تـــاریــــخــــي لــــویـــدنـــه لیکوال.شاه محمود حصین

تـــاریــــخــــي لــــویـــدنـــه

لیکوال  شاه محمود حصین

څولنډې یادونې

٬٬ترهغه چې حقیقت آزاد نه وي

رښتینې آزادي به  هم شونې نه شي٬٬

دافغانستان،سیمې اونړۍ حالات دومره ترنګړي، ویروونکي اوپیچلی دي چې هره برخه ېې ځانته کتنه اوڅیړنه غواړي. په دې برخه کې خواره واره کارونه ډیر ترسره شویدی خوهغه څه چې لږ تر سترګو کیږي دواقعیتونو یوداسې روښانه انځور دی چې په هغو کې لوستونکی دخپل هیواد،سیمې او نړۍ په څنګ کې هغه نا تار ته هم په ځیر وروروغوښتل شي کوم چي دټول بشري تمدن او بشري تاریخ اوپایښت پوښتنه ېې را مخته کړی ده.

ډیرې لیکنې اوخپرونې په ورځنیو پیښوپسې روانې دي،او ورځنۍ پیښې هم دډیرو توروتوطئوپه جال کې نغښتې دي.دنن ورځې روښانفکردهمدې جال په دننه کې را ایسار دی.داسې چې د یو شمیر خوخوراک اوڅښاک هم په همدې کنده کې جوړیږي.لږ شمیر داسې لیکنې او خپرونې لیدلی شوچې دپیښو تل ته وردننه شي او هلته ددغه تور جال اصلي اوبدونکي او د هغوی لرې او نږدې موخې را بر بنډې کړي او پری نږدي چي بشري تمدن او د هیوادونو ملی تاریخی پایښت دورکیدو له پوښتنې سره مخامخ شي.     زه ددې پوهنیزتوان،څړنیز قدرت اوواک نه لرم   چې  د د غسې یوه درانه کار د تر سره کولوپوره ډاډ ورکړم خودخپل وطن ،خلکو او تاریخ په وړانډې څه چې د یوه انسان او د بشري ټولنې د یوه غړي په توګه پټه خوله پاتې کیدل راته د ځغم وړ نه ښکاري.ښايي ځما په لیکنه کې چې ورته د کوم اثر نوم نشم ایښودلی نیمګړتیاوي او کمزورۍ لږې نه وي خو باور لرم چې یو شمیر واقعیتونه به ېې دنوو کتنو او نوو څیړنومینه وال نوو ، غوره او پخو کارونو ته راوهڅوي.  

زه په دې باور یم چې تاریخ علم دی او دغه علم هغه وخت انساني کیدای شي چې پاخه حقایق او واقعیتونه پلاس ور کړل شي.زموږ ډیرې درنې انساني پانګې په تیارو کې  پټې دي.دغه تیارې د واقعیتونو پر را برسیره کیدو سره له منځه ځي او انسان د انساني ژوندپه لور د ګام اخیستلو توان پیدا کوي. 

په روانه لیکنه کې لومړی هوډ داوو چې په ۲۰۰۸م کال کې په افغانستان کې دمتحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې د ائتلاف،ناتو اوآیساف پوځي ناروا انسان وژنې اوور سره ددوی په لاس د جوړې شوې تش په نوم واکمنۍ ملي ضد هویت او په فساد او خیانت لړلي لاسونه د اسنادو له مخې وڅیړل شي اود همدي یوه کال په انځور کې د هغې  ډرامې کرغیړنه څیره را بربنډه شي کومه چې ددموکراسۍ،دبشر دحقوقودخوندیتوب اودتروریزم، القاعدې او مخدره توکود له منځه وړلوپه نوم را جوړه شوی وه. خو د لیکنې بهیر او همداسې د پیښو چټک او ډراماتیک بدلون او د لویدیځوالو خپلې ټګۍ برګۍ او هغه دامونه چې یو او بل ته ېې ایښي  دي، لیکنه ېې له خپلې ټاکل شوې اډانې څخه وایستله او ددې اړتیا را منځ ته شوه چې يواځې د پیښو څیړل نه بلکې اټکلې اغیزې ېې هم وڅیړل شي . همدې اړتیا او باید ووایم چې ماته را پیښې شوې ناروغۍ دغه لیکنه هم خوره وره او هم ېې وځنډوله .هیله من یم چې دا لړۍ په راتلونکو څیړنو او لیکنو کې دکمزوریو او نیمګړتیاوو کچه را ټیټه او د حقیقت پلټونکو نسلونوپخو څیړنو ته څه نوې تومنه ورکړي

لکه چې وویل شول روانه لیکنه دیوه ټاکلي کال په اډانه کي  را ایساره نشي پاتې کیدی ځکه چې دپیښوځنځیري تړاو اوورځنی پړسوب او سیمه ييز خوځښت په خپله د میاشتو او کلونو پولې نړوي او له قلم څخه ددریدو وس اخلي.له دې خبرې سره سره هڅه ګیږي چي دواقعیتونوتومنه را واخیستل شي او پوټکي ېې ګوښې ته پریښودل شي

ش.حصین

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

   

 پــــیــــلامــــــــه

٬٬هغوی ته چې تر موږ نه وروسته نړۍ ته راځي٬٬

برتولت برشت٬٬

د۲۰۰۸ میلادي کال داکتبر دمیاشتې په  پنځلسمه نیټه رسنیو ولیکل چې دامریکا دمتحده ایالاتو جمهور رئیس جورج بوش د امریکا له هغو مشرانو څخه دی چې دین ته خورا نږدې او ځان د مسیحي دین ډیر ټینګ پلوي اوساتونکی کڼي.دولس مشر ژوند لیک لیکونکی داهم لیکي  چې ښاغلی بوش آن د ځوانۍ په مهال کې شراب څښل پریښي دي او له هغې ورځې راپه دېخوا ېې جام ته شونډې هم نه دي وروړي.نوموړي همدا شان د اسلامي نړۍ د بیلابیلو هیوادو او ډلوپرخلاف یوډول صلیبي جګړه په همدي نیت را پیل کړې او دوام ورکوي .د پام وړ خبره خو داده چې بوش د سپینې ماڼۍ کارکوونکي دې ته اړ باسې چې هره ورځ دکار له پیل څخه د مخه دانجیل تلاوت وکړی او ورکړې پاڼې ېې ډکې کړي،که کوم کار کوونکی داکار تر سره نه کړي نو هغه ته د ورځې معاش نه ورکول کیږي

بوش داسې انګیرل چې پر افغانستان اوعراق باندې دیرغلونو شاته یو ډول خدايي احکام او سپارښتنې وې چې ده ته وار دمخه خدای پاک ور کړې وې

دبوش صهیوني پلوي کړۍ هغه دمسیحي دین مجدد او پیغمبر ته نږدې سټه ګڼي، خو دآ، اف،پی خپرونې له لوری هغه انځورونه چې بوش دچین دالمپیک د لوبوپه وخت کې دشرابو په خر مستۍ او له لوبغاړو نجونو سره په بد مستۍ کې ښيي اود۲۰۰۸ کال دلسمې میاشتې په ۱۶ د( ټول افغان )په برښنا پاڼه کې خپاره شوي ښيي چې دغه دپانګې لیوني ٬٬پیغمبر٬٬څه ښه دین ، څه ښه اخلاق،څه ښه تمدن او څه انساني کرکتر لري. په دغو عکسونو کې لومړی بوش دشرابو   وروستی ډک جام په شونډو لري ، ورپسې دومره نشه کیږي چې له هالري کلنتن سره د امریکا بیرق دلوبغاړو په منځ کې سر چپه پورته کوي او کله چې نور جامونه هم اخلي نودواړه لاسونه خپلې خولې ته وړي او کوکې باسي، ورپسې امریکايي لوبغاړو نجونو ته څه ویل غواړي خو شونډې ېې په واک کې نه دي او وینا ېې په لیونیو اشارو بدلیږي ، یو بوتل یخې اوبه ورکوي څه په  حال راځي یوې لوبغاړې ته وايي چې شا ور واړوي اوپه ګونډو شي چې٬٬ ددین دغه مجدد٬٬ يي د بدن غوره برخه لمس کړي . امریکايي لوبغاړې ته نوم موندنه یا اړتیا ور په غاړه ده، په ګونډو کیږي او عکاس ېې هم په لنډ سپین نکر کې ښکلی عکس   اخلي ، دلته دی چې له نشې سره شیطاني هوس ګډیږي او پر یوې بلې لوبغاړې پسې ور ځغلي. غواړي په غیږه کې ېې را ټینګه کړي . دغه لوبغاړې دخلکو په مخکې  دغه څه نه غواړي . بوش دغه جلۍ چې سپورتي نښه ېې ۲ ده له یوې بلې لوبغاړې سره چې نښه ېې یوه ده دلوبغالي یوې څنډې ته  ګوښه کوي اوکله چې  هغه په ملا ټیټیږې نو تر نیکر لاندې ېې ګوتې ور تیروي او عکاس همدا نازکه شیبه په ښکلي انځور کې  را باسی .بوش له دې تودې نشې وروسته بیا ترخو ته مخه کوي او دومره څښي چې په اوو یا اتو ساتونکو ېې په داسې حال کې چې نور له ځانه خبر نه دی له لوبغالي څخه باسي.۱ (عکسونه دلیکنې په پای کې وګورۍ)           دا رښتینې کیسه دې همدلته وي.   د۲۰۰۸ کال دمې په میاشت کې د مسعود حسیني په نوم یو آزاد خبریال د امریکائیانو له لوري په پټه توګه دیوه زغره وال ګاډي په دننه کې د هلمند د ګرمسیر ولسوالۍ ته وړل کیږي څو نړۍ ته وښيي چې دوی دجګړو په ډګرونو کې هم خبریالانوته دورتک اجازه ورکوي . دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په هیڅ ګوټ او په هیڅ خونړۍ پیښه کې له څو پوځي شبکه يي پیژندل شووخبریالانو پرته چې یواځي بهرنیو پوځی کړیو ته خبرونه رسوي هیڅ افغان ، هیڅ وخت ،په هيڅ ځای کې دخپل وطن دپیښو لیدونکی او اخیستونکی نه دی. داچانس یواځې مسعود حسینی ته چې زه ورسره پیژندګلوي نه لرم ور په برخه شوی دی . خو همدغه افغان خبریال لیکي  

 دمتن لنډیز :دیوه زغره وال ګاډي په منځ کي چې په یوه لویه پوځي لیکه کې روان او دسپیرولوخړوپه منځ کې ېې لار وهله نا څرګند لوري ته روان وو. لاره اوږده،دښتې وچې،سوې اوسپیري ،کلي ړنګ او د انسانانو نښې نښانې نه وې . چيرې لرې لرې یو بې څښتنه څاروی ښکاریده نور څه نه وو. ستړی ستومانه اوګردووهلی وم. یوې زړې په ګولیو سورۍ سوۍ کلاته ور ننوتو، دکلا دیوې خونې په منځ کې یو امریکايي پوځي ناست وو.روغبړ مو وکړ.دغه امریکا يي پوځي راته ووې: دا زموږ پوځي اډه ده . له دې مخکې دا د طالبانو پوځي اډه وه.ما ورنه وپوښتل: تاسو څنګه پوه شوۍ چې  دا مخکې د طالبانو پوځي اډه وه؟ امریکايي افسر راته ووې کله چې موږ دا ځای ونیو دلته څودیني کتابونه ،یوقرآن اویوداسې توپک پلاس راغی چې نور نو له کاره لویدلی و. په همدې پوه شوم چې دا د طالبانو اډه وه. له دي٬٬ منطقي٬٬؟! ځواب نه وروسته یوې بلې خونې ته ورغلم هلته مې ولیدل چې دښځو،ماشومانواوسړو زړې جامې ګډې وډې پرتې وې او په څنګ کې ېې د ښځینه وو دسینګارساده وسایل هم تیت اوپرک شوی وو. دهمدې واقعیتونو په لیدلو پوه شوم چې دلته څوک وو او خدایږو څه به پرې راغلي وې .سفر همدلته پای ته ورسید همغسې چې پټ بیول شوی وم پټ بیرته کندهارته راولیږل شوم او هر څومره مې چې هیله وکړه چې زه یو خبریال یم او دسیمې حالات راته په زړه پورې دي خوچامې خبره وانه وریده

خبریال دحال په ژبه وايي چې دکوم مومن مسلمان افغان په کور کې دیني کتابونه نشته.دکوم مسلمان کور دخدای له سپیڅلي قرآن څخه پرته کور بلل کیدای شي؟ په دغې مسلمانې کورنۍ اوددوی په بچو به له هوا او ځمکې څه اورونه را پریوتي وي؟دایواځنی کورنه وله ګرمسیره چې را وخوځیدو ځمکه او آسمان بمونو او را کټونه لړزول ، موږ نه لیدل څوک،چیرته،په کوم ځای کې په کوم نوم او څومره وژني.  د لارې په سر مو یواځي یوڅه ولیدل او هغه داوو چې کله د  اورتور لوګي او دپراخه وحشي جګړې لړې په دښتو را پریوتې ومو لیدل چې یو آس په همدې تورو لړو کې دخپل ژوند دژغورنې له پاره زموږ شاته په لیونۍ ځغاسته را روان دی،آس ستړی اوله پښو لویدلی او زموږ قطار په بیړه روان و. له همدې کبله آس ورورو په لړو کې ورک او زموږ له سترګو پټ شو

له پورتنیوواقعیتونوڅخه چې پرافغانستان باندې د یرغلونو اوخونړیوتیریواووژنو اصلي سیاسي ، اقتصادي   اوپوځي ستراتیژیک ډیر پیچلي لاملونه نه ښيي بلکې یواځې دتیري او تجاوز له ظاهري نښو څخه ددین او مذهب په جامه کې دنورو په دین، عقایدو، باورونو اوملي تاریخي دودونوور دانګل په ګوته کوي اودغه عمل ته بیا ځان ددموکراسۍ،دبشر دحقوقواو تمدن استازي او ځپل کیدونکي اولسونه په بنسټپالنه،ترهګرۍ  دمخدره توکوپه کار وبار لرلو سپکوي په دې خاطر ډیره پاملرنه شویده چې نن سبا د پانګوالې نړۍهغه بشري ضد انسان وژونکې جګړه چې ددوی نړیوالو رسنیو په لاره اچولې په ماهیت کې تر مخامخ تودې جګړې په زرګونه ځله خطرناکه او وژونکې ده. دنږدې ټولې نړۍ یوزیات شمیر روښانفکری خوځښتونه په تیره بیا زموږ د ځپل شوي په وینو کې لژند هیواد روښانفکري خوځښتونه او آن ډیر وتلي دلوړو مسلکي زده کړوخاوندان مو نن یو لږشمیر د خپلوځانګړو ګټو په خاطر خو یوزیات شمیر ېې دپردو د رسنیو د تبلیغاتو تر اغیز لاندې په خپل  تاریخ،‏‏خپلوملي تاریخي شتمنیو،خپل فرهنګ، دین، عقایدو،باورونو او دودونو باندې داسې پښې ور ږدي چې ته وايي رښتیا د پردو توره دپیړیو تاریخونه ماتولی شي. دغه شمیر روښان فکران دخپلو ناسمو اخیستنو په لړ کې وروورو په دې خاطر چې خپلې تیر وتنې ېې پټې کړې وي د رښتیاویلو اودبښنې دغوښتنې پر ځای داسې درواغو ته مخه کوي چې د پانګوالې نړۍ صهیوني شوې رسنۍ خوشحاله،پانګوال نړۍ خوړوونکي په نشه مست او مزدورې واکمنۍ ېې دمشروعیت ټیکری پیداکړي 

وګورۍ څومره له شمیره وتي اوآن په ښکاره پاخه    سیاسي ،ټولنیزپوهان، پخواني ښي اړخه، کیڼ اړخه او آن وتلي ناسیونالیستان موزموږ اولسونوته سهار اوبیګا همدا نارې سورې وهي چي  

 افغانستان اشغال نه دی.پر افغانستان پوځي تیری نه دی شوی.دغه څه چې روان دي   دسولې ،دموکراسۍ،بشري حقوقواو تمدن لپاره یوه نړیواله منل شوې مرسته ده. دغه مرسته مشروعیت لري ځکه دملګرو ملتونودامنیت دشورا دپریکړې له مخې شوې.اوهمدغه څه دبن په کنفرانس کې منل شوي اوداسې نور

 دغو درواغو اوتیر ایستنوزموږ دخلکو او روښا نفکرانو په منځ کې  دشک،بې باورۍ اویوله بله دویري ویره وونکی چاپیریال رامنځ ته کړی دی. کټ مټ هغه څه چې ارواښاد میرغلام محمد غبار يي  داماني دورې له را لویدووروسته دوخت دیوه بندي محمدیعقوب خان له خولې لیکي: (ویل کیږي چې دغه ښکلی ټولنیز نثر په اصل کې دیوه وتلي ایراني  لیکوال دی چې وايي)

٬٬ …پټه خوله اوتورتم په دی هدیره واکمن دی. دغه پټه خوله  اوتورتم او پای ته نه رسیدونکی تورتم دومره ویره وونکی دی چې نورې غمیزې ورته هیڅ دي.ویرې اووحشت زموږهډونه نیولي دي.دبدګمانیو اوناباوریو په سیوروکې ډوب یو،نورنو له خپلو سیورو ډاریږو اوله خپلو ورونو تښتو.ټو ل له ټولوزوریږو .ټول له ټولوویریږو. ټول  له ټولو چیغی وهو.ټول له ټولوخوابدي یو.ټول یوله بله کرکه لرواولرې تښتو.خوټولوله ټولو سره یوځای دغه دوزخ را جوړ کړیدی.                                                  

رښتیا اودوستي،وطنپالنه اوورور ګلوي هسې خبرې دي.په عمل کې له رنځ،بدمرغۍ ،کرکې او ویرې پرته څه نه لرو.هغه څه چې شته زموږ درنځونواو زوروونو دزیاتیدوله پاره دي.

دروغ زموږ ددوزخ داور دسونګ توکي دي.دروغ ددغې کارخانې درنځ اوعذاب لومړنۍ اړتیاوې دي. دروغ  دبلا او بدمرغۍ ددغې کروندې نه تمامیدونکې مواد دي … زموږ ژوند څه دی؟ ددوزخ په لمبو کې خاندو، ژاړو، ډاریږو،ناهیلیووهلی یو،هیلې لرو،را ټوکیږو،وده کوو، غوړیږو،مړاوې کیږو،خو زموږ ددې سوځوونکی اورلمبې  بدي دي.زموږ راتلونکې نسلونه به هم په همدې دوزخ کې سوځي؟زموږ ژوند اصلاً  دحال په معنا شته والی نه لري. زموږ ژوند سباته ور حواله کیږي او موږ سباته مینه وال یو.هغه سبا چې نن نه کیږي او  شاته بل سبا لري.له دې سره سره دا سبا زموږ دهیلومنزل دی.سبا ورته سندره ده او هغه یواځنۍ امید بښونکې سندره ده چې زموږ په ټول جهنم کې انګازې خپره وي .سبا زموږ تلپاتې نیکمرغي ده.سبا به ظلم را ولویږي.سبا به دښمن زموږ له زندۍ کولواو زورولو لاس واخلي.سبابه د هغوقمچینو آوازنور نه وي کومې چې زموږ هډوکي ماتوي.موږ دغسې سباته سترګې په لاره   

د حقیقت په لور              

٬٬سلام اې سپیڅلې شپې                                                                       

زه دویناوو،فکرونو او آوازونوپه وړاندې دخیال نه ساتلو له نړۍ څخه راځم ،

دغه نړۍ  دمارانوځالې ته ورته ده همغسې چې تاښکلوي

په خپل ذهن کې  ستا ددار تنابونه اوبي٬٬

فروغ فروخزاد                                                                         

                                                د۲۰۰۱ میلادي کال په یولسمه دنیویارک ۴۰۰متریزه لوړې غبرګونې ماڼي را ونړیدې او د پنتاګون اوسپینې ماڼۍ دیوالونه ولړزیدل. تر ننه پورې هیڅوک یا نه پوهیږي او یا نه غواړي چې ووايي چې دغه پیښه ولې؟ چا؟ څنګه؟ دکومو موخو له پاره،چیرته اوڅنګه پلان او عملي کړه؟ ویل کیږي چې د نیویارک غبرګونې ماڼۍ دنړیوال اقتصاد اوپولي قدرت تر ټولو ستر مرکزواو ددغه مرکزسترې بانکي برخې اوپولې زیرمې په امریکايي یهودي ډلو پورې تړلې وې او په ښکاره خوددې مرکز ډیر وتلي کار کوونکي هم یهودیان وو.په دې ناتار کې تر درې زرو زیات کسان ووژل شول خو د یوه یهود یا غیر یهود بانکداراو وتلې اقتصادي څیرې خبر د چا غوږ ته ونه رسید. له بله پلوه په ټوله پانګواله نړۍ همداسې دامریکا په متحده ایالاتوکې ټولې بانکي شتمنۍ بیمه کیږي دغه نړیوال اقتصادي مرکز له ټولو شتو سره خاورې ایرې شو خویوه بانک یا بانک لرونکي یا د بانکونومشتریانوله یوې بیمې څخه هم دخپل حق غوښتنه ونه کړه. دا ولې ؟ کیدای شي انسان سوچ وکړي چې دغه بانکونه مخکې تش شوي اوخاوندان ېې له پیښې مخکې له دواړو ماڼیو څخه وتي اويواځې بې خبره کارکوونکي د پیښې قرباني شوي دي. که  همدا له پوښتنو ډک اټکل لږ هم حقیقت ته نږدې وي .نو څنګه ویلی شو چې دا ټول کارونه القاعدې او هغه هم بیا له یوه خوار جنګ وهلي آسیايي هیواد افغانستان څخه تر سره کړل؟دپام وړ خبره خو داده چې د۲۰۰۹ م کال ددریمې  میاشتې په ۲۸ دتورنتوسن په نوم یوې کانا ډايي ورځپاڼې په ډاګه کړه چې پرواشنګتن او نیویارک باندې یرغل په هسپانیه او المان کې جوړ او طرح کوونکي هم د ادعا له مخې پاکستاني اوسعودي اتباع و.زما په خپل باور خوپلان هر چیرته چې جوړ شوی وي دا خبره دومره د ارزښت وړ نده. اصلي خبره داده چې امریکايي اقتصاد اوپه دې اقتصادي سیستم کې یهودي واکمنو ډلو پر نړۍ باندې دامریکايي اقتصادي واکمنۍ لمر په ډوبیدو لیده، دجګړې او پوځي ډوله ګلوبالیزم نړۍ خوړونکې نشه مخ په جګیدو وه ، پلمې اوخطر ناکه ننګونې په کار وې چې را ټولې شوې پانګې د جګړییز ماشین دخوځیدومرستې ته وګماري اود علتونوپه پټولو انګیزې دتیریو او تجاوزونو علتونه وګرځوي.په همدې دلیل ویلی شو چې دسپتامبر یولسمه، پر افغانستان دیرغل علت نه بلکې پلمه اویوه انګیزه وه.   یوې جوړې صلیبي جګړې ته دلمسون لپاره و چې له بوش څخه دده دیهودي ژوندلیک لیکونکې په قلم ددغې زمانې     ٬٬پیغمبر٬٬جوړیږي. د بوش یهود ژوند لیک لیکونکی ښه پوهیده چې صهیونیستي وحشت خپل چانس له لاسه ورکړی دی.باید خپلو موخو ته عیسوي پیامبران جوړ کړي.  زموږ دزمانې ډیر روښانفکران او په تیره بیا یو شمیر پروني چپیان به داخبرې با بیزه بولې او د مذهب تر پردې لاندې فرهنګي یرغل به ورته د ډیر ارزښت وړ نه وي او هر څه به يواځي په سیاست او اقتصاد،تخنیک او پوځي لوړتیا کې ګوري . خود چپو افکارو له ټولو غوره پوهنیزو برخو سره سره چې زیر بنا ټاکونکې بولي واقعیتونووښودله  چې روبنأ هم په تیره د معنوي ،دیني او اخلاقي مجموعې په توګه زیر بنأ ووته هم کنګل کونکی او هم خوځوونکی خصلت ورکولی شي.که دغه څه د لوړتیا غوښتنې ، غرور اوځان غوښتنې په لور لاړشي دتیري، استبداد او ناروا اورونه بلوي او که پر دې بر سیره دځان درنښت او دنورو سپکاوي غوره کړي او د یوه بل هیواد تاریخ ته چې د خپل ځانګړي معنویت، دیانت او اخلاقیت په  څنګ کې دخپلو ځانګړو شتو درلودونکی دي په درنه سترګه ونه ګوري او یا لږ ارزښت ورکړي نه ایل کیدونکی بشري ناتار حتمي  کوي. کټ مټ هغه څه چې همدا اوس ېې پر خپل وطن کې وینواو په ډاګه ویلي شو چې زموږ د روښانفکرله ناخبریو، بې غوریو،او خپل  تاریخ ته شا اړونو څخه را روان ناتار لا په لاره دی  

له پورتنیو یادونو څخه زما منظور دا نه دی چې پر افغانستان ،عراق اوله دې نه مخکې په نورو آسیايي، لاتینې امریکا اوافریقايي هیوادو باندې د لویدیځې نړۍ د پوځي خونړيو یرغلونو لاملونه یواځې په نژادي لوړتیا غوښتنو، دیني او مذهبي لیونیوهڅو اوفرهنګي ځان او چت ښودنوکې رانغاړو،بلکې واقعیت دادی چې دموکراسي، دبشر حقوق او دمدنیت نړیوال کول په خپله داقتصادي، سیاسي اوپوځي ستراتیژیودپوښلورنګ شوې سیاسي ټوټې  دي. څوک دي چې د متحده ایالاتوجمهوررئیسان،ددوی مرستیالان، ددفاع   او کورنیواوبهرنیو چارو وزیران،  دسیامشران، دلویو بانکونوخاوندان او ددوی نړۍ خوړونکې نفتي او غیر نفتي کمپنۍ نه پیژني.جګړه او پر نورو پوځي تیری دهمدغو واکمنو اوکمپنیوغوښتنې دي.د نړۍ پر اقتصادي نظم دمتحده ایالاتویو بې پرې واکمني هم د همدغوکمپنیودتیریو او ستراتیژیو پایله ده.خو دغه ټول څه بیا دخپلو اولسونو د تیر ایستلولپاره دملي ګټو،ملي دفاع،ملي غرورساتنې، دموکراسۍ،دښځو دحقوقودخوندي کولو، دبشردحقوقو دنړیوال کولو ترنامه  لاندې تر سره کوي.دټولې نړۍ  دجګړې  جنایتکاران دهاک تش په نامه نړیوالې محکمې ته را باسي خوهیڅوک هیڅ انګلو ساکسوني  جنایتکار دغې محکمې ته نشي را غوښتلی.ځکه چې متحده ایالات دغه محکمه د انګلو ساکسونیانو په برخه کې په رسمیت نه پیژنې.د ګوانتانامود خونړي بدنامه جیل لومړۍ زورونې په اروپايي هیوادو اوپه هغه وخت کې پيل شوې چې یا سوسیال دموکراسي اویاهم سوسیالیست اوچپ لیبرال ګوندونه په واک کې وو.د متحده ایالاتو دموکراتانو هم دغه وحشت لرونکي جیل د ټولو مظالمو په هکله خپله خوله پټه وساتله.  دا خو لا څه کوې چې  دسړې جګړې په وخت کې ټوله اروپا  دسولې له پراخه خوځښتونو او لاریونونو څخه ډکه وه.هغه وخت ددوی په اصطلاح کمونیستي دیکتاتوري وه او هغه باید را پرځول شوې وی.خو په همغې دیکتاتورۍ کې دګوانتانامو،ابوغریب ،بګرام اودې ته ورته  ویروونکي جیلونه او ډله ییزې وژنې نه وې. انساني ارزښتونه، اوبشري معنویت په دې کچه نه وو را لویدلی. اروپااوس پټه خوله ده.په افغانستان،عراق،فلسطین او لبنان کې ددموکراسۍ د مدعیانو  زور زیاتی نه ویني.او داځکه چې دوی اوس د کمپنیود تبلیغاتو په تور جال کې  لویدلي دي.همغسې چې زموږ د وطن روښانفکرپه همدې جال کې ډوب د خپل  تاریخ  په جنازوهم خاندي 

په افغانستان کې د ناروا لاسوهنې اوپوځي یرغل طرحه ډیره پخوانۍ وه. د۱۳۵۲ کال دچنګاش د ۲۶ نیټې سپینې کودتا چې دسلطنت په را نسکوریدو سره ېې یولړ بورژوا دموکراتیک ډوله بدلونونه راپیل کړل دغه طرحه را وهڅوله.لویدیځ په دې فکر کې وچې د ګودتا مشر تابه له پخوا څخه شوروي پلوه و.د کودتا مشر سردار محمد داود په عمل کې لیدلي وو چې لویدیځ او په تیره بیا متحده ایالات  هیڅکله هم د افغانستان په وړاندې ښه نیت نه لري.هغه دوخت د ځانګړې اړتیا له مخې خپل ګاونډي شوروي ته نور هم ور نږدې شو.دا هغه څه و چې لویدیځ ېې د ځغم توان نه درلود.لودیځ او دسیمې لویدیځ پلوه هیوادوته دهغه وخت دجمهوري نظام دوروستیو شیبوور ښویدلو هم لویدیځ له خپل نیت څخه وانه ړاوه.

 په افغانستان کې  د۱۳۵۷ کال  دثور دمیاشتې پوځي پاڅون چې دوخت د افغانستان دخلکو ددموکراتیک ګوند  له خوادهمغه وخت  دیوه معلوم جبرله مخې پیل او بري ته ورسید دلویدیځ غوسه ېې نوره هم را وپاروله.د۱۳۵۷ کال دثور داومې نیټې پوځي پا څون ته مو دجبر خبره ځکه راوړه چې ددغه پاڅون کورني او بهرني دښمنان اوآن په شا اوښتي یوشمیر پخواني پلویان داخبره ډیره کوي چې دایوه بې وخته،له اړتیا پرته،ماجراجویانه خونړۍ…پوځي کودتا وه.

 کودتادواکمن سیاسي ځواک د را پرځولو له پاره یو   پوځي، بیړنی،ناڅاپي عمل دی . دفرانسې له ستر پانګوال انقلاب څخه نیولې بیا د اکتبر تر انقلابه پورې دټکر ټاکونکی ځواک تل پوځیان وو. که دباستیل د جیل دروازې د همدغه جیل د ساتونکو توپخانې نوی رانړولې نود انقلاب برخلیک به معلوم نه و چې کوم لوري ته ځي.همداشان که دلومړۍ نړیوالې جګړې له ډګر څخه راګرځیدلي پوځیان د اکتبرد انقلاب په څنګ کې نه وی دریدلي  او د ٬٬ارورا٬٬ سترې جنګي بیړۍ د ٬٬سمولني٬٬ ماڼۍ نه وی لړ زولې نو څوک پوهیدل چې د پاڅون برخلیک به څه کیده . داخبره سمه ده چې په افغانستان کې  عیني او ذهني شرایط  انقلاب ته  نه ورسیدلي ، خو واقعیت دادی چې د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند نه د انقلاب پیل کوونکی وو او نه ېې دا نیت درلود. بلکې حالات داسې ووچې د سردار محمد داود پرخلاف پاڅونونه دلودیځ په لمسه د پاکستان له خوا پیل اومخ په  پراخیدو وه.سردارداود دپنجشیر،ارګون او لغمان بغاوتونه وټکول خو ورک ېې نشوی کړی. ځکه هغو په لویدیځ،اسلامي نړۍ په تیره بیا په عربي نړۍ او پاکستان کې ژوریدونکې ریشې در لودلې. دبنسټپالو په لاسونو دسردار محمد داود د را نسکوریدو خبره له واقعیت څخه لرې نه بریښیده. په داسې حالاتو کې هر ګوند او د افغانستان دخلکو دموکراتیک ګوند هم دې ته اړ وچې حالات وڅاري او بې خبره د اندونیزیا د چپیانوپه برخلیک وانه وړي

سردار محمد داودنه یواځې داچې دافغانستان د خلکو ددموکراتیک ګوند له لوری دګډې جبهې غوښتنه وانه وریده،بلکې دډیروناسمو معلوماتو له مخې ېې دګوند په مشرتابه یرغل وروړ او هغوی ېې جیل ته ولیږل. دا هغه وخت و چې د نوموړي سرداراړیکې له هغو هیوادو سره په توديدو وې کوم چې هم ېې دده ورکه غوښته او هم ېې په افغانستان کې دچپ خوځښت هډونه ماتول.چا فکر کولی شوی چې سردار محمد داود لویدیځ ،عربي اوپاکستاني بنسټپالو دخوښۍ له پاره دخلکو په نیول شوې مشرتابه اوخپله په ګوندڅه را وستل غوښتل؟ مګر میوند وال او د هغه په لاس ور غلي ملګري ېې ژوندي پریښودل؟ مګر په سلګونه نور پټ او ښکاره قتلونه دده په دوره کې ونه شول؟ ګوند باید ٬٬صبر٬٬ کړی وای چې ووژل شي؟ او که همغه وخت هم ګوند وژل شوی وای اوورپسې داود هم را لویدلی وای چې داخبره پوره ښکاره وه، اوپرځای همغه دپنجشیر،لغمان او ارګون په شان پردورالیږلي یاغیان  واک  ته رسیدلي وای نوبیابه ددې هیوادبرخلیکدانقلاب خبره څه و؟    

د ثوردپوځي پاڅون يو ځوان افسر امام الدین چې د افغانستان د خلکو ددموکراتیک ګوند ددښمنوډلو له لوري په دروغجنو جوړونو دداود او د هغه دکورنۍ په وژلو تورن دی په يوه خبري مرکه کې د ثور پاڅون نه کودتا،نه انقلاب، نه پوځي بغاوت بلکې ډیر پرځای یو دفاعې عمل ګڼي.همداسې هم و.

