او د طبقاتي مبارزو کلاسیک پلوي خو لا پر ځای پریږدۍ، د اسلام سپیڅلی دین نظریاتی پلویانو هم چی تر پرونه پورې یي د امریکا د امپریالیزم دی ډول خبیسه ارواح لرونکی سیاسی- اقتصادی سیستم ته څه ناڅه په نسبی ډول نسبت بل سیاسی – اقتصادی سیستم ته د دوستی او ملګرتیا په سترګو کتل، دادی اوس ورته بیخی د کرکې او دښمنۍ په نظر ګوري او باور لری چی دغه سیستم په واقعی مانا د ریښتنې دیموکراسۍ په خلاف د نړۍ د مظلومو خلکو وینی څکونکی دی. د بیلګې په توګه: وګورې د عراق قهرمان انقلابي ولس ته چی اوس هم د دغې اهریمنی سیستم لخوا په وینو لمبول کیږی، وګورۍ د لیبیا بی دفاع خلکو ته چی په لارو کې د وینو لارې جوړی کړی دی ، وګورې د لبنان ، سوریي او فلسطین مظلوم ولس ته چی اسراییل او د هغه دایمی ملګری یي د وینو په څکلو نه مړیږي او بیا وګورې د افغانستان او پښتونخوا د خلکو وینو بهانده اوسنیو سیلابونوته چی په ناپالم زهر لرونکی بمونو او بی پلوټه الوتکو د مرګوني ګذارونو لاندې ټوټې ټوټې شول.دا ټول په حقیقت کی هغه څه دي،چی د امریکا ـ ناتو د استعماری پلانونو او د پنتاګون له CIA خورجین نه راوځي.     درنو هیوادوالو او د نړۍ سوله خوښوونکو غورځنګونو !     معاصر پوځي دکتورین دا په ډاګه کوې، چې په افغانستان کې د پخواني شوروی اتحاد د قواو د وتلو وروسته کوم چی د ژنیو معاهدې تر اغیزو لاندې تر سره شول، بی له شکه او بی له کومې تیروتنی ویلای شو چې په مطلق ډول د امریکا متحده ایالاتو او د هغه د ناټو پوځی ټولګیو د وتلو سره په مطلق ډول په افغانستان کې ماته خوړلې ده ، او دادې اوس غواړي چی تش د امنیتی او دفاعی؟؟ قرارداد په نوم د نظامی اډو په اخستلو سره خپله ماته په ظاهري بڼه جبران او پرده پوشي کړي. یانی د نړی او زموږ خلکو ته یو غولیدونکی سراب په سترګو کړۍ، او هم د امریکا او ناتو هیوادونو زیاراستونکو او کارګرانو ته په درواغو وښي چی دادی وګورۍ د غربی دموکراسی پوځی مدافعینو په افغانستان کې ماته نه ده خوړلې او انتصابی مشورتي لویي جرګې (په اصطلاح) هم استقبال کړل .     د امریکا متحده ایالاتو د لوړو مقاماتو د وینا له مخی ، امریکا د خپلو ملی – سیمه ییز منافعو په خاطر په خپل ټول تاریخ کې ډیر اوږد جنګ په افغانستان کې تیر کړ او تر هغه وخت او هر ځای زیات په دې جنګ کی اقتصادی ملاماتی زیانونه ، بحرانونه او نظامی درانه بشری تلفات ولیدل.     د افغانستان د خلک انقلابی ګوند هغه څه چې په دې ۱۲ کلونو کې د امریکا ددغې اوږده جنګ په اړه ورځنی څیړنو او د پیښو په زیر څارنې څخه کومه نتیجه اخیستی،داده چې: امریکا او ناټو سره د خپلو نورو طفیلي ملګرو په افغانستان کې شکست موندلی او بشپړه ماته یي خوړلې ده، خو اوس غواړی زموږ هیواد او خلک یرغمل او د جمهور ریس حامد کرزی په اصطلاح د مشورتي جرګې د یوې قلابی پریکړی له مخی په رسمی ډول اشغال کی وساتې څو وکړای شی خپلو امریکایی خلکو او