ملي اردو په کونړ کې دوه امریکایان نیولي دي

روهی ویب پاڼه

ملي اردو په کونړ کې دوه امریکایان نیولي دي

د ملي اردو ځواکونو په کونړ کې د دوو امریکايانو په ګډون څلور مشکوک کسان نیولي دي. په کونړ د ملي اردو یو چارواکي د نوم نه ښودولو په شرط سپوږمۍ راډیو ته وویل، چې نن سهار شاوخوا یولس بجې د ملي اردو ځواکونو له خوا د دوو امریکانو په ګډون څلور مشکوک کسان نیولي دي. سرچینه زیاته وي، چې دغه کسان د کونړ ماڼوګی ولسوالۍ اړوند د امار په دره کې نیول شوي دي. سرچینه وایې، چې په دغه کسانو کې د حاجي زړور په نوم د کړنګل درې د قومي شورا مشر هم شامل دی. دده په وینا، نیول شوي کسان کړنګل درې ته دتلو پرمهال په یاده غریزه سیمه کې نیول شوي دي. سرچینه وایې، نیول شوی امریکایان لویې ږیري لري او ښايي داستخباراتي موخو لپاره به دې سیمې ته ور تلل. نیول شوي کسان اوس د ملي اردو سره دې او د لازیاتو معلوماتو په موخه ترینه پلټنې ورانې دي. دیادولو ده، چې په کونړ کولایت کې د کړنګل دره د وسله والو طالبانو د قوي سنګر په توګه شهرت لري او په دغه دره کې اوسمهال کوم بهرنی مرکز هم نشته. ددغه پیښې په اړه تر دې دمه په کونړ کې میشتو امریکایي ځواکونو رسنیو ته څه نه دی ویلي.  روهي ویبپاڼې ته یوې بلې باوري سرچینې هم پېښه تایید کړې ده او زیاتوي ،چې  دې امریکایانو غوښتل په  کړنګل دره کې دطالبانو له والي ملا رحمت الله  سره وګوري .

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news