                                            

دانقلاب خبره                       

وايي چې ټولنیز انقلاب هغه ژورسیاسي ،اقتصادي ،ټولنیز اوپه اوږده واټن کې  فرهنګي بدلون او اوښتون دی چې په ټولنه کې دعینې او ذهني شرایطو په را پخیدو سره رامنځ ته کیږي .دابیان خوراکتابي،دودیزاو یوډول په زړونو او مغزونو ناست بیان دی خودبشري ټولنې تاریخ هم په کل او هم د هیوادونو په کچه ښیي چې یوه دولتي واکمني په یوه ټاکلی شیبه کي را نسکوریدلی شي خوسیاسی ژوربدلون دکلمې په اصلي معنا که دلسیزو کار نه وی نو میاشتې او کلونه خو هرو هرو غواړي او چي خبره اقتصادي بدلونونو ته  ورسي نولسیزې ورته پکارشي.ټولنیزبدلونونه بیا تر دې هم اوږدې زمانې ته اړتیا لري. اوکله چې له فرهنکي بدلونو څخه خبره کیږي نو  هلته دخلکو او اولسونو دروح او روان مسئله چې دتاریخی هویت اوشخصیت خبره هم ده را مخته کیږي.همدې درنې خبرې ته په پاملرنه ویل شو چې فرهنګي انقلاب،اوښتون او یا بدلون دپیړیوکار دی.دغه ټول واقعیتونه ښيي چې انقلاب یوه مجرده پيښه نه ده،انقلاب په یوه ورځ نه زیږي او نه  په یوه ورځ مري.دنړۍ تاریخ ښیی چې دنړۍ ټول هغه څه چې ددولتونو دقهري را نسکوریدوسبب شوي پوځي خوځښتونه وو.داچې په دغه یا هغه انقلاب کې څومره وسله وال شووکارګرانو یا بزګرانویا نورو ټولنیزو پوړکوبرخه درلودله دخوځښتو نو له  پوځیتوب څخه څه نه کموی.خو دغه لومړي پوځي ټکرونه دانقلاب بشپړه معنا نه ورکوي بلکي انقلاب هغه وخت جوړښت پیدا کوي چې همدغه اوښتون دژوند په هر برخه کې دخلکو او اولسونو دګټو په اعتبارداسې ګامونه پورته کړي چې د وخت په تیریدو سره په رښتیا دټولنیز ژوند سټې نوې اود پرمختګ او ټولنیز عدالت په لور سمې شی.

دلیکوال په آند په افغانستان کې یوه واکمني را نسکوره شوې وه اوځای ېې یوې نوې واکمنۍ نیولی و.دغه کار پوځي ځواک ترسره کړاودغه پوځي پاڅون هم دتیرې واکمنۍ سیاسي مرګونې یرغل دوخت په نه بدلیدونکې اړتیا بدل کړ.تیري واکمنۍ دهغه وخت دیوه تر نورو په ښکاره پیاوړي ګوند په مشر تابه حمله وکړه، هغوی ېې ونیول اوجیلونو ته ېې ور وکشول ،په همغو نږدې څومیاشتو اوکلونو کي دواکمنیو ددا ډول یرغلونو پایلي هرچاته ور په زړه وي  او هغه داچي له دا شان نیونو څخه هیڅوک ژوندي نشوی وتلی او دنیونو اووژنو لړۍ هم دڅوتنو مشرانو په نیولو او وژلو پای ته نه رسیده. دواکمنۍ هغو پوځي جشنونو هم له ورایه دازیری ورکاوه چې نیول شوې ګوندي مشر تابه دژوند چانس نه لري او ګوند يي هم د واکمنۍ تر غوسه ناک ګوزار لاندې دړې وړې کیږي . داخبره دنوموړي ګوند مخالفینو او سیالا نوته او همدا شان ددغه ګوند بهرنیو دښمنانوته یو ښه زیری و خوګوند په خپله خپله مړینه نشوی ځغملی نو ځکه دامام الدین په خبره له ځانه په دفاع کي پاڅون ته را ووت .پاڅون دواکمنۍ له مقاومت سره مخامخ شو اومرګ ژوبله ېې هم را منځ ته کړه.دغه څه په هر سیاسي پوځي ټکر کې پیښیږی .دنړۍ ټول تاریخ آرام او په دموکراتیکو اصولو نه دی را جوړ شوی،دواک د سولییزاو دموکراتیک لیږد خبره دتیرې پیړۍ له څو لسیزو راپیل شوي امریکا او اروپا يي مخکښ هیوادونه ګڼل کیږی او په نورو وچو کې هم دغې آزمویني څه خام او پاخه پړاونه وهلي دي خو له دې سره سره همدا اوس هم د نړۍ دبې شمیره هیوادو دواک لیږد یا تر پوځي سیوري لاندی اویا ددموکراسۍ په نوم په شرموونکو ننداروتر سره کیږي.

دا سمه ده  چې دواک په لیږد کې له پوځي ځواک څخه کار اخیستل بیړنۍ مړیني منځ ته را وړي خوډیرې دموکراتیکي نندارې هم ګلان نه بلکې مرګوني اغزي کري او ډیرځله دداسې مرګونولامل ګرځي چې اوږدې لسیزې وخت نیسې او د انسانانو غوښې خوري.دغه ننداري که صادراتي ، دیکتې شوې،دنورو په غرضونو ولاړې او له خپل ملې هویت څخه بې برخي وي دهغو خونړیو ناتارونوزړي ږدي چې پکې راښکیل هیواد څه چې سیمه اونړي د مرګ او نیستۍ کندې ته ور باسي. 

 د۱۳۵۲ کال دچنکاش د ۲۶مې ناستون او د   ۱۳۵۷دثورداومې پوځي دفاعي پاڅون له سخت توپیر اوسختو تیر وتنو سره سره هر یو په خپله برخه کې دیو ډول ټولنیز انقلاب کیدو په لورخوځیدل وو. هغه انقلاب او دغه انقلاب دایدیالوژیک بنسټونو له پلوه ورته والی نه درلودخو دافغاني ټولنې له پاره بیا له اماني نهضت څخه  را وروسته هر یو یو د پام وړ چانس و.هغوی چې اماني نهضت را وپرځاوه،دجمهوري خوځښت قبرونه يي هم وکیندل اودریم چانس هم په همدې لاسونوخپه کړل شو په هیڅ ډول دبښنې وړ نه دي

ښکاره او نه هیریدونکې خبره داده چې دادری سره خوځښتونه په هغو لا سو نووځپل شول کوم چې له سیمې اوبهر څخه دافغانستان  تاریخی دښمنانو پاللي ،روزلی ، وسله وال کړي او را لیږلی وو.

 که له اماني نهضت او د سردار محمد داود د وخت له جمهوریت څخه تیرشودافغانستان دخلکو ددموکراتیک ګوند

دواکمنۍ په بهیرکې وینو چې ددغه ګوند ډیرو تودو او بیړه ناکو آرماني،انساني اوافغاني هیلوداسې خوځښتونه راپیل کړل چې د یوه رښتیني انقلاب زیری ېې ورکاوه .په سیاسي ،اقتصاي اوټولنیزو برخو کې د نوو بدلونونودلید وړ را ټوکیدل تر سترګو کیدل. ګوند دزړ له کومې دخلکو او اولسونو تل ته دورکیوتلواو دهغوی له هیلو او آرمانو سره  ګامونه اوچتول غوښتل.دیوه دموکراتیک ،مترقي په ټولنیز عدالت ولاړ افغانستان هیله پخیدله.خو ګوندډیر ځوان، بې تجربې اووطن له اقتصادي پلوه اړ اوتړلی و. نړۍ هم د سړې جګړې له مخې خپل ویش درلود.ختیځ یا لویدیځ .لویدیځ دبنسټپالو شاته ولاړ و.کیڼ اړخه خوځښتونه په ختیځ بلاک پورې تړل شوی ښکاریده.په دې برخه کې دوخت حاکم ګوند دا ،خ ، د،ګ دوخت له سوسیالیستي نړۍاوسوسیالیستي پلوه ملي دموکراتیکو  ځواکونو سره ژورې اړيکې در لودلې.دوخت شوروي اتحاداو سوسیالیستي بلاک ته داقتصادي اړتیا له مخې دنږدیوالي  ژوریدلود سیمې پاڅون ته د خوځښت تومنه ورکړه او دا کار په سړه  جګړه کې دختیځ بری ګڼل کیده نو ځکه لویدیځ د لیونتوب تر کجې مخالفت او مقابلې ته را پورته شو او په بدل کې ېې دنړیوال چپ خوځښت اودوخت دسوسیالیستي بلاک خلاف ځواکونه یوه خوله او یوموټی کړل. هغوی  دخپلو موخو له پاره کورنۍ ارتجاع او بنسټپالنه روزله ، پړسوله اوچاغوله ېې. لویدیځ په خپل لاس جوړګړي ، روزلي اوګټې ته رسولي  بنسټپال دواک ګدۍ ته هم ورسول.دوی هم خپل بري ته د انقلاب نوم ورکړ.لویدیځ دغه څه دسړې جګړې دبري ستره نښه وګڼله خوپه دې فکر چې همدغه ګمارل شوي ځواکونه به ددوی غوښتنې اوارادې تر سره کړي یوه موده پټه خوله پاتې او دځينو په آند افغانستان ېې هیر کړ. د پیښو بهیر وښوده چې کله زموږ دخلکو عامې پرګنې له اشغال ضد بري وروسته خپل ورځني ژوند ته وروګرځیدې نودلویدیځ په لاس کرل شوو اوروزل شوو تنظیمي زقوموهم په خپلو کې یواوبل ته دمرګ او نابودۍ جامونه ورکړل اوهم ېې لیونتوب دګلوبالیزم او انتي ګلوبالیزم دپټې جګړې په ماڼیوکې ستوني ونیول.همدغه خبره پر افغانستان دپوځي یرغل انګیزه شوه. ددغه یرغل له پاره داوږدې مودې ستراتیژ ي له کلونو کلونوڅخه لا پدې خوا جوړه شوې وه. ددغې ستراتیژی غټ ټکي داسې ښودل شویدي:                    

لومړی: له سړې جګړې څخه وروسته دمنځنۍ آسیا نفتي زیرمو او د روسيي په وړانډې غوره وضع الجیش ته رسیدل  

دویم: منځنۍ آسیا ته په ورنږدې کیدو سره روسیه تر فشار لاندې نیول او خپل بازار پراخول

 دریم: دمنځنۍآسیااو کسپین دسمندرګي له انتقالاتي لارو څخه ګټه اخیستل 

څلورم :پر ایران د کلابندۍ ټینګول او د ګواښونوزیاتول

 پنځم : دکړکیچونو د زیاتیدو په پلمه اوږد مهاله پوځي شتون ته لاره پرانیستل

شپږم : له منځنۍ آسیا سره داسلامي نړۍ دتړاو کړۍ ماتول. 

اوم :دچین پولوته ور نږدې کیدل او له لویدیځ پلوه د هغه هیواد کلابندي

 اتم :دروسيي او چین ترمنځ دبیلولو دسیمې را جوړول .(وګوری افغانستان در آتش نفت دخواجه بشیر احمدانصاري لیکنه)                                                                             

 نړۍ په بې خبرۍ کې                

دغه نوی نظم د تاریخ پای نه دی.یوه نا پیژندل شوې آرامه هم غږې جوړیدنه هم نه ده،اوس چې سړه جګړه پای ته رسیدلې او بازاربری موندلی،دنښتوپیښیدل ترپخوا زیات شویدی…هماغسې چې ختيځ او لویدیځ دبرلین دیوال سره جلا کړي وو،نا برابري به هم هرو مرونړیوال نظم سره وویشي

ژاک اتالي

—————————————————————————————————————————————————————————–

پر افغانستان د پټ ائتلاف پټ پو ځي یرغل له بهر نه کودتاېې بڼه در لودله. دغه خونړی نارواپوځي یرغل دهغو موخو له پاره  په پټه پلان او په پټه  پیل شو کومې چې مخکې مو ورته ګوتې ونیولې.د دغه پوځي تیري اصلي موخې او داچې چیرته ، کومو ځواکونو ، دکومو نړیوالو نورمونو له مخې تر لاس لاندې ونیو، نږدې درې میاشتې له ملګرو  ملتونو اوآن نړیوالورسنیو څخه پټې ساتل کیدلې.هغه څه چې خپریدل هم یواځې د امریکايي پوځي جاسوسي شبکو یا سیا ځانګړي هدف لرونکي خبرونه وو. رسنیو هم د همغو سمو او ناسمو خبرونو پرمخ ذهني قضاوتونه کول. نږدې یوکال وروسته کله چې هوايي بمب غورځونې او ځمکني عملیات یوڅه را ټیټ او تیري کوونکي دطالبانو په رانسکوریدوڅه ډاده شول نو بهرنیانو او کورنیولیکوالو او مفسرینو په ډیر احتیاط ځینې واقعیتونه را برسیره کړل. تر دې وخته تیري او اشغال دا موقع موندلې وه چې یو شمیر روښانفکران او ډیر خلک په دې درغو باوري کړي چې ګوندې دغه یرغل دملګرو ملتونو د امنیت دشورا دپریکړې له مخې او دبن دکنفرانس په منلو سره ترسره شویدی او دا تیری اوتجاوز نه بلکې یونړیوال پیوستون اومرسته ده چې د دموکراسۍ، بشري حقوقو او بیا جوړونې ژمنه کوې

  نه پټیدونکي واقعیتونه                     

دسپتامبر د یولسمې خونړۍ پیښې له پیښیدویواځې دوه ورځې وروسته په داسې حال کې چې متحده ایالاتو په پرله پسې ډول دپیښې مسئولیت په اسامه بن لادن پورې تړلی و اوله طالبانو څخه يي دهغه دنیولو او امریکاته د ورسپارلو یا له خپلې خاورې څخه دایستلو غوښتنه کوله ، طالبانو اعلان وکړ چې ٬٬طالبان او بن لادن هیڅکله دیوه داسې ستر ورانونکي عمل وس نه لري…(دطالبانو د یوه پخواني مشرملا عبدالسلام ضعیف دیوې مرکې له مخې دطالبانو مشر تابه تر یرغل مخکې له افغانستان څخه د بن لادن   د وتلو پریکړه هغه ته ور اورولې وه او امریکايي لوری ته هم له دغې پریکړې څخه خبر ورکړل شوی و)

دطالبانو له همدې اعلان څخه یوه ورځ وروسته د یونیکال امریکايي کمپنۍ چې  ځلمي خلیل زاد ېې مشر سلاکارو اعلان وکړچې له طالبانو سره هیڅ ډول اړیکې نه لري.دا په داسې حال کې وه چې د افغانستان له لارې پاکستان اوهند ته د ګازو دلیږد امتیاز همدې کمپنۍ ترلاسه کړی و.څرنګه چې دا کمپنۍ د امریکا په دننه کې د افغانستان پرخلاف له اوږدویرغلیزو پلانونو څخه خبره وه نوځکه ېې له دغه اعلان سره سم افغانستان پریښود. 

 دبوش له خواافغانستان ته د ځانګړي ټولواک استازي په توګه دزلمي دخلیل زادګمارل کیدل هم ښيي چې دغه کمپنۍ او خلیل زاد پر افغانستان باندې له پوځي یرغل څخه خبرو.یادونه کیږي چې یونیکال دنفتي خدمتونو کمپنۍ چې درنه ونډه ېې د بوش په کورنۍ پورې اړه لري له ۱۹۹۴ کال څخه په مخامخ توګه له هغو کمپنیو سره سیالیوته راووته کوموچې د منځنۍ آسیا په  نفتې اوګازي زیرموکې سترې پانګې اچونې په پام کې نیولې وي اوځینې ښه امتیازات هم پلاس ورغلي وو.په دغه لړ کې داکسن-موبیل،،شفران،بریتیش پترولیم او نورومخته والی ښکاره وو.يونیکال هم باید دپام وړبازارونوته ددغو پریمانه او ارزانه زیرمولیږد خپله موخه ګرځولې وای . پر افغانستان ناتار له همدې ځایه را پیل کیدونکی شو.ځکه دافغانستان له لارې د پاکستان، هند او چین بازارونه هدف ګرځیدلې وو. یو فرانسوي لیکوال په خپل کتاب ٬٬بن لادن:ممنوع حقیقت٬٬کې لیکي چې: امریکا له ۱۹۹۴ کال څخه را په دیخواپه افغانستان کې د آی اس آی په مرسته دداسې یوې واکمنۍ د راوستو غوښتونکې وه چې وکولی شی هلته خپلو موخو ته د رسیدو له پاره یو با ثباته واکمني را منځ ته کړي.په دغه بهیر کې سی آی اې په افغانستان کې دلاس لرونکو امریکائیانومرسته هم تر لاسه کوي. د۱۹۹۶کال دمارچ په میاشت کې په پاکستان کې د امریکا سفیر د پاکستان صدر اعظم دې ته اړ باسي چې دګازودپایپ لاین دتیریدو انحصاري امتیاز د یونیکال کمپنۍ ته ورکړې. د یو نیکال د مشرانو په لست کې د امریکا دپخوانیو پوځي مشرانو نومونه هم شته.د آرام سمندر د سمندري ځواکونوپخوانی قوماندان چارلز لارسون، دخلیل زاد نږدې ملګری دونالد رایس چې دجورج بوش په واکمنۍ کې دهوايي ځواکونو قوماندان و او نورپه همدې خبرو کې لیدل کیږي 

(وګوری افغانستان در آتش نفت

واقعیت دادی چې دمتحده ایالاتو دنفتي کمپنیوپه ګټو کې شریک پوځي ،اطلاعاتي او نورې واکمنې ډلې د افغانستان  آرامتیا یواځې د سیمي په نفتي زیرمواو دیونیکال دکمپنۍ دواکمنۍ په ټینګولوکې لټوي اوداسې ښکاري چې طالبان هم د احمد شاه مسعود کارونوته ورته لوبه مخته وړي او دغه کارته دیوې وسیلې په توګه ګوري او پر خپلو تنظیمي سیالانوباندې د بر لاسي له پاره له همدې چانس څخه ګټه اخلې.خو کله چې دیونیکال د کمپنۍ  سره اړیکې خطر ناکه وینې نود ۱۹۹۶کال دنوامبر په میاشت کې له دغې کمپنۍ څخه مخ اړوي اوله دوستم سره یوځای دګازلاین دلیږد امتیازدبریداس بلژیکې کمپنۍ ته ورکوي . له دې سره سره د۱۹۹۷ کال دمارچ په میاشت کې یونیکال په قندهار اوبریداس په کابل کې دفترونه لري. د طالبانو د هغه وخت دبهرنیو چارو د وزارت د یوه لوړ پوړي کارکوونکې خبره ده چې وايي له نفتي کمپنیو سره د طالبانو دیوه لوړ مشر ملا شیراحمد له لوري په یوه مخامخ ناسته کې دیونیکال د کمپنۍ استازو ته وویل شول چې افغانستان دیونیکال دکمپنۍ کار له خپلو ملي ګټو سره سم نه بولي.له دې وروسته وچې  طالبانو د۱۹۹۷کال د جون په میاشت کې په مزار شریف کې ماته وخوړه او له دې سره سم یونیکال هم خپل غبرګون داسې وښود چې له افغانستان څخه  دګازلاین لیږدول کلونه  غواړي .داخبره په واقعیت کې  طالبانوته شا اړول و.په همدې وجه د تیري په همغو لومړیو شیبو کې  د یونیکال کمپنۍ له طالبانو سره د تړاو نه درلودل اعلان کړل.د یونیکال دکمپنۍ له اعلان څخه ورسته پاکستان چې په بشپړ باوردمتحده ایالاتو له نیت څخه خبر و او فکر ېې کاوه چې متحده ایالات پر افغانستان باندې دیر غل له پاره دټوپ ددړې په توګه بیا پاکستان ته ارزښت ورکوي نو ترټولو د مخه ېې دامریکا د نا اعلان شوو پلانونو ملاتړ وکړاو په دې توګه بیا په دې هیله شو چې داځل افغانستان د تل له پاره تاریخي ورکې ته ور ایستلی شي.دحیرانتیا خبره خو داده چې متحده ایالاتو له اتلانتیک څخه ها خوا پریوه آسیايي هیواد دیوه پراخه پوځي یرغل پلان څه وخت جوړکړ،څه وخت ېې پوځونه چمتو کړل،په څومره وخت کې ېې پاکستان ته را ورسول؟اوپه داسې حال کې چې یرغل نه دی اعلان شوی دپاکستان او دنورودملاتړ تعبیر څه دی؟    

دسپتامبر په نولسمه نیټه یعنې له یوې نیمې اوونۍ څخه په کمه موده کې په افغانستان کې دمتحده ایالاتو دجاسوسي شبکو دپراخه پټوعملیاتو خبر رسنیو خپور کړاو له همدې خبر سره سم ۶۰۰ امریکايي او انګلیسي پوځیان د پاکستان له پولو لښکر ګاه ته را واووښتل. له دغه کار څخه  وروسته توني بلیر پرته له دې چې یرغل ته ګوته ونیسي د متحده ایالاتو له دریځ څخه د خپل ملاتړ اعلان و کړ.بلیر ونه ویل چې ځواکونه ېې افغانستان ته رسیدلي دي.هغه يواځې دومره زیاته کړه چې طالبان ېې دښمنان دي.د بلیر له اعلان سره سم پخواني پادشاه محمدظاهرپه شمیر لو کلماتو دمتحده ایالاتواو انګلیس له پوځي یرغلیز خوځښت څخه هرکلی وګړ.یعنې داچې دغه دقبر په غاړه ولاړ پخوانۍ شاه هم د پردو لښکرو په لاس دافغانستان د لویدو له پلانونو څخه خبر و.دکسات اخیستلو تنده،مادي ګټې یا کوم غولوونکي امید. کوم څه دغه شخصیت ترهر چا مخکې د تیري هرکلي ته ور وړاندې کړ دا  یوه بله پوښتنه ده چې تاریخ به ېې هرومرو روښانه کړي 

 داکتبر د میاشتې په  لومړۍ یا دویمه نیټه د طالبانو مشرملامحمدعمرله قندهار څخه ناپیژندل شوي لوري ته ووت اویوه ورځ وروسته داحمد شاه مسعود تر مشرۍ لاندې متحدې جبهې دمتحده ایالاتو له پوځي یرغل څخه ملاتړ وکړاو د خپلو ځواکونومرسته ېې له امریکايي ځواکونو سره اعلان کړه.د اکتبرپه څلورمه نیټه درې امریکايي او دوه انګلیسي لښکرې له ۵۰۰ جګړه ييزو الوتکواو نږدې اویا زره پوځیانو سره افغانستان ته را ننوتې .تر دې دمه ملګري ملتونه څه چې آن ناتواو له انګلیس څخه پرته نور اروپايي غړي ېې له بشپړ پلان اوپلان شووموخو او غرضونو څخه خبر نه وو.ناتو په عامه توګه دمتحده ایالاتو له غوسه ناک دریځ څخه ملاتړ کاوه خو په جګړه کې ېې شتون نه در لود 

د اکتبر دمیاشتې په اومه نیټه دقندز،هرات، فراه، اومزار شریف هوايي ډګرونه امریکايي۵۲ ډوله الوتکو له ټولو وسایلو سره له منځه یوړل.دنوامبر په دریمه حامد کرزی تر امریکايي انګلیسي پوځي چتر لاندې  له پاکستان څخه لښکر ګاه ته را وستل شو. طالبانو دهغه ډله کلابنده کړه او ۲۵ تنه ېې ونیول شول خو حامد کرزی د امریکايي چورلکو په مرسته بیرته پاکستان ته ورسول شو. د نوامبر د میاشتې په اوږدو کې یواځې امریکايي او انګلیسي هوايي او ځمکنیو پوځونو عملیات کول ،دمتحده ایالاتو دنیوهامشیر د پوهنتون د اقتصاد د څانګې دیوه پروفیسورهرولد د څیړنې له مخې په دغو عملیاتو کې هره ورځ لږ تر لږه ۳۶۰ بیګناه افغانان وژل کیدل.دهمدغې څیړنې له مخې په درې میاشتو کې د ملکي وګړودمړینې شمیره څه ناڅه ۴۰۰۰ تنوته ورسیده  

کوفي عنان دملګرو ملتونو عمومي منشی هغه وخت چې دسپتامبر دیولسمې ناتار را منځ ته شو او متحده ایالات يي دالقاعدې او طالبانو پرخلاف ودرول دمتحده ایالاتو له دریځ څخه ملاتړ وکړ او اعلان ېې وکړ چې متحده ایالات حق لري چې له خپل امنیت څخه ساتنه وکړی،دهغه نیت دا نه و چې پر افغانستان دې پوځي یرغل وشي په همدې دلیل کله چې پر افغانستان پوځی یرغل وشو نو سمد لاسه ېې په ژنیو کې وویل:٬٬باید هر څه ژر دغه پوځي یرغل پای ته ورسي ، د افغانستان دخلکوملي ارادې ته په احترام دې ددغه وطن استقلال خوندي وساتل شي٬٬ 

په واقعیت کې متحده ایالاتو او انګلیس نورپه دې نه توانیدل چې واقعیتونه پټ وساتي نوځکه ېې لومړی خپل ناتويي متحدین دغه خونړي ډګرته را وغوښتل اود دموکراسۍ،بشري حقوقو،نړیوال کیدویاګلوبالیزم، له ترهګرۍ اومخدره توکوسره دنړیوالې مبارزې پرده ېې د پوځي تیري پر مخ را وغوړوله. اوهڅه ېې وکړه چې د ملګرو ملتونود امنیت شوراهم د یوه سرته رسیدلي عمل په وړاندې یو څه کولوته اړ باسي. د امنیت شوراډیرغړي په دې ښه پوهیدل چې دا یوتر سره شوی پوځي یواړخیزه تیری دی او باید د پای ته رسیدو لارې ېې ولټول شي. متحده ایالاتو او انګلیس ته دې خبرې خوند نه ور کاوه خو په افغانستان لاسبري او دکړو وړو نوښت ېې په لاس کې ونوځکه ېې د امنیت په شوراکې دهغې شوراجوړ شوي پریکړه لیک ته لاسونه جګ کړل. دغه پریګړه لیک د۲۰۰۱ کال ددسامبر په ۲۱ نیټه دامنیت دشورا دغړو په بشپړه رایه لاسلیک شو.ددغه پریکړه لیک په هکله نه مخکې نه وروسته د ملګرو ملتو د عمومي اسامبلې یا د غړو هیووادوډلییزنظر وانه خیستل شو.افغانستان ته دسوله ساتو  ځواکونو یاد ایساف پوځي ډلې هم مخکې له دې چې په رښتیا دملګرو ملتونو له خوا وګمارل شي د متحده ایالاتو او متحدینو له خوا ېې دهغوی په غوښتنه او دهغوی په ټاکنه بڼه غوره کړه    

  څرنګه چې پر افغانستان تر سره شوي پوځي تیري پراخه سیمه ییزې ستراتیژۍ درلودلې او ملګرو ملتونو هم له امریکايي اوناتويي اشارو پرته څه نه شوی کولی نودآیساف ځواکونه په افغانستان کې زموږ د خلکوپه خبره متحدینواو ناتو ته د پخلنځیو په کارکوونکوواووښتل  او په دې توګه زموږ دخلکو امیدونه په سیند لاهو اوداشغال لمنه اوږده اوپراخه شوه   

باید خپلو تیر وتلو روښانفکرانو او ځپل شوخلکو ته داخبره روښانه کړو چې: متحده ایالات،ناتويي اوغیرناتويي ملګري هیوادونه ېې د ټولې نړۍ یو په درې برخه هم نه جوړوي په دې خاطر دغه تیري ته نړیوال پیوستون یا د افغانستان له خلکو سره دسولې او بیا ودانولو نړیواله مرسته ویل دخلکو او تاریخ ړندول دي 

لکه څنګه چې وویل شول دامنیت دشوراد ۲۰۰۱ او۲۰۰۲ کال پریکړې لیکونه په افغانستان کې  دامریکا تر مشرۍ لاندې د پوځي لښکرو اود ناتودځواکونو دشتون دمشروعیت په هکله نه دي شوي.دغه پریکړې يواځې دایساف دځواکونو په اړوند تر سره شویدي. هغو کسانو ته چې د بن امریکايي سناریو د افغانستان د خلکود غوښتنو نښه بولي او دا دروغ خپروي چې دغه کنفرانس دتیرې او تجاوز تائید کړی هم باید وویل شي  چې ددغه کنفرانس پریکړه لیک د ۲۰۰۱ م کال ددسامبر په شپږمه نیټه رامنځ ته شو.په دغه پریکړه لیک او ددغه کنفرانس په هیڅ سند کې داسې څه نشته. اودغه کنفرانس له پوځي تیري څخه نږدې درې میاشتې وروسته افغانستان ته د یوې امریکايي پلوه واکمنۍ د ټاکلو له پاره جوړ شوی و.ښا غلی عبدالستار سیرت چې ددغه کنفرانس رئیس او د پخواني پاد شاه دډلې مشر وود آریانا افغانستان له تلویزیون سره په یوه مرکه کې يو ځل دا خبره بربنډه کړه چې دد غه کنفرانس لارښونه یوه امریکايي جنرال کوله او هلته ما او د ملګرو ملتونواستازي هیڅ واک نه در لود. هرڅه له پخواجوړ اوپر موږ لاسلیک شول

پر افغانستان باندې له پوځي خونړي یرغل څخه څه د پاسه اوه کاله تیرشول.ددغو اوو خونړیو کلونو هره ورځ،هره اونۍ،هره میاشت اوهرکال زموږ دغمځپلي تاریخ یو خونړی فصل دی .څیړنه غواړي،لیکنه غواړي او خلکو او نړیوالو ته د حقایقو رسونه. ددې لیکنې لیکوال د ۲۰۰۸ م کال پیښې په ډیر لنډیز، په خورا ځغلنده نظر،تاریخ ته دیوه یادون په خاطر را ټولې کړیدي. کمزورۍ ،نیمګړتیاوې او د پیښو تل ته نه وررسیدل ددې لیکنې په هره برخه کې دلیدو وړ دي. ددې خبرې یو لامل دادی چې پیښې ډیرې دردونکې اودانسان داحساس ټپي کوونکې دي. په دې خاطربد مرغۍ دومره ډیرې دي چې انسان  د یوشمیر هیلو په غوړیدو هم شکمن کوي او دلته دی چې د بد بینۍ سیوری امیدونه لاندې کوې . په دې را ټولونه کې که دپردو کینول شوو واکمنیو ٬٬ښو٬٬کړوته ګوته نه ده نیول شوې دوه عمده لاملونه لري :لومړی داچې هغه څه چې  ديو ې نندارې په شان پردو انجیوګانوکړي او یاکورنیو شتمنو ځانته څوماڼۍ جوړې کړي او یادڅو سړکونو او لو یو لاروجوړیدنه مخته شوې هیڅ یو ېې د هغو ملیاردونو ډالروحساب نشي ورکولی چې دې وطن ته د بیا جوړیدنې په نوم راغلي دي.اودویمه او انساني خبره داده چې هر هغه څه چې دخلکو او اولسونودملي خپلواکۍ،ځمکنۍ سلامتیا، ملي هویت او ملي تاریخي  شخصیت اومعنویت په بیه تمام شي  که هر څومره ظاهري ښکلا هم ولري تومنه او پایښت نه لر ي.او یادونه ېې هم دوخت وژنه ده. 

پیښې او واقعیتونه                     

دشلمې پیړۍ په بهیر کې هغه وخت چې دهسپانیا او متحده   ایالاتو ترمنځ د جګړې په پای کې فلیپین دمتحده  ایالاتو ترښکیل لاندې راغی دهغه وخت دامپر یالیزم خلاف جبهې یوه نامتو فلپیني مشر وویل چې: ٬٬دا اولس نشي کیدای چې نیمه جمهوري،نیمه مستعمره،نیمه آزاداونیمه رعیت وي، زموږ دواکمنۍ بڼه،  زموږدودونه، زموږ اوسنۍګټې او راتلونکې وده دا اجازه نه را کوي چې دنورو دځمکولاندې کولو ته ور ودانګو                                          ٬٬   (وګورۍ دنړۍتاریخ په شلمه پیړۍ کې دجان کرونیل لیکنه 

افغانستان نن له بده مرغه په همداسې یوه ناتار زیږوونکي برخلیک اوښتی دی. متحده ایالات،ټوله انګلوساکسوني نړۍ اواروپايي متحدین ېې پداسې حال کې چې ټول د ستراژیکو ګټو په لټه کې څه ناڅه ګډې موخې لري خویو پر بل باندې دباور نشتوالی اوځاني غوښتنو دې ته رسولې چې هر یو زموږ په هیواد کې د خپلې خوښې ډول ډول پټې اوښکاره  

واکمنۍ ولري.هر یو  هر څه ځانته په خپلو منګولوکې ساتل غواړي او دغه لوبه د خپلو پوځي،استخباراتي او دیپلو ماتیکوکړیوله لارې د افغان تړلو روښان فکرانوپه نڅولو سره تر سره کوي.همدغه څه دي چې جګړې ېې اوږدې ، بې پایلې،خونړۍ اووژونکې کړې اودروند تباه کوونکې بار ېې د هغو اولسونه په غاړه دی کوم چې په بیلابیلو پلمو د جګړې په ډګرکې را ښکیل دي.                                

