د امريکا دفاع وزير پاکستان ته د خبرداري د ورکولو په موخه سفر کړی و

jack hegal

خبرځّای: روهي ویب پاڼه

د امريکا دفاع وزير پاکستان ته د خبرداري د ورکولو په موخه سفر کړی و.

 

د امريکا دفاع وزير چک هېګل وروسته له افغانستان نه پاکستان ته سفر وکړ او د دغه هېواد له چارواکو سره د ليدنې په مهال يې پر دريو ټکو خبرې راڅرخيدلې. نوموړي، له نواز شريف او د پوځ له نوي مشر جنرال راحل شريف سره په ليدنه کې، د ناټو پر مخ د اکمالاتي لارې خلاصول، د ډرون الوتکو د بريدونو او همداراز په افغانستان کې امنيتي حالت په هکله خبرې وکړې. د امريکا د دفاع وزارت لخوا په خپاره شوي رېپوټ کې ويل شوي، چې هېګل پاکستان ته خبرداری ورکړی، که چېرې دغه هېواد د ناټو پر مخ اکمالاتي لارې خلاصې نکړي، پاکستان ته به اقتصادي مرستې وځنډول شي. د پاکستان لخوا په دغه برخه کې د هڅو ډاډ ورکړل شوی دی. په خيبر پښتونخوا کې د واکمن  تحريک انصاف ګوند لخوا، چې مشري يې عمران خان کوي، د بې پيلوټه الوتکو د بريد په غبرګون کې، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پر مخ اکمالاتي لاره بنده شوه، چې ناټو يې له ستونزو سره مخ کړې.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news