نړیوالو ته د ۲۱ پیړی په لومړۍ لسیزه کی د خپلې دغی تاریخی ماتی تش په نامه د (تلافی) له پاره افغانستان د امریکا، ناتو، روسیی، چین، هند، پاکستان، ایران او د سیمی هیوادونو تر منځ د جنګ عمومی ډګر وګرځی او له هغی سرمایه ګذاری څخه چی د سیمې په ارتجاع او القاعده کړیده، ګټه پورته کړي او افغانستان د اپراتیفی خطرناکو لوبو ډګر وګرځی. امریکا- ناتو د شلمی پیړۍ په شان دا ځل په افغانستان کی په شمال او غربی سرحدونو کې د فارورد Forward یانی د وړاندی تګ پالیسی او د اړتیا په وخت کې د علمی سرحد پالیسی Scientific frontier policy چی موخه به یي په سرحدونو کې د لویو حیاتی معبرونو او د تقرب نظامی او اقتصادی شریدونو خپلول او تجزیه کول وي، هم غوره شوی. دا هغه خطرناکې پالیسۍ دي چی انګریزانو په ۲۰ پیړۍ کې غوښتل د هندوکش پورې پرمخ ولاړ شی، هرات د کنترول لاندی ونیسی او د آمو حوزه او ماورالنهر ته خپل پوځی نفوذ وغزوې. او علمی سرحد په دې ماناو چی د افغانستان شمال لویدیځ سرحد ټول معبرونه او درې په تیره بیا د سلیمان غره ستراتیژیکی درې او داغه لکه خیبر،پیواړ ، پاړه چنار، توخي، کرم، ګومل او کوږک ونیسی او هم ټول هغه سرحدونه چی په آزاده قبایلو کې دی د نرم سیاست له لاری اداره کړي. داځل د امریکا متحده ایالاتو او ناتو، یو ځای پریکړه کړیده چی پورتنی پالیسی ګانې به د لویي مشورتی جرګې له لارې د امنیتی او دفاعی قرارداد په لاسلیک کولو پرمخ وړي او افغانستان به د امریکا او ناتو هیوادونو د سرحدونو په زرګونه میله لری د شرق او غرب تر منځ د جنګ خونړی ډګر وګرځي.     د افغانستان د خلق انقلابي ګوند د ګوندی مرام او د سیاسی دکتورین د انطباق پالیسی داده چی امریکا او ناتو قواوې او شبکې دې جنګ بس او د سولی په تضمین سره د افغانستان له خاورې ووځي.     د افغانستان د خلق انقلابي ګوند د کورنی پانګوال واکدارانو او د امریکا اتوم لرونکي ستر نړیوال پوځي- اقتصادی ځواک دغه پوځي قراردادی لوبه چی د افغانستان په زړه، بګرام کې د یو دایمی اډې او د افغانستان په نورو نهو (۹) لومړۍ درجه ولایتونو کی د پوځي قواو د سوق او اداری قرارګاو د شتون او دایمي اشغال په نیت پیل کړې ده ا په تهدیدونو سره غواړې د اوسنۍ حاکمې طبقی مشوریي انتصابی لویي جرګې له لارې د پارلمان په تصویب ورسوی او بیایي ډیر ژر د جناب جمهور ریس حامد کرزی په لاسلیک کیدو سره د غلامۍ انفاذ جاري کړي، په شدید او انقلابي الفاظو او په رسا آزادی بښونکی آواز یی مردودوي او په عمل کی د امریکا او د هغه د داخلی او خارجی پلویانو دغه نیت او عمل نه یوازی یو لوی، ملی- تاریخی خیانت بولی بلکی د افغانستان د بشپړی خاورې د بشپړتیا، ملی حاکمیت، ملی خپلواکی، ملی وحدت او د افغان بین المللی او بشری حقوقو په وړاندې ډیر وینی څکونکی، استعماری، چلند او استبداد هم ګڼي .     