 په کابل او څو ولایتي مرکزونو کې دائتلاف،ناتو او آیساف تر سیوري لاندې تش په نوم  کینول شوی ٬٬خپلواک٬٬؟!! حکومت دی.دهیواد په ډیرو سیمو کې پخوانۍ وسله والې ډلې خپلواکه واکمنۍ لري او آن د هیوادله طبیعي او معدني شتمنیو څخه په خپله خوښه ګټه اخلي.یوزیات شمیرسیمې نه له حکومت،نه له پخوانیوجګړه مارو اونه دحکومت اوبهرنیو پوځیانوله مخالفینو سره دي. یعنې داچې رعیت دي د چارعیت دا نو ښکاره نه ده.په همدي حالت کې د هیواد ستره برخه او لوی نفوس بیا دترهګر،طالب  اوالقاعده سره دتړاوپه تورد څه د پاسه۷۵زره بهرنیو په مدرنووژونکو وسلوسمبال ځواکونو،نږدې یولک اجیروجګړه مارو، شاوخوایولک دتش په نوم ملي اردو ،ملي پولیسواوملي امنیت په مرسته  سهار اوبیګا ټکول کیږي.دا ټول تر دي نا مه لاندې تر سره کیږي چې که داسې ونه شي نو تروریزم او القاعده به د انګلوساکسون اواوروپايې کورنی امنیت ویجاړکړي.موږ داخبره نوره نه کووچې ترهګر،القاعده اوتروریزم په همدي روانه بڼه چاراوزیږول.څنګه او دکومو هدفونو له پاره يي وروزل خوددې خبرې حق لرو چې ووایو آیا همدا اوس هم د منځنۍ آسیا نفتي زیرموته د رسیدو له پاره دوړتیا وړوسایل همداروزل شوی بنسټپال چې دتروریزم ریشي پکې خښې دې ،نه دی ؟  ټولې پټې معاملې اوس هم له همدوی سره جارې نه دي؟له دې نه پرته دا ترهګر،القاعده او طالبان په ډیروکمزوروامکاناتوله زرګونو کیلومتروهوايي اوځمکنیو لارو تیریدی شي او له امریکا تر استرالیا  پوری ځمکې اوسمندرونه وهلی شي او هلته دنړۍ دزورځواکو  امنیت ته ګواښ کولی شی؟که دا خبره سمه وي نو د زور ځواکودا دومره سترې لښکرې،سترې پولیسي شبکې،حیرانونکی پرمختللی تخنیک او نړیوال جاسوسی جال نشي کولی چې خپل امنیت په خپلو پلو کې وساتې؟ که دوی له دې خبرې رښتیا ویره لري نو بیادترهګرۍ دځپلوپه پلمه پر نورو ولسونوور دانګل لومړی دکوم نړیوال جواز له مخې تر سره کیدای شي؟او که تر سره هم شي هغه ستر پوځونه اوپر مختللی تخنیک چې خپلې پولې نشي ساتلی نور اولسونه به څنګه مات ګړي.آیا دا هڅه دناهیلۍ په وخت کې د جنوسایدښکاره پیلامه نه را پیل کوي؟همدا اوس زموږ په هیواد اوځپل شوي عراق کې څه روان دي؟ مګر د مولانا په خبره٬٬ ددې کور بنسټ په  بې خبرۍ کې [ایښودل شوی] دی٬دپانګوالې نړۍ په ګټه دسړې جګړې   ظاهري پای ته رسیدنې  پا نګوالې زور واکۍ ته دا لويي غوښتنه ور په برخه کړه چې لومړی دنړیوالومنل شوو اصولوپر خلاف عمل وکړی او وروسته بیا دخپلو خودسره کړنو درواښودنې له پاره آن دملګرو ملتونو نړیوال سازمان   دیوي بې ارادې وسیلې په توګه په کار واچوي.حالاتو وښوده چې نه یواځې  دملګرو ملتونو منشور،دمدني اوسیاسي آزادیو میثاقونه او نور نړیوال منل شوي قوانین  له هر ډول نقش او ارزښت څخه ولویدل بلکې   دملګرو ملتونوپه جوړښت کې عمومي اسامبله هیڅ او دامنیت شورا چې یواځي دنړۍ زور ځواکې په کې ټاکونکی ځای لري په هر څه وشمیرل شوه.دحیرانتیا خبره داده چې  ډیر ځله   دامنیت د شورا هغه پریکړې چې له منل شوو نړیوالو اصولو څخه  بهر وتي دي یا هیڅکله عمومي اسامبلې ته وړاندې نه شوي او یا هم دداشان پریکړواړول شوې بڼه هغه هم د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د هیوادو نو له استازو سره  له پراخه ٬٬دیپلوماتیک٬٬کاروروسته داسې وړاندې شوې چې عمومي اسامبله له تر سره شوي کار سره مخ وه او مخالفت ېې  بې ګټې لیده.دغه حالت  ملګري ملتونه دې ته ورسول چې په ناروا تجاوزي جګړو کې را ښکیل  او دزور ځواکو له پاره  خپل ټول اصول تر پښو لاندې او آن زور ځواکوته  دا حق ورکړي چې دغه اصول دهغوی د خپلو ګټو له مخې تعبیر اوتفسیر کړي .ملګرو ملتونو په دې بشري ضد لوبه کې دخپل باور جنازې په خپله پورته کړې،په نړیوال ژاندارم واووښت او دزور اوپانګې له پاره ېې د مظلومو اولسونو د بچیو له پاره دمرګ او زندۍ کولو ویره وونکې پټې اوښکاره جیلخانې راجوړې کړي.دغه  حالت وښوده چې د سړې جګړې له  پای ته رسیدو سره (که پای ته رسیدلې وي)دملګرو ملتوتیر تاریخ هم پای ته ورسید او اوس  دنړیوالې سولې او یا جګړې   په وړاندې نږدې هغه له لاسه تللی ځای لري  کوم چې له دویمې نړیوالې جګړې مخکې ٬٬جامعه ملل٬٬ درلود.ددې خبرې معنی داده چې د لویو زور ځواکیو لیونتوب کولی شې دخپلې جګړییزې ستراتیژۍ له پاره ددغه نړیوال سازمان  په نوم کرښه را کش کړی.      واقعیت داده چې  دسړې جګړې پای  دکوم حقوقي حقانیت بری نه بلکې دپانګې پټ فطرت را برسیره کیدل و.       

 دلیکوال په سوچ اوس ددې وخت را رسیدلی دی چې دسړې او تو دې جګړې مفاهیموته  هم نوې کتنه وشي . او هغه پر دې بنسټ چې څه ته سړه جګړه، او څه ته توده جګړه وایو؟ په ښکاره خو داسې ښودل کیږي چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته نړۍ له یوه نوي ویش سره مخ شوه .یوه لوري ته لویدیځ له خپل نړیوال پانګوال نظام سره ددموکراسۍ په غولوونکي شعار کې، اوبل لوري ته ختيځ له خپل سوسیالیستي غوړیدونکي نظام سره چې د پرولتاریا دواکمنۍ تر نامه لاندې ېې خپله ځانګړې دیکتاتوري چاغوله. ددوی په منځ کې د وینستون چرچل دویش له مخې دریمې نړۍ یعنې هغو هیوادو ځای نیولی و چې کمزورې وده ېې درلوده او یا په ټپه درول شوي او تر ډیرې کچې د اقتصادي جبر له مخې یا په لویدیځ او یا په ځتيځ پورې تړلې وو.خو دغه ویش دسړې جګړې اصلي تعریف نه ورکوي بلکې داسې ښودل کیده چې سړه جګړه دوسلو دسیالیوجګړه، دزورځواکودځواکمن کیدودسیالیود بهیر جګړه،دستوروجګړه،ایدیالوژیک جګړه اوداسې نور څه وو.

ددې جګړې پای هم په ډیره آسانۍ داسې وښودل شو چې ګوندې دوخت دشوروي اتحاداوسوسیالیستي بلاک په را پرځیدلوسره چې دبرلین ددیوال ړنګیدل ېې سمبولیکه نښه شوه نوره سړه جګړه دپانګوانې نړۍ په ګټه پای ته ورسیده او ددموکراسۍ او ګلوبالیزم یا نړیوال کیدوچټک تاریخي دور راورسید. ددغه ٬٬ویاړ٬٬  انحصار هم تر ټولو مخکې متحده ایالاتوته ورپه برخه شو. همدغه ویاړ او انحصار متحده ایالات د نړۍ بې سیاله واکمنتوب ته را وهڅوله.  او په دې توګه دموکراسي او نړیوال کیدل ېې جګړييز ماشین ته ور وسپارل.دغه د ملتونو وینو او شتو ته تږي ماشین دناتو تر نامه لاندې یواځې په پخوانۍ یوګوسلاویا کې دبرلین په شان بې شمیره دیوالونه را پورته کړل اودغه لړۍ يي آن د قفقاز په سیمه کې پرتو خاوروته ورسوله.دبریو دغه وتلې نشه پر افغانستان او عراق دپوځي تیریووسیله شوه او نه يواځې ددغو دوو هیوادونوتاریخې شته والی او جغرا فیايي جوړښتونه ېې له سخت ګواښ سره مخامخ کړل بلکې دادی دغه لوبه دټول بشریت په مخکې دپاکستان له زړه تیریږي ، د هند او چین پولوته ور اوړي او له هغه ځایه د پخوانۍ سیتو٬٬(دآسیا جنوب لویدیځ هیوادونو)زیارت ته رسي.”

واقعیت خو دادی چې د سړې جګړې (که جګړه ورته وویل شو)دوران له ټولو تر خو او دردوونکو حالاتو سره سره د بشریت له پاره په عامه توګه او ددریمې نړۍ د خوارو اولسونو لپاره په ځانګړې توګه داوسني  حالت په پرتله دومره بیساری دردوونکی او ویره وونکی نه و.هلته دځواکونویو نړیوال بیلانس ترسترګو کیده .یوه اړخیزه نړۍ واکي شونې نه وه، بې شمیره نړیوال قوانین ، کنوانسیونونه دهر ډول فردي ،ټولنیزوانساني حقوق په هکله پریکړه لیکونه ، د سیاسی او مدني آزادیو د خوندي ساتلو، دانسان وژنې اوزندۍ کولو د مخ نیولو او د ښځواو ماشو مانو د حقوقو او بسیا ینې له پاره نړیوالې پریکړې اوداسې نورڅه لږتر لږه د کاعذونو پر مخ را منځ ته شوې وو.هغه  وخت پر اولسونویواړخیزوردانګل له نړیوالې کرکې اومخالفت  سره مخامخ کیدونکی و.وسله والې  سیالۍ هم څه ناڅه ترڅارنې لاندې وې.نړیوالوقوانینو او مقرراتو هم یو څه ارزښت درلود. دهیوادونوخپلواکي او ملي واکمني هم څه ناڅه خوندي وي او آن دملګرو ملتونونړیوال ارزښت دومره نه وه را لویدلی.اوس چې وايي سړه جګړه پای ته ورسیده څه نه دي چي نه کیږي:لویه یوګوسلاویا ټوټې ټوټې شوه ، دچک اوسلواک ځانګړي کلي جوړشول ،افغانستان وځپل شواو په داسې برخلیک کې را ایسار شو چې دخپل تاریخ راتلونکې نه ویني .دکمپنیونړۍ خوړونکې اشتهاصلیبي تاریخ راژوندی کړ.انګلوساکسوني نړۍ واکي له خبرو نه عمل ته را ووته .دطبیعی شتمنیو له مخی دنړۍ د نا عادلانه ویش پټې او ښکاره تیوریګانې مخ په غزیدو دي. د [زورحقیقت دی]واکمني عراق له ټول نوي او لرغوني تمدن سره خاورې ایرې کړ. په افغانستان،عراق او فلسطین کې په ښکاره روان جنو سایددسړې جګړې دپای یوزیری دی. وسله واله سیالي ښه په زورکې ده .ناتو اوس د متحده ایالاتو په لاس کې د ټولې نړۍ د مرګ او نابودۍ د ګواښ وسیله ده .متحده ایالات دروسیی په وړاندې اروپا په اتومي سپر بدلوي او دلیل هم دا راوړي چې دایران اتومی خطر اروپا ګواښوي؟!! دپاکستان ،اسرائیلواو آن هند اتومې پر مختګونه ځغمل کیږي خو ایران او شمالي کوریا بیا دښمن بولي.دکوبا له نیمي پیړۍ اوښتی اقتصادی بندیزونه لا دوام لري…ددې په وړاندې روسیه ،چین ،ایران ،هند نوو اقتصادي ،تخنیکي اوآن پوځي وړتیاووته مخه کوي .سمه ده چې وارسا نور نشته خو متحده ایالاتو او ناتو نور دې ته اړ کړل چې دشانګهای داقتصادي اوپوځي همکاریو تړون د غوړیدو په لور وخوځوي.روسیه ،چین ،هند،ایران او دپخواني شوروي اتحادجلاشوې خاورې اوس حالاتوته په بل ډول ګوري او ځان په داسې حال کې نوو سیالیو ته چمتو کوي چې لویدیځ مالي بحران بلکې سم په سمه مرګوني اقتصادي بحران را نیولی دی.اضافه تولید او دګټې را لویدل په دننه کې اود بازارونواود ضمانت شوو پانګو اچونو د امکاناتو نشتوالی په بهر کې پانګوال نا عادلانه نظام دبشري ناتارلورته ور کیباسي.د لویديځ هغه سیالان چې دوي اصلأ په شمیر کې نه نیول اوس فضاته دهرډول اتومي توغندیو لیږد ته رسي.ایران ېې یوه روښانه بیلګه ده. شمالي ګوریا ته ځیر شي هغه په ډاګه وايي  چې اوس ددې وس لري چې الاسکا یعنې دمتحده ایالاتو تر ټولو ستراتومي مرکز په نښه کړي . دغوډیرو لنډو او کمزورو یادونوته په کتنه دا پوښتنه را منځ ته کیږي چې کومه جګړه پای ته رسیدلې او کومه جګړه پیل شویده؟ 

اود بشر شتون ته د هغې لومړۍ خطر ډیر و که ددغې دویمې.  دهغې لومړۍ رښتيني پیل کوونکي او دوام ور کونکي څوک وو او ددغې دویمې پیل کوونکي اوچاغونکی څوک دي؟ دا پوښتنې دبشریت له ټول تاریخي برخلیک  سره تړاو لري.  ٬٬سړه جګړه٬٬ پای ته ورسیده خو ٬٬توده جګړه٬٬ پیل شوه،سړه جګړه دوخت له تش په نوم کمونیزم سره وه خو توده جګړه داده په ښکاره د بېوزلواولسونودځپلو اولویوزیرموته د رسیدلو په خاطر ده.په آسیا کې عراق ، ایران،منځنی ختيځ او منځنۍ آسیا،تور سمندرګی ،په افریقا کې صحرا اود ار فوراو په لاتینه امریکا کې هم دې ورته د نفتو او ګاز سیمې دورته لانجو سیمې دې . ولې باید متحده ایالات دنړۍ په نږدې۵۶ هیوادوکې پوځي اډې ولرې ؟ولې بشریت ددې پوښتنې حق نه لري؟ آیامتحده ایالاتو ددغو ټولواډوځپل شوو هیوادونو ته دموکراسي،د انساني ارزښت درلودونکی تمدن،دبشر حقوق او نور داسې ‏څه راوستي او که اولسونه يي مرییان کړیدي؟که زموږ د زمانې له ویده بشریت څخه پوښتنه وشي چي:که ټوله نړي دزور ځواکومرییتوب ته اړ شي او دغه بهیر عملي شی نو دیوه کل په توګه به د انسان شخصیت او معنویت په څه کې وي؟ اوکه انسانی ټولنه له انساني شخصیت اومعنویت څخه تشه شي نو دغه حالت به د وحشت،فساد اونه ایل کیدونکی بربریت زیږوونکې نه وي؟ مارکي سالزبري دبرتانیایوه پخواني لومړي وزیرویلي وچې:٬٬ کولی شو د نړۍ اولسونه تریوه حده دژوندیو اولسونو اودمړینې په حال کې اولسونو باندې وویشو،… کمزورې واکمنۍ کمزورې کیږي اوځواکمنې واکمنۍ نورې پسې ځواکمنې کیږي…ژوندي اولسونه به په پر له پسې ډول د کمزورو اولسونو په خاورویرغلونه وکړي .دلویو اولسونو تر منځ به د دشخړوزړي را برسیره شي.داسې سوچ باید ونه شې چې یوه اولس ته به ددې انحصاري اجازه ورکړل شي چې ددغوبخت اوښتو ناروغانو(کمزورو هیوادو) درغولو یاټوټه ټوټه کولوحق ور کړل شي.اختلاف په دې کې دی چې څوک به دغه د معالجې یا ټوټي ټوټي کولوامتیازترلاسه کوي او څرنګه به ېې سرته رسوي.دغه څه کیدای شي دهغو زورځواکو ترمنځ مرګوني اختلافات رامنځ ته کړي کوم چې لښکرې ېې همدا اوس یودبل مخې ته ولاړې دي او یواوبل ګواښوي . دا هغه خطرونه دي چې زما په آندهغه دوران چې زموږ مخې ته دی موږ ویروی.٬٬   دنړۍ تاریخ…۱۷ مخ٬٬  

دسالزبري خبری دنولسمي پیړۍ خبري دي. ښايي ډیروته زړي ښکاره شي خو په همدې زړوخبروکې هغه انځور وینو چې نن په یویشتمه پیړۍ کې تر ټولو د مخه زموږ په  وینولړلي هیوادکې ځان ښيي  

متحده ایالات ،انګلستان،کانادا اواسترالیا  له اقتصادي ، سیاسي اوپوځي کډوګټوسره سم  دمتحده ایالاتو په مشرۍ دپوځي ګلوبالیزم پلي کول له نژادي پلوه دانګلوساکسونیزم یعنی یو ډول نوي فاشیزم بری بولی او له مذهبي پلوه هم داسلام په وړاندي د عیسویت دنړیوال کیدو ګډ ویاړ تر لاسه کوي .اروپا دنکسن په خبره خپل استعماري دور تیر کړی بیرته هغه دورته نشي ورګرځیدلی او په همدې وجه اقتصادي ،پوځي اوآن سیاسي  نیمګړتیاوو او کمزوریو دنړیوال بانک اوناتو له لارې له متحده ایالاتو سره تړلې ده.نفتي زیرمي ېې هم یواځي له امریکايي چاینل څخه یوڅه تومنه تر لاسه کولی شي. په دي دلیل  اقتصادي،پوځي اونفتي ګټواروپا له خپلواکې ارادې څخه بې برخې کړې یواځې په مذهبي لیوالتیاووکې له انګلوساکسوني نړۍ سره ځان شریک ویني.په دي لړ کې داسې هیوادونه لکه دختيځې اروپا تازه ٬٬ آزاد٬٬ شوی هیوادونه یا په آسیا کې هندوستان اوپاکستان بیا هر یوخپل حسابونه لري. دختیځې اروپا لاسپوڅي واکمنۍ په ښکاره مزدورې اوبډې اخیستونکي دي.پاکستان دافغانستان  دکړکیچ له برکته د سیمې پوځي ،اقتصادي اوآن اتومي هیواد شو.هندوستان چې د ناپییلتوب سیاست له دې لوبولرې ساتلی وو د پاکستان مخته تګ ورته ګران تمام شونوځکه ېې د افغانستان جګړې ته را ودانګل او په داسې حال کې چې د ناپییلتوب دسیاست ځانګو وه هغه خپل ټول اصول ېې مات او د ناتو په څنګ کې دافغان اولس پرخلاف او په تیره بیا دپښتنوپرخلاف ودرید. داهم تش په دې هیله چې پاکستان به دړې وړې شي  او لوی هندوستان به دناتو په مرسته رامنځ ته شي.ځينې بی خبره روښانفکران یا هغوی چی د پاکستان سخت له فساد او فتنې ډک افغاني ضد سیاست دپاکستان پرخلاف درولي داسې فکر کوې چې له متحده ایا لاتو او ناتو سره د هندوستان یولاس کیدل ګوندې یو نیک پال وی. دوی دی ته نه ګوری چې ګاونډي ګاونډي دی . هر یو ېې په هر وخت کې خپلې ګټې اوخپلې ستراتیژۍ لري . ډیر ځله داسې پیښ شوې چې له کوچنې ګاونډي سره د روغې جوړې چانس زیات اوله لوی اوزورور ګاونډي سره بیاملي پروسې سختې له کړاو سره مخامخ شویدي.د پاکستان مرګ او د هند دنیمي وچې خوب رښتیا کیدل له اټکل نه وتي خطرونه هم لري.چا چې  د هندوستان تاریخ لوستی وي او په هندوستان کې  ېې څو شپې او ورځې تیرې کړې وي او د هند اردو او پولیسو او همداشان استخباراتي کړیوته ېې دتاریخي افغان ضد سریالونولړۍ لیدلې وي پوهیږي چې د انګلیس تر دوسوه کلن استعمارلاندې هندوستان او وتلي شخصیتونه يي هم له پاکستان چې داهم دهمغه استعمارد لوبو نښه ده څه کم خیال  نه لري 

فقیدجواهرلعل نهرودهند د خپلواکۍ  یو وتلی   شخصیت ،د هند داوږدې زمانې لومړی وزیر او د ناپییلتوب د غورځنګ بنسټ ایښودونکی په داسې حال کې  چې وایی چې ٬٬افغانستان د پردو له پاره تل دغومبسو ځاله وه٬٬دافغانستان تاریخی موجودیت اصلاً په رسمیت نه پیژنې د آریاناتاریخ د هند تاریخ او د خراسان په نامه ځمکې  ترکستان بولي. دی په خپل کتاب ٬٬دنړۍ تاریخ ته کتنه ٬٬ دریم ټوک کې لیکي:٬٬د افغانستان تاریخ تقریباً دهند دیوې برخې تاریخ دی ځکه افغانستان عملاً یوه اوږده زمانه د هند یوه برخه وه…٬٬ ښايي دنهرو په شان یو وتلی شخصیت له دې خبرې څخه کوم بدنیت ونه لري خونن زمانه اوښتې  او سیاست د جاسوسی شبکو په لاس کې دتوطئوپه تور جال کې نغښتی دی.څوک ددې اټکل کولی شي چې د پاکستان پرځای به له هندوستان سره پوله په پوله کیدل د راتلونکي افغانستان په ګټه وي ؟ د هند تاریخ ددې واقعیت روښانه ښودنه کوي چې پښتنوقومونودهند دنیمې وچې په استعماري ضد مبارزو او دهند په خپلواکۍ کې ډیر اوچت ځای درلود.خو نن هندوستان دنړیوالې پانګې افغان ضد جګړه کې چې تر هرڅه دمخه ېې د پښتنو تاریخې ورکې ته خپلې مټې را نغښتي دافغانستان د خلکو په تیره بیا دپښتنوپرخلاف دپردیو پوځي تیریو او اشغال په څنګ کې ولاړ دی.او دا ځکه چې دوی د افغانستان د نابودۍ په بیه د خپل سیال پاکستان را پرځول غواړي.ټول  واقعیتونه ددې ښودنه کوي  چې  له افغانستان سره هیڅ ګاونډي دجهاني اوبشري اصولو اوښه ګاونډي توب له مخې عمل نه دی کړی.دا تریخ واقعیت هم دبیا بیا ښولو وړ دی چې افغان اولس تل په توره ګټلې خو په سیست کې خپل ښه نیت له بامه را غور ځولی دی. دغه حالت دبیلابیلو لاملونوزیږنده ښودل شوی دی :ځینې وايي نه پوښته ،خوش باوري اویوخیزه باورزموږټول تاریخي ژوند له ټکرونو سره مخ کړیدی. یو شمیر هم وايي دا هرڅه دملي هویت د نه پخیدو خبره ده،څوک وايي قبیله سالاری او قوم پرستي د ملی جوړښت مخه نیولی او دا حالت ېې را منځ ته کړیدی . څوک وايي لويي غوښتنه پړسیدلې، څوک وايي سمت پالنه لیونۍ شوې خو ددې ټولو ناروغیو له شته والی سره سره یو لوی علت دادی چې ټولنه په جبري توګه وروسته پاتې ساتل شوې او  همدې کبله دی چې آن په دې یویشتمه پیړۍ کې زما روښانفکر نارې وهي چې دا ولس دا ویده فیل مو ولې راویښ کړ.او په دي برخه کې ستره ګناه  دهغو وطنپالو بولي چې ملي دمکراتیک آرمانونه يې درلودل او د لویدیځ په تبلیغاتي ماشین کې کمونیستان ښودل شوی وو.له دې سره سم درنه ستونزه اقتصادي جبر دی.همدغه جبر له ګاونډیانو او نورو پردیانو سره داسې تړلي یو چې  ټولې پورته ناروغۍ د پردو په لمسه بړاس ته رسیدلې دي.او دا درنه   خبره ده. ویل کیږي چې د امیرحبیب الله خان په دوره کې هغه وخت چې لومړۍ نړیواله جګړه له نیمايي اوښتې وه یو شمیر افغان ځوانان امیر ته ورغلل اوعرض  ېې ورته وړاندې کړ چې انګلیس د افریقا په ښکرکې په جګړه بوخت دی . ډیر ښه وخت دی چې د افغانستان د خپلواکۍ اعلان وکړو. امیر په ځواب کې ورته وویل داښه خبره ده.زما هم خوښیږي چې خپلې کورنۍ ته یو لوی ویاړ وګټم  خو زه یو شپږ سوه کسیزه در بار او کور کهول لرم، تاسو لاړ شی ډیر نه ددرې میاشتو لګښت ېې را پیدا کړی زه ستاسو غږ ته هرکلی کوم. خو هغو خوارو افغان ځوانانو چې هر څه هڅې وکړې دغه شرط ېې پوره نشو کړای نو ځکه څه موده غلي پاتې شول.دامیر حبیب الله دا پلمه به پرځای نه وه خواقتصادي جبر یو واقعیت دی.دغه ترخه واقعیت له پردو سره زموږ تړاودی ته ورساوه چې ټول خوځښتونه مو له ملي هویت اودرنښت څخه لویدلي دي پردوته جاسوسي  په افغاني فرهنګ کې له افغانیت او میړاني را پریوتل ووخو اوس ویاړاو هوښیاري ده .! دویښوځلمیانود یوه وتلي نومیالي شخصیت ارواښاد عبدالهادی هادی توخی٬٬هادي  بحر٬٬   په  خبره اوس موږ دپردو کنځلې په خپلو خولو یوبل ته کوو.په ډیروپردوپورې تړل اوپه ډیرو خولو یوبل ترټل به څنګه ټولنه ،ملي هویت اوبیا ملی یوالی اوله سیالانو سره سیال کیدل رامنځ ته کړي او که داسې نشي نو که وړوکی کاونډی مو خوړی شي د لوی لویه ګیډه هم بې اشتها نه ده.پر دې برسیره واقعیت خو دادی چې  د ملې هویت سترې خښتې خپلواکې ،ځمکنۍ سلامتیا اوملي واکمني (توپیر نه لري چې دموکراسي وي که دیکتاتوری،شاهی وي که جمهوري)جوړوي ،کله چې وطن پردو نیولی وي ، ملی  هویت اوملی وحدت اوملي پرمختګ اوداسې نور هسې د نورو ننداره ده.چې موږ ېې لاس تړلي ننداره کونکي یو.    موږ آزادي نه لرو.د آزادۍ ننداره آزادې نه ده،آزادي د څو تنو له پاره هم آزادي نه ده.دمارکس استینرپه خبره:٬٬آزادی یواځي کیدای شي ټوله آزادي وي، دآزادۍ یوه توټه آزادی نه ده٬٬آزادي هغه وخت کمال ته رسی چې د انسان قدرت دهغه دځان لپاره وي ،آزادي هیڅ چاته بل څوک نه ورکوي.  دافغانستان حالات د یویشتمې پیړۍ  ددرانه ناتار په توګه څه ښيي:دولت يي په بن کې جوړ شو.دمتحده ایالاتو په سناریو دهمدغه هیواددیوه جنرال تر پوځي ډوله  قوماندې لاندې. همدغه ننداره ېې اشغال  شوي افغانستان ته راوړه.خلک له جګړې اوسنتي بنسټپالنې څخه نا خوښ وو، څه هیلې ورته پیدا شوې ځکه ملګري ملتونه يي په عمل کې نه ووآزمویلي او دوی ته ویل شوي وو چې دا هر څه د ملګرو ملتو دښه نیت له مخې ستاسو ټولوملي او عقیدتي ارزښتونو ته په ژوره درناوۍ ترسره کیږي، خلکوسرونه دصبر په ځنګنو کیښودل. خوډیر ژر ښکاره شوه چې دا ائتلاف او ناتو ده چې واکمني کوي ،نه ملګری ملتونه. له دي سره سره یو شمیر خلک په دموکراسۍ پسې راغلل جمهورئیس يي وټاکه ، پارلماني ټاکنې هم وشوې ،اساسي قانون هم ښه یا بد مخکې  را جوړ و‏،پردو راوستې جمهور رئیس دخلکو ټاکلی مشر شو،خو په عمل کي څه وشول؟ د واک اصلي کړي د امریکايي سلاکارانوشوه،هغوی ځانته د تنظیمونوله مشرانو پټه مشورتي ډله جوړه کړه.دغو سلاکارانو او تنظیمي مشرانوپه خپلو کې روغه وکړه چې حق حقدار ته ورسوی داسې چې هم په کورنۍ کچه هرڅه ددوی په منځ کې سم وویشل شي او هم په سیمه ییزه او نړیواله کچه!!!.په کورنۍ کچه هر تنظیم اووسله والې ډلې ته په  واکمنۍ کې خپل حق ورورسید.په سیمه ییزه کچه  لږ او ډیر د مور اومیرې خبره وشوه خوهر ګاونډي خپل څه تر لاسه کړل.پاکستان مخامخ دجګړې په لګښت کې شریک وګڼل شو داسې چې جګړې ته په ځانګړو شوو ډالري مرستو کې به غټه برخه ددوی بانکونوته ځي. له دې سره سم څرنګه چې نوې واکمني پردولښکرو دپاکستان په مرسته دپاکستان له چینل څخه را تیره کړې وه او داشغال لښکرې هم له همدې لارې پر افغانستان را پریوتې نو پاکستان که یوځل تنظیمونه واک ته را وستي وو،بل ځل ېې طالبان را مخته کړل .دادی اوس په متحده ایالاتو اومتحدینو پورې تړلې په بهر کې جوړه شوې واکمني يي په خپلو اوږو دواک ګدۍ ته را ورسوله نوپه همدې دلیل دټولې واکمنۍ،ټولو تنظیمونو او آن د طالبانو په خوځښت کې پرانیستی لاس لري . ددې په وړاندې ایران  ته هم په افغانستان کې دپاکستان اوله هغه لوري څخه دسعودي اونورې عربې نړۍ پراخه نفو‌ذ او ددوی په اصطلاح ددوی تر زنې لاندې را رسیدلی لوی شیطان دځغم وړ نه و.نوځکه ېې له خپلې خاورې را شړلي شیعه تنظیمونه اوهغه روښانفکري توپیر پلوه ایران پاله افغان روښانفکران خپلې غیږي ته ور نږدې کړل کوم چې هم په سیاسي او هم په فرهنګي او آن مذهبې ناروا افغانستان دښمنه لمسونو کې د ایران په ګټه کارکولی شي.ایراني آخوندان هوښیار وو.دلوی شیطان په وړاندې ېې ژبه آرامه خوتوره ېې اتومې کړه.کمونیزم ، کفر اوالحاد ېې د پرون خبرې وګڼلې ځکه پرون د افغانستان دورانولوښه وسله همغه وه،نن ېې روسيي،چین،شمالي کوریا اوکوباته غیږه پرانسته او دوینزیویلا او بلووې واکمنیوسوسیالیستي افکارېې دخوښې وړ شول.اوله دې لارې ېې دلوی شیطان په وړاندې لویه دودې په حال کې دنیا راخپله او دځواکونوانډول ته ېې له ټولو سره یو ځای بل رنګ ورکړ.روسيي دمنځنۍ آسیا جمهوریتونوته آزادي ورکړه خو له خپلې پوځي او اقتصادي ولکي څخه ېې ونه ویستل.پر افغانستان دائتلاف او ناتو یرغل منځنۍ آسیا روسيي او ایران ته نږدې کړه او دهغوې په مرسته ېې په افغانستان کې خپل تر اغیزې لاندې افراد او ځواکونوسره نږدې او په سیاست کې ېې ناندریوته وړاندې او امتیازونو ېې یا واخیستل اویا ېې وساتل.لکه څنګه مو چې داړتیا له مخې په تکرار وویل هند په افغانستان کې د پاکستان بېساري اغیزورو ورود ائتلاف غیږی ته ور غوځار کړاو د خپلو بیکارانو له پاره يې بې شمیره کمپنۍ هم په دې بې څښتنه هیواد کې تر لاسه کړې. داسې کمپني چې د خاورو د پاسه قیر تویوي دځمکې مخ توروې خو میاشت لا تیره نه يي چې هغه توره لیکه چې د پاخه سړک په نوم يي ویستلې دخاور اوخټو په زړه کې ډوبه شې.دسلما دپروژې دجوړیدو امتیاز خوېې هم تر لاسه کړ خوکله به جوړیږي دانو خدای پوهیږي. 

