د امریکا وارخطایې او د امنیتي تړون برخلیک

 

لیکوال ابراهیم نعیمي

نیټه: ۸ / ۱۲ / ۲۰۱۳ زکال

د امریکا وارخطایې او د امنیتي تړون برخلیک

مخکي چې د پورته موضوع په اړوند لیکنه پیل کړم، غواړم یو ځغلنده نظر د افغانستان سره د امریکا او لویدیزو هیوادونو د پوځي مرستو په اړوند واچوم:
دا چې د ډیر وخت څخه مخکي د امریکا او ملاتړو هیوادونو لخوا اعلان شول چې په ۲۰۱۴ زکال په بشپړه توګه د افغانستان څخه خپل پوځونه باسي خو یوازي به د افغانستان د وسله وال پوځ سره د پوځي زده کړو په اړوند مرسته کوي.
بارک اوباما په وارو وارو او په ځانګړی توګه د ملل متحد په پراخه غونډه کې په افغانستان کې جګړه پای ته رسیدونکي وبلله.
په دغه بهیرکې ډیرې تیري بیري خبري وشولي خو یوه موضوع چې زما پاملرنه یي ډیره جلب کړه  داسې وه چې: کله چې امریکایانو او ملاتړو یی جګړه پر مخ وړله او خپل شتون یي توجیه کولو، د نورو دلیلو تر څنګ یي یو اصلي عامل دا ګڼلو چې د افغانستان پوځ کمزوري دي، کافي زده کړې نه لري، تنظیمي پوځ دی او په لس ګونو نور دلایل وړاندی کیدل.
کله چې لویدیز او امریکایې ولسونو د خپلو سرتیرو جنازي په جوپه جوپه خاورو ته وسپارلي او د امریکا مشرو پوځیانو ماتې منلي وه خو د ولسونو په وړاندي یې منل ستونزمنه وه. په بیړه یې هغه کمزوري تنظیمي پوځ په تبلیغاتو کې په غښتلي پوځ بدل کړ. او د امنیتې مسولیت د انتقال پروسه پیل شوه. کله کله یی ویل چې پوځ لږ څه مرستې ته اړتیا لري.
خو وروسته د پوځي اډو موضوع رامینځته شوه. پوښتنه داده که امریکا په رښتیا د افغانستان سره پوځي مرستې کوي او نه غواړي چې د دولسو کلونو لاسته راوړني له مینځه ولاړی شی، د مرستې کولو مختلفي طریقې پرته د پوځي اډو څخه هم شتون لري.
د بیلګې په توګه کولای شی چې پرته د اډو څخه د افغانستان سره د پنځو کالو له پاره لنډ مهاله قرارداد لاسلیک کړي چې دا کار یی هم کړي دي. په ډیرو میتودونو کولای شي چې د افغانستان سره مرسته وکړي، مګر ولې د دوي مرسته یوازې په پوځي اډو پوری تړلی ده؟ نو په یقین ویلای شو چې تر کاسې لاندې نیم کاسه شته!!!
پوځي اډې:
د پوځو اډو په اړوند د امنیتي تړون لاسلیک ډیره پیچلې شو او باید هم پیچلي وي ځکه د یو هیواد ځمکنې بشپړتیا تر پوښتنې لاندې راځي.
د ولسمشر جلالتماب حامد کرې غوښتنې د امکان څخه لیري نه دي او نه هم بی ځایه غوښتنې دي.
ـ د امریکایی پوځي اډو په شتون کې بیا هم زموږ د خلکو پر کورونو ړندی بمباري او د ولسونو بی عزته کول په هیڅ ډول د زغم وړ نه بلل کیږي.
ـ د سولې په پروسه کې مرسته د امریکا اخلاقي مکلفیت دي خو امریکان اوږه خالي کوي.
ـ د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوي او په ټاکنو کې لاس وهنه نه کول د افغانانو حق دی چې امریکایان یي باید درناوي وکړي.
دا څرګنده خبره ده چې امریکایان په هیڅ وجه د افغانانو مسلمو حقوقو ته درناوی نه کوي او نه هم د افغان ولس داسې ملاتړی دي چې د دوی (امریکایانو) د ستراتیژیکو ګټو سره اړخ ونه لګوي. دا ټولې خبري هسی ډنډوري او د نړیوالو په سترګو کې د خاورو پاشل دي.
باید باور ولرو چې ولسمشر حامد کرزي په ډیرو پټو رازونو خبر دی او هم د امریکایانو موخې ورته معلومي دي نو ځکه پښې ټینګې لګوي.