زموږ په اند دا ټول څرګند استعماری عمل زموږ د ملی حاکمیت، استقلال، مصونیت،سولې، مستقلانه ترقۍ، او د ارضی تمامیت پرضد هغه ناولی عمل دی چی د ملګروملتونو د منشور د لومړۍ فصل (مرام او اصول)، د مرام لومړۍ مادې دویمې فقرې او د دویمې مادې لومړۍ(۱)، څلورمې(۴) او اومې (۷) فقرې د احکامو سره د یوی خوانه او د افغانستان د اساسی قانون د ټولو فصلونو او مواداتو سره د بلی خوانه په شدید تضاد کې قرار لري.     د منشور پورتنی حکم په دی مانا دی چې :« د یو هیواد نظامی شتون ( نظامی پایګاه) په نورو هیوادونوکې قطعا مردود ګڼل کیږي.».     بنا پردې ، د پورتنیو لاملونو سره سره په غوڅه اعلاموو چې :     1. د افغانستان د خلک انقلابي ګوند د خپل طبقاتی مبارزې، د خپلو مرامی اصولو، تاریخی دندو او ملی منافعو نه د دفاع اصل ټینګ په نظر کی نیولو سره اصولاْ باوری دی چی د افغانستان اسلامی دولت د امریکا متحده ایالاتو سره د قواو توازن او برابر پوځي، اقتصادی او د بشری انډول یا توازن لرونکی نه دی، نو نه شی کیدای چی د حقوقو برابرښت هم برابر او مساوی تامین شی. بناپردی لامل د افغانستان د خلق انقلابی ګوند او د هیواد محکومې طبقی او مطلق اکثریت خلکو ملی ګټې ایجاب کوی چې د امریکا پوځی قواوی دی د خپلو اړونده شبکو سره یو ځای په خپل ټاکلی وخت په ۲۰۱۴ کال تر پایه ووځي.     2. په بګرام او یا د هیواد په بل هرځای کې امریکا او یا بل هر خارجی هیواد ته دایمی یا موقت پوځي اډې او د منلو وړ نه او ورکړې ته یی اجازه نشته . که چیرته موجوده دولت چی د بن قرارداد د دوام پدیده ده، امریکایی اډو ته د ورکړی اجازه وکړی، په هغه صورته کې مسولیت به یي د دولت مسولو مقاماتو او امریکا پلوو عناصرو په غاړه وي .     3. د افغانستان د خلک انقلابي ګوند مشورتی لویي جرګې او له جرګې وروسته د پارلمان غړو څخه په ډیر درنښت غوښتنه داده چې د تیرو دولسو تحمیل شوی جنګونو له ترخو تجربو څخه په استفادې سره د واکمن مافیایي ډلو ټپلو او د هغو بهرنیو حامیانو د نورو کلونو د استقرار له پاره داسی پریکړه ونه کړي چې راتلونکی نسلونه په دوی د ملی خاینینو نوم کیږدي.     4. د افغانستان د خلق انقلابي ګوند یو ځل بیا د موضوع د حیاتی او ملی اهمیت په لحاظ ټینګار کوي او خپلو انقلابي لیکو ته دستور ورکوي چې د امنیتی قرارداد او ټولټاکنو په اړوند د پاکستان،ایران او نورو ګاونډیو دولتونو او په داخل کې د هغو پورې د تړلیو سازمانو افغانی ضد تبلیغاتی شبکو ته اجازه ورنکړۍ چې په دغې ملی مساله کې لاسوهنه وکړي. دا ملی او تاریخی حساسه مساله یوازی د افغانستان د قهرمان او وطنپرسته خلکو پورې اړه لري او بس.     په درنښت     د سرلوړی، یو موټی، خپلواک، سوله مند، دموکرات او د هر ډول سیاسی، اقتصادی، فرهنګی او ټولنیز استبداد، استعمار او استثمار نه فارغ افغانستان په هیله.   

  د افغانستان د خلک انقلابي ګوند د مرکزی کمیټی سیاسی دفتر

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news