چین په افغانستان کې د هغه دولت پرضد چې لویدیځ په کمونیزم تورن کړی وپداسې حال کې چې په خپله دکمونیزم وتلی بې سیاله ځواک کڼل کیده يواځې په دې خاطربرخه واخیسته چې دجګړې په لویدیځ پلوه لوري خپله زړه ګودام شوې پخوا له شوروي څخه را نیولې وسله وپلوري او دببر کاغذي ډالر تر لاسه کړي. همدې خوند نوی اشغال ته هم په دې هیله را کش کړچې دلوګردعینکودمسو کان تر لاسه او له یورانیمو څخه يي ځانته خپله دنیا جوړه کړي.له ګاونډیو هیوادو نه ها خوا آن عربې واکمنوهر یوه ځانته یوڅه په نښه کړل.خو اصلي نښې د ائتلاف او اروپايي متحدینو نښې، موخې اوغرضونه دي  

 په دې خاطر په نړیواله کچه متحده ایالاتو،کانادا،اود اروپا نږدې هر هیواد ترهرچا د مخه په کابینه کې خپل وزیران او په پارلمان کې خپل استازی په افغاني جامه اوبڼه کینول.پایله څه شوه؟  ددوی منلي او دخلکو ټاکلی جمهور رئیس شته خوکه نور يي ونه غواړي خپله  هيڅ اجرايي واک نه لري.د بیلګي په توګه هغه  وزیران او والیان چې د متحده ایالاتو یا دهریوه اروپايي هیواد شبکوخوښ کړي او واک ته يي رسولي دي  نه جمهور ئیس،نه پارلمان نه ستره محکمه نه کوم بل مقام هغه له ځایه ښورولی شي.په دې خاطرپه افغانستان کې دولت نه بلکې واړه واړه دولتونه د څه ناڅه ګډوګټو در لودونکي دولتونه سره راټول شویدي. پارلمان نه بلکې په پارلمان کې پار لمانونه دي.د هر وزارت او هر ولایت د تشکیلاتو حالت هم همدغسې ګډوله دی.همغسې چې وزارتونه،ولایتونه ،پارلمان،پوځي اوامنیتي  امتیازات د هیوادونو په نوم ویشل شوي ،دهیواد اقتصاد هم د انجیو ګانو له لارې په هیوادونو ویشل شوی دي.غويي حلالوی ،   غوښه ،پوست او آن هډوکي ېې وړي او غدود يې  پریږدي. په داسي حال کې ده چې اوس خلک پوهیږي چې وروسته  له اوو کلونو څخه اوس دائتلاف،ناتو او آیساف ،دموکراسي  دبشر حقوق، داولسونوداستقلال او آزادۍ او د افغانستان د آبادۍ خبره چیرته رسیدلې ده؟ 

واقعیتونه به په بیلابیلو فصلونو کې وګورو او د جاج اخیستنه به د افغانستان خلکو اوبشریت ته پریږدو

دجګړې په ډګر کې

  یوه لنډه یادونه: درانه لوستونکي  ښايي دې خبرې ته پام ولري چې دلیکوال منظوردپیښوکرونولوژیک بیان نه دی.دافغا نستان  کړکیچن حالات او په تیره بیا په جګړه کې دسیا دشبکې له ګمارل شووخبریالانوپرته د آزادو خبریالانودفعالیت د امکان نشتوالي ددی لامل شوی چې د افغانستا ن پیښې  په سمه ،بشپړه اوبې داغه توګه را ټولول ډیر ستونزمن او نه کیدونکی شی . یواځې هغه پیښې ماتې ګوډې خلکو او نړیوالو ته رسي چې پټول ېې ناشوني وي .دپیښو دپيښیدونیټې اوکله کله ځایونه هم تت دي .ځکه کورنۍ رسنۍ ډیر وخت پټه خوله تیره وي او بهرنۍ رسنۍ هم هره پیښه په عامه توګه د افغانستان په  ختیځ،جنوب یا لویدیځ کې ښیی پرته له دې چې ووايي چې کوم ځای ته ختيځ  ،کوم ته لودیځ  اوکوم ته جنوب وايي .داچې دلیکوال منظور دپیښو یو کلې ا نځور ایستل او په هغو کې د افغانستان نن او را تلونکې په ګوته کول دي نو هیله  ده چې د کار په اصلي تومنه  فکر او غور وشې اوپه دې برخه کې دلیکوال راتلونکو هڅو ته مرسته ورسول شي.شووشمیرنو له مخې په افغانستان کې   ۷۵زره بهرني پوځیان دافغانستان له خلکو سره په جګړه بوخت دي.که له دغې شمیرې سره د متحده یالاتو دسمندري ځواکونوکوماندويي برخه چې وخت ناوخت د جګړې ډګر ته رادانګي او هغه هوايي مرسته چې همدغه ځواکونه يې  هروخت تر سره کوي ورزیاته کړو نو دپردو لښکروشمیره همدا اوس له سل زروڅخه اوړي.له دی سره دافغانستان تش په نوم ملي اردو ، پولیس، امنیت او له ائتلاف، ناتواو ایساف سره قرادادی پخوانۍ وسله والې ډلې هم که په پام کې ونیول شي نو لږ تر لږه یو درې سوه زریز منظم اوغیر منظم بهرنی او کورنی پوځ د ګمارل شوی دولت په ګټه جګړه کوي.له دې سره سره په  ۲۰۰۸ کال کې حالات دې ته ورسیدل چې اوس ائتلاف، ناتواوآیساف خپله کمزوري او ناکامي نه پټوي او د وروستی چارې په توګه  نږدې دیرس زره نورې لښکرې پر دې وطن را پریبا سي اوورسره کورني ځواکونه په لوڅو ډډو د جګړي مرګوني ډګر ته ور ټیل وهي. هغې جګړې چې داخوا پښتانه ېې وخوړل او جنوساید پرې اجراشو اوس هاخوا پښتنوته هم مخه کړیده او هره ورځ ښځې او ماشومان د امریکايي بې پیلوته الوتکوښکار ګرځي.دادی وګورۍ په یوه کال کې په افغانستان کې جګړې څه وکړل

=========================================================================. 

ددغه کال په اوږدوکې درسمې خبري رسنیو له مخي له پنځه سوه زیات پولیس اوداردو او امنیت منسوبین وژل شویدي .دکورنیو چارو دوزارت د یوې خبرتیا له مخې پولیسو د۲۰۰۷ کال په پرتله لږ مړینه در لودلې ده.ددولتي اوبهرنیو خبري رسنیو له مخي ددولت او تجاوز مخالف لوری دطالب،وسله وال مخالف ،اوددولت د مخالفینو په نومونو یاد شویدي. ددغودری نومونو لاندې چې ټول طالبان ګڼل کیږي ۲۵۹۲تنه له منځه وړل شویدي .په دې لړ کې د ملګرو ملتو دشمیرنې له مخې ۱۷۷۶ تنه ملکي بیګناه خلک  هم وژل شوید.داپه داسي حال کې ده چې له کورنیو او بهرنیو رسنیوڅخه دلیکوال راټولونې  ښيي چې له ۲۳۰۰ تنو څخه زیات ملکي خلک دجګړې قرباني شویدي.دملګرو ملتونو شمیرنې ښيې چې دملکي خلکوله ډلې څخه ۶۲۵ تنه د ائتلاف، ناتو او آیساف بې ځایه بم غورځونو او دشپې له خوا د خلکو په کورونو د وردانګلو له لارې وژل شوی دې . په داسې حال کې چې شمیرنې ښيې چې نږدې ۱۲۰۰ تنه ملکې خلک همدغو بم غورځونو ،پوځي یرغلونواو شبخونونو وژلي دي.په دې خو هر څوک پوهیږي چې دجګړې ټپیان تل تر مړو زیات وي اود افغانستان په در دوونکو شرایطو کې ډیر ټپیان خپل ژوند له لاسه ورکوي، نو که داسې وګڼو چې دجګړې ټپیان پنځوس په سلوکې وې او ۲۵ په سلوکې ېې ژوند له لاسه ورکړي په افغانستان کې دیوه کال وژل شوي افغانان مخالف دي که موافق نږدې لس زرو ته رسې.که له دې شمیرنې سره دمخالف لوري ورکړي شمیرنې او د خلکود سترګو لیدلی حالت وکتل شي دغه شمیره دوه برابره لوړیږي یعنې په یوه کال کې شل زره افغانان د ائتلاف، ناتواوآیساف ددموکراسي قرباني کیږې.که په تیرو شپږو کلونو کې ددي شمیرنې نیمايي هم په پام کې ونیول شې، نو افغانانو دپوځې تیري له پیل څخه بیا تراوسه اتیا زره انسانان له لاسه ورکړي دي. خو له فساد، وحشت،قاچاق،او دولتي مافیايي کارونو پرته ېې بل څه نه دي لیدلي.داپوښتنه را منځ ته کیږی چې ولې نوله شپږو کلونواشغال نه وروسته دا مرګونه داسي په هندسي ډول پورته ځي. داخبره څو لاملونه لري

 لومړی:په یوه خوار، بې وزلي اووروسته پاتې ساتل شوي هیواد کې دنړۍ د ډیروستروزبرځواکونویوپراخه متحد پوځي یرغل په پیل کې ټولنه ترسیوري لاندې نیسي او څه ناڅه ېې بې زړه کوي.خو د وخت په تیریدوخلک او اولسونه دخپل برخلیک په خاطر را خوځي او دي ته اړ کیږي چې په داسې چاپسې لاړ شي چې ددوی ملي آرمانونو اوعقیدتي ارزښتونو ته دژغورنې ژمنه ورکړي.له بده مرغه په افغانستان کې دوخت له واکمنۍ سره نه پخلا کیدونکي چپ او ناسیونالیست خوځښتونه یا دشوروي اتحاد دپوځي یرغل په وخت کې دبنسټپالنې لمنې ته ورولویدل او هملته بې نومه او بې نښې شول او له خپلو تیرو څخه ېې توبې ورکړې اویا هغوي چې لس کلنې په نوم واکمنۍ يي هم درلودلې له لویدو وروسته دخلکو منځ ته وره نه غلل اوډیروېې وطن پریښود او په بهر کې هم په کوم ځواک بدل نه شول.ددموکراتیکو خوځښتونو کومې لیکې چې دځانګړو افرادو په توګه دژوندي پاتې کیدو په هیله خپلو خلکو ته ورغلې وې هم د خوځښت کوم توان ورسره نه وو.په دې دلیل خلک دي ته اړ شول چې د تیري په وړاندې هغه خپل مخکښ کړي چې د مقابلې او مقاومت توان لري.دغه توان په عمل کې له هغو سره ووچې په عمومي توګه دطا لبانوپه نوم یادشوي او د خپل سنتي دیني دریځ له مخې بنسټپال، له القاعدې سر تړلي او په پاکستان کې روزل شوي ورته وايي . خوواقعیت دادی چې له ټولو وروسته پاتې ذهنیتونو او دواک په وخت کې له ټولو روا اوناروا کارونوسره سره که دخلکوپه غیږ کې ځای ونه لري نو نه  په ځواک بدلیږي او نه دخلکو د پاڅون  دمخکښتوب ویاړ ته رسي.په دغه خوځښت کې چې د تیري په وړاندې تر ټولوپیاوړی خوځښت دی بې له شکه د القاعدې ،قبایلي ،پنجابې ،سندی عربي او نوري نړۍ داسلامي خوځښتونو مرسته اوآن مخامخ شته والی دپټولو وړ نه دی خو داکار لومړی داچې ډیرحیرانوونکی نه دی ځکه چې مقابل ائتلاف او د ناتو شته والی هرمخالف خوځښت دې ته اړ باسي چې نړیوال ملاتړ تر لاسه کړی .توپیر یواځې په دي کې دی چې ائتلاف او ناتوبهرني پوځي دولتي خوځښتونه دي اومقابل مقاومت دولتي اورسمي پوځي بڼه نشي نیولی او له همدې کبله خپل توان او تومنه په ملي اونړیواله کچه له خپلو همفکرواوهم عقیده خوځښتونو څخه اخلي.دویمه او د پام وړ خبره داده چې د افغاني ټولنې فکري جوړښت په عقیدتي ستنو ولاړ دی یواځې هغه پردی په خپل څنګ کې ځغملی شي چې ددوی عقیدتي ، اخلاقی او تاریخي ارزښتونوته په سپکه ونه ګوري.

 دا واقعیت هم باید هیرنکړوچې دمقاومت په لیکو کې د پردو شته والی په سمندر کې د څاڅکوځای لري.که داسې نه وای نو واکمن دولت اوبهرني تیری به  په تیرو اوو کلونو کې ددومره پردوطالبانو مړي او ژوندي نیول شوي راښودلي وای چې اوس به هر چا فکر کاوه چې داجګړه نه د افغانستان خلک بلکې په رښتیا پردی طالبان کوي.لیکوال په دې ښه پوهیږي چي ددې ترخو، خوعیني واقعیتونو‏په ویلو سره به څه تورې ټاپې خوري خو څه وکړي حقیقت حقیقت دی اوپټول ېې د خلکو تیر ایستل،د تاریخ ړندول او ناتار ته هرکلی ویل دي.

 دویم: ددښمن دلښکرو اوځمکني او هوايي تخنیک په هکله او همدا شان ددښمن د جګړییزوتاکتیکونو په برخه کې معلومات ترلاسه کول او ځان مقابلې ته جوړول هم یو وخت اوزمان ته اړتیا لري. 

 دریم : نننۍ زمانه د اتحادونو ، ائتلافونواو جبهيي خوځښتونو زمانه ده.پر افغانستان پوځي یرغل په خپله د همدې خبري ښودنه کوي.په داسې حالاتو کې تر پوځي یر غل لاندې راغلی هیوادهم دې ته اړ دی چي دمقاومت او مقابلې له پاره سیمه ييز او نړیوال ملاتړي پیداکړي داخبره په خپله دوخت غوښتنه کوي

 څلورم :جګړه دوینې او کسات تخمونه کري دغه تخمونه وخت غواړي چې ثمر ته ورسي

پنځم : هر اشغال په پیل کې خلکوته څه ښکلې ژمنې ورکوي او داسې ښيي چې دهیواد دنیولو خیال نه لري . ښايي داخبره سمه هم وي خو هغه دپیړیو ستراتیژۍ چې دوی يې مخې ته لري اشغال ته عمرورکوي اوددې په وړاندې دخلکوباور پخیږي چې دا اشغال دوام مومي نو ځکه پاڅون ته مټې را نغاړي

 شپږم: هرڅومره چې مقاومت پراخه ،سراسري اوملي کیږي هغومره وحشت پر يرغلګرو پوځونوراپریووځي اوجګړه دخونړۍ ناتار په لور درومي.

 اوم : ټولوته ښکاره ده چې متحده ایالاتوعراق څنګه ظاهراً مات کړ.هلته يې لومړی شیعه عراقیان اوکردان په غیږ کې ونیول اوسنیان ېې را وپرځول.وروسته داچاړه له کاره په لویدوشوه، دمقتدا صدر په شان شیعه مشرانو او ورسره ملیشاوويې داشغال دښمني پری نه ښوده.متحده ایالات دې ته اړ شول چی دبوش په غوښتنه دیرس څلویښت زره نور پوځونه هغه هیواد ته ولیږی اودشیعه او کردانو ملیشي او پیش مرګي هم وخوځوي . خودې کار هم څه ډیره ښه پایله نه درلوده نود جګړې تاکتیک ېې واړاوه او هغه داسې چې دمخامخ جګړې پرځای ېې ناڅاپي بم غورځونې اوشبخوني یرغلونه پیل کړل او په دې توګه ېې یو داسې وحشت را پورته کړ چې هیڅ عراقي دولتي و که مخالف په خپل کور کې آرامه خوب نه در لود 

د بوش،دیکچینی،رامسفلد، رابرت ګیتس اونورو دغه تاکتیک چې په عراق کې د امریکا دبري تاکتیک ورته وايي افغانستان ته هم په نظر کې ونیول شواود ۲۰۰۸ م کال له پیل څخه دغه نښې را څرګندې او اوسني وحشت ته را ورسیدي.دبوش دسی آی اي رئیس اوس داوباما ددفاع وزیر دی.اوددیګچیني اجیري لښکرې هم داوباما په غوښتنه زموږ پرهیواد را پریوتې.  له همدې کبله جګړه مخکې له مخکې زور اخلي اوپه۲۰۰۸ کال کې وژنې دوه برابره کیږې.دا حالت ډیر نورکورني او بهرني لاملونه هم لري چې په دې لیکنه کې نه ځاييږي. خو وګوروچې د عراق تاکتیکونه په افغانستان کې پلي کول په عمل کې څنګه مخته ځي

 زور ښودنه، وحشت خپرونه،دخلکوپه منځ کي نفاق اومرګونی بیلتون راوستل،قومونه او اولسونه سره اچول دا دهر پردي او په پردیوپورې تړلو کار دی.دافغانستان جګړه په پیل کې د ګاونډیانو له لوري په همدغو افغان دښمنه بشري ضد غرضونو پیل شوه . چا سني تنظیمونه چاشیعه تنظیمونه ،چا پښتنې ،تاجیکي ،ازبیکي،هزاره ګي،نورستاني اونورې ډلې را جوړې کړې او زموږ ورونه اولسونه يې یودبل پرخلاف ولمسول او د ملې نفاق اور ته ېې لمنه ووهله.چا بیا د کفراو اسلام په نامه پرخپلو اولادونو پسې دپردو تبلیغ دومره وپړساوه چې هر عدالت غوښتونکې استبداد ضد دموکراتیک آرمان دکفر او الحاد توره وخوړه.دا ټول په دې خاطر چې دسړې جګړې بازارتود اوبری دپانګوالې نړې په  برخه اود پانګې نړیواله واکمني ترسره شي.نن چې پانګوالې نړۍ دخپلو اوږدو ستراتیږیولومړی پړاو وهلی بولې اونوره نړۍ ورته دمریانوپه شان بریښي ، نو پرهر اولس ور دانګل خپل قانوني او حقوقي حق بولې اود ٬٬الحق لمن غلب٬٬ پر بنسټ هر څه چې وغواړي همغه تر سره کیږي  

دشمال دوستان، دجنوب دښمنان،دشمال الیانس، د جنوب یاغیان،دشمال دموکراتان دجنوب بنسټپالان… دغه زهرجنه ترخه مرګونې لوبه دپردو او په پردو پوری تړلو ملي ضد ډلو ټپلو لوبه ده نه زموږدخلکو او اولسونو.واقعیت خو دادی چې یواځې جنوب نه دی اشغال بلکې وطن اشغال دی .وطن، ناموس او تاریخي هستي دویش وړ نه دی.  پردو کوډوموږ دومره ړانده کړي یو چې د خپل وطن دبچو د وینو په وړاندې دوه ګونی احساس لرو.که په جنوب کې مري پاکستانی دی .که په شمال یا مرکزی سیموکې مري امریکایی یا روسی پلوه ،یا ایرانی دی .په داسې حال کې چې نه، دا هر یو زما دوطن بچی دی.دا موږ نه یو چې یو او بل وژنو بلکې دانور دي چې یو پر بل مو وژني او دمرګونو فتوا هم نورراته لیکي. ترهګردی،دمخدره توکوسره سرو کار لري،ښونځي سوځي،بمونه ږدي ،خلک وژني ، بنسټپال دي ، دموکراسی نه مني،دنړۍ امنیت ته ګواښ دي…  یواردجهاد کلونه درپه زړه کړۍ همدا ټول کارونه نه کیدل او دهمدې کارونو  په سر لویدیځ پانګونې نه کولې ؟ وايي ترهګر له پاکستانه راځي  ،(موږ ددې خبرې دروغ او رښتیا نه څیړو) واقعیت خو دادی چې ترهګر خو څه چې جهادې تنظیمونه او دواک ګدۍ ته رارسول شوی بېواکه دولت هم دپاکستان له سیوري راتیر شویدی.همدا اوس هم ټول تنظیمونه،وسله والې ډلې او سیاسي جوړښتونه او خوځښتونه مخالف  دي که موافق لکۍ ېې له ګاونډیو سره تړلې ده.په همدې دلیل دی چې د ملې هویت ، ملي باوراو ملي اعتماد وړ سیاسي خوځښتونه نه لرو.او له همدې حالت څخه د اشغال لښکرې ګټه اخلې او زموږ پر خلکو هغه کوي چې عراق دبشریت له یاده وباسي.پیښوته دنیټو له ناسموالي سره سره وګورۍ:

د۲۰۰۸ م کال دجنوری په اتمه یوې بهرنۍ ورځپاڼې ولیکل چې په مو سی کلا کې اردو،ناتو او ائتلاف بې شمیره ملکي کسان ووژل اود خلکو کورونه يې لوټ کړل

دغه هوایی اوځمکني مرګوني یرغل موسی کلا توپاني کړه او سره له دې چې په زرګونو سرونه ېې ورکړل خودښمن ته په ګونډو نه شول.داچې په دې یرغل کې څومره ووژل شول،څومره ټپیان شول،څومره کډه شول او دڅومره  خلکوکورونه لوټ  اوتالان شول هیڅوک ېې حال نه لري ځکه دولت خوله پټه کړه او رسنۍ هغه چې افغان لیکوال امین فروتن ېې ٬٬مافیایی رسنۍ٬٬ بولی هم ګنګۍ شوې.    دجنوري په ۱۹ د وټه پور پر ولسوالۍ ځمکنی او هوايي یرغل وشودولتي سرچینو ۲۴مړه او۱۲ ټپیان وښودل.خبر ژر پټ شو. دولت د څیړنې ژمنه وکړه خو هرڅه په همدې ژمنه کې پاتې شول.دوټه پور د خلکو له خولې امریکايي ځواکونوآن په کاریزونو کې پټ شوي خلګ په زهر جن ګاز ووژل

د فبروري په لسمه د لوګر په ولایت کې دپولیسو۱۵ کسیزه ګزمه امریکايي الو تکو له منځه يوړه او اعلان  ېې وکړ چې په لسګونو دښمنان يې وژلي دي.دولت بیاهم دڅیړڼې دروغجنه ژمنه وکړه 

دمارچ په ۳۱ رسنیو اعلان وکړ چې د افغانستان په جیلونو کې یولس زره افغانان بندیان دي . په دي شمیره کې هغه بندیان نه راځي چی دبګرام ،په امریکايي زندان،دکابل دکلوپ عسکري د آیساف په زندان،په شینډند کي د ناتو په زندان او د ائتلاف،ناتو ،آیساف ، اوخصوصی امریکايي کمپنیو په نورو زندانونو کې تر شکنجې لاندې دي 

د اپریل ۲۸ له ګرمسیر ولسوالی څخه ۳۳ زره کورنۍ تیښتې ته اړ شوې چې ډیرې ېې تر ننه په کابل کې د لوږي او بېوزلی ژوندتیروي.ددوي کورونه لوټ اوشته ېې بربادشول.په نوموړې ولسوالۍ باندې ځمکني او هوايي یرغل په سلګونو تنه له ژوند څخه بې برخي کړل خوعملیات یوه شبخون ته ورته وو. همداچې انسانان يې مړه او کورونه ېې لوټ کړل ځواکونه بیرته لښکر ګاه ته را وګرځیدل

د مې دمیاشتې په ۲۵ متحده ایالاتو هغه دوه امریکايي پوځیان چې په ننګرهار کې ېې ديوه بم دچاودنې په سیمه کې ۱۹ عامه وکړي وژلي وو بیګناه اعلان کړل او داسې ېې وښودله چې هغوي له ډاره په دغو ۱۹ تنو ماشینګڼې چلولې وي او دا حالت په جګړه کې کیدونکی دی.ددغې پېښې د ژوندیوپاتې شوله خولې ویل شوي چې امریکايي پوځیان په دي پوهیدل چې دا خلک لاروي اوبیګناه وو.      داپریل په۲۸ نړیوالو رسنیو خبر ورکړچې د ګوانتا نامو په ناولي جیل کې لس تنه افغان او ۵۰ تنه عراقي ماشومان هم بندیان دي.دا دمتحده ایالاتو د هغې ادعا ښه ثبوت دی چې ځان دبشر دحقوقو تر ټولو مخکې مدافع ګڼي

داخبره هم د یادولو وړ ده چې پرافغانستان باندې له پوځي یرغل وروسته هغه وخت د متحده ایالاتو دخوښې وړ واکمني را وستل شوه یوشمیرامریکايي کانګستران چې په یقیني توګه ددیکچيني له اجیرانو څخه ووافغانستان ته را غلل او هر یوه ځانته دافغانانودنیولو اوشکنجه کولوپټې داسې جیلخانې پرانیستلې چې له ماشومانو څخه نیولې تراتیا او نوي کلنوسپین ږیري پکې په میاشتو میاشتووزوریدل او په پای که له دغو نیول شوو کسانو څخه  ډیر شمیرتري تم شول.په دغوشخصي جیلونو کې دنیول شوو سپین ږیرو عقایدو او مقدساتو ته په سپکاوۍ  بر سیره دجنسي تیریو ډیرې کیسې را پورته  شوې.دغه لړۍ رسوا شوه ، متحده ایالاتوددغه بشري ضد عمل او ورسره رسواییو پړه په غاړه وانه خیسته خو دکابل واکمنۍ اونړیوالو ملاتړو ېې د پيښې دڅیړلوژمنه ورکړه داسې ژمنه چې څه دپاسه څلور کاله پرې تیر شول خوپته ېې ونه لګیده.هیره دې نه وي چې د همدې رسم له مخې پخوانیو جګړه مارو خوخپل جیلونه در لودل ، رسمي دولتي مسئولینو هم ځانته پټې جیل خانې را جوړې کړې چې ددې لړی یوه پیښه دفراه ولایت په یوه ولسوالی کې دامنيي د قوماندان پټه شخصي جیلخانه وه چې دولت د خلکو د پرله پسې غوښتنو له مخې هغه وژونکې جیل خانه رسوا او وېې تړله.  

  دجون په اتلسمه دارغنداب خلکوته دائتلاف،او دولتي ځواکونو له خوا پاڼې خپرې شوې چې خپل کورونه پریږدي څو دوی د طالبانو خلاف هوايي او ځمکني عملیات تر سره کړي،کورنیو او بهرنیوواکمنو دې ته ونه کتل چې دا خلک چیرته لاړ شي او ددوی په رسیدلو باغونو او فصلونه به څه راځي او کله چې بیرته را وګرځي نو هغه شین ارغنداب چې په سوې دښته اوښتی وي دوی به څه خوري او په څه به ژوند کوي.او همدا شان  که خلک له دې خبرتیايي پاڼو څخه خبریږي اوډګر تشه وي خو طالبان یا مخالفین هم څه لیوني خو نه  دي چیرته چې دجګړې مخامخ  توان نه وي هغوي هم کولي شي ډګر پریږدي.په داسې حالاتو کې  ړندې بم غورځونې  دخلکو له کورونو او باغونوورانولواو سوځولوپرته څه کولی شي؟   

دجون په ۲۲ بهرنیو رسنیوداخبر خپور کړ چې د متحده ایالتوترقوماندې لاندې هوايي ځواکونو په افغانستان کې داسې بمونه په کار وړي چې په اعصابو فشار راوړي او وروسته انسان له همدې فشار څخه ژوند له لاسه ورکوي.داعمل نه يواځې یو جنګي جنایت دی بلکې ددغو بمونو قربانیان د جګړې دقربانیانو له شمیرې څخه پاتې کیږي او څوک نه پوهیږي چې ددې روانې جګړې د هر کال له ژوند څخه بې برخه شوو شمیره چیرته رسې.        

د جو لای په ۲۸ امریکايي پوځي لوړ پوړوپه خپله داخبره وکړه چې:٬٬دامریکا دهوايي پوځ د خبر تیا له مخې د جولای په میاشت کې پر افغانستان ۵۱۵ درانه بمونه غورځول شویدي،[دا ۲۰۰۷کال دجولای شمیره وه]د۲۰۰۸ کال په جون کې دغه شمیره۶۴۶بمونوته پورته شوه.د۲۰۰۷کال په اګست کې ۶۷۰ بمونه اچول شوي و، دغه شمیره د۲۰۰۸ کال په جون کې ځکه را ټیټه شوه چې نورې درنې وسلې لکه هوايي اې سی ۳۰بمونه،او هوايي راکټونه ورسره زیات شول،له دې سره دسمندري ځواک هوايي ځواکونواې -۱۰،آ ف ۱۵اې ا و له لرې څخه دڅارل کیدونکوالوتکوڅخه کار واخیستل شو.دا يواځې امریکايي بم غورځونې دې. په دې شمیره کې دامریکا د متحدینویا ائتلاف،ناتو ،او آیساف بم غورځونې نه راځي٬٬

دافغانستان په شان یو آسیايي وروسته پاتې ساتل شوی ،بې وزله دیرس کلنې جګړې وهلی هیواد او په یوه میاشت کې تر ۵۰۰ زیات درانه بمونه پرې ور غور ځول او له دي سره ځمکني او هوايي توپچی اوراکتي پرله پسې ګوزارونه او د ناتو او آیساف ځانګړي درانه عملیات تر سره کول دا دې وطن ته دسولې،دموکراسۍ او بیا ودانولو څه  پریږدي؟ددغو ناروا بشري ضد جنګي جنایاتو پټ او ښکاره په اصطلاح افغاني روښانفکران دا ټول په یوه خبره ځوابوی او هغه داچې طالبان دې مقاومت پریږدي څو وژني ونه شی.دغه روښانفکران اوس په ښکاره دنړیوال کیدو تر نامه لاندي د خپل وطن تاریخ،خپلواکي اوملي تاریخي هستي هیڅ او دائتلاف او ناتو دواکمنۍ نړیوال کیدل تاریخ ګڼي.

داګست په شپاړسمه ائتلاف په سپین بولدک کې دخلکو د اونیزې میلې پر ځای د شپې له مخې بمونه خښ کړل.پیښه یوتن کلیوال ولیده اوخلک ېې پرې را خبر کړل.دیرش کلنې جګړې هرچیرته داسې کسان روزلي چې که بمونه ایښودلی شي نوله کاره ېې هم غورځولی شي.خلکو دغه بمونه رالوڅ او له سیمې څخه ېې وویستل.سباچې دائتلاف ډلې راغلې دخلکو میلې او ګڼي ګوڼې حیران کړل.دسیمه ییزو جاسوسانوپه مرسته  ېې هغه څوک ونیو چې ددوی دام ېې رسوا کړی وو.خلک له مرګ نه وژغورل شول خوهغه نیول شوی انسان ترنن ورځې پورې تری تم شو.

داکتبر۱۳ دغزني په اندړو ولسوالۍ کې پر یوه جنازه بم غورځونې پیل شوي.ډیر خلک مړه او ټپیان شول.خو ددښمن زړه یخ نه شو.چورلکې ېې را کوزي شوې داړونکي سپیان اوسپاهیان ورنه راووتل دتیښتې په حال کې پاتې کسان ېې کلابند کړل.لومړی ېې په سپو وداړل وروسته يې دماشینګڼوي ډلییزاور پرې ترسره کړ،دنوموړې ولسوالۍ خبریال پیښه ومنله خوداسې ېې وښوده چې  داپیښه ځکه پرځای وه چې دامړی دیوه طا لب و اوپرې را ټول شوي کسان هم طالبان وو.؟؟؟ 

په افغاني او اسلامي دود کې جنازه د هر چا چې وي څوک ېې د سپکاوۍ حق څه چې آن دښیراکولوحق نه لري.په جنازه پسې داسلامې عقیدې له مخې هر مومن مسلمان ځي اودجنازې لمونځ خپل فرض ګڼي.هیڅ منطق دا نشی منلی چې د یوه کلیوال طالب جنازه دې یوازې طالبان واخلي اوکه همداسې هم شوي وي دجنازي په سر  را ټول شوي مسلمانان په ډله ییزه توګه وژل،جنازه سپکول له اسلامیت او افغانیت څخه مخه اړول او پردوته مرییتوت تر سره کول دي.په داسې وحشت کې خلک په چاپسې لاړ شي په هغه خپل طالب پسې که په دغه پردي مريي روښانفکر پسې؟ د افغانستان دخلکو د ضدیت او مقاومت لاملونه باید په همدې کړو وړو کې ولټوو. د اکتبر اولسمه په نادعلي کې د ناتو او ائتلاف بم غورځونو ۲۷ تنه ملکي بیګناه خلک ووژل . ددغې شمیرې ډیر يې ماشومان اوښځې وي.  

دنوامبر په پنځمه نیټه د قندهار په شاولیکوټ کې دغو وژونکو قصدي بم غورځونواوورسره ځمکنیو او هوايي درنو وسلوپه یوه واده کې پځه نوي تنه ښځې او ماشومان له ژووندانه څخه بې برخې کړل.دولتې سرچینو داسی وښوده چې ۵۴ تنه وژل شوی چې ۳۷ ېې ملکي وګړي او۲۶ ېې طالبان دې.داسې ښکاري چې دولتي واکمن په شمیرنه هم نه پوهیږي او داځکه چې ۳۷ او ۲۶ ټول ۶۳ کیږي نه ۵۴

طالبانو په خپل خبر کې وښوده چې دوی له دغه واده څخه خبر هم نه وو او هیڅوک ېې هلته نه دي وژل شوي .دولتي واکمنۍ بیا د پخوا په شان د څیړنې امر ورکړ،خو نړیوالو با دارانو ېې خوله ور وتړله

داګست په اولسمه نیټه داخبرخپور شو چې امریکايي پوځیانوپه ارزګان کې دیوه افغان سترګې په برچو را وویستې. غوږونه ېې ورغوڅ او د مړینې په حال کې ېې د دغه پښتانه افغان سینه ور وڅیرله او زړه ېې د برچې په څوکه هوا ته هسک ګړ.دا دیوه متمدن،پرمختلي ددموکراسۍ لوړ پړاوته رسیدلي هیواد پوځیان دي. داشان پیښې لږ نه دي له دې څخه مخکې په کندز کې الماني پوځیانودیوه وژل شوي  افغان په پریکړې ککری دتوپ لوبه کوله. هغه لوبه رسوا شوه .یویا دوه کسه الماني  پوځیان په دې جرم دالمان محکمو ته هم ور وغوښتل شول خو پای ېې څه شو ؟ هیڅ. همغه دتل په شان هیڅ

په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د افغانستان له شمال اومرکزي سیمو څخه پرته داسې سیمه او ولایت نشته چې په نښه  شوو بمباریو دې د ملکي خلکوژوند نه وي ورنه اخیستی .خو ددغه کال په ورستیو درې میاشتو کې دهرات دشیډنډ د عزیزآباد د کلي مرګونی ناتاراو دغه شان د فرانسوي لښکرو په غوښتنه د ائتلاف له خواد لغمان ولایت خونړۍ پیښې چې په ښکاره د فرانسویانودکسات نښه وه داخبره په ډاګه ګړه چې دا وژنې ناڅاپې او دجګړییزو تیروتنوپر بنسټ نه بلکې په عامو خلکو او اولسونو کې دپخواني ویتنام او اوسني عراق په شان د ویرې او وحشت را خورول اوله دې لارې بری!! ته رسیدل دبهرنیولښکرو او ددوی د واکمنیودتاکتیک یوه برخه ده. داهم باید هیر نکړو چې دشینډنډ دعزیز آباد

کلی ددغې سیمې هوايي ډګرته چې د ائتلاف او ناتوپوځي قرار ګاوې او دهمدوی لوی جیل پکې جوړ شوی نږدې پروت دی .ائتلاف او ناتو دپلان له مخې غوښتل چې دغه کلی ا و د هوايي ډګر ګرد چاپیره نورې سیمې یا له انسانانو څخه تشې او یا ېې داسې وځپي چې هیڅکله ددوی له پاره دګواښ په سیمو وانه وړي. دافغاني ټولنې یوه ځانګړنه داده چې خلک په آسانه خپل کور،کلی اوپلرنۍ هدیرې نه خوشې کوي .همدغه څه دتیري کوونکو دپوځي غوسې لامل ګرځي اوپه وحشیانه بشري ضد جګړییز جنایت لاس پورې کوي .    دا مرګونی تاکتیک دپانګوالې نړۍ له تاریخ سره تړلی او دپیړیو په اوږدو کې دزاړه استعمار،فاشیزم،نوي استعمار اوانګلو ساکسونیزم په غیږه کې راپوخ شویدی.په افغانستان کې په جګړه کې ښکیل دواړه لوري وژنې کوې خو هغه چې افغان يي کوي ترهګري ېې بولي او هغه له شمیره وتې قصدي وژنې چې پردي ېې کوي هغه بیا ددموکراسۍ لپاره دخلکود نه منلو کفاره ګڼي. ډیرې کورنۍ افغاني رسنۍ او هم په بهر کې رادیويي او تلویژیوني نړیوالې تش په نامه افغاني خپرونې دمقاومت په لاس وژنه وحشت او بربریت ګڼې خوددیکچیني داجیروپوځیانواو ورسره ملګرو په لاس افغان  وژنه د زمانې له شرمه هغه هم په ډیر احتیاط ٬٬ښه کار٬٬نه    بولي !! هغوی  خپلو ته،٬ ترهګر٬٬ دی که طالب یا ملا یا عامه خلک وحشي واېې خو پرديو ته دنرمې ګیلې لمنه غوړوي او ورنه غواړي چې افغان وژنه خوکوه خو ملکي  خلک او هغه هم په ډله ییزه توګه مه وژنۍ. 

