مولوي شمس الرحمن ووژل شو

PAKISTAN LEGISLATOR KILLED

مولوي شمس الرحمن ووژل شو

په پاکستان کې  ناپیژندل شوو وسله والو مولوي شمس الرحمان  د پاکستان  د اهل سنت والجماعت مشر وواژه

         
 
 خبر ځای:دروسيي غږ رادیو
9.12.2013, 00:30
       

 

 
پاکستان ـ ترور ـ چاودنه

د ځایی پولیسو یو چارواکي خبري رسنیو ته وویل چه ناپیژندلو وسله والو کسانو د پاکستان د اهل سنت والجماعت مشر مولوي شمس الرحمان په داسې حال کی تیره ورځ وواژه چه درې ورځې مخکی د کراچۍ په ښار کې د شیعه ګانو یو تن مشر دیدار علي جالباني د نپیژندل شوو کسانو لخوا په ډزو وژل شوی وو.

د بل خبر له مخی د امنیتی چارواکو په حواله وویل کیږی چه دوه تنو برید کوونکو چه په موټر سایکل سپاره ول د پاکستان د اهل سنت والجماعت مشر د مولوي شمس الرحمان په موټر برید وکړ چه له کبله يي مولوي شمس الرحمان او موټر چلوونکی سخت ټپیان شول ،او وروسته مولوي شمس الرحمان په روغتون کې ساه ورکړه .

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news