د لویې مشورتي جرګې نه راوروسته څلور ځله د خلکو پر کورونو د امریکایانو لخوا چاپي وهل شوي دي چې په دی لړ کې د هلمند په ولایت کې یو کور په بشپړه توګه د انسانانو په ګډون د خاورو خمیره شو او په نورو پیښو کې هم ورته عملونه تر سره شوه.
کله چې ستراتیژیک تړون یې لاسلیک کړ، د پاکستان د بریدونو په وخت کې دا موضوع د افغانانو ستونزه وګڼله. ډیرې بیلګې شته.
ایا امنیتي تړون یوازی د دی له پاره لاسلیک شي چې افغانستان د امریکا د غلامی جوغ پر خپلو اوږو کښیږدي؟ او که د افغانستان ملي ګټې هم په نظر کې ونیول شی؟
د امنیتي تړون څخه راولاړی ستونزی او د هغه برخه لیک
د یوي خوا امریکا وایي چې افغانان موږ ته اړتیا لري، موږ څه اړتیا د پوځي اډو له پاره نه لرو. دبلي خوا هره ورځ په بیلو ډولونو د افغانستان د مشرانو په وړاندی سترګې غټې غټې کوي.
که امریکایان اړتیا نه لري نو موږ او خپل خلک دي سره پریږدي نو د دوي تندی ولي څو ګونجې کړي او د اقتصادي مرستو د بندولو ګواښونه کوي خو که اړتیا لری نو زموږ ملي ګټې هم باید په پام کې ونیسي.
خبره اصلاً دا ده چې د زورور او کمزوری معامله ده.
غواړم په دی اړوند د لیکولانو او خبرونو لنډیز را نقل کړم:
د احمدالله رحماني ژباړنه، د اروپا یوه مجله د  «آی پی»په نامه د ليکنې یوه برخه ولولئ:.
« امریکا په افغانستان کي جنګ ته ادامه ورکول غواړي . د اړتیا په وخت کي باید کرزی له واک نه لیري شي.
دا مریکا او ناټو سیاسي کارپوهان له داسي ناڅاپي حالت سره مخ دي چي د چهارشنبي د ورځي د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډي وروسته د جان کیري په وړاندیزپه یوه خاصه غونډه کي چي فقط څو  وزیرانو ګډون په کي کړی وو، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د راتلونکي سیاسي ژوند په اړه خبري کړي دي . په دې غونډه کي پریګړه شوې چي په افغانستان کي د بسم الله محمدي او عبد الله عبدالله سره اړیکي ونیول شي او د کرزي د لیري کیدو په اړه مشورې وشي»
اشپیگل آنلاین تحت عنوان، ناتو تحمل خود را از دست می دهدمی نویسد:
بعضی قسمت ها را در اینجا بخوانید:
«به گزارش اشپیگل آنلاین، وزیر خارجه آلمان گیدو وستروله قبل از سفر طرف مقر ناتو در بروکسل گفته است، پیمان توافقنامه امنیتی با امریکا و متحدین اش باید به سرعت امضا شود.
قبل از نشست ناتو روز سه شنبه در بروکسل، آندرس فوگ راسموسن دبیر کل ناتو و نماینده خاص امریکا در ناتو تهدید کرد که عدم امضای توافقنامه امنیتی میان افغانستان و امریکا منجر به توقف کامل برنامه های کمکی به نیروهای افغانستان، خواهد شد و خروج کامل نیروهای رزمی ناتو در افغانستان را درپی خواهد داشت.
ناتو تحمل خود را از دست می دهد عدم امضای توافقنامه افغانستان با آمریکا ، باعث شده است تا اختلاف بین حامد کرزی و کشورهای عضو ناتو نیز افزایش یابد در نزاع بر سر توافق افغانستان با امریکا، ناتو تحمل خود را از دست می دهد.»
یک قسمت نوشته محترم شیرزاد صافی لغمانی تحت عنوان، انتخاب میان اجاره دهی و ثبات، را نوشته، لطفاً یک بخش آنرا در زیر مطالعه فرماید:
«افغانستان نیازمند ثبات است و از دوستی با جهان ثبات میخواهد. اگر در نتیجه امضای سند توافق دو جانبه امنیتی میان افغانستان و ایالات متحده امریکا شورای کویته، شبکه حقانی و زیربنای حمایوی طالب و ترور که در پاکستان موقعیت دارد دست شان از افغانستان کوتاه نشود پس ما صاحب ثبات نخواهیم شد. امضای این سند بدون توقف مداخله مرگبار پاکستان معنی دیگری جز از کرایه دهی و اجاره دهی چند نقطه کشور را نخواهد داشت.»