د رسنیو دغه شان چلوونکي فګر کوي چې په یوه غيشي يي دوه نښې ویشتي دي:هم ېې خلک تیر ایستلي او هم ېې نړیوال ٬٬دوستان٬٬؟خوشحاله ساتلي دي.د نیچه په خبره په هغه ټولنه کې چې هر٬٬ مسخره مرده شوی ٬٬دپیسو اونیرنګ په مرسته د روشنفکر ځای نیسي،٬ باید هم هر څه همداسې وي

        

دسیا ست په ډګر کې                         

٬٬دانسان ژوند له خطره ډک دی…

اوسیو مسخره هم         

     کولی شي د هغه برخلیک وټاکي٬٬  

په پانګوال فرهنګ کې سیاست پر خلکو حکومت کولو او دهیواد اداره کولوته وايي.پرخلکو حکومت کول اویا د هیواد رهبري کول که دخلکو اراده ورسره وي ددموکراسۍ بڼه نیسي.اوکه د خلکو اراده وژل شوې اولویدلې وي هر ډول واکمني یو ډول دیکتاتوري ده.شاهي وي که جمهوري خلکوته دیکتاتوري اومطلقیت دی.که واکمني پردو راوستې وي او پردي ېې  ساتي بیا نو ددیکتاتورۍ یا دموکراسۍ خبره لومړیتوب نه لري بلکې د استقلال او آزادۍ خبره لومړیتوب پیداکوي او په داسې حالاتو کې یواځې هغه واکمنۍ د خلکووي چې همدغه لومړیتوب ته ارزښت ورکړي او دپردو پر خلاف د خلکو لیکوته ورشي.دخلکو لیکوته ورتګ دښارونو په منځ کې د څوروښانفکري، او دموکراسي ډوله نندارو له لارې چې یواځې مزدور او مجبور روښانفکران نڅوي نه تر سره کیږي.واکمني د سیاست بڼه ده.که مضمون ېې خلک نه وي دغه بڼه که هر څومره رنګ شې ښکلا او پایښت نه شي موندلی.دهمدې خبري پر بنسټ د افغانستان سیاسي حالات ددولت په بڼه کې ګورو

دولت دحکومت،قضا او پارلمان یوګډ جوړښت دی.نن په افغانستان کې نه د ځینوخلکو تیرایستونکو په خبره نړیواله ټولنه راغلې بلکې  د متحده ایالاتو،کانادا،او اروپا په ګډون د ناتو غړي هیوادونه اوورسره ملګري ېې زموږ پر هیواد واکمن شوي چې ټول شمیر ېې له ۳۵ هیوادو څخه نه اوړي،دافغانستان سیاست هم نه دا ټول ۳۵ هیوادونه بلکې ډیرهغه هیوادونه ټاکي چې ډیر توان او په پخوانیو تنظیمي  او ملیشايي ډلو کې پراخه نفوذ او اغیز لري .دغه ډله هیوادونه په خپلو کې هم تل یوه خوله نه دي. غرضونه ، موخې اوستراتیژۍ ېې هم په ډیرو برخو کې یو دبل مخې ته دریږي خو یو اوبل ته دتیریدو اویوله بل سره دلنډ محاله جوړیدوتوان لري اوپه دې لړ کې خپل نور همغږي هم  له مخې ګوښې ته نه غورځوي. دکابینې وزیران، دپارلمان وکیلان او آن د قضا لوړ مسئولین ددوی په غوښتنه یا ښودنه ټاکل کیږي.په دې توګه سیاست هم یواځې دوی ټاکي او دوی هغه سیاست په کار لري چې ددوی خپلې ګټې او ستراتیژی په کې وځلیږي.هغه ګټې او هغه ستراتیژۍ چې زموږ د خلکو څه چې زموږ د روښانفکرانو سر هم نه پرې خلاصیږي .ددغو حالاتو په وړاندې خلک مقاومت اومخالفت ته را ووځي اوله خلکو بیل شوی روښانفکران له ځانه بې واکه اویواځې د ورځې په بیه دپردو ترحم ته لمنه غوړوي.دغه حالت چې هم دولت پردی شي او هم روښانفکرله ځانه وتو ته ورولویږی ټولنه له سیاسي پلوه له مخکښ ځواک څخه بې برخې کوي. په دغه شان ټولنو کې مقاومت، یاغیتوب او تیر وتنې یواځې د مقاومت ګناه نه بلکې دله ځانه بې ځانه شوي روښانفکر ګناه هم ده.دغه ناتارزیږوونکې تشه ددې موجب ګرځي چې سیاستونه له خپل ملي هویت څخه ولویږي او ملي بهیرونه د پردو په ګودر ور سم شي 

هغه پارلمان چې پریکړه ېې جمهور رئیس نه مني،هغه جمهور رئیس چې له څو خپلو پلویانو پرته دنورو دوزیرانو،والیانو اوآن پوځي قوماندانانو دلرې کولو یا ځای پرځای کولووس ورسره نه وي او هغه قضا چې د لوی څارنوال غوږونه ېې په سپینه ماڼۍ کې  ور تاویږي( لوستونکو ته به په یاد وي چې دیوې زړه بګنونکې پټې خونړۍ توطئې په ترڅ کې دبغلان دقند په فابریکه کې دڅلورو تنو وکیلانو په ګډون نږدې سل تنه دښوونځیو زده کوونکي ، ښوونکې ،دولتي کارکوونکي او اولسي خلک ووژل شول. دوخت څارنوال عبدالجبارثابت خپل ټټر وټپاوه چې ددې پیښې عاملین به قضا ته را باسي خو ډیر ژر واشنګتن ته ور وغوښتل شو اوهلته ېې په خوله داسې پټۍ ورولګوله چې بیا ېې تر ننه هم ددې پیښې یادونه ونکړه) څنګه کولی شي چې دکورني سیاست یا ملي سیاست خبره را وړاندې او د خلکو باور تر لاسه کړي؟ که داسې نه کیدونکې وي نو بیا دغه دپردو لاسونوکینولې واکمن به د پردو لمنه نیسي که د خپلو خلکو؟ بې له شکه چې دورځې ګټې ېې له پردو سره دي نه له خپل ملي تاریخ سره.دغه شان واکمنۍ هیڅ ډول حقوقي مشروعیت ،ملي هویت اوکورنی شخصیت نه لرې .دایو جزمي حکم نه دی وروسته به پیښې په خپله ددې واقعیت پخلی وکړي خوټول هغه روښانفکران یا ددوی خوځښتونه چې په یوه ډول یا بل ډول دغه شان یوې نامشروع،له ملي هویت څخه بې برخې او پردوته د خپل تاریخ پرضد ولاړې واکمنۍ په څنګ کې دریږي په واقعیت کې دخپل تاریخي او آن بشري رسالت ریشې په خپله په تیشه وهي.دغه څه روښانفکر ته تاریخي شخصیت نه پریږدي او په همدې خاطر دی چې هره ورځ اوړي او را اوړي

واقعیت خو دادی چې دافغانستان پوځي اشغال د تاریخ یوه ځانګړې بیلګه ده.ددغه اشغال طرحه په داسې شیبوکې دداسې شبکو په لاس په داسې پټو لاسونوجوړه او ډګرته راووته او ماتې خوړلی اوتړلی روښانفکران ېې په يوه آخور سره وتړل چې نړۍ په ورو ورو خوپه ویره وونکې توګه دیوه سیاسي، پوځي او اقتصادي نړیوال کړکیچ په لورپه خو ځیدو وه .له سړې جګړې وروسته دنفتي کمپنیو په څنګ کې دوسلو جوړونکو اوپلورونکو کمپنیو بازار تود اوسیالیو ېې دنړیوال اقتصادي سیستم ستنې چې له ځایه هم نا انډوله او غیر عادلانه وې ولړزولې.دغه حالت دنړۍ زورځواکو ته  مخه ورکړه چې دیوه عادلانه اقتصادي نظم د راوستلو پرځای په خپل اقتصادي،پوځي او تخنیکي توان ډده ولګوي او پوځي یرغلیزاوپه شبکه يي توطئوولاړ خوځښتونه د خپلو را تلونکوګټویواځنۍ لاره وګڼي.همدغو اقتصادي ستراتیژیو دسیاستونوبڼه هم ور واړوله. داسې چې نړۍ مخکې تر ګلوبال کیدودیوه نړیوال ځواک دپوځي او تخنیکي پوتانسیل تر سیوري لاندې دسیاسي لوبوویروونکی ډګر شو

دسپتامبر دیولسمې نیټې ناتار،پر افغانستان باندې دتروریزم اوالقاعدې دځپلو او دخپل امنیت دخوندي ساتلوپه  پلمه پوځي یرغل،پر عراق باندي د کیمیاوي وسلي د درلودلو په تور ور دانګل،دفلسطینیانو دبشپړې ورکې له پاره د اسرائیلوکلک پوځي او سیاسي ملاتړ،د لبنان دښکلي تاریخ سټي په ښکاره توطئو له بیخه را ایستل،د افریقا له نیمايي څخه زیاته برخه کور په کور او اولس په اولس سره جنګول،دلاتینې امریکا په زړه کې دیهودي شبکو په لاس پرله پسې پوځي کودتاوې ټول هغه څه دي چې لویدیځ په خپل خیال غواړي دپانګوالې نړۍ د رالویدو مخه ونیسي.دوی په یوه یا بله پلمه پر بې وزلو اولسونوپوځي یرغلونه کوي او هلته هغه واکمنۍ کینوي کومې چې په هر ډول حالاتو کې ددوي د ګټو دساتلو له پاره دنورو وسائلو په څنګ کې یوه وسیله وې.دغه سیاست همغه دنکسن تئوري را ژوندۍ کوي کومه چې ویل به ېې ٬٬مرسته یواځې ددولتونو د بدلون په شرط٬٬ (وګورۍ دسیا بری په فارسي ژبه داحمد سیف اوکاظم فرهادي ژباړه

ددغو پوځي تیریو له پاره غولوونکي شعارونه ، او ددغو شعارونو دژدویلو له پاره مزدورې روښانفکري ډلې لږې نه دي.دنن ورځې یو ډیرشمیر ډله ییزې رسنۍ اوورسره تړلي روښانفکران دخلکو او اولسونو په ړندولو کې معجزه ېې لاس لري .هغه د ویکتور هوګو خبره ده چې ٬٬کلمات کولی شي معجزې وکړي٬٬ دنن ورځې روښانفکر دمعلوماتي ، علمي اوادبي توان له پلوه دهوګو له زمانې سره دپرتله کولووړ نه دی .په دې لویه دنیا کې چې دا روښانفکر اوسې په ډیره آسانۍ سره په خپلو جوړو شوو کلماتو پر خلکو کوډې کولی شي. داخبره تر هر بل ځایه زموږ په وطن او زموږ د تاریخ په روان فصل کې هر چاته دلیدو وړده.وګورۍ له هغو نورو راوستو واکمنیو څخه نیولې بیا تر پخوانیوښي اړخه،کیڼ اړخه،منځ محالواو آن هغوی چې په نشنلستي نشه کې يي یونسل دخپلو اولادونو نومونه له میرویس ،محمود،اشرف ،خوشحال ،روښان ،احمد، اکبر، ایوب ،اصیل خان او دریا خان څخه بل څه نه وو او لوڼې ېې هم یا نازو وې یا ملالې اوس څه کوي  چیرته او له چاسره د چا پر خلاف ولاړ دي . دوی ټول خپل کړه وړه په داسې معجزه ېې کلماتو کې را نغاړي چې ته به وايي هر هغه څه چې په دې وطن کې روان دي اودوی ورسره مل دي روا اومشروعیت لري .همدا اوس چې دغه لیکنه مخته وړم په افغانستان کې  دجمهوري ریاست اوولایتي شورا ګانو له پاره د ټاکنو ډرامه روانه ده .ددې سپکې لویدلې ډرامې په بهیر اوپایلو به وروسته راشو.داخبره له څیړنې پرته دپوهیدو وړده چې په یوه اشغال شوی وطن کې اشغالګران دخپل وس او توان له مخې دخپلو غرضونو دپټولو په خاطر هرډول دموکراتیکې نندارې جوړولی شي . خو دغه ننداری هیچاته او هیڅ پردو پورې تړلي سیاسي بهیر ته مشروعیت نشي ورکولی   

له دې سره سره وګوری ویل کیږي چې دافغانستان د اوسیدونکو شمیره له ۳۰ ملیونو څخه هم اوښتې دی .دپردو تر لاس لاندې ناسته واکمني وايي چې څه د پاسه پنځه ملیونو خلکو په ټاکنو کې برخه اخیستې ده که همدا جوړ شوي دروغ هم ومنو له یوې خوا خو په ټاکنو کې دګډون کونکو شمیره په سلو کې له ۳۰ څخه هم را لویږي اوله بله پلوه سرکار اوبهرني ٬٬دوستان٬٬٬ېې هم وايي  چې یواځې دقدرت په ګدۍ ناست کاندید دخپلو پلویانو په مرسته د ځان په ګټه نږدې یونیم ملیون رايي په غلا صندوقونو ته ور غور ځولي دي . دواکمن سیال چې هغه هم زموږ پر هیواد دپردو دتیري یو مخکښ بلندوی و هم دري لکه رايي غلاکړیدي. که په دې شمیره دنورو څه دپاسه څلویښتو کاندیدانو ددرغلیو برخه هم نیم ملیون وشمیرو نو ښکاري چې يواځې درې ملیونو خلکو په ټاکنو کې برخه اخیستې ده. که په دیرش ملیونه نفوس کې یواځې درې ملیونه په ټاکنو کې برخه واخلي او دغه درې ملیونه رايي هم په ۴۱ کاندیدانو وویشل شي دغه ټاکنې او ددغو ټاکنووړونکی به دا مشروعیت تر لاسه کړي چې ځان د افغانستان جمهور رئیس وګڼي؟مګر دا یوه شرموونکې او خندوونکې لوبه نه ده؟ له دې ټولو سره سره زموږ ګوندونو او روښانفکري خوځښتونو ته ،ددوی اعلامیو، پریکړه لیکونو، لیکنو او مرکوته وګوری چې په څومره ښکلو کلماتوېې ددغې رسوا لوبې پرمشروعیت خبرې کړې او دا يي یو تاریخي بری ګڼلی دی.خو کله چې بهرنیوپر همدې مسئله خپلې ناندرۍ تودې کړې او ټاکنې ېې ناولې وښودلې بیا ځما روښانفکر هم ژبه واړوله او له دې ستونزې سره مخ شو چې  دبوش،بلیر او دیکچیني له کاندیدڅخه ملاتړ وکړي که داوباما د بې واکه ادارې له وړاندې شوي څیرې څخه .په ښکاره خو دا نارې سورې هم پورته شوې چې دا یو د امریکايي خود سریو مخالف و نو ځکه د هغه رايي را کمې شوې او ټاکنې دویم پړاو ته لاړې او هغه بل لوري هم بیا پردي ټول ښه او کارونه يي پرځای وګڼل خو يواځې داخپل ېې په فساد لړلي او درا پرزولو وړ وشمیرل .یوه پردو جوړه کړې غوټه را منځ ته شوه  همغو پردو باید دا غوټه پرانیستې وی .ځما دوطن خلکو نارې وهلې چې دا ټولې دپردو لوبې دي خو روښانفکرددې واقعیت له لیدلو او منلو سره سره بیا هم ددموکراسۍ نارې وهلې . هغه دموکراسي چې ننداره ېې په همدې رسوايي روانه وه .ددغې نندارې وروستۍ صحنه ډیره په زړه پورې وه .امریکايي سناتورجان کیري ،دمتحده ایالاتو،انګلستان او فرانسې سفیرانو زموږ د خلکو پر ځای پریکړه وکړه، خپل کینولی واکمن ېې له غوږو ونیو او دخبر یالانو مخې ته ېې را کش کړ څو اعلان کړي چي درغلي شوې او مني چې ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شي   

دا لوبه دافغانستان دخلکوتاریخ، اعتبار، ملي هویت او استقلال ته یو داسې سپکاوی و چې د هیڅ اولس تاریخ ېې په یاد نه لري.دلوبې پایله هم پر دي سپکاوي ورزیاتول و.پردوواکمنوو ښودله چې څنګه او څومره په آسانۍ دغه ځپل شوی اولس سپکولی شي.خو زما روښانفکرچې باید دسیاسی خوځښتونومخکښه تومنه وي ددې سپکاوۍ دروندوالي ته نه ګوري.دوی بیا هم په دې لګیا دي چې دپانګوالې دموکراسۍ مزې خو ډیرې دي ،بدي داده چې  خپله دغه نړۍ سره جوړه نده نو ځکه ددوی اختلاف ماته سپکاوی راوړي. دوی ملامت نه دي .روښانفکر لومړی خپله تیر وتنه نه ویني اوکه چیري ورپام ېې هم شي داعتراف میړانه ېې نه لري بلکې تیروتنه په تیرو تنه پټوي او په دې توګه دپردو په جال کې لویږي.دافغان روښانفکرانو تیروتنه پر افغانستان باندي له پوځي یرغل مخکې په غوړیدو وه.ځکه ډیرو پرته له دې چې دخپل تاریخ جوړښت ته وګوري دا فکر کاوه چې یو بهرنی لاس باید ددوی ژغورنې ته را اوږد شي.دلاس پر ځای درنې وژونکې پردۍ لښکرې په یوه ساده پلمه دخپلو سیمه ییزو ستراتیژیو له پاره را پریوتې.تیروتي روښانفکردغه څه ددموکراسۍ ،سولي او پرمختګ هیله وګڼله او تودې نارې سورې ېې پورته کړې . یرغلګروهم داسې وښوده چې دهمدې هیلو راوړونکي دي.دافغانستان دسیاست او سیاسي دستګاه بڼه هم  په همدې خاطر رنګ شوه.دتنظیمونومشران ، جګړه ماران، تندرو، منځپالي ،اوددریمې لیکې بنسټپال ټول په یوه شپه دموکراتان او ددموکراسۍ پلویان شول.له شمیره وتي غږیزه او انځوریزه رسنۍ او خپرونې همدې لوري ته وکمارل شوې.د بن کنفرانس ځینوته دا  هیلې هم ورکړې چې پخوانی شاه او د هغه د شاهانه دموکراسۍ خوندونه به د تیرو تکنو کراتانو په بڼه کې بیاراژوندي شي.شاه او شاهي کورنۍ هم داخدای ورکړی چانس په نیک پال ونیواو داهیله ېې باورته نږدې شوه چې د بیړنۍ لويي جرګې له لارې به واک ته رسې.د پردو شبکو اصلي څیره ددې لوبو شاته څه ناڅه آرامه ساتل شوې وه.همدا چې په ښکاره دنورو په لاس جوړه شوې لویه جرګه راغله،یو شمیر خامو او له لوبو بې خبره ځوانو روښانفکرانوپر افغانستان دتپل شوې ناورین کورني او بهرن

  عاملین هم ددموکراسۍ په اعتبار تر ګوت څنډنې لاندې ونیول خو ډیر ژر نه یواځې ددغو روښانفکرانوآواز په ستوني کې وروچ کړل شوبلکې پخوانی پادشاه ېې هم دملت ٬٬با با٬٬ کړ.څرنګه چې با با د نوم له پلوه زاړه او بوډا ته هم راځي نوبا با همغسې شو.دبابا پلویان اولمسیان هم لږ اوډیروترکیدل خودرنو لوبو ېې خوبونه لا پخوا سیند ته لاهو کړي وو.دسیاسي لیږد یا انتقال دوره هم تیره شوه.داسې نارې سورې پورته شوې چې خیر که په لویه جرګه څه ونه شوه په سرتاسري ټاکنو خوبه هرو مرو دسیاست اوسیاسي ژوند بهیرلاره واړول شي.د لیږد په دوره کې خپلو او پردویوبل سره پیداګړل.ښې تودې پانګې په کار ولویدې. دراوستې واکمنۍ ځواکمن پردي ملاتړ هم د ټاکنوبهیر ته په چوپړ شو. اقتصادي اړتیا وهلی،جګړې ځپلی،او دمشر تابه له درلودلو را لویدلی اولس د هغو پخو تجربوښکار شوکومې چې د پانګوالي نظام په دوه سوه کلن تاریخ کې پخې شوې وې.جمهور رئیس اوپارلمان همداسې او په همدې نندارو کې وټاکل شول  

دواړو برخو خلکوته تودې ژمنې هم ورکړې. خلک دې ته اړ وه چې سترګې په لاره شي څو دا ژمنې ډګرته راووځي . خو هر څومره چې وخت تیریده هغه ژمنې ورکیدې او هیلې را لویدې.پای ېې داشو چې خلک خپله لاره ونیسي،اودولت هم له خپلو ټولواړخونو سره په وروستۍ پیمانه د پردو ترحم ته کیني. په دغسې یوه دردوونکې ټولنیز حالت کې کورنی سیاست نه بلکې د بهرنیانو سیاست واکمني کوي‏.کورنۍ څیرې  اوکړه وړه ېې یواځې د همدې بهرني سیاست پلي چوپړیان دي.هغوې خپل وس،توان او اراده نه لري او خپلو خلکوته د ورتلولارې ېې هم پخپله تړلي دي.په همدې دلیل دی چې ددولت او سیاست اصلي څیره له اعتباره لویږي.د مشروعیت کیسه ېې پای ته رسي ا وله خپلوپردو ورجوړ و کړو قوانینو سره له بریښ او ځلا څخه راکوزیږي .خلک پاڅون ته ځي اوبې رعیته دولت د خپل ژوند د پایښت په خاطرمرییتوب ته ورکیوزي.که نن دولت ، قانون،او ټولنیز قراردادونه نورله ارزښت څخه لویدلي علت ېې ددولت پردیتوب اودداسې دولت په وړاندې دخلکو د کینې را پا څیدل او په مقاومت اوښتل دي.دسیاسي ګوندونو، سازمانونو یا سیاسي بیلابیلو جوړښتونواو ورسره له همدې لارې د دموکراسۍ ننداره هم په داسې سیاسی حا لاتوکې یوه د تاریخ له غیږې لویدلې اوګوښې ته وهل شوې ننداره ده . دغه ننداره یواځې ددولت نه بلکې په دولت پورې تړلوسیاسي سازماني جوړښتونو ته هم ټولنیز شخصیت او مشروعیت نه پریږدي.که نن زموږ خلک سیاسي له شمیره وتي ګوندونه او خوځښتونه دانجیو ګانو په لیکه کې دروي خبره ېې بې ځایه نه ده او داځکه چې ګوندیتوب اوس په رښتیا یوه بازاري دکانداري ده.داسې دکانداري چې متاع نشته خوعاید ېې شته. وګورۍ ۲۰۰۸او ۲۰۰۹ میلادي کلونه په افغانستان کې دوینو ،اوښکو او مر ګونو درانه کلونه دی،موږ له یوسلولسو څخه زیات راجستر شوي ګوندونه لرو د راجتسر په هڅه ګوندونه مو هم له دې شمیرې څخه اوړي  

دغه ګوندونه ټول ورته تګلارې لري.ددوی تګلارې ددولت له ژمنو پورته نه دي او داځکه چې زموږ په تاریخ کې دورځې په نرخ ولاړوروښانفکرانوخپلو ګوندونو ته د موافقو ګوندونو نومونه غوره کړیدی.یعنې داچې لږ او ډیرانتقاد به کوي خو مخالفت به نه کوي؟!!ځکه مخالفت د مخالفینو کار دی او که تود شي نو ترهګري ده.د ترهګرۍ په سر ددوی ددوستانو توره ده او دوی نه غواړي دا تور او داتوره په خپل سروخوري

 

اداري فساد او سیاسي رسوايي                  

                ٬٬اخلاقي دنده دیوه ستر اولس وړ

          بیلګه نه ده. موږ باید ستره

 بیلګه منځ ته راوړو…٬٬

ریچارد نیکسون

دمتحده ایالاتوله دنیا تللی پخوانی جمهور رئیس په خپله دې خبره سره غواړي ووايي چې امریکا هغه ستر اولس دی چې نړیوالې غوښتنې ېې تر اخلاقي پا بندیو لاندې نشي راتلی.دی په یوه خپل اثر٬٬له جګړې پرته بري٬٬کې هرهغه څه چې دمتحده ایالاتو ګټې پکې وې غوره او اخلاقي ګڼي او په همدې وجه په ډیره زغرده لیکي چې ٬٬څه ناڅه دوه میلونه نفوس(اسرائیل) زموږ له بودجې څخه یو په څلورمه برخه تر لاسه کوي …اسرائیلو تیرې پنځه جګړې وړي او را تلونکې جګړه به هم یوسي٬٬  

دیو شمیر سیاسي اقتصاد پوهانو له نظره د متحده ایالاتو د یوبل پخواني جمهور رئیس مرسته جنوب ته  د جنوب د ادب کولویعنې ځپلو ډیره غوره وسیله وه،هغه نړۍ په شمال او جنوب ویشلې وه.شمال شمالي امریکا اوپه ځانګړې توګه  متحده ایالات واو جنوب دوخت شوروي اتحاد،اروپايي ټولنه اوپا تې نړۍ وه .ده ته د شمال او جنوب جګړه او په دې جګړه کې د متحده ایالاتوحتمي بری مخې ته پروت و.هغه به ویل چې اتحاد شوري یولوی دښمن دی خوزموږشبکې او رشوتونه ېې ملا ماتولی شي.اروپا یوځنګلي ببر دی چې نسل ېې د لویدو په حال کې ده ،ځکه مستعمراتو ته د ورګرځیدو دوران ېې پای ته رسیدلی دی.دشمال او جنوب په جګړه کې متحده ایالاتو ته لوی  خطر هغه آسیايي هیوادونه دي چې د را تلونکې ودې له پاره غوره  تومنې لري چین،هنداو ایران په دې ډله کې یادیدل. په همدې خاطرپر افغانستان پوځي یرغل اوپر عراق را تاویدل د همدې افکارو له اغیزې لرې نه و. همدا اوس هم د همدې جګړې شرق ته غزول همغوټاکل شوو ستراتیژیوته ور نږدې کیدل دي.

دپانګوال نظام جرړي په اداري فسادخړوبیږي.دروغ ،تیر ایستنه،لوټ ،ځان پړسونه اوسیال له پښو غورځونه ددغه نظام اخلاقي تومنه ده.په پانګوال نظام کې له پانګې پرته بل هیڅ شی تقدس نه لري،دشرافت،لوړتیا ،هوښیارۍ او اوچتوالي معیار هم پانګه ده.علم ،پوهه ،بشرغوښتنه اوانسان پالنه هسې څنګزنې  فردې یاصنفي خبرې دي.دلیبرالیزم یوه ځانګړې پایله هم همداده.په پانګوال نظام کې روښانفکر په دروغو ځان لیبرال او آزاد ویني هغه د پانګې په لاس کې یوه تړلې وسیله ده.په پانګوال نظام کې دپولیسو اوپوځیانو دیکتاتوري څه اوښتې ښکاري خو اقتصادي اړتیاوو او تړاو انسان د خپلې خوښې یوې داسې دیکتاتورۍ منلو ته اړ ایستلی چې هیڅکله ور په لاس ځنځیرونه نشي ماتولی. په همدې وجه دی چې  .دنیچه په ژبه ٬٬دنن ورځي روښانفکر سل ځله تر پخوا مريي دی ٬٬ اوداځکه چې پانګې دهغه پښې،لاسونه او مغزونه ورتړلي دي  

زموږ فیوډالي یا نیمه فیوډالي هیواد ته دپانګې همدغه له ریښو ورسته، زړه ،اودفساد چنجیووهلې ونه دپردو له خوا دپردوپه توره راوړل شویده.هغه پردي  چې ددغې زړې ونې  وسله واله ساتنه کوي هم یاد خپلو ټولنو تر ټولو ډیر بدنامه،له ټولنې اوټولنیزژوند څخه ګوښې ته وهل شوي،په مخدره توکواخته دکلپونو دمخې چاقو وهونکي ایله جاریان دي اویا خودنورو اولسونوله ځپلو وروسته د تقاعددرنو شیبوبیا د وژنو او زورونویادونه ور تازه کړي او د افغانستان او عراق په شان جګړو ته را دانګي.له دې سره هغه چې پردودسیاسي ننداري له پاره غوره کړي او را لیږلي ېې دې هم یا خو د خطرناکوپه بشري ضد فساد اخته جاسوسي شبکو روزل شوي غړي دي او یا خودوی هم دپانګوالې دنیاپه دریمه درجه خدمتونو کې زده کړي چې پانګې ته رسیدل څه ستروتلی ٬٬تقدس٬٬! دی

په پانګواله نړۍ کې د انسان اوښتنه زموږ دزمانې ستره ننګونه ده.پانګوال نظام سکو لاریاغیر مذهبي اوغیر ایدیالوژیک نظام دی.پداسې حال کې چې اخلاق دروبنايي پدیدې په توګه له مذهب او ایدیالوژۍ سره لوری پیدا کوي او تومنه نیسي.دموکراسي،دبشر حقوق اومدنیت غوښتنه له ټولي انساني محتوی سره سره یواځي سیاسي شعارونه دي.دغه سیاسي شعارونه اوس د بشري کړکیچ په دوران کې له ارزښته لویدلي او په همدې وجه بشریت له فکري تشې اوپه پای کې له اخلاقي تشې سره مخامخ دی

په دغسې یوه ویروونکي چاپیریال کې زموږ پر وطن پوځي یر غل وشو.دا یرغل د یوه هیواد په اراده اوغوښتنه داسې وغزید چې بیلابیلو ګټو او مصلحتونونږدې څلویښت هیواده دغې ټیلې ته را ټیل وهل.په پای کې کومه واکمني چې را وړل شوه دهمدغو هیوادوپه ویش ولاړه ده.په دې  ډول د نږدې څلویښتوپانګوالوهیوادود اداري فسادنښې سره یو او موږ ته را پارسل شوې

لودیځ ډیر عمر نارې سورې وهلې چې دوی د افغانستان په تیرو تکنو کراتانوحساب کوي. خو کله چې خبره عمل ته راورسیده یوزیات شمیر هغه پخوانې تکنوکراتان ددوی دشبکه يي لوبو دباور وړ ونه ګرځیدل. هغوی ېې له یاده وویستل او پرځای ېې هغه کسان غوره کړل چې افغاني خصلت او کرکتر ېې له لاسه تللی و او دوی ېې مغزونه ور پریولي و.له دغو کسانو څخه د واکمنۍ جوړول او بیا ور نه ددې هیله در لودل چې ټولنیز اخلاق اواداری مکلفیتونه به په روغه تر سره کړي هسې یو خیال و،دی  اووي به  

پنځوس ملیارده ډالره مرسته د افغانستان په شان یوه هیواد ته دومره ستره مرسته ده چې دپیړۍ مزل په کال کې وهلی شي.  خوکه دا مرسته لس برابره هم زیاته شي د موجود فساد د لويي خیټې یوه کوچنۍ برخه به هم ډکه نه کړي.ځکه دلته آسیايي زوړ،اوامریکايي – اروپايي مدرن فساد سره غاړه غړۍ شوی دی او دعامو خلکو اقتصادي جبراو پوځي کلابندي هم د لوټ او تا لان ښه چاپیریال را جوړ کړیدی

یو څو رسمي بیلګو ته چه په همدې نږدې وختو کې رسنیو ته رسیدلي وګورۍ: دغه کسان تورن دي چې غټې ناروا اخیستنې ېې کړیدي : د کابل پخوانی ښاروال غلام سخې نور زاد،د کندهار ښاروال غلام حیدرحمیدي،دترانسپورت ،هوا نوردۍ او معادنو وزیران حمیدالله قادري،عنایت قاسمي او عادل ،دآریانا افغان هوایی شرکت پخوانی رئیس نادر آتش ، دکورنیو چارو دوزارت یو لوی او نامتو جنرال چې نوم ېې لا نه اخیستل کیږي . دوی هر یو له شپږ ملیونو ډالرو څخه نیولې بیا تر دیرس میلیونو ډالرو پورې په اختلاس تورن ښودل شویدي . داخبره سمه ده چې دغه تورونه په خپله هم  دیوه نوي سیاسي چال چلند لویه برخه جوړوي ځکه دیوې ډاډ منې محکمې له پریکړې څخه پرته یواځي د هغو کسانو نومونه میدیا ته را ووځې چې لا پخوا ېې خپلې دندې پریښي او ډیر يي بهرته وتلي دي. د هغو په دندو ولاړو وزیرانو اوداړه مارانو نومونه نه پکې ښکارې کوم چې د فساد واکمنه ګډوله ډله جوړوي . د  واقعیت همداکوچنۍ  برخه هم ښي چې لویدیځ موږ ته څه را استولی او له چا څخه تر اوسه هم ساتنه اوپلوي کوي .له دغه حالت سره که د هغو څه د پاسه ۲۴۰۰ انجیو ګانو لوټ هم چې ۸۰په سلو کې بهرنۍ مرستې مخامخ دوی ته ورځې ور زیاتې شي بیا نو وګورۍ چې فساد څه دی، چا راوستی او دفساد څخه لاسته راغلې ګټې ډیری د کوم ستر نړیوال ځواک لاس ته رسي

دغه حالت یواځې په دې خاطر د اندیښنې وړ نه دی چې دملي ګټو پر خلاف مرګونې معاملې ،رشوت ،تالان او فساد روان دی، بلکې ویروونکې خبره داده چې په قاروني پانګو کې ډوب کورني او بهرني معامله ګر،روانه جګړه دخپلو ګټو ددوام ډیره غوره وسیله بولې او په همدې خاطرد جګړې      ا ور ته په خپله لمنه وهي.

