سوله او خپلواکي که جګړه اوبل واکي

220px-خير_محمد_ماموند

سوله او خپلواکي که جګړه اوبل واکي

دعوت ویب پاڼه

  دوکتورسیداحمد ماموند Sunday, 08.12.2013, 11:53am (GMT)

زمونږ خلک او هیواد دخپل تاریخ د نازکو شیبو په درشل کې دي.دا اوس په افغانانو په تیره بیا واکمنو سیاستوالو پورې تړلې ده چې دخپل هیواد او خلکو دبرخه لیک په اړوند څه ډول پریکړه کوي.که خپل تاریخ،داولسونو ارادې اوملي ګټوته په پام او درناوي سره د امریکا سره امنیتي هوکړه لیک یعنې دپوځي اډو شتون ونه مني،نو معنی دا چې دسولې او خپلواکۍ په ګټه به یې پریکړه کړي وي،او که یوازې دخپل واک،شخصي او پردیو ګټو په خاطر دامریکا دامر او نهې سره سم دغه تړون لاسلیک کړي،بیا خو معنی داده چې دجګړې دوام او بل واکۍ منلو ته یې ملا تړلې ده.

د نا سم پوهاوي دمخنیوي په موخه یوه یادونه اړینه ګڼم او هغه دا چې دبهرنیو پوځونو اوپوځي اډو دشتون پرته، ټول افغانان دامریکا په ګډون دنړۍ دټولو هیوادونو سره سیاسي،اقتصادي،پوځي اوکلتوري اړیکي اړین او دوطن په ګټه ګڼي.

ولې دامریکا سره دپوځي  اډو دمنلو په وجه جکړه حتمي او بل واکي دوام کوي؟ ځکه چې :

اول ــ دامریکا تاریخ دتیري او جګړو ډک دی.امریکا دخپل سیاسي شتون په ۲۳۷کلونو کې ۲۴۰ځله دخپلو پولو څخه بهر پوځي ځواک کارولی دی.امریکا دخپل جګړه ایز تخنیک او وسلو دپلورلو اوپه ټولیزه کې د پوځي ماشین دغه د عا یداتو پراخې اساسي سرچینې دفعال ساتلو دپاره باید بازار ولري.نښتې،شخړې اوجګړې ددغه بازار دغوړیدنې مهم توکي دي.د امریکا په اوټاوا پوهنتون کې داقتصادي چارو کار پوه پرو فیسور چیسودوفسکی ((په افغانستان کې دجګړې مخته وړل دهغه دکاني (معا دن)او طبعي ګاز د زیرمو په پام کې نیولوسره ارزي)) تر سر لیک لاندې مقاله کې لیکي: ((د سپتمبر د یولسمې پیښې او(دترهکرۍ سره د مبارزې کمپا ین) ددی سبب شول تر څو په دغه جګړه کې دامریکا اوناتو واقعي موخي روښانه شي . په حقیقت کې دافغانستان جګړه داسې جګړه ده چې د ګټو لاسته راوړنواجنداسره سم طرح شویده .دا  د اقتصاد لاندې کونو(تسخیرونو) ((زیرمو لوټونو)) جګړه ده )) .۱  د    او              

دوهم ــ افغانستان دخپل جیو پولیتیک او اقتصادي ارزښت له مخې دامریکا دپاره دخپلو اوږد مهاله موخو( اقتصادي،سیاسي او پوځي) دلاسته راوړلو په خاطر ځانګړی اهمیت لري،یعنې افغانستان د امریکا داوږدمها له موخو هم یوه برخه او هم یی دلاسته راوړلو وسیله ده. دغه موخي دجګړې ددوام سره تړلي دي.

دریم ـــ امریکا دترهګرۍ چې نه کوم منلی شوی تعریف لري او یو ورک او نا څرګند دښمن دی ،ددغه ډول دښمن سره د مبارزې په بهانه په تیري او زور افغانستان (چې په ترهکرۍ کې هیڅ لاس نه لري) ته راغلې او دهمدغه ورک دښمن (ترهګري)سره د مبارزې په بهانه غواړي دلته پاتې او جګړه بله وساتي.د امریکا او لویدیځ په فکر ترهګري هرچیرې شته، اوترهګري هیڅ چیرې نه شته ،یعنې تر هغه پورې او هر چیرې چې ددوي (ګټې !!!) ایجابوي ترهګري شته،او جګړه هم باید وي.لیکوال جېکب هارن برګر ((د افغان بې نومه کوچنیانو وژل))تر سر لیک لاندې مقاله کې لیکي:(( دا خو دامریکایي ځواکونو له خوا همدا زیاتې وژنې او تباهۍ دي چې جنګیا لان ،ښورښیا ن او تروریستان تولیدوي،چې وروسته یې امریکایي ځواکونه پرله پسې هدف پسې ګرځوي. دا ښکاره حقیقت دی چې امریکایي امپراتوري غواړي چې افغانستان د راتلونکې دپاره همداسې تر اشغال لاندې ولري او په دې هم ښه پوهیږي چې دا کار به د بې پایه وژنو او