او وروستی خبر چې تیره ورځ د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل په ناڅاپې ډول کابل ته راغي:
« به گزارش شبکه خبری راشا تودی، چاک هاگل، وزیر دفاع امریکا گفت:
 بسم‌الله خان‌محمدی، وزیر دفاع افغانستان به من این تضمین را داده توافق امنیتی دوجانبه میان دو کشور به موقع و سر وقت امضا می‌شود.
هاگل افزود: معتقد نیست که تلاش‌ها برای اعمال فشار از سوی امریکا بر حامد کرزی، رئیس جمهورافغانستان برای امضای توافقنامه امنیتی مثمر ثمر باشد.»
د دي خبرونو اولیکنو څخه جوته کیږي چې امریکایان د افغانستان د پوځ د پیاوړتیا په سوچ کې نه دی او نه هم په هیواد کې د سراسری سولې سره مینه وال دي. امریکایان خپل هیواد د ډموکراسۍ سمبول ګڼې، غرور او ځان ستاینه یي د فرعونانو په څیر ده. هیڅکله په دی فکر کې هم نه ول چې په برابرو حقوقو د هیوادونو سره معامله وکړي. دا معامله د بادار او غلام ده. که د دوي سرتیري یو کلی هم وران کړي، د امریکا محکمې یي د روحي ناروغیو به پلمه د سزا څخه معاف ګڼي.
د امنیتي تړون په اړوند زما وړاندوینه:
ـ زه داسی باور لرم چې ولسمشر حامد کرزي به تړون لاسلیک نه کړي. دا ادعا چې کرزی د خپلو شخصي ګټو (د خپلې خوښې د نوماند بریالیتوب) په خاطر د امنیتي تړون د لاسلیک څخه ډه ډه کوی. زما په آند ولسمشر کرزی د تیرو اسلافو څخه په عبرت د تاریخې شرم څخه ځان ژغوري.
ـ د امریکایانو تهدید تر دی کچې چې د رسنیو په حواله د ولسمشر د ګوښه کولو پلان تر لاس لاندې نیولی دی، د حیرت او تعجب وړ ځکه نه ده چې امریکایان مخالف زغملای نه شی چې ښه بیلګه یی جنرال نوریګا د پانامې ولسمشر، صدام حسین او قذافي ګڼلای شو.
ـ د امریکا د دفاع د وزیر ناڅاپې راتګ افغانستان ته زه د شوروی د وخت د پیښو په سوچ کې ډوب کړم. ګومان مې وکړ چې امریکا وروستۍ سپین سترګې څرګندوي. خو د اوس له پاره د امنیتي قرارد د لاسلیک کولو موده د فبروري تر میاشتی وغځیدله.
ـ زه بیاهم ګومان نه کوم چې ولسمشر دی قرارداد لاسلیک کړي. خو د بسم الله محمدي وعدې کیدلای شی د کومې پیښې له پاره پیلامه وي.
ـ که ولسمشر حامد کرزي قرارداد لاسلیک نه کړي، برخلیک به یي څه وي؟ وړاندوینې بیلې بیلې دي. ښاغلي شاه محمود حصین په خپله نوی لیکنه کېتر(حامد کرزی درانتظارسرنوشت نوریګا)سرلیک لاندې بشپړ بحث ور باندې کړی دي.
زه غواړم خپل نظر د لاندې کوچنی مقدمې په لیکلو وړاندی کړم:
که امریکا ته پوځي اډې ورکړل شي څه به پیښ شي؟
د امریکا د جنګې ماشین تاریخ ښودلي ده چې پوځي اډه د دایمي اشغال په مفهوم ده. ښه بیلګې یې د المان او جاپان هیوادونه را په ګوته کولای شو. تر شپیته کلونو زیاته موده کیږي چې د امریکا پوځې هډې هلته شتون لري. کومه اړتیا شته چې د جاپان او المان په څیر هیوادونو کې تر اوس پوری هم د امریکا پوځي اډې شتون ولري؟ ځواب یي یوازي د امریکا د ژندارام کنترول او نظارت پر نورو هیوادونو ګڼلای شو. البته په دغو هیوادونو کې په سلګونو جنایتونه هم کوي.
د پورته بیان په لیکلو سره زه وایم چې د ولسمشر حامد کرزي له پاره تر هر بهرني قدرت خپل خلک لویه تکیه کیدلای شي. که د امریکا د غضب د بچولو یوه لاره شتون ولري هغه د خپلو خلکو په څنګ کې دریدل دي او بس.

 

 

 

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news