  د۲۰۰۸م کال د اپریل په اته ویشتمه دملګرو ملتونو په یوه  راپورکې وویل شول چې: (دافغانستان ځینې لوړ پوړي له بهرنیو جاسوسي شبکو سره تړلي دي او د جګړې د تودیدو سبب شویدي 

له جاسوسي شبکو سره د لوړ پوړو تړاونوې خبره نه ده .څه د پاسه څلور کاله مخکې حامد کرځي پخپله هم اعلان وکړچې د کابینې غړي يي له پردو جاسوسي شبکو سره تړلي دي. دغه کسان پیژندل شوي او ډیرژر به رسوا او له کارونو لري شي.خو وروسته یو اشرف غني احمد زی له ماليي وزارت څخه پوهنتون ته ولیږل شو او بس نور نو ښکاره نه شوه چې دا جاسوسان څوک وواو څه شول؟ 

په همدغه کال کې د محمد امین فرهنک داقتصاد دوزارت دوزیردجاسوسۍ رسوايي را منځ ته شوه.الماني سرچینو په ډاګه کړه چې ده دوه مخی کار کړی. هم ېې له الماني اطلاعاتي څانګو سره اړیکي درلودې او هم ېې له طالبانو سره تلفوني یا انترنیتي تړاو جاري و.فرهنګ وروسته په یوه مرکه کې له الماني لوري څخه ګیله وکړه چې ولې ېې دده الماني اړيکې رسواکړیدي.دا لړۍ اوږده او ډیره ژوره ده .په ښکاره خو افغان واکمني پخپله د یو ډول تعاوني شرکت بڼه لري. په دغه شرکت کې هر زور ځواکي خپل استازي چې په پوره باور ددوی د اطلاعاتي کړی روزل شوي غړي دي ځای پرځای کړیدي.دغه د پردو استازي هم له پردو معاش اخلي او هم له خپلو.ددولت بې شمیره ګټورې اقتصادي معاملې هم یا ددوی او یا هم ددوی د اولادونو او آن میرمنو په لاس کې دي.ډیره ښه بیلګه ېې هم ددفاع وزارت او د روغتیا د وزارت تر سره شوي قراردادونه دي

د۲۰۰۸م کال دسپتامبرد میاشتې په شپږمه یو خبر خپور شو چې طاهر رامین دکرهنې دوزیر عبید الله رامین ورور له څو تنو افغانانو سره په امریکا کې په دې تور ونیول شو چې په بګرام کې پرتو امریکايي جنرالانوته یې اووه سوه زره ډالره رشوت ورکړی وو تر څو د بګرام د امریکايي هوايي اډې دچاپیریال ددیوال جوړولو امتیاز ده ته ورپه برخه شي.په همدې خبره عبید الله رامین له کابینې څخه وویستل شوچې معنا ېې داوه چې هغه هم په دې کار کې څه بې اغیزې نه و.که یوه معامله اوه لکه ډالره رشوت ولري نو عاید به يي څومره وي.په همدې وروستیو وختونو کې داخبره رسوا شوه چې دافغانستان ددفاع دوزیر زوی دیوې امریکايي کمپنۍ په استازي توب له هغه وزارت سره د ۵۷ ملیونو ډالرو په بیه یوه معامله ترسر کړیده.په دې هکله رسنیو ددفاع د وزیر عبدالرحیم وردګ سره مرکه وکړه. هغه په ډیره بې پروایی ووی چې هو هغه زما ځوی دی خوله ماسره اړیکې نه لري او هغه خپله یو حقوقي شخصیت دی پلار نشي کولی دهغه د ګناوو بار په خپله غاړه واخلي…؟؟؟ دا شان معاملي له شمیره وتې دي ځکه نږدې  څلویښت هیوادونه،شاوخوادونیم زره انجیوګاني، اوبې شمیره خصوصي بهرنۍ کمپنۍ زموږ په  نیول شوي وطن کې ټول په همدې معاملو اخته دي.انجیوګانې به زموږ خلکو اوس په عمل کې پیژندلې وې خو هغو افغان بچو چې څه موده په لویدیځ کې ژوند کړی د انجیو ګانویا قراردادي شرکتونو کړه وړه ډیر ښه ورته ښکاره دي.هغوی آن په خپلو هیوادو کې د خلکو خبره لوټه په اوبو کې ږدي او پرې تیریږي .همدا علت دی چې زموږ په هیواد کې هم هره ورځ هرڅه جوړیږي خو میاشت وروسته له منځه ځي او بیا له سره پیل کیږي.

 له پردو سره دپټوله فساد نه ډکو وطن ضدمعاملوراڅیړل ستونزمن کاردی چې وخت او زمان غواړي.د۵۰ ملیاردو ډالرو راتک او له پردو سره یو ځای نوش جان کول دهغې مافیا کاردی چې څیړنه ېې آسانه نه ده.طالبانو په یوه فرمان دملګرو ملتونود تائید شوی رپوټ له مخې دتریاکوکښت په ټول افغانستان کې په سلو کې لسوته را ټیټ کړ.خودغې نوې مافیا افغانستان د مخدرو موادودتولیداو قاچاق په سر کې ودراوه.اوس هم ډیر تریاک په هغوسیموکې کرل کیږي چیرته چې دولتي واکمني ده او یاهلته بهرني پوځیان پراته دي.ډیر قاچاق هم د هیوادله شمال څخه چیرته چې ښه امنیت و داروپا په لور خوځيدل.په هم دې نږدې وختو کې انګلیسې رسنیورسوا کړه چې نږدې هره ورځ دجګړې د اتلانو په نوم ځانګړې الوتکې له کابل څخه له مخدره موادواودانسانانو له قاچاق کولو څخه ډکیږي په هلمند ې  کې ناسته کوې ،له هغه ځایه د هالند کوم ناڅرګند هواېې ډګر ته راځي وروسته بیا دانګلیس پوځي لرې پرتو هوايي ډګرونو ته را رسي اودلته مخصوص تور موټر ورته دریږي قاچاق یوه لوري ته اودجګړې اتلان!!!بل لوری ته وړي

هیره دې نه وي چې په انګلستان کې دخاشخاشوکرل او په مخدره توکو اړول په پراخه کچه قانوني شته والی لري اوانګلیسي واکمنو په خپله هم په واروار هڅه وکړه چې په افغانستان کې د خاشخاشوګښت قانوني کړي.په هغو سیمو کې چې دوی واکمن دي عملاً همدغه کار روان دی

دغه لوبه په افغانستان کې موجود هر هیوادپه خپل ذوق ترسره کوي.ددوی د معاملې شریک افغاني لوری چې حالات داسې وینې هغه بیا هم له خپلو وهي هم له پردواو په دې توګه څو لاسونوته دپانګو اوشتوراټولیدنو او له همد غو شتمنیوڅخه دهیواد دملي ګټو په سرمعاملې ورځ په ورځ ویروونکې حالت ته رسي.وطن پلورنه،انسان وژنه ، فساد اوجګړه یو له بل سره ژورې اړیکې لري.ددغو اړیکو اصلي مزی د همدغو نوو شتمنو پلاس کې دی.که رشوت خوړل کیږي ،که انسانان تښتول کیږي،که ددولت او خلکو ځمکې نیول کیږي،که دولتي تشکیلات پړسول کیږي،که هر وزیر،هرمعین،هروکیل ته ځانګړي امنیتي ګاردونه جوړیږي اویا د مرمیو ضد موټري ورته اخیستل کیږي دا ټول هغه څه دي چې وايي کلی چې د غلو شو ویش ېې هم د هغوی دی.   څلورکاله مخکې دجمهوري ریاست څوکۍ ته د حامد کرزي دکاندیدو په وخت کې دهغه غټه ژمنه داوه چې واک ته له رسیدو سره سم به دټولولوړپوړودشتمنیوحساب په ډاګه کوې کله چې واک ته ورسید داخبره ېې هیره کړه .د ۲۰۰۸کال په وروستیوشپو کې ېې بیا دا خبره ځکه را پورته کړه چې بیا ټاکنې راروانې وې په دې نږدې وختوکې ېې یوه ننداره له ځانه پیل کړه اووېې ښوده چې دی لس زره ډالره شتمني لري هغه هم د فرانکفورت په یوه بانک کې. اواته زره کورنۍ ګاڼه ېې په کور کې ده.ځمکه،کور،باغ اوهیڅ شی په افغانستان کې په خپل نوم نه لري.لومړی خو دا ډیره له عقله وتې خبره ده چې دې ټول ټال لس زره ډالره ولري.ده کلونه کلونه له تنظیمونو او بیا دنظار له شورا سره تیر کړل . یو عمر په متحده ایالاتو کې واو دهغه ملک تابعیت ېې تر لاسه کړاو په پوره باور چې دسیا دڅانګو له لارې د متحده ایالاتوله لوړو مقاماتو سره نږدې او دهغوی دباور وړ شو.له دې ټولو کړنو څخه ېې يواځې لس زره ډالره تر لاسه کړل ؟ زموږ خلک وايي دروغ وایه خو په شرعه ېې روغ وایه .خیرکه همدا سې هم وي دی دافغانستان جمهور رئیس دی ،که دی د خپل وطن په بانکونو باور نه لري نو د افغانستان خلک به څنګه باور وکړي چې پانګې ېې خوندې پاتې کیدی شي؟دویمه داچې ده ونه ویل چې د فرانګفورت په کوم بانک کې لس زره ډالره لري .ده خو د امریکا تابعیت درلود.فرانکفورت په المان کې دی.له امریکا څخه ېې راولیږلې  که له افغانستان څخه؟ دریمه داچې دی د ارواښادعبدالاحمدخان زوی دی هغه یوقومي،متنفذ،شتمن، ځمکه وال و.دهغه له مړیني وروسته د هغه شته کور، باغ او ځمکه څه شول؟څلورم که ترکه نه وي شوي نو دټولو ورونو شتمني سره ګډه ده .اوس نودده دورونو شتمني څومره کیږي؟او که دا حساب ورکونه دروغ او تیر ایستنه نه وي نو ولې له خپلو مرستیالانوفهیم قسیم او خلیلی څخه ېې و نه پوښتيل چې یارانو ستاسو حساب ا وکتاب څه ښيي.آیا هغوی له ډیرې خوارۍ د جمهور رئیس دوه مرستیالان شول که څنګه؟ 

دا پوښتنې  او څیړنې خو د تیر کال نه دی خو فسادنه تیر کال پیل شوی اونه به په راتلونکو کلونو کې له منځه لاړشی ځکه چې د ازاد بازار اوآزاد فساد ترمنځ تاریخي اړیکې دی.زموږ په دنیا کې چې کلنتون، کول، شیراک،بلسکوني او نوري لویدیځې وتلې څیرې دبیلابیلوکرغیړنو  فسادونو بیلګې وي او د لویدیځ ډیر ستر پارلمانونه د شرموونکې رسوايي کندې ته ور لویدلې وې موږته به څه را رسي

فساد یوه اداري پیښه نده.اداره دسیاست ډګر دی. په همدې ډګر کې دیوه ولس د مادي او معنوي لویدنې یا لوړیدنې فکري او حقوقي خښتې ایښودل کیږي.که اداره پردودخپلو ګټو او خپلو غرضونو له پاره هغه هم په زور اوتیري پر یوه اولس ور تپلي وي دغه شان ادارې ملي بڼه  او د اولسونو د باور وړاعتبار نه لري.دغه شان ادارې خپله فکري  او حقوقي تومنه له خپلو خلکو او خپل تاریخ او فرهنګ څخه نه بلکې له پردو څخه اخلي. هغه پردي چې خپل فرهنګ لوړ او ستا شته ټيټ اوهيڅ ګڼي ،هغه پردي چې ځان متمدن او تا وحشي ګڼي،خپلو ټولو ناولتیاو ته د اخلاقو جامې ور آغوندي او ستا د ټولو ملي، تاریخي ،دیني او فرهنګي شتو جرړې باسي.

افغانستان یو نیول شوی هیواد دی.دغه هیواد دمتحده ایالاتو دانډیوالانو اودناتو دغړو هیوادو تر پوځي تیري لاندې راغلی .داخبره لویدیځ رسنۍ په خپله هم نه پټوي.پلمه هرڅه چې وي واقعیت همدغه دی. خو دا څه ډول اشغال دی؟نږدې څلویښت غیر اسلامي هیوادونه په افغانستان کې یا پوځي لښکرې لري  یا همدغه پوځي تیري ته مرسته ورکوي.له دغو هیوادو څخه هر یوپه افغانستان او له دي لارې په سیمه کې خپلې ستراتیژۍ لري .دغه ستراتیژی یواځي سیاسي، اقتصادي او پوځي نه دي بلکې ژورې عقیدتي او فرهنګي غوښتنې هم لري.له تجاوز سره سم په افغانستان کې امریکايي، اروپايي ،جاپاني،کوریايي،او دنورو هیوادو دمذهبي ډلو را پیداکیدل اوپه ښکاره د اسلام په وړاندې دعیسویت،یهودیت،بودیزم او هندويي عقایدوبازار تودول یوه نا څاپي  پیښه نه وه او نه ده.اشغالګران په دي خبره پوهیږي او په دې هکله تاریخي تجربې لري چي دنړۍ هیڅ وضعي قانون  دخلکو دعقیدي او ایمان  په اندازه دخلکو داخلاقو ، ژوند اوپایښت ضمانت نشي کولی. دوي په قصدي توګه داخلاقو اوانساني معنویت  دغه ضمانتونه له منځه وړي څو ټولنه  دپاڅون او مقاومت له توانه را وغور ځوي.پرافغاني ټولنې خپور شوی فساد سیاسي او ستراتیژیک لوري لري.  زموږ ټولنه ډیره وروسته پاتې ده.اخلاقي کمزورۍ پکې وې،ځینې دودونه مودتاریخي اعتبار او شخصیت زورونکي دي .خو له دې ټولو سره سره دغه کمزورۍ له استثنی څخه قاعدي ته نه رسیدي . نن دلویدیځې دموکراسۍ او تمدن له برکته هغه شرموونکي فسادونه زموږ په ټولنه کې له استثنی څخه قاعدې ته ځي چي انسان يي په یادولو شرمیږي.يواځې په ۲۰۰۸ م کال کې هغه هم په شپږو میاشتو کې مدني ټولنوپروړو ماشو مانو دجنسي تیري۸۴ پيښې ثبت کړي.په همدي کال کې له ګوانتانامو، بګرام او نورو امریکايي بندیخانو څخه را خوشې شوو ډیر زړو خلکو پر دوی دجنسي تیري بې شمیره کیسې رسنیوته ورکړي. دهیواد په ګوټ ګوټ کې د پردو لښکرو دغه تیري اوس یو ه عادي خبره شویده.ښځې ،نر،ماشومان،پیغلې ځلمیان هیڅوک مو مصئونیت نه لري.رسوايي دې ته ورسیده چې سی آی اې خپله په ډاګه کړه چې دوي د امریکايي لګښتونو دکمولو له پاره دافغانستان هغو قومي مشرانو ته چې دوی ته جاسوسی کوي او س  د ډالرو پر ځای د جنسي تحریک تابلیتونه ورکوی اودغه مشران چې هر یو څو ودونه هم لري په دې کار ډیر خوښ دي او موږته ښه خدمت کوي.دی سپکاوۍ ته ښه ځیر شی او وګورۍ چې اشغالګر زموږ تاریخ، زموږهویت ، اعتبار او معنویت ته څه وژونکی ګوزار ور کوې.زموږ یوه نومیالي  استاد پوهاند علی محمد زهما به ویل چې فیودال وطن نه لري . دهغه وطن همغه د هغه دشخصي ملکیت پولې دی .اوس داخبره په ډاګه شوه چې زموږ یوشمیر قومي مشران چې ډیر ېې پخواني فیوډالان دي له اخلاقي پلوه هم ملي او انساني پولې نه پیژني اویواځې دخپل جنسي هوس له پاره نوروته جاسوسي کوي

د انسانانو تر منځ دجګړو پیښیدل څه نوی خبره نه ده.جګړې مړیني اوویجاړیدنې لري. خو که یوشمیر انسانان دجګړې قرباني شي بل نسل به ېې ځای ډک کړي ،که مادي څه خراب او ویجاړ شول همدغه نسلونه به يي بیا جوړ کړي خو که د یوه اولس شخصیت او معنویت، اخلاق او هویت را ولوید بیا جوړیدنه ېې نا شونې ده.هغه فساد چې اشغال زموږ ټولنې ته راوړی زموږ د اولسونود تاریخی شخصیت،انساني معنویت اوملي هویت را پرځول ېې لومړۍ موخه ده

         

                    

 سوله اوامنیت                              

٬٬داولسونو په ژوند کې ژوند بښونکی اصل

دهغو دروحي لوړتیا پایښت دی٬٬

داکتر رادا کرشنان   

جګړه اوسوله دواړه ټولنیزاويو له بل سره تړلي ارزښتونه دي.هره  جګړه بده او هره سوله د انسان دنیکمرغۍ دلیل نشی.پر یوه هیواد پوځي ناروا یرغل،دخلکواو اولسونو ځپل،مرییتوب ته را ایستل،له تاریخي  اعتبار،ملي هویت  اومعنوي شخصیت څخه بې برخې کول دخلکو په تاریخي ویاړنو،سپیڅلوعقیدو اودودونواو ټولو اخلاقي او فرهنګي شتمنیو دسپکاوۍ لړې را خپرول او په همدې لړو کې دمزدورو روښانفکرانو په ژبوهمدغه ځپل شوي اولسونه سولې او امنیت ته را بلل د سولې غوښتل دي که د خلکو په خونړیوټپونو مالګې شیندل؟پوځي تیری او له دغه تیري څخه را پیدا شوې پراخیدونکې جګړه له سولې څخه هم دجګړې هدفونه غواړي نه سوله.په افغانستان کې دپوځي تیري هدفونه ډیره لږه موده تت پا تې شول.له تروریزم ،القاعدې او د مخدره توکوله کار وبار سره مبارزه اوپر ځای ېې دموکراسي،دبشرحقوق ،دآزاد بازار غوړیدل او نړیوال کیدل هغه په زړه پورې شعارونه ووچې دجګړې اصلې مخې ېې  یوه موده تتې وساتلې او په همدې موده کې ېې روښانفکر چې د اوښتلو خصلت ېې هم تل پیاوړی دی د ځان په ګټه او د هغوی د ځپل شوو خلکو پر خلاف ناروا لاروته ور وخوزاوه.خو ددی  خلاف د هیواد عا م اولسونه هیڅکله خپل تاریخي شخصیت،ملي هویت،دیني سپیڅلتیا او اخلاقي ارزښتونه په آسانه له لاسه نشي ورکولی.خلک د روښانفکر په شان دفلسفې ،تفکراوحکمت پاڼې نه لټوي .هغوی عمل ګوري. د عمل دلید ډګرېې  د ورځو ،میاشتو او کلونوپه دیوالو کې را ګیر نه دی.هغوی ته تیر تاریخ زده کړه ور کړي او د همغې زدکړې له مخې روانې پیښې تلي اوخپله را تلونکې پکې ګوري 

زموږ خلک زموږ د روښانفکرانو په شان فکر نه کوي چي که تیری پای ته ورسید نو کورني  یا ګاونډي لیوان به  ېې وخوري. 

ددوی په تاریخ کې مقدونیان،ساسانیان ،اعراب، چنګیزیان، تیموریان،دهند مغولان، دفارس صفویان،دانګلیس استعماري لښکرې او اجیران ېې، روسي لښکرې اوتالي څټي ېې یوپربل پسې راغلي اوتللې دي .په د هر ځل تیري اود تیري د رالویدو په شیبوکې تالي څټو ملایانو،وطن دښمنو دین اوایمان خرڅونکو او مزدرو روښانفکرانو خلک له دې څخه ویرولي دي چې   که دا یا هغه پردی تیری  پای ته ورسید نو دا وطن به نه وي او دا هر څه به د لیوانو خوراک شي .خو هسې ونه شول دادی پیړۍ پیړۍ همدا خلک دي او همدا وطن دی   

ناوړه نا روغي داده چې افغان روښانفکر خپلو خلکو او خپل تاریخ ته په شا اړولو  سره د لویدیځ پلاس جوړې شوې داسي ډرامې را پورته کړې چې  دخپلې ژبې او قلم په کوډو خپل خلک په ګونډو کوي.لومړی خويي تیری ته د نړیوال پیوستون او مرستې عنوان ورکړ.کله چې دغه عنوان زوړ اورسوا شو نو دا خبره ېې را پورته کړه چې تجاوز او تیری خودی  خو هرکلی ېې ځکه په کار دی چې اول خوموږ له هغه سره د مقابلې توان نه لرواو دویم داچې دغه تجاوزکه هر څومره وینې تویوي خو پرځای  موږ دالمان، جاپان ، جنوبي کوریا او نورو په شان پرمختګ ته هم رسوې.په دې غولوونکو خبرو کې له يوې خوا روښانفکر په خپل تاریخ او خلکو د بې باورۍ سند لاسلیک کوی او له بله پلوه په ښکاره دټولو هغو نارو سورو خلاف چې داستعمار،تیري اوتجاوز په وړاندې به ېې وهلې اوس هغه ټول څه دخپل هیواد د٬٬ژغورنې ٬٬یواځنۍ لاره ګڼي اوپه همدې وجه په داسې حال کې چې په ډیرو واقعیتونو ېې سر خلاصیږي خو بیا هم دخپلو تیر وتنو د پټولو په خاطر خلکوته دالمان ، جاپان او کوریا بیلګي راوړي چې ګوندې دا پردۍ لښکرې وي چې دغه هیوادونه ېې دپرمختګ لوړو پوړیوته ورسول .دغه روښانفکران په دې ښه پوهیږي چې  المان تر دویمې نړیوالې  جګړې مخکې د نړي هغه  ځواکمن اقتصادي، تخنیکي او سیاسي قدرت و چې  د نړۍ د لاندي کولوپه نیت را پورته شوی وو.المان په اروپا کې له درې بریالیو جګړو وروسته په اروپا کې د فرانسې ځای ونیواودغه هیوادله اقتصادي پلوه هغې کچې ته ورسید چې په تولیدي برخه کې دهریوه بزګر په وړاندې ېې دوه تنه په صنعتي برخه کې په تولید لګیا وه

 له ۱۸۷۱څخه تر ۱۹۱۴ کاله پورې ددغه هیواد صنعتي تولید دکرنیز تولید په پرتله څلور ځله اوچت شو. همدغه صنعتي پرمختګ په سمندري سیالیو اونښتو کې د انګلیس  او فرانسې جګړیز سمندري ځواک شاته وواهه (وګورۍ د نړۍ تاریخ په شلمه پیړۍ کې۲۰ مخ دجان کرونویل لیکنه په فارسي ژبه دطهران چاپ

المان د متفقینوپه وړاندې ماته وخوړه ، پوځي ماشین ېې موقتاً ودرول شو خو اقتصاد ېې دومره غښتلی وچې د متحده ایالاتو د مارشال پلان ېې یواځې د کاغذ په مخ ومانه.د المان پر مختګ   د متحده ایالاتو ، فرانسې ،انګلیس یا نورو خیرات ندي . دغو هیوادونو نیمه پیړۍ دالمان اولسونه توهین اوبې ساري اخلاقي او معنوي لویدنې ته ور ټیله کړل. شته ېې ور لوټ او د چټک پرمختګ مخه ېې وروتړله. پنځه ملیونه بیکاران اوله شلو ملیونو څخه زیات په اخلاقي فساد معتادین چې اتحادېې ېې تر موجودو ګوندونو ډیر غړي لري دهمدې پردیو لښکرو دشته والي پایله ده.   

جاپان او کوریا په خپله د خپل وخت پیاوړي اقتصادي ځواکونه وو.دژیړ فاشیزم  لومړۍ څپې له  هتلري فاشیزم  څخه مخکې  له همغه لوري را پیل شوې وې.د هغه فاشیزم نشه نژاد نه بلکه اقتصادي لوړتیا غوښتنه وه.چټکه اقتصادي وده او په ټاپو ګانو کې را ایسار حالت اوداسې حالات چې دنړۍ بازارونه زاړه او نوي استعمار په خپلو منګلوکې نیولي و دغه هیوادونه ېې جګړې ته را وویستل .ویلی شو چې جاپان په ۱۹۰۵ کال کې له روسیی سره د کریمیا په جګړه کې یودپام وړ اقتصادي او جګړیز ځواک و.په ۱۹۱۹ کې جاپان د نړۍ ډیر ستر علمي ځواک وګڼل شو.د جاپان مدرنیزم په واقعیت کې له ۱۸۶۸ څخه د توګو ګاوا د کورنۍ د واکمنۍ په بهیر کې را پیل شو.

متحده ایالاتو جاپان ته نه يواځې داچې هیڅ نه دي ورکړي بلکې د هغه هیواد ډیرې سترې انساني پرګنې ېې د هیدروجني بمونو په اور کې ورنه اخیستې دي .متحده ایالاتو په داسې حال کې چې  جاپان په دویمه نړیواله جګړه کې خپله ماته منلې وه او وسله ېې په ځمکه ایښې وه د ټولو انساني اصولو خلاف د ۱۹۴۵ کال د اګست په شپږمه د هیروشیما په ښار ګوټي شل زره ټونیزه بم وروغورځاوه او په دغه وحشت کې ۲۰۰۰۰۰انسانان له مینځه لاړل .دغه شمیر د هیروشیما د ښارداوسیدونکو له پنځوبرخو څخه څلور برخې اوسیدونکي ووچې د اور په لمبو اود اتومي وړانګو په اور کې وسوځیدل.دغه حالت د نا ګازاکي په ښار ګوټي کې هم د سلګونو زرو تنو د وژنې ټغر خپور کړ.هیڅ جاپاني مشر یا ډلې له متحده ایالاتو څخه ددغه وحشت او بیا په جا پان کې ددغه هیواد د پوځیانو دشتون غوښتنه نه وه کړې .برسیره پردي د جا پان هیڅ دولت مخامخ نورو نه دی راوستی . اوپردۍ لښکرې پر ټول جاپان  کې خورې نه وې یواځي په څو وړوجزیروکې ېې پوځي شته والی درلود 

دا خبره هم باید هیره نشي چې دالمان،جاپان اوکوریا دولتونه هم په دغه شان چې په افغانستان کې ېې وینو هیڅکله مخامخ له بهر څخه دپردو لښکروپه زور نه دي راغلي دغه دولتونه په همدې هیوادونو کې دفاشیزم او له فاشیزم سره دملتیا پرخلاف له هغو سوله خوښوونکوو ملي دموکراتو ځواکونو څخه را جوړ شوي چې دهیواد په دننه کې په مبارزه لګیاوو.هغوی دپردو دراتګ غوښتنه هم نده کړې بلکې جګړه نړیواله شوه او پردي تردوی پورې راورسیدل  

دپردو لښکرو پرخلاف دهغوی مبارزه هم هیڅکله نده ودریدلې بلکې داچې پردویواځې په پوځي قرار ګاووکې دنړیوالې سولې د ژمنې په نوم وخت تیراوه اوپه ښارونو،کلو او بانډو کې هیڅکله په عملیاتو اخته نه و نو ځکه  د هغوی خلاف مبارزه هم یا له ډیر لوړ غږڅخه برخه منه نه وه او یا هم د پانګوالې نړۍ ګډو کټو دغه آواز غلی ساته .له دي ټولوخبرو سره سره چې بشپړ بیان ېې ځانګړې څیړنه غواړي واقعیت دادی چې د امریکا متحده ایالات همدا وس دنړۍ په څه دپاسه ۵۶ هیوادو کې پوځي اډې لري .خو هیڅوک به هیڅ چیرې داسې یو هیواد  ونشي ښودلی چې دغو پوځي اډو دي کوم هیواد ته سوله ،نیکمرغي،رښتینې دموکراسي او پرمختګ را وستی وی .یواځې په  لاتینه امریکاکې ددغو  اډو په مرسته   په همدې را وروسته دیرسو کلونو کې ۸۴ خونړۍ پوځي کودتاوي تر سره شوې.که له دې ټولو څخه سترګي پټې ګړو.آیا د ویتنام خونړۍ ناتار زموږدزمانې پیښه نده؟عراق ته سوله او نیکمرغي راغلې ده؟دفلسطیني اولس حال څه دی،په لبنان څه تورې وریځې را خورې دې .بشر خو یو بشر دی دا څنګه کیدای شي چې هغلته مرګ او نابودي غواړي او دغلته سوله ، امنیت او نیکمرغي؟ 

زماد وطن روښانفکر اوروښانفکري خوځښتونه دومره د پردو په کوډو کې راښکیل دي چې دخپل وطن او خپلو خلکو وژنه ،رټنه ،سپکونه اومرییتوب ته را ایستنه خوله ویري نشي یادولي، آن دعراق ، فلسطین او لبنان په وینو هم خوله پټه ساتي.دغه روښانفکر ته نه وطنپالنه او نه بشري همدردي پاتې ده . هغه څه چې ور پاتې دي دتیري او تجاوزترحم دی چې دوی ېې باید  په لمنه کې  لوړو پوړیوته ورسي.له ځینو څخه  لا داانقلابي شعار چې د نړۍ د یوه ستر انسان خبره ده هم اورو چې وايي ٬٬یو ګام شاته دوه ګامه مخته٬٬ډیره د خندا وړ خبره ده. یو ګام شاته  یعنې د تیری او تجاوز منل،له دي لاري د هغوی په شبکو کې ور ننوتل او بیا یا هغوی په انسانیت پوهول او يا په همغو چټلیو کې خپل تاریخ ته خدمت کول؟؟؟!.دهغه یاد شوي تاریخي اصل مضمون داوچې ددښمن په وړاندې د ځواکونو د نا انډولۍ په وخت کې یو ګام شاته اخیستل یعنی  خپلو خلکو اوخپل تاریخ ته  ور دننه کیدل او له خلکو او تاریخ څخه  د دښمن په وړاندې دمقابلې توان تر لاسه کول نه دښمن ته تسلمیدل، هغه ته مشروعیت او حقانیت ورکول اوځانته دداسې فرشتو خیال کول چې په ناولتیاوو کې لویږي  خو ناولې کیږي نه بلکې ناولتیاوې  له ځان سره سپیڅلتیاته را باسي 

دمتحده ایالاتورسمي او له شمیره وتي  له یاغیانو جوړشوی اردوګان او ناتو په خپل فطرت کې سوله نه بلکې جګړه د ځان د پايښټ دلیل ګڼي .له دغه فطرت سره ګډیدل او یوه خوله کیدل دستراتیژیکو غرضونو درلودوونکو جګړو په ګټه دخپل اولس او ټول بشریت په وړاندي دریدل دي .په دې برخه کې مو په افغان روښانفکري خوځښتونو البته هغوی چي لویدلي ځکه ډیره ډډه ولګوله چې زموږ دخلکو او اولسونو دریځ په ډاګه او مخامخ دښمن ته په مقاومت کې ولاړ دی. سوله او امنیت اوس د روښانفکر پردو ورکړې ببو لالې نشی راوړی.دا خبره د خواشینۍ وړ او زوروونکې ده چې جګړه او مقاومت د سولې او امنیت برخلیک ټاکي خو واقعیت همدغسې دی.که زما د وطن روښان فکر له هر ډول ښاري  بورژوايي تفکر څخه چې کلی ورته بلا ښکاروي تیر شي ،خپلو خلکو ته مخه کړي اوپه خلکو کې ځای پیداکړي بې له شکه خپل اصل ته په ورګرځیدو د وطن د عامو ګتو په خاطر له خپل کلیوال ،قومي مشر ،ملا،طالب او عام مقاومت سره ګډه ژبه پیدا کولی شي .په دې کار ناولتیا ته نه بلکي سپیڅلتیا ته ورلویږي او هلته که څه تورې لکې وي د هغوی ځای ورتنګولی شي .دا کار به دنسلونو کار وي خو تاریخي، وطنپال،انساني اوبشري له ویاړونو ډک کار دی.دلته دی چې یوګام شاته دوه ګامه مخته ژغورونکې ویاړلې پایلې منځ ته را وړي شي 

پانګوالې نړۍ ته ددریمې ځپل شوې نړۍ د غیر فني انسان وژنه  یوه سینمايي په زړه پورې ننداره ده. هغوي دغې نندارې ته پر خپلو بر سیره د خپلو پانګواوشبکو په زور اوچلول هره ورځ نوي تالي څټي پیداکوي.په همدې دلیل دی چې دغه بهیردځپل شوو اولسونو په منځ کې دباورخبره دومره راغورځوي چې انسان دانسان په انسانیت شکمن کیږي.او دا هغه څه دي چې لویدیځ ېې ختیځ ته ډالۍ کوي. دتیري اوتجاوزغوښتنه هروخت او په هر ځای کې همداسې وي.له دې سره سم په بې وزلو هیوادونوباندې پوځي تیری یواځې دزبرځواکو دولتونو، لویونړۍ خوړونکوکمپنیوګټې نه بلکې له جنرال څخه نیولې بیا تر هر پوځي پورې هر یوه ته یوڅه ورکوی. دي واقعیت ته همدا اوس ځیر شی  چې ولې په امریکايي واکمنو کې دیکچیني دبوش مرستیال تر هر چا ډیر په کلکه په افغانستان کې دامریکايي لښګرو په زیاتوالي زور لګوي. غواړي جګړه پښتنو قبایلوته وروباسي او له هغه ځایه دسیمې ټول حالات داسې جګړييز کړي چې په سلګونو زره امریکايي لښکرې ورته په کار شې . دیکچیني په متحده ایالاتو کې دداسې یوې سترې کمپنۍ خاوند دی چې د امریکايي ټولنې بیکاران،په ناوړو کړو وړو اخته جنایت کاران او انسان وژونکې وحشیان را ټولوي او تر سختو وحشیانه پوځي تمریناتو وروسته يي د متحده ایالاتو ددفاع په وزارت پلوري او همدغه وحشیان بیا تر تیري لاندې هیوادوته په لوړ معاش را لیږي .دغه انسانان چې غټ غټ  جنرالان يي هم له همدې ډلې څخه دي هیڅکله سوله او امنیت نه خوښوي .دوی په جګړه ،وژنه ، داخلاقي فساد په خپرونه او ځانونوته دلوټ او تالان له لاري د پانګو په برابرولو روږدي دي .ددوی انسانیت ته را ایستل ،بشری احساس ورکول او سولې ته را بلل له ډبرې سره تندی جنګول دي . ددغو ډول اردوګانو په مرسته او ملاتړ راوستې واکمنۍ هم یواځي دهمدې پردود جګړه مارو غلو دشته والي په دوام کې پایښت موندلی شي نودغه واکمنۍ هم هیڅکله نه غواړي چې سوله او ثبات دې ټینګ اودپردو پوځیانو د وتوشرایط دې را منځ ته شي .دغه ترخه خورښتیني واقعیت ته په کتلو سره اشغالګر او ددوی ګمارل شوې واکمنۍ سولې ته نه بلکې جګړې ته خوښیږي او دا ځکه چې د سولې دراتګ په صورت کې هم دخلکو اوهم د عام بشریت غوښتنه د اشغال پای ته او ړي او همدا چې پردي پوځیان خپله کمپله ټوله کړي په پردو پورې تړلې واکمنۍ هم ورسره لویږي. دا تریخ واقعیت هم د پټیدو نه دی چې همدغو پردویرغلګرو زموږ د وطن له شریرو ورانوونکو ،او وژونکو جګړه مارانو سره په غاړه غړۍ کیدو سره پردې وطن دتیري جرئت وکړ.اوس هم دغه قرار دادونه په خپل ټول توان پاتې او لاپسې ژوریږي .دغه له پردو سره دوطن په سر په معامله کې شریک جګړه ماران هم کټ مټ دپرديو جنرالانو په شان په سوله کې ګټې نه لري.ځکه که کومه معجزه وشي او  سوله راشي نو پردي به وتو ته اړ او تر سره شوې معاملې به چې د ملیاردونو خبره ده پای ته ورسي  او د یو ځواکمنې ملي واکمنۍ په راتګ سره به ددوی دوطن په بیه او دخلکو په وینو جوړې شوې  ماڼۍ او آن ښار ګوټي هم له پوښتنې سره مخامخ شي  

په تیرو اوو کلونو کې دجګړې او دولتي واکمنۍ  اصلي کړۍ هم همدی وو. سوله د ګټورې جګړې ددوام او په دولت کې دسترو مقامونو چانس هرڅه له دوی څخه اخلي.مګر دوی لیونیان دي چې سوله غواړي؟ اوس نوکه نه پردي ،نه دپردو په لاس کینول شوې واکمني او نه په  کورنۍ او بهرنۍ معامله کې شریک واکمن جګړه ماران یو هم سوله  په خپله ګټه ونشي لیدلی،دسولې را تګ ته له ملي مقاومت څخه پرته بله لاره څه ده؟ ځینې خلک غولوونکې دملګرو ملتونودسولې خبره را پورته کوي .خو دغه شر موونکې خبره اوس د یوه ماشوم دمنلو وړ هم نه ده.ځکه  متحده ایالات،متحدین ېې، ناتو او ملګري ملتونه دافغانستان او ټولې نړۍ په وړاندې هغه کوي چې متحده ایالات ېې واېې او که داسې ونه کړي دغه تش په نوم نړیواله ټولنه یوکال عمر نشي کولی.ځکه ډیره ډوډۍ ېې متحده ایالات ورکوي  او بسترېې هم په همغه هیواد کې دی.