 تباهیو بهیر همداسې جاري وساتي)) . ۲

څلورم ـــ وسله وال مقاومت (طا لبان او د ګلب الدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند) د با ا لفعل ځواک او اکثریت افغانان د با ا لقوه  ځواک په توګه ددغه تړون دلاسلیک کولو سره مخالف دي.په هیواد کې دجګړې د پای ته رسولو او د سولې د ټینګېدو د پاره د وسله وال مقاومت اصلي غوښتنه ،دجګړې د علت په توګه همدغه د ټولو بهرنیو پوځیانو وتل دي .

پنځم ــــ ګاونډیان او دسیمې هیوادونه ددیپلوما تیکو اصولو له مخې دافغانستان او امریکا تر منځ امنیتي تړون په هکله ښکاره څه نه وایي،خو دا یې د خوښۍ او رضا یت په معنی هم نه ده. هغوي د دغو اډو په موخو تر بل هر چا ښه پوهېږي،هیڅکله لاس تر زنې نه کښېني او هره ممکنه وسیله به په کار اچوي او هغه هم په افغانستان کې. زمونږ وطن به دغچ اخیستنې د پاره دڅارګریزو،ورانکارو او پوځي لمسونو او جګړو ډګر وي .

شپږم ـــ امریکا چې په کومو هیوادونو کې پوځي اډي جوړې کړېدي هغه هیوادونه یې یا دجګړو په پایله کې تسلیم کړي وو (المان، جاپان، سویلي کوریا ….) او یا هم د باالقوه ګواښونو دشتون (دمنځني ختیځ ځني هیوادونه) سره مخامخ کړی شوي وو.په دغو هیوادونو کې امریکا بیا خپل پوځي شتون پای ته نه دی رسولی،او یوازې یې داډو او  پوځیانو په شمیر کې بدلون راوستلی دی.دغه واقعیت ته په کتو له افغانستان څخه هم بیا هیڅکله نه وځي. وتلی امریکایي لیکوال ستیپن لید من په خپله مقاله (( دافغانستان دایمي نیوا ک)) کې لیکي :(( په افغانستان باندې دامریکا تیری او یرغل د دې دپاره نه ؤ چې دغه هیواد ونیسي او بېرته یې پرېږدي)) .۰۳

اووم ـــ د پوځي اډو په شتون سره به جرمونه او هر ډول فساد په تیره بیا اخلاقي فساد ډیرې لوړې کچې ته ورسیږي. که په دغه دوولسو کلونوکې د ایډز د ناروغانو شمیر زرګونو ته ورسید،هغه به لکونو ته لوړ شي،که په نشه ای توکو روږدو کسانو شمیر میلون ته رسید لی، هغه به میلونونو ته ورسیږي. دکنترول وړ مافیا به بیخي دکنترول څخه ووزي. وطنپالنه،ریښتینولي،وفاداري،خپلواکي….ارزښتونه او باورونه به کوم ویاړ نه وي او اهمیت به هم نه لري.

د امنیتي تړون او تر هر څه دمخه دپوځي اډو د نه منلو په صورت کې خپلواکي او سوله ټینګېد لی شي،ځکه چې :

الف ـــ د بهرنیو پوځیانو په بشپړ وتلو سره د افغانستان دنیواک مسله حل اود جګړې علت او منطق له منځه ځي.

ب ــــ د کورنۍ جګړې د پېښېد لوامکان کم دی،ځکه چې د کورنیو مخالفو(دښمنو) لورو دحالت او اعلامو څخه معلومیږي چې هغوي هم بدلون کړی دی،واقعیتونه یې درک کړي دي،د جګړو څخه ستړي او دیو بل منلو ته غاړه ږدي.د امنېتي تړون په اړوند د کرزي د وروستي سیاسي دریځ (نه لاسلیک کول) څخه دطالبانو او حکمتیار ملاتړ یې ښکاره بیلګه ده. دتېرې پېړۍ دنوی ومو کلونو کورنیو جګړوکې د ګاونډي هیوادونو تر څنګ د پردې شاته روسې او لوېد یځ اوتر هر چا زیات امریکا فعاله ونډه او رول درلود. په حقیقت کې هغه پلان شوې ګډوډۍ او جګړي وې چې پایلې یې اوس د سر په سترګو وینو،یعنې په خپل هیواد کې د لويد یځ پوځونو اوږد مهاله شتون .