له ۲۰۰۸ م کال نه مخکې او آن ددې کال په بهیر کې د بهرنیو ځواکونو یو ډول ویش د نومونو له پلوه ښکاره و.ائتلاف چې متحده ایالاتو ېې مشري کوله دجګړې او وژنوتر ټولو وحشي لښکرې وي.ناتو چې یو څه پراخه اروپايي ګډون په کې و او په پیل کې به ېې د خلکو په وژنه کې لږ څه په احتیاط ګام پورته کاوه خو وروسته تر ائتلاف څخه هم وحشي شو. دریمه ډله  چې داسې ښودل کیده چې ګوندې اوله ډله ده او جګړې ته نه بلکې د سولې ساتنې ته را غلې او ملګري ملتونه ېې مشري کوي  د آیساف په نوم  و نومول شوه .خو د ۲۰۰۸ م کال په پای اود ۲۰۰۹ کال په پیل کیدو سره چې جکړه سخته شوه د ائتلاف نوم ورک شو.یواځې ناتو او آیساف دی چې هره ورځ بې شمیره وژنې کوي.دا لوبه امریکايي لورې دانګلیس او فرانسې په ګډون چې د ائتلاف اصلي غړي وو داسې جوړه کړه چې  ددوی دپوځیانو بد نامي یو څه را کمه شي او بار ېې په ټوله ناتو اوپر ملګرو ملتونو ور بار شي .دغې نوې لوبې ملګري ملتونه ونه خوځول. خوډیر اروپايي هیوادونه ېې داسي خپل منځي ناندریوته را کش کړل چې د ناتو او آن اروپاېې اتحاد دیوالونه يي ولړزول

لیکوال په دې باور دی چې دغه  څه به دنورو پیچلو اقتصادي،پوځي  اوستراتیژیکو عواملو په څنګ کې په  یویشتمه پیړۍ کې لومړي دناتو او اروپاېې میکانیکي اتحاد درا لویدو ننداره وړاندې کړي اوله دې سره سم به د پانګوالې  نړي را لویدنه دامریکايي  جهان سالارۍ په  را پرځیدوتر سره شي.اوپه دې ډول که شلمه پیړۍ دهتلري فاشیزم او روسي توتالیتاریزم د را پورته کیدو او را لویدو پیړۍ وه یویشتمه پیړۍ به د پانګوالوال غیر عادلانه  یو قطبي  نظام  د را پرځیدلواوپه نړۍ کې د نوو بشري افکارو دغوړیدو پیړۍ وي.

خو یوه درنه پوښتنه  په اوس کې ملګرو ملتونو ته مخامخ ده او هغه دا چې آیا ائتلاف آیساف شو که ایساف ائتلاف؟ قومانداني خويي د امریکایی سمندري قو ماندانانو په لاس کې ده .دائتلاف  له ۶۵ زرو امریکایی سرتیرو څخه خو یو هم  له افغانستان څخه نه دی وتی.څلویښت زره امریکايي عسکر خو نور هم په نوي آیساف ور زیاتیږي. آیا داخبره نه ښيي چې ملګري ملتونه یو تش نوم  يا لږ تر تر لږه په افغانستان کې دمتحده ایالاتو دپوځي  اډو يو مستعار نوم دی؟زموږ خلک به له له داسې یوې نړیوالې ټولنې څخه څه انتظار ولري او په کومو کړو او ژمنو به  ېې باور وکړي

 دتیري او تجاوز یوه ځانګړې ځانګړنه داده چې لاندې شوو هیوادو ته ملي ځواک نه پریږدي.يواځې پولیس او اطلاعاتي  شبکې هغه  هم په دې خاطر یوڅه پړسوي چې ددوی امنیت وساتي او په کوم پوځي خطر بدل نشي .دافغانستان دهوايي ځواکونو له منځه وړل،له ځمکنیو ځواکونوڅخه ددرنو وسلو اخیستل،له اردو څخه مسلکي کادرونه لري کول او پرځای ېې غیر مسلکې ،ایله جاري او قرار دادي عناصر راوستل ،داټول دیوه پلان او یوې ستراتیژۍغوره برخه ده.دلاتینې امریکا سل کلن استعمار، دهند دنیمې وچې دوه سوه کلن استعمار،او دآسیا او افریقا په بیلابیلو برخو کې زاړه او نوي استعماروښوده چې دوي ترهرڅه دمخه ملي اردوګان چې دسولې ،آزادۍ اوخپلواکۍ ژمنه کولی شي له منځه وړي

۲۰۰۸ م کال دافغانستان د ملي اردو د راژوندي کیدو د تودوژمنوکال وخو په عمل کې  نه یواځې داچې یو ګام مخته وانه خیستل شو بلکې داسې رسوايۍ رامنځ ته شوې چې دخلکوهیلې ېې ور وځپلې.په همدې کال کې داخبره رسوا شوه چې په البانیا کې د امریکا سفیردچین زړې وسلې هغه وسلې چې له ۱۹۶۰ کال نه مخکې جوړ شوې وې اخلې، البانیاته  ته ېې راوړي ، هلته البانیايي مارک پرې لګوي او بیا ېې د افغانستان په اردواو پولیسوخرڅوي. دا معامله له ملیونونو ډالرو څخه اوړي.له دې سره سم هم لیدل کیږي چې امریکايي او انګلیسي الوتکي په غزني  او هلمند کې مخالف لوري ته وسلې دیسانت کوي او هم د افغانستان ددفاع وزارت په دې تور نیسي چې اتیا زره سپکې او درنې وسلې ېې مخالفینو ته ورکړیدي.ددفاع دوزارت  له ځانه دفاع هم دومره کمزورې ده چې د ماشوم دمنلو وړ هم نه ګرځي. ځکه هغه وايي موږ وسلې سرتیرو او افسرانوته سجل کړي  هغوی چې وژل شوي وسلې ېې دښمن ته په لاس ورغلې دي؟؟؟!.

که له دې رسواییو سره د۲۰۰۸ م کال عامې وژنې یوځای کړونوپایله ېې په ښکاره داده چې اشغال او تر اشغال لاندې واکمنۍ ته سوله او امنیت نه بلکې جګړه  او انسان وژنه د جنو ساید تر کچې پورې رسول هدف دی

د۲۰۰۸کال په وروستیو کې داسې وبریښیده چې دجورج بوش لمر په ډوبیدو دی.افغان کینول شوی واکمن هم په دې خاطر چې سباته ېې هم څه کرلي وي نو په امریکايي پوځیانو څه چې آن  د بوش په لوړ پوړو ېې نیوکې راپیل  کړي.په خپله هغو ځایوته په پټه لاړ چیرته چې امریکايي الوتکود خلکو ودونه،مړي ،ختمونه او جنازې په وینولړلې وې. هغه د سپتامبر په اتمه نیټه په یومرکه کې وویل چې ٬٬بهرني ځواکونه دخلکو،ګوندونواو دولت ترمنځ اختلاف اچوي…٬٬ده څه موده وروسته(دنوامبریولسمه)لویدیځ ته درې وړاندیزونه ورکړل او هغه داچې٬٬لودیځ یا باید له طالبانو سره سوله وکړي،یا باید ما لري کړي،یا باید داوطن پریږدي٬٬خولویدیځ چې مشري ېې متحده ایالات کوي دا ټولې خبرې بابیزه وګڼلې.وحشت، ډله یزووژنو،دخلکو په کورونو دشپې له خوا ور دانګلو،مرګ لوټ او تالان ته ېې دوام ورکړ او په دې کار کې ېې افغان اردو،پولیس اوو امنیت هم داسې بدنامه کړل چې نور به هیڅکله خپل ملي تاریخي هویت تر لاسه نه کړي

افغان واکمن دې ته فکر نه وه کړی چې امریکا یو تاریخ دی دهغه تاریخ بدلون دیوه سړي کار نه دی.یوه تور پوستي عیسوي شوی مسلمان افریقایی الاصله امریکايي په خپله شپږ نیم سوه ملیونه ډالره نه در لودل چې ټاکنو ته يي ولګوي دا په خپله دامریکا دیهودي واکمني ډلې پانګه وه  چې هغه ېې په سمبولیکه توګه را مخته کړ.هغه تشې ژمنې ورکړې خوحالات د بوش له دورې څخه زیات مخ په ځوړه روان دي.دافغانستان په هکله دبوش دپلانونو هیڅ څه نه دي کم شوي.همغه دیرس زره نوي امریکايي پوځونه چې بوش ېې غوښتنه کوله اوباما ېې افغانستان ته د رالیږلو امر وکړ.اوباما د همدې خبرې د اعلان په ترڅ کې خپل اصلي نیت هم را څرګند کړ. هغه وویل ٬٬ موږ به خپل دښمنان هر چیرې چې وي په افغانستان کې وي که په یمن یا افریقا کې تعقیب کړو٬٬ او باما خپل دغه نیت هغه وخت ښه روښانه کړ چې سویس ته د نوبل دسولې؟؟؟ دجایزې اخیستو له پاره راغلی و. هغه په جوړه شوې غونډه کې په  خپلو لویدیځو پلویانوغږ وکړ چې:٬٬مقدس جنګ یواځې جنګ نه دی. که ستا ایمان او باور دی چې ته د الله فرمان پرځای کوې نو د پورته شوي ګام(د افغانستان او اسلام پر خلاف ګام)په شا کولو ته اړتیا باید احساس نه کړې.موږ باید داسې یوې نړۍ ته ورسوچې زموږ ارواګانې د الله تعلی مظهر وي…٬٬بینوا سایت۲۰۰۹ کال ددسامبر دیرشمه  

.داوباما خدای تثلیث دی.دهغه دین عیسوي اوهغه ته عیسی روح القدوس او دخدای مظهر دی.اوباما رواني جګړې ته مقدسه جګړه وايي .سم په سمه هغه څه چې بوش صلیبي جګړه بللې وه.بوش د صلیبي جګړې په بري سره ددې په تمه وچې دعیسویت په نړیوال کولو سره به دی د پیغمبرۍ کچې ته رسي.اوبا ما هم غواړې همغي جګړې  ته د مقدسې جګړې په عنوان ورکولو سره ځان د خدای مظهرکړي. دا چې د اسلامي نړۍ پرخلاف جګړه باید پراخه،اوږده اونوره هم خونړۍ شي له اقتصادي، سیاسي او پوځي ستراتیژیو هغه خوا سخت دیني او مذهبي رنګ هم لري.دا چې د ګوانتانامو، بګرام،کابل اوشینډنډ زندانونه او همغه شکنجې روانې دي اودا چې دبوش دبګرام په زاړه زندان کې څه د پاسه ۷۰۰ افغان  را ایسار شووبندیانو زورونې همغسې دوام لري او د پوځي زندانونو په څنګ کې دقراردادي کمپنیو زندانونه ورځ په ورځ پراخیږي دا ټول د بوش د صلیبي جګړې دوام دی چې او با ما يي اوس مقدسه جګړه بولي 

په عیسوي دیانت کې مریم مقدس،عیسی مقدس او روح القدوس یوله بل سره نه شلیدونکې عقیدتي مفاهیم دي .ددغو مفاهیمو دنړیوال کیدو له پاره هر ډول جګړه مقدسه ده او ددغې جګړې وړوونکی  د الله مظهر ښودل کیږي .یادونه کووچې انګلو ساکسوني لويي غوښتنه او داسلامي نړۍ پرخلاف جګړې ته دیني او مذهبي جامه ور اغوستل هغه څه دي چې په دې وسیله دتیري او تجاوز اصلي موخې پټوي او د خپلو هیوادونو ساده زړي مالیه ور کوونکي ددوی دنژادي او مذهبي احساساتو د را پاره ولو له لارې تیر باسي.ا ودا لږ تر لږه له نژادي پلوه همغه هتلري فاشیستي جګړه ده.        

   اوبا ما افغان زورونې ته په بګرام کې په ۶۰ ملیونو ډالرو نوی ویره وونکی او انسان وژونکی جیل جوړ کړ او ۱۲۰۰ افغانان ېې زندۍ کولوته ور دننه کړل.دده په همدې یوه کال واکمنۍ کې د امریکايي پوځیانو پټې جیلخانې دکابل له ریشخورو څخه نیولې بیاتر نږدې ټولو ولایتونوپورې هلته چې ددوی قرار ګاوې دي ورسیدې.دبوش په دوره کې دخلکوپه کورونو دشپې چپاواوپه کورونو کې د ښځو او ماشومانو وژل او د نارینه ووتښتول او بیا تري تم کیدل یا ډیر نه وواویاهم رسنیوته نه راوتل خو د اوباما په واکمنۍ  کې دغه وحشت پر ټول افغان اولس دویرې توره پرده راوغوړوله.  

دبوش په واکمنۍ کې د مسلمانانو مقدساتو ته سپکاوی ډیروو. بې شمیره امریکايي او غیر امریکاېې کمپنیو او ځانګړو ډلو عیسوي تبلیغات خپرول او خبره تر دې هم ورسیده چې د کابل په دریمه کارته کې دیوې ونې سینه هرشپه څیریدله او په زړه کې ېې حضرت عیسی دصلیب پر مخ را څرګندیده؟؟!داچې دالوبه څنګه ،دچا له خوا د څه دپاره روانه شوې وه  له پوښتنې پرته خپل ځواب لري. خو له دې سره سره هغه وخت لاپه افغان اسلامي ټولنه کې دانجیل دپراخه چاپ اوخپرید خبر ډیر نه و.او باما دادی په پښتو اودري  دانجیل کتابونه ویشي،او د مسلمانانو دډله ییزې وژنې کار خوېې اوس هغه حد ته رسولی دی چې تاریخ ېې هیڅ چیرته آن په ویتنام او عراق کې په دې بیرحمۍ په یاد نه لرې.همدا اوس چې همدا لیکې کاږم دفراه ولایت ددلارام پیښه مې په سترګو کې  راګرځې، وران اوسوي کلي، تر خاورو او ایرو لاندې ماشومان،ښځي اوسپین ژیري.د لاسته راغلو مړو شمیره چې  له یوسلو شلوڅخه اوښتې ده .په همدې حال کې حامد کرزی په واشنګتن کې دی.امریکايي لوري ېې غوږونه ور تاو کړي.په مطبوعاتي کنفرانس کې ژورنالیست پوښتنه ورنه کوي چې ته خو د افغانستان جمهور رئیس ېې د فراه له عام قتل نه خبر ېې ؟ په ډیره غوسه ځواب ورکوي زه تا پیژنم چې څوک ېې .ستا پوښتنې ته دځواب اړتیا نه لرم

د کرزي صاحب اوښکې نورې وچې شوې دي .نور نه ژاړي.داهغه جمهور رئیس دی چې پخوا به ېې پر هره پیښه اوښکې تویولې خواوس په دې خاطر چې ډډې ېې تشې نشي  د  فراه په عامه وژنه خوله پټوي څوټولټاکنو ته خطر پیښ نه شي.دې ټولوواقعیتونو ته په کتنه ویلی شو چي ۲۰۰۸ کال دوینو او اوښکو کال واو ۲۰۰۹ کال چې د پای ته رسیدو په درشل کې دی دهمدغو وینواودردونو په اوږو خوځي

               

اقتصادي وده                              

یوګل پسرلی نه دی

سل ګلان پسرلی نه دی

آن زر له ګلانو ډک باغونه پسرلی نه دی

کله چې دالوتونکو وزرونه وینو نیولي

کله چې ترانې ټولې اوښکې دې

کله چې ستوري ټول لویدلي

کله چې لاسونه

له خونړیو زړونو سره

دزمانې په څلور لاره کې

هرچیرنه په چیغو جګ دي

آیا څوک د شقایقو غوړیدنه

په شپې ځپلې دښته کې لیدلی شي؟

فریدون مشري٬٬””                                

پر افغانستان باندې د نړیوالې یو کیدنې تر غولوونکي نامه لاندې دمتحده ایالاتواو انګلیس ګډ یرغل چې وروسته د ناتو دپوځي تړون دغړو هیوادونو لښکرې ورسره مل شوې ظاهراً په دې پلمه پیل شو چې د نیویارک او واشنګتن د ماڼيو دلړزولوپلان په افغانستان کې دالقاعدې د مشرانو له لوري جوړ او عمل ته وړاندې شو.د طالبانو واکمني هم په دې پلمه چې د القاعدې مشران ېې متحده ایالاتوته ورونه سپارل او یا يي له ځانه لرې نه کړل دمتحده ایالاتو تر پوځي یرغل لاندې را غله.خو دا ټولې د تیري اوپوځي یرغل له پاره هسې جوړې شوې پلمې وي . دغه پلمې تیري اویرغل ته ځکه اړینې وي چې .یرغلګرې واکمنۍ باید خپلو هغو خلکوته چې ددوی په مالیو او اقتصادي ورکړود لوړ پوځي او تخنیکي توان څښتن شوي، وښيي چې جګړه ددوی د امنیت او اقتصادي ګټو د خوندي ساتلوپه خاطر اړینه ده.دغه شان نړیوالو او تر یر غل لاندې اولسونو ته هم باید وښيي چې دغه یرغل دتروریزم دپراخیدو د مخنیوي او د مخدره موادو د کښت ،پروسس اوراکړې ورکړي دپای ته رسید په منظور اړینه ده.د جګړي په پیل او دوام کې تر جګړې لاندې اولسونوته ددموکراسۍ او بشري حقوقو دسیاسي شوو شعارونو ترغولوونکونارو سورو لاندې دآزاد بازار د خیالي جنت جوړولو ژمنې هم تودې وې. هغوی چې له بهر څخه د همدغه ساز نڅاته راوستل شوي ووهم په خبر او بې خبرۍ کې د خپلو اولسونو او ملي ګټو پر خلاف په خپلو روښانفکري ٬٬نوښتونو٬٬ددغه ساز پردې تودې وساتلې او ښکاره دا نارې را پورته شوې چې استقلال،ځمکنۍ سلامتیا، ملي پولې ،ملي هویت ، ملي ګټې اوملي ویاړنې هسې دتیرو پیړیو خبرې وې چې باید اوس دسیاسي، اقتصادي اوآن فرهنګي ودې له پاره او په دې خاطر چې ګلوبالیزم او نړیوال کیدو ته جوګه شولرې وغورځول شي.دغو په پردو پورې تړلو او یا پردوغولولوروښانفکرانو ونه غوښتل چې په دې ځان پوه کړي چې لویدیځې پانګوالۍ خو پرافغانستان اوعراق باندې تر بریدونو مخکې داستعمار ، نوي استعمار اوپوځي یرغلونوپراخه ،اوږد اوخونړی تاریخ درلود.دغو تیریولاتینې امریکا،آسیا او افریقا ته څه ورکړل چې افغانستان ته به ېې ورکړي.ځینو په ډیره بې شرمۍ د هند د نیمې وچې اقتصادي او سیاسي پر مختیاوې پرته له دې چې ددغې سیمې خپلو طبیعي او انساني پخو زیرموته پاملرنه وکړي د بیلګې په توګه زموږ د خلکو مخې ته ودرولې اوپه دې برخه کې ېې آن دې ته ونه کتل چې دهند د نیمې وچې تاریخ د استعماراو استعماري توطئو پر خلاف د مبارزې تاریخ دی او همدغه تاریخ دی چې دغې نیمې وچې ته ېې د استقلالیت او ملي واکمنۍ په  لمن کې د سیاسي او اقتصادي ودې لاره پرانیستله.د هند دموکراسي او آن اقتصادي وده دانګلیسي استعمارله برکته نه وه او نه ده.استعمار تر خپله وسه ددغه هیواد زیرمې لوټ کړې.ددغه هیواد انساني توان ېې وځاپه او د هندې پرګنو په منځ کې ېې د نفاق او طبقاتي دردوونکي ویش پولې خپلو دردوونکو پړاونوته ورسولې.     هند له اقتصادي پلوه نن د نړۍ یو د پام وړ اقتصاي ځواک دی خو راځۍ چې دهند د خلکو او اولسونو ژوندپه ورکړل شوو شمیرنو کې وګورو

دهند ۲۳۰ ملیونه وګړۍ همدا اوس د ناوړه خوړوپه مر ګوني رنځ اخته دې.څلویښت په سلو کې له درې کلنۍ څخه واړه ماشومان د وزن له کموالي زوریږي.په مومبای(همغه بمبيي)، بانکلوراونورو هغو ښارونو کې چې مدرن شمیرل کیږي د ورانوکوډلواو مغارو په دننه کې د ژوند لړۍ په بې ساري توګه ور ډوبیږي.دبډایانواووږوواټن په  بیساری توګه پراخیږي.دملګرو ملتو دوجهې صندق د ۲۰۰۸ کال د شمیرنو له مخې هند د ژوند د کچې له پلوه هم تر ډیرو ګاونډیو هیوادووروسته پاتې دی.د هندتر نیمايي زیاتې ښځې دوینې له لږوالي سره مخامخ دي .په هند کې همدا اوس ۸۷ په سلوکې خلک د ورځې له شلو روپیو څخه لږ څه تر لاسه کوي.د ټيټې کچې د کارګرانو ورځنی عاید ېې یو دنړۍ له ډیرو لږو عوایدو څخه شمیرل شویدی.خویو پانګوال ېې چې موکش آمباني نومیږي سره له دې چې په یوه قمار کې ېې ۲،۲۸ میلیارده ډالره له لاسه ورکړل اوس هم د ۸،۲۰ملیاردو ډالرو په لرلو سره د هند لوی میلیاردر دی. هند هغه هیواد دی چې  د انسانانو د بدن غړي دبیسارې لوږې او نیستۍ له مخې  له ټولې نړۍ څخه زیات پکې پلورل کیږي.ښځې ځانونه او او لادونه ېې د خپل بدن غړي خرڅوي.هند دنړۍ شتمن هیواد دی.خو په دغه هیواد کې د یوې هندې شمیرنې له مخې یواځې په ۲۰۰۷ کال کې ۱۶۶۳۲بزګرو د لوږې له کبله ځان وژنه کړې چې په دې شمیرنه کې ۲۳۴۹ ېې ښځینه بزګرې دي

هند دغنمو د تولید په برخه کې د نړي د ډیرو اوچتو تولید کوونکو هیوادو له ډلې څخه دی.په دغه هیواد کې د ځمکو مسئله حل شوې نه ده.په هند کې همدا اوس څه د پاسه دوه سوه ملیونه انسانان په سخته مرګونې لوږه اخته دي

په اقتصادي برخه کې مود هند بیلګه ځکه را برسیره کړه چې دغه وژونکی حالت د آزاد بازار تر نامه لاندې زموږ په هیواد هم په ډیره رنځوونکې بڼه را روان دی.پانګوالې زور زیاتۍ موږ ته داسې لومې ایښې چې افغانستان به په یوه داسې اقتصادي جبر اخته شي چې له هر ډول مقاومت نه پرته د پردومرییتوب ته غاړه کیږدې.دغه څه متحده ایالاتوپر ویتنام هم راوستل غوښتل خو د هغه هیواد خلکولوږې ته په مرییتوب د لومړیتوب حق ورکړ او ځان ېې د پردو د پانګو له اسارت څخه خوندي وساته.خو زموږ هیواد له بده مرغه په یوه داسې جال کې لویدلی چې ټوله پانګواله نړۍ له خپلو وړو او یا لویو اختلافونو سره سره خپلې تیرې اونوې استعماري او نو استعماري تجربې همدلته او د همدې ملت د ځپلو له پاره په کار اچوي.داخبره ښيي چې القاعده،تروریزم او له دې سره د طالبانوپیوستون او همدا شان مخدره مواد او نور هسې پلمې دي.اصلي مخه داده چې افغانستان دآسیا په زړه کې د آسیا د بیا سیاسي او اقتصادې لاندې کولو له لارې په یوه داسې اډه بدل کړي چې د خپل شتون په بیه دټولې آسیا دخلکوپه دښمن بدل شي.ددغو طرحو جوړوونکي او پلي کوونکي غواړي له دې لارې ځانته په ټوله آسیا په تیره بیا په منخني ختیځ او منځنۍ آسیا کي د اوږدې مودې ګټې تر لاسه کړي او له دې لارې د جهان د بیا ویش خوبونه را تازه کړي

دغه شان کړه وړه افغان اولسونو ته له څو په پردو پورې تړلو داړه مارانو پرته هیڅ څه نه ورکوي.هند د خپلې درنې طبیعي زیرمې له برکته تر ننه ژوندی دی . خو په وچه پورې تړلی له اقتصادي پلوه ډیر وروسته پاتې ساتل شوی  افغانستان له دغه بهیر څخه  له تاریخي ورکې پرته بله پایله نه لري.په دې دلیل باید دافغانستان اقتصادي حالات په ځانګړې پاملرنه ددغه هیواد دتاریخ او جغرافیایی موقعیت په اډانه کې وکتل شي

افغانستان داقتصادي تاریخې ودې له مخې د۱۳۵۷ کال د ثور دپاڅون نه مخکې یو فیودالي او نیمه فیودالي هیواد و.د سر دارمحمد داود(۱۳۵۲-۱۳۵۷)له دورې څخه ددغه هیواد ځمکه وال نظام د ځمکو د اصلاحاتو د قوانینوله مخې خپل لومړی کوزار وخوړ. دغه ګوزارد ۱۳۵۷ کال د پاڅون له مخې په څه ناڅه بیړه ناکواوتندو ګامونو پوخ شو.خو په همدې دوران کې نړیوال تضادونه خپل لوړ پړاو ته ورسیدل او افغانستان د وخت د زور ځواکو د ټکر په یوه تاوده مرکز بدل شو. دغه حالت د افغانستان څه نا څه طبیعي وده وځپله . ختیځ له کیڼ اړخ څخه ملاتړ ته دلیونتوب او تیري تر کچې مخه کړه او لویدیځ په بنسټپالنه اوکیڼه افراطي برخه کې خپلې پښې ټینګې کړې.مجبوریت یاتعبدهر څه چې وو دواړه لوري یعنې کیڼ او ښي ېې د افغانانو په نوم یو د بل مخې ته ودرول.دغې پردو جوړې کړې جګړې په اقتصادي برخه کې پیل شوې هڅې ودرولې.نه فیودالیزم ړنګ شو او نه پانګوالی جوړه.یوه ویره وونکې اقتصادي خلا را منځ ته شوه. انساني ځواکونه مودپردیو نقدو په وړاندې له اقتصادي بهیرونو څخه لرې او دخپلو فوري اړتیاوومزدوران شول.ځمکې شډلې،داوبو رسولوطبیعي او جوړ شوي سیستمونه له منځه لاړل.دمالدارۍ لمنه په راټولیدو شوه.فابریکې ودریدې،معادن موترپښو لاندې شول،کسبګرو کډې بار کړې، له کلیو نه ښارونو او له ښارونو څخه کلوته منډو را منډوزموږ انساني ځواکونه له خپل جوړوونکي رول څخه وغورځول اوپه پای کې افغانستان له اقتصادي پلوه په یوه ویره وونکې تشه کې ولوید.هر څه نقد او نقد هم د پردو وو.کیڼ یا ښي اړخه خوځښتونه او ورسره تړلي منځ لاري ټول په یو یا بل ډول اقتصادي جبر همدې لویدنې ته ور وکشول.په دغسې یوه ویره وونکې اقتصادي تشه کې پانګوالې زور ځواکۍ دسړې جګړې له را لویدووروسته د خپلو خوبونو او فرضیو د ترسره کولو لاره پرانیستې ولیده. 