        

ج ــــ د ګاونډیو هیوادونو پوځي تېری هسې غولونکي او ویره اچونکي تبلیغا ت دي، خو دا سمه ده چې په مختلفو برخو کې به لاسوهنې کوي. دنړۍ ټول هیوادونه د خپل توان سره سم یو د بل په کورنیو چارو کې لاسوهنې کوي.په افغانستان کې دګاونډیانو لاسوهنې او د پولو څخه سرغړوني هغه وخت ډېرې وي ،کله چې بهرني پوځونه موجود وي.

د ــــ دتاریخ په اږدو کې د هیواد خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا د افغانستان خلکو سا تلې ده. دوروستیو لسیزو واقعیتونو ته په  پام دبهرنیو پوځونو په شتون کې وسله وال ځواکونه د ښکیلاکګرو تر څنګ درید لي دي، خو د بهرنیو پوځونو په نه شتون کې ولسونه او وسله وال ځواکونه په ګډه د خپل هیواد دساتنې په سنګر کې ودریږي.

و ــــ افغانستان د ځمکې لاندې د ترېلونو ډالرو په ازښت زیر مو تر څنګ خپلې ګمرکي،مخابراتي اونورې عایداتي سرچینې هم لري. د سولې او امنیت په شتون کې د نړۍ ډېر هیوادونه په پوره لیوالتیا سره غواړي چې زمونږ هیواد کې په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي. افغانستان د چین او هند يه ګډون د ډیرو نورو هیوادونو سر هم ستراتېژیک تړونونه لري. دهېښتیا وړ ده چې یو شمیر هیوادوال ولې داسمان راولېدلو مخنیوی یوازې او یوازې دامریکا سره د امنېتي تړون په لاسلیک کولو پورې تړلی ګڼي ؟

وتلی لیکوال جېکب هارن برګر په خپله مقاله((دافغان بې نومه کوچنیانو وژل)) کې لیکي:((…زه په دې هیله یم چې کرزی ناوخته نه بلکې همدا اوس پر خپله خبره ټینګ ودریږي،کټ مټ لکه عراقیان چې ودرېدل او امریکایی پوځونه یې له خپل هیواده وایستل.دغسې کار به دکرزي له خوا خپل هیواد،امریکا او ټولې نړۍ ته ستره تحفه وي)).۴

زما په آند دا به غلط او غیرعلمي تصور وي چې ګوندې دامریکا او ناتو پوځونو شتون زمونږ دپرمختګ،سوکالۍ،سولې او ځمکنۍ بشپړتیا تضمینونکی دی. دا هم ثابته شوېده چې افغان دولت په موجوده ترکیب تګلارې اوکړنو،همدا رنګه دسولې شورا په دغه مېکانیزم، اصولو او ترکیب سره سوله، امنیت،پخلاینه او ژور بدلونونه راوستلی نه شي. د

بلې خوا وخت هم ډېر کم دی. ښه به دا وي چې داوسني حالت څخه د

وتلو په غرض اوربند اعلان  شي،او ولسمشر کرزی دملګرو ملتونو په سرپرستۍ د امریکا اروپایي هیوادونو،د روسې په ګډون د سېمه ایزو هیوادونو د استازو،د افغانستان ددولت،دوسله والو مخالفینو(طالبانو اودحکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند) داستازو او د ملي نظر لرونکو

  شخصیتونو (دهیواد بهر او دننه) په ګډون یو کنفرانس چې په هغه کې دمؤقت حکومت د جوړولو پرېکړه او دافغانستان د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اقتصادي پرمختګ تضمینونه وشي،د جوړیدو غوښتنه وکړي. په دې هکله دڅو کلونو راهیسې دیو شمیر هیوادوالو له خوا او په تیره بیا د هیواد دوتلي سیاسي څېړونکي او شنونکي،نامتو حقوق پوه دوکتور محمد عثمان روستا ترکي مفصلې لیکنې شوي دي.هیله ده چې د دې هیوادوالو دغه وړاندیز ته په عمل کې پام وشي .   په درنښت .

د خپلواک، اباد او یو موټي افغانستان په هیله   

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news