پر افغانستان باندې پوځې یرغل هم د همدې خوبونو د سرته رسولوپه خاطر طرحه شو. یرغلګرپه دې هیله وو اودي چې افغان اولسونه اقتصادي جبر وهلي دې او دغه څه دوی ته د اجیرانود ګمارلو کار آسانه کوي.خو دغې لوبې باید د سیاسي او پوځي کړو وړو په څنګ کې خپل اقتصادي جال هم را خپور کړی وای

له افغانستان سره تش په نوم نړیواله مرسته،د افغانستان بیاودانول،د آزاد بازار په اوږو د افغانستان سپرول او له دې لارې یو موټی پردو او خپلو غلوته دشتمن کیدولاره پرانیستل او زموږ په هیواد کې دنیستمنو او شتمنو واټن اوسني زوروونکې حالت ته رسول ددغه جال اصلي  مزي وو. یووروسته پاتې،په اقتصادي جبرا خته او دژوند په بیه د جګړې ددوام په حساب ژوند کولوته اړهیواد دپانګوال نظام غوښتنه وه ځکه همدغه شان یو مجبور هیوادددوی نړیوالو خوبونو ته په ښه اډه اوښتی شو 

وګوري چې افغانستان د ملګرو ملتونود شمیرنو له مخې داقتصادي ودې له پلوه د لږوده وده کونکوهیوادونو په ډله کې ډیر وروسته پاتې ځای نه درلود.په افغانستان باندي تر پوځي یرغل وروسته په لومړیو وختو کې دا شمیرنې خپرې شوې چې ګوندې ددغه یرغل له برکته په لومړیو درې کلونو کې افغانستان په یاده شوې کړۍ کې ۱۶۲ ځای درلود خواوس نړیوالې شمیرنې په ګوتو کوي چې افغانستان د اقتصادې ودې او اداري فساد له مخې له آخر نه دویم ځای لري. یعنې شکر دی له نیپال څخه مخته تللی دی!هغه نیپال چې اوس موږته د بیا آبادولوکمپنۍ جوړوي او خپل بې شمیره کارګران موږته د آبادونې او کار ښونې له پاره رالیږي.نړیوالو زور زیاتیود افغانستان د بیا آ بادونې په نوم  ډیرې غوړې ژمنې زموږ خلکوته ورکړې او دورکړل شوو شمیرنو له پلوه ېې د پنځوس ملیاردو ډالروپه شاو خوا کې نړیوالې مرستې دغه کارته ومنلې .دغه مرستې افغانستان ته راورسیدې خو له دې مرستو سره سم په زرګونوپټې اوښکاره لوټمارې انجیو ګانې د افغانستان دبیا رغونې په نوم پردغه هیواد را ماتې شوې . دغو انجیو ګانوچې ویل کیږي  اتیا په سلوکې رالیږل شوې مرستې ددوی منګولوته  ورغلې په ټول افغانستان کې په ډیرونندارییزوفصلي داسې جوړونولاس پورې کړ چې نږدې ټولې پروژې ېې  له یوه فصل څخه بل فصل ته ونه رسیدې .په دې لړ کې نه یواځې داچې دکلیدي اقتصادي پروژو څه تر سترګو نه شول بلکې د افغانستان له پخوا را پاتې بې شمیره کلیدي اقتصادي پروژې هم له ورکې،لوټ اوپلورلو سره مخامخ شوې.نه یواځې د هیوادډیرې وتلې کارخانې او د نساجیوفابریکې ورانې او یا  په خصوصي برخه دوښو په بیه وپلورل شوې بلکې د هیواد تر ځمکې لاندې شتمنیۍ هم دهمدې برخي یا دپردومنګولو ته ولویدې.سیلوګانې ړنګې او په ټپه ودریدې،دجنګلک اوافغان ترکاڼي په شان وتلې کارخانې او د پلچرخي صنعتي مرکز او دې ته ورته په لسګونو تولیدي دستګاوې مو له خاورو سره خاورې شوې.دغوري دسمنټواودبغلان د قند فابریکې ،د قندز دسپین زر شرکت،د ګلبهار نساجي ،افغان نساجي  اودې ته ورته نورې کارخانې څوڅو ځله لاس په لاس شوې اوپه پای کې له شته والي ووتې.دحاجیګک د اوسپنې معدن،د لوګر دعینکودمسو معدن ،د شمال د نفتو او ګازوزیرمي ټولې په پردواویا په پردو پورې تړلولوټمارو وپلورل شوې او په دې توګه افغانستان دخپلو ملي شتمنیو سترې زیرمې د تل له پاره له لاسه ورکړې  

دغو لوبو افغانستان  دپردوداقتصادي ګټو وژونکې او فساد چاغوونکې سیالۍ ښې وپړسولې .داسې چې په همدې سیالیو کې  دروانې جګړې اوورسره د افغانستان برخلیک په تورو لړو کې ولوید. د افغانستان خورا لویه برخه بشري ځواک دژوندداړتیاووپه حکم دجګړې ډګر ته ور وایستل شو.ددوی پرځای   داروپا او امریکا لوټمارې انجیوګانې او دآسیادډیرو وروسته پاتې هیوادوبیکاره او غیر فني ډلې زموږ په هیواد کې دکاراولوټ څښتنې شوې.هندي،چینايي،پاکستاني،نیپالي،  بهوتانې ،بنګله دیشي او نورې له بیکارانو جوړې شوې کمپنۍ اوس زموږ د هیواد د آبادۍ او سمسورتیا؟؟؟په کار اخته دي.دغه انجیو ګانې او کمپنۍ چې یو شمیر ېې امنیتي او جاسوسي دندې لري یواځې په اقتصادي برخه کې زموږ د خلکو دشتو په لوټ اخته نه دي.دوی سیاسي او فرهنګي ورکړل شوې ستراتیژۍهم لري.نه يواځې د جاسوسیو ښې جالې دي اوزموږ په هیواد کې د ورانونکوپردو سیالیو اورته ببوزي وهي بلکې له هر لوري زموږ د خلکو او اولسونوملي او فرهنګي هویت ته دسپکاوۍ او لویدو کندې باسي.په دې توګه افغانستان نه یواځې داچې له اقتصادي پلوه راتلونې نه لري بلکې له فرهنګي پلوه هم د سختې لویدنې په لور روان دی.همدا اوس په افغانستان کې دنړیوالو٬٬ دوستانو؟؟؟ ٬٬د پوځي،سیاسي اواقتصادي شتون له برکته د مخدره توکو دکښت،پروسس او قاچاق بهیرهغه پړاو ته رسیدلی دی چې افغانستان د نړۍ په کچه په دې برخه کې لومړی مقام لري .له دې سره سم په مخدره موادو د روږدیدو وژونکی بهیر په ښکاره هغه تاریخي څه رابرسیره کوي کوم چې انګریزانو په نولسمه پیړۍ کې له دې لارې د چین داولسونوپر سر را وستی وو.د تریاکوجګړې(۱۸۴۱م)دچین یوه ستره برخه هون کنګ دنږدې یوې پیړۍ له پاره دانګریزي ښکیلاک په برخه واړاوه ،خولیکوال نه پوهیږي چې د افغانستان خلک به دروان پوځي تیري او اشغال اوله هغه نه د را زیږیدلي  فساد په وړاندې په جګړه کې څه او د څومره پیړیوله پاره له لاسه ورکوي.ځکه په دې  روان تورتم کې یواځې اقتصادي لویدنه نه بلکې  ویرونکې سیاسي – تاریخي لویدنه له ورایه ځان ښيي.دغه وروستۍ لویدنه کولی شي بیا د افغانستان په زړه چاړه را کیباسي

‏‏‏‏‏‏‏   

                    جګړه چیرته ځي؟

٬٬هغوی چې حقیقت پلوري اوخیال  

رانیسي  په ډیره هوښیارۍ

کې لیوني دي٬٬

ددې برخې په پیل کې یو لړاسنادو،شمیرنو او واقعیتونو ته ګوته نیسو

د۲۰۰۸ میلادي کال دجنوري په ۲۲ نیټه امریکايي واکمنودا واقعیت را برسیره کړ چې متحده ایالات له یوه سخت مالي بحران سره مخامخ دی.له دې خبرې وروسته اروپايي واکمنوکړیواعلان وکړ چې د متحده ایالاتو اقتصادي بحران نړۍ له ګواښ سره مخامخ کړیده.دغه بحران په متحده ایالاتواو ټوله اروپا کې دبیکارۍ،بی کوره کیدو او اقتصادي را لویدنې بهیرهغه لوري ته وخوځاوه چې عامه خلکو او دهمدې ټولنومنځنيوپوړکوخپل اقتصادي توان اوپه اقتصادي برخه کې دهرډول نوو تشبثاتوتوان له لاسه ورکړ.دغه بحران تر هر څه دمخه دمتحده ایالاتو او اروپايي هیوادونوبانکي اعتبار داسې له پښو وغور ځاوه چې یواځي په متحده ایالاتو کې د۲۰۰۸او ۲۰۰۹ کال په اوږدو کې  ۲۴۶ معتبرو بانکونوخپله دریدنه اعلان کړه او له دي سر ه د انګلیس،جرمني،فرانسې او نورو اروپايي هیوادونودلوړ نوم بانکونورا لویدنه او افلاس را منځ ته شو.دغو بانکونو چې په متحده ایالاتواو اروپا کې ېې خلکوته دکورونواخیستلو ،دکار او ټولنیزو بیمواو منځنیوتولیدي هڅو او آن د روغتیا په برخه کې پورونه ورکول له دغه بحران سره سم راولویدل . دغې لویدنې په ملیونو خلک بې کوره،بیکاره او داقتصادي خوځیدنې له نوو هیلو څخه وغورځول.دغه بحران چې دشلمې پیړۍ ددویمې،څلورمې او شپږمې لسیزې له بحران څخه ډیر ژور او پراخه و دپانګوالې نړۍ دراکړې ورکړې سیستم او د نړیوال اقتصادي نظم ستنې ېې چې مشري ېې  متحده ایالاتو کوله سختې ولړ زولې او په دې لړکې د پرمختللې پانګوالې نړۍ تولیداو صادرات په بې ساري توګه داسې چې په تیرو بحرانونو کې نه ولیدل شوي را وغورځیدل. ددې په وړاندې په داسې حال کې چې دغه بحران پاتې نړۍ هم اغیزه منه کړی وه دبیلګې په توګه چین دنړۍ د صادروونکو هیوادو په سر کې تر جرمني مخته شو. دهند اقتصادي ودې،د ایران تخنیکي پراختیاوواو دروسيي بیاپیاوړي کیدو او له لویدیځ سره سیالیوته جوګه کیدلو لویدیځه پانګواله  ټولنه سخته ولړزوله او ددغې ټولنې لیوني واکمن ېې تر دې هم را ورسول چې ډبلیوبوش په خپله یوه وینا کې دهند اولس په دې تورن کړي چې ددغه اولس ډیره ډودۍ خوړل د بحران  یو لامل دی؟؟؟ 

هغه څه چې ښکاره دی هغه دادي چې  دغه بحران نا څاپي  او له مخکې نا پیژندل شوی نه وو.لویدیځ  دغه بحران ته سترګې په لاه واو له بحران نه دوتلو هڅې يي پټې نه وې.څرنګه چې بحران بانکونه، د تولید  او راکړې ور کړې لويي کمپنۍ،کارتلونه ، تراستونه  اوترانسپورتي  شرکتونه  او نورې دلویو ګټو څښتنې موسسې ټولې له پښو غورځولې نو تر هر چا دمخه د متحده ایالاتواولیګارشي ډوله واکمنۍ چې هلته د بانکونو او کمپنیو واکمني ده  مخکې تر مخکې پر دې راتلونکې تیارې سوچ کاوه . له بده مرغه د پانګې د طبیعي فطرت له مخې له بحران سره د سمې اوروغې بشري مقابلې پرځای د پانګوالې نړۍ، نړۍ خورود وروسته پاتې ساتل شوواولسونوتر ځمکې لاندې زیرمو ته وکتل او دا ېې هم ومنله چې ددریمې نړۍ باالقوه او باالفعل اقتصادي او تخنیکي خوځښت هم باید په خپله ګټه  له خنډ سره مخامخ کړي.په همدې لړ کې دا محاسبات را منځ ته شول چې  د منځني ختیځ افریقا اولاتینې امریکاد نفتي زیرمو په څنګ کې چې ددغو سیمو ډیرې واکمنۍ له دوی سره د خپلو ملي ګټو پر خلاف ولاړې وې د نړۍ یوه ډیره شتمنه نفتي سیمه چې له سیاسي او پوځي پلوه هم دلویدیځ د سرسخت سیال روسیی په وړاندې ېې ټاکونکی نقش در لود خپلو منګولوته را کیباسي.د پخواني شوروي اتحاد ړنګیدواو په سړه جګړه کې د لویدیځې پانګوالې نړۍ بري دغه خیال نور هم پیاوړی کړ.په همدې دلیل پر افغانستان پوځي یرغل لکه څنګه چې ویل کیږي یواځې پر عراق باندې د پوځي یرغل تمرین او یا  د ایران تر کنترول لاندې راوستل ،هند او چین ته ور نږدې کیدل اوخنډونه ورته را مخته کول نه وو.دغه پلان په اقتصادي برخه کې دنوو زیرمو تر لاسه کول،په سیاسي  او نظامي برخه کې دسیمې ځپل او تر کنترول لاندې راوستل او دخپل جګړیز ماشین په خوځولو سره د وزګارتیا مر ګونی ګوزار شاته وهل او ورسره نوري بې شمیره غوښتنې هم در لودې.

یوه د پام وړ خبره داهم وه چې لویدیځ  اویوشمیر ورسره تړلو اسلامي او غیر اسلامې واکمنیو اسلامي پراخیدونکو اړیکو ته یواځې د بنسټپالنې له مخې کتل او په دې برخه کې ېې پتیلې وه چې افغانستان دمنځنۍ آسیا او نورې اسلامي نړۍ تر منځ د اتصال یا پیوستون یوه پیژندل شوې سیمه ده که دغه هیواد لاندې شي نو داکړی به وشلیږي او له هغې ورسته به د لویدیځ د پر مختګ لاره هواره شي. لیکوال  په دي پوهیږي چې وړاندې شوي لاملونه  بشپړ او یواځني لاملونه نه دي او دا برخه په دې لنډه کتنه کې شونې نه د ه. خو داخبره څرګنده ده چې پر افغانستان پوځي تیری ناڅاپي او یواځې د سپتامبر دیولسمې نیټې  د مرګوني ګوزار چې اصلي واقعیت ېې هم پانګوالې نړۍ پټ ساتلی دی کسات نه و او نه دی.او یو ځل بیا داخبره کوو چې دغه تیری سره له دې چې مخکې د متحده ایالاتو په ټینګار ملګرو ملتونو زموږ په خلکو اقتصادي ناروا او ظالمانه بندیزونه لګولي وو خودغه نړیواله ټولنه دیرغل له پیل څخه په بشپړه توګه بې خبره ساتل شوې وه .دغه یرغل ته یواځې دملګرو ملتو د امنیت شورا هغه  هم د متحده ایالاتو ، انګلیس او نورو په مخامخ ټینګار دیرغل له پیل څخه نږدې درې میاشتې وروسته یوډول مشروعیت ورکړ.دامنیت دشورا  په جوړښت او ماهیت څرګندونو ته اړ تیا نشته خو داخبره دیادولو وړده چې دامنیت شورا خو پر افغانستان دترسره شوي یرغل په هکله یوه دوه مخې پریکړه وکړه،که همداډول پریکړې دمشروعیت دلیل وي نو پر عراق باندې د تیري په هکله خودملګرو ملتو هیڅ واکمنې څانګې کومه پریکړه نه وه کړې او په دې هکله تر ننه پورې ټول پټه خوله پاتې دي.ملګرو ملتو،دامنیت شورا او عمومي اسامبلې پر عراق د ناروایرغل په وړاندې ولې خوله پټه ونیوه.دهغه یرغل دمشروعیت اویا نه مشروعیت په هکله ېې ولې کومه دپام وړ پریکړه ونه کړه.په عراق کې یو ملیون انسانان دیرغل قرباني شول.نږدې درې ملیونه انسانان بې کوره او کډوال شول.دعراق ټوله مادي او معنوي شتمني له منځه لاړه.دعراق قومي او مذهبي ډلې په لاس دې ته وهڅول شوې چې یوله بله کرکه او دښمني دټولو دورکې او لویدوتر پولو مخته یوسي…آیا دغه بهیر په ټوله معنا یوجګړییز جنایت نه دی.ددغه جنایت په وړاندې سکوت اوله هغه مخکې او را ورسته په افغانستان کې دورته جګړییزو جنایتونو په هکله دمشروعیت ورکولو پریکړې په خپله دزور ځواکو دجنګي جنایتونو روا ښودنه نه ده؟د امنیت شورا او د ملګرو ملتونو دغه لویدنه به د افغانستان خلک او بشري نړۍ څنګه و بښي؟  

  متحده ایالاتو او ناتوپه پیل کې داسې انګیرله چې دیوه کوچني جګړې ځپلي هیواد افغانستان نیول اود پانګې مرییتوب ته راایستل به ډير سخت کار نه وي او منځۍ آسیاته ور ننوتل او زیرمې ېې لاندې کول به د څو شپو او څو میاشتو کار وي.له افغانستا ن نه هغه خوا چې تاریخ ېې روښانه دی. د منځنۍ آسیا د لاندې کولو په برخه کې دوی  هتلري تیروتنه بیا را ژوندۍ کړه.ددویمې نړیوالې جګړې په پیل کې هتلر انګیرلې وه چې منځنۍ آسیا او د قفقاز سیمې به له شوروي نظام څخه په خوابدۍ دده د پو ځي یرغل ملاتړي شي او په دې توګه به خپل اساسي دښمن ډیر ژر په ګونډو کړي خو د هغه دخیال خلاف د هتلري ځواکونو پر خلاف مقاومت دغه ځواکونه له وخته مخکې داسې ستړي کړل چې منزل ته رسیدل ېې ناشوني شول 

د افغانستان نیول او د منځني آسیا دزیرمو د ترلاسه کولو خوبونه هغو زیرموته له رسیدو مخکې دادی ګډ وډ اوپه اوبو لاهو شول.لویدیځ او ناتو لاهم د بوش اوبلیر په ګامونو روان دي او هره ورځ د ښکاره اوپټو پوځیانو په را زیاتولو زور لګوي

همدې خبرې ته په کتو یو لړ مستندو شمیرنو او په پای کې د هغو پایلو او دا چې ولې باید داجګړه بلې خواته وخوځوي ګوتې نیسو   

دبوش د واکمنۍ تر پایه متحده ایالاتواولویدیځ په ګډه هڅه کوله چې پر افغانستان  د پوځي یرغل د لښکروشمیرڅه ناڅه پټ وساتل شي .دغه کار دوی ته ډیرستونزمن هم نه و او داځکه چې په پانګواله نړۍ کې میدیا دآزادۍ له ټولو دروغجنو نارو سورو سره سره دهغو ستراتیژیو په خدمت کې ده کومې چې دپانګې واکمني ېې د خپلو ګټو او خپل پایښت له پاره وړاندې کوي.یوه زمانه الماني فیلسوف فریدیریش نیچه ویلي وچې:٬٬واکمن  ټول ناروغه دي اوخپلې کانګې را باسي او هغو ته بیا د ورځپاڼې نوم ورکوي٬٬داخبره له ټول شډل توب سره سره په تیره بیا زموږد زمانې له واقعیتونو سره سرخوري.دنن ورځې میدیاترډیري کچې دپانګوالې ټولنې دنړۍ خوړونکو واکمنوله کانګو څخه بل څه نه لري.میدیا ددولتونود جوړښت څلورمه پښه ګڼل کیږي.هغه څه چې څارګري،پولیس اوپوځي لښکرې ېې تر سره کوي رسنۍ  همغو ته رنګ ،بڼه ،پرداز او مشروعیت ورکوي.دا واقعیت چې همدا اوس دنړۍ د اوونامتونړیوالو رسنیواصلي څښتن تر ټولو لوړې صهیو نیستي پانګوالې کړۍ دي په خپله ښيي چې رسنۍ څه او دچا په لاس کې دي.همدې واقعیت  ته په کتنه ویلی شو چې  د پانګوالې نړۍ دواکمنو له پاره د واقعیتونه پټول  او پرخپلو  ګټو اړول او همدې کارته دروښانفکر را نیول څه دروند  کارنه دی.  

ځينې خپاره شوي اسنادښيي چې   يواځې د سي آی اې سازمان پر افغانستان باندې د کیدونکې پوځي یرغل له پاره له دغه یر غل څخه اته کاله مخکې ۴۲ تنه افغان روښانفکران چې نږدې ټولو يي امریکايي تابعیت درلود دراتلونکې هغې واکمنۍ له پاره تر روزنې لاندې ونیول کومه چې ددوی دلښکرو په زور جوړیدونکې وه.همغه ۴۲ تنه اوس هم په پټه اوښکاره په ناسته پردو راوستې واکمنۍ کې دکلیدي نقش درلودونکي دي.دغه بهیر هغه وخت نور هم وپړسیده کله چې متحده ایالاتولومړی خپلوجګړه ییزو متحدینوته ددوی په ګمارل شوې واکمنۍ که ونډه ورکړه او ورپسې د ناتونور اروپايي ملګري ېې دونډې غوښتونکي شول.پر افغانستان دپوځي یرغل بهیر چې څومره سیمه ییز کیده له هغه سره سم د سیمې د هیوادوونډه هم په راوستې واکمني کې پړسیدله او داخبره هم دلمر په شان روښانه وه او ده چې دمتحده ایالاتو په شان د افغانستان په مسئله کې را ښکیلونورو هیوادو هم  یواځې په خپلو روزل شوواجنتانو باور کولی شوی اوهمغوی ېې خپلې ونډې ته وړاندې کول.دغې لوبې ډول ډول پایلې را مخته کړې:یوه په پردوپورې تړلې اجنتوریزه واکمني را جوړه شوه،دلوړ پوړو اجنتانو تر منځ سیالۍ درسوايي تر کچې وغزیدې.افغانستان دډیرو خطرناکوجاسوسي شبکو د پای ته نه رسیدونکي رقابت په ډګرواووښت.دغې وژونکي سیالۍ ددولتي واکمنۍ بڼه واړوله او دغې واکمنۍ ملي هویت ونشو موندلی. دجګړې، تیري اواشغال له مخې ددموکراسۍ،بشري حقوقو،بیا رغونې ، له تروریزم او دمخدرو توکوله مافیا سره  دمبارزې پرده څیرې شوه،زموږ خلکوومنله چې هیواد ېې له لاسه تللی،او ملي تاریخي شتون ېې له ټولو مادي اومعنوي شتمنیو سره دورکیدو په لور خوځې.همدغه ترخه واقعیت  بغاوتونه د مقاومتونواو ملي پاڅونونوکچې ته پورته کړل.لویدیځ له اتو کلونووژنواو ورانونو وروسته ولیدل چې  د افغانستان په ګونډو کول یوه ناشونې خبره ده.دوی اوس دې واقعیت ته بیا ور وګرځیدل چې د افغانستان دخلکو پاڅونونوتل د نړۍ ډیرې سترې امپراطورۍ را پرځولې دې:مقدونې امپراطوري،اموي اوعباسي امپراطوري،صفوي او مغولي امپراطوري.اوپه همدې پیړۍ کې انګلیسي او روسي امپراطوري

خو وايي چې دزور او نارواچلوونکې واکمنۍ تل تر تله تیروتنه په تیر وتنه پټوې  

دافغانستان اود نړۍ ډیرو خلکوداسې انګیرله چې پر افغانستان وحشي پوځي یرغل ګوندې یواځي د بوش او بلیر لیونتوب و.که هغوی له واکه ولویږي  دایرغل به شاته شي اوخلک به سولې ته هیله من شي.ددغې انګیرنې تیروتنه په دې که وه چې ډیر خلک دی واقعیت ته پام نه ساتي چې  پر مختللې پانګواله واکمني په هر پانګوال هیواد کې د هغه هیواد دتاریخ ښودنه کوي.هغه تاریخ که ښکلی دی او یا ناولی نه یوه واکمن جوړ کړی اونه يي بل واکمن اړولی شي.

۲۰۰۸ م کال پای ته ورسید.دبوش ځای د متحده ایالاتو د صهیونیستي کړیوپه مالي مرسته او هڅوراغلي بارک اوبا ما ونیو.اوبا ما جمهوري غوښتونکی نه بلکې ددموکراتانو له ډلې څخه دی.د متحده ایالاتوتاریخ په نورو اولسونو باندې د تیري او ناروا په برخه کې ښيي چې ددموکراتانو تاریخ تر جمهوري غوښتونکو ډیر خونړی دی.ددویمې نړیوالې جګړې  په پای کې په داسې حال کې چې جاپان خپله ماته منلې وه او وسله ېې په ځمکه ایښې وه فرانکلن دولانو روزولت دامریکا د متحده ایا لاتو دموکرات جمهور رئیس په هیروشیما او نا ګازاکي باندې د هیدروجنې بمونو د ورغورځولو او په  ملیونونو انسانانو دوژلواو له ژوند نه ایستلو امر ورکړ،دویتنام دجګړې نږدې ټول دوران ددموکراتانو دواکمنۍ په دوران کې تیر شو.په لاتینه امریکا  کې نږدې ټول پوځي ښکیلاک ته را ایستونکي یرغلونه  اوله دیرسو څخه زیاتي پوځي خونړۍ کودتاوي دموکراتانو طرحه او تر سره کړې

په ۱۹۹۳ م کال پر عراق دبمباریو امر بیل کلنتون ورکړ…داټول ولې؟ ځواب روښانه دی ځکه چې  د ورکړل شوو شمیرنو له مخې  ۶۰ په سلو کې دکانګرس  دمکراتان او ۳۵ په سلوکې جمهوري غوښتونکي  پرو اسرائیلي یهود پلوه استازي دي او دمتحده ایاالاتو عمده سیاستونه هم همدغه یهودي واکمنې کړۍ ټاکې.دیهودي کړیو ژور اغیز آن په اروپايي  لویو هیوادو لکه انګلیس،فرانسې او جرمني کې   هم څه پټ نه دی.په داسې حالاتو کې له اوباما،براون ،میرکل او سرکوزي څخه ددې تمه چې خپل سیاستونه به انساني او بشري کړي  یو هسې لیونی خیال دی

د اوباما په راتګ سره په افغا نستان ،پاکستان اوټوله اسلامي نړۍ کې دجګړې  لمنه غزول په خپله ددې ښودنه کوي چې د متحده ایالاتو تاریخ همغه دی چې و.لاندې واقعیتونو ته کتنه هر څه په خپله ښيي

دجورج بوش د اته کلنې واکمنۍ په وروستي کال کې بوش پریکړه وکړه چې د عراق له ځپلو وروسته به ډیر ژر یوه لویه برخه په عراق کې میشت  امریکايي پوځیان افغانستان ته لیږي .دبوش پوځي اواطلاعاتي شبکې دي پایلې ته رسیدلي وې چې دعراق پر خلکوپلې شوې پوځي او اطلاعاتې تجربې او ورسره به دبلک واټر په شان داجیرو پوځي ځواکونو تجربې په افغانستان کې پلې کړی اوپه دې توګه به د افغانستان مقاومت هم له پښو وغورځوي. په عراق کې دامریکايي،پوځیانو،جاسوسي شبکو،د امریکا ددفاع وزارت دقراردادي اجیروپوځیانو او په عراق کې دننه د عراقي امریکايي پلوه ډلو اواجیروځواکونو د تجربوعمده برخه په مخامخ جګړه کې دپوځي معمولوتاکتیکونو بری نه و.متحده ایالاتو ددغه هیواد بنسټیز تأ سیسات په پراخه پیمانه له منځه یوړل،عراقي ټولنه ېې له سختې لوږې،بیکارۍ ، ناروغۍ او په خپلو کې په سخته بې باورۍ اخته کړه.متحده ایالاتو له پلان سره سم عراقي قومونه او مذهبي ډلې د بیلتون غوښتنې ترکچې وپړسول او دعراق په روښانفکرانو باندې ېې داسې پانګونه وکړه چې یا دګواښ او یا دتمې له لارې دپردوغوښتنو ته په پټه یا ښکاره غاړه کیږدي.کله چې دغه هر اړخیزه عراق وژونکې طرحه عملي شوه هغه وخت ېې له یوې خوا دقومي اومذهبي مشرانواوروښانفکرانوپه اخیستلوزور ولګاوه او له بلې خوا ېې پوځې ،شبکه يي او قراردادي لښکرو،شبکو اووژونکو ډلوته سپارښتنه وکړه چې په ټول عراق کې کور په کور داسې له ویرې ډک جال راخپور کړي چې ډیر خلک دځان او دخپل شرف او ناموس له ویرې یا پټه خوله شي او یا دعراق پریښو دو ته غاړه کیږدي.دغه وخت دعمل په ډګر کې دمتحده ایالاتورسمي سیاست،دبې پایه وژنې،انسان زورونې او دانساني شخصیت د را پرځونې سیاست و.دغه سیاست له جیلخانوڅخه نیولې بیا دهر عراقي ترکوره وغزیده.د ابوغریب او ګوانتانامود ویروونکو جیلخانو انساني ضد داسې زوروني چې دبشریت تاریخ ېې بیلګې هیڅکله ،په هیڅوخت اوهيڅ چیرې په یاد نه لري دهمدغه سیاست دناولې بڼې یوه برخه وه.لویدیځ او دمتحده ایالاتو تر سیوري لاندې ډیرو رسنیودامریکايي دموکراسی اوبشری حقوقو دغه ننداره په دې خاطر نه خپروله چې ګوندې دعراق په مظلوم اولس ېې زړه خوږیده بلکې داخپله دامریکايی سیاست غوښتنه وه چې دا انسانی ضد زورونې خپرې شی .له دغه کار څخه موخه داوه چې  مظلوم بشریت له امریکايي قهر اوغضب سره آشنا شي او دمتحده ایالاتو نړۍ واکۍ ته غاړه کیږدي.

بوش دخپلې واکمنۍ په وروستیو میاشتوکې یوڅه پټه خوله  پاتې شو.دهغه دجمهوري غوښتونکي ګوند سلاکاران په دې پوهیدل چې دریاست جمهورۍ له پاره دبیا ژربري چانس ېې له لاسه تللی دی.هغوی په دې هم پوهیدل چې دټولو دغو ناروا پوځي تیریو شاته پرمتحده ایالاتو واکمنې یهودې ډلې  ولاړې دې او دغه ډلې له جمهوري غوښتونکو څخه په دموکراتانو کې ډیر پلویان لري او همدغه کارددې سبب کیږي چې دبوش اعلان شوې صلیبي جګړه لا په زور کې شي  

په ۲۰۰۹ م کال کې واک ته د اوباما په رارسیدو دغه اټکل کټ مټ له خبرو څخه عمل ته راووت.اوباما چې کومې دروغجنې ژمنې په ټاکنو کې کړې وې هغه ټولې په سیند لاهو شوې.له عراق څخه ېې خپل پوځیان را ونه ایستل،دګوانتاناموجیلخانه ېې ونه تړله،او افغانستان ته ېې د بوش له غوښتنې څخه دډیرو پوځیان رالیږل اعلان کړل.اوباما جګړه ددیورند له پولې آخوا د پښتنو او بلوڅو خونو ته ور وغزوله او دوحشت هغه خونړۍ ننداره ېې پیل کړه چې خلکو او اولسونو دبوش اوبلیر وحشت هیر کړ.ویلی شو چې اوباما همغه بوش دی په لږ نرمه او خوږه ژبه او توره بڼه

داوباما د زنجیري وژونکو طرحو یوه برخه په افغانستان کې د متحده ایا لاتو دپوځیانو او جنګي اجیرانو په ویروونکي زیاتوالی کې ځان ښيې .په سي آی اې پوري تړلې امریکايي لوړ پوړې څانګې دغه واقعیت داسې څرګندوي

دبلک واټردکتاب لیکونکی لیکې٬٬د اوباما دولت دخصوصي جګړه مارو ډلوپه ګمارلو کې له بوش څخه دسیالۍ  ډګر وړی دی٬٬د۲۰۰۹م کال له جون څخه دهمدې کال تر سپتامبر پورې ددغو قراردادي خصوصي کمپنیودجګړه مارو شمیر په افغانستان کې ۶۰ په سلوکې ډیر شوی دی.تر اوسه په افغانستان کې له دغو ځواکونو څخه ۱۰۴زره تنه  په جګړه بوخت دي.افغانستان ته دنوودیرس زره امریکايي پوځیانو په ورلیږلو سره به ددغو قراردادي کمپنیو۵۴ زره جګړه مار هم  دغه هیواد ته را ورسي.له دغو ډلو څخه هغه ۳۶ زره تنه چې دمتحده ایالاتو دبهرنیو چارودوزارت  او ۱۴ زره  تنه ېې د امریکا دنړیوالې پراختیا د سازمان په اډانه کې تر پردې لاندې تیریږي په شمیر کې نه راځي.ددې خبرو معنا داده چې تر اوسه په افغانستان کې ۱۸۹ زره امریکايي پوځیان او جګړه ییز قراردادیان شتون لري چې له دوی څخه ۶۸زره  دامریکا ددفاع دوزارت پوځیان او ۱۲۱ زره تنه ېې د اجیروکمپنیوجګړه ماران دي.په دې شمیره کې دسي آی اې  کاري ډلې چې هغه هم مخامخ په جګړییزوکړنوکې برخه لري له شمیره وتې دي. دغه شان دمتحده ایالاتو دسمندري ځواک دهغو پوځیانو شمیره هم څوک نشي ټاکلی کوم چې    وخت په وخت نوبتي او دوامداره پوځي عملیات تر سره کوي.کار پوهان په دې باور دي چې ډیر ژر به په افغانستان کې د امریکايي جګړه مارو شمیره ۲۲۰ زرو تنو ته ورسي.اوباما په ښکاره غواړي په جګړییز زور او هغه وحشت د افغان اولس مقاومت را وپرځوي کوم چې په عراق کې ېې آزمویلی دی.  د اوباما واکمني د افغانستان له تاریخ سره پیژندګلوي نه لري.داسې ښکاري چې ډیر ښوونکي ېې په دې برخه کې انګریزان دي.په افغانستان کې دناتو دقواندانۍ سر مشریزې  ته په افغانستان کې د انګلیس سفیر د مشر سلا کار په توګه ټاکل دهمدې واقعیت ښودنه کوي.په دې ټاکنه سره یو بل مکناتن زموږ خلکو ته را جوړ شو خو داوباما کم عقلي په دې کې ده  چې له خپلو انګریزي مشاورینو څخه نه پوښتې چې ستاسو هغه امپراطورې چې لمر په کې نه را پریوت چا اوڅنګه ولړزوله اوچادمرګ دروازې ورته پرانیستې.ستاسو په هغه ډیرهوښیار سیاسی استازی مکناتن اوهغه ډیر زرنګ جاسوس سر الکساندر برنس څه راغلل؟ 

دمتحده ایالاتوواکمن له یوه ترخه تاریخي واقعیت سره لاس په ګریوان دي:يوی خواته اقتصادي مرګونی بحران، دپانګوال سیستم له کاره لویدل، د متحده ایالاتو نړیواله اقتصادي واکمنې راښویدل  او په خپله په متحده ایالاتو کې دلوږې، بیکارۍ،ټولنیز فساداو دسترو وسله جوړونکو کمپنیودجګړه مارې تندي زورنیول او له بلې خواپه افغانستان کې داسې لویدنه چې نه یواځې منځنۍ آسیاته دورتګ خوبونه ېې ګډوډ شول بلکې دغه زور ځواکي په ښکاره له نړیوالې ګوښه کیدنې سره یوځای دجګړې دروند باردلیونتوب پولو ته ورسوله.همدا اوس دافغانستان د جګړې لګښت دویتنام د اوږدې جګړې له ټول لګښت څخه څوڅو ځلې اوښتی دی. ورکړل شوې شمیرنې ښيي چې دغه لګښت دعراق له جګړې څخه هم ډیر اوچت تللی دی. متحده ایالاتو تر اوسه یواځې قرار دادي جګړه مارو کمپنیو لکه بلک واټر،چیسي او نوروته  ددوی د خپلو شمیرنو له مخې ۲۳ ملیارده ډالره ورکړي دي.دیوه امریکايي څیړونکي دشمیرنو له مخې  متحده ایالات هره دقیقه په افغانستان کې  ۵۷زره او۷۷ډالره لګښت لري .د هر امریکايي پوځې دډوډۍ لګښت په کال کې له ۲۰۰ څخه تر ۳۵۰ زره ډالرو پورې رسی. دمتحده ایالاتو لویدونکی اقتصاد دغه بار نشي وړی .همدغه حالت نوموړی هیواد دیوه نړیوال نا تار په لور خوځوي.

دمتحده ایالاتو واکمن چې له سړې جګړې وروسته ېې پرټوله نړۍ دواکمنۍ خوبونه حقیقت ته نږدې لیدل او په همدې وجه ېې پرافغانستان اوعراق پوځي یرغلونه پیل کړل.دغه هیواد چې د نړۍ داقتصادي نظم څه ناڅه ټول مزي ېې په لاس کې واو په دې برخه کې ېې د نړیوالې واکمنۍ ژست کاوه دخپلو پوځي تیریو دطرح کولواوپلي کولوپه وخت کې ېې د تاریخ دې واقعیت ته نه کتل چې پانګواله دموکراسي اوورسره  دبشر دحقوقو سیاسي شوي مفاهیم هیڅکله دخلکو او اولسونو دآزادۍ ،خپلواکۍ ،ملي تاریخي هویت او فرهنګي اوعقیدتي ځانګړي جوړښت ځای نشي نیولی.دوی له خپل تر سره شوي پوځي تیري وروسته دې واقعیت ته ورسیدل چې  په خپل لاس په داسې کنده کې لویدلي چې را پورته کیدل ېې دپانګوال  تیري کوونکي نظام له را لویدو پرته بله پایله نه لري.دغې کندې ته ېې له ځانه سره خپل اروپايي،استرالیايي او کانادايي ملګري هم ور وغورځول او د هغې برلاسۍ له مخې چې لري ېې دملګرو ملتونونړیواله ټولنه ېې هم همدې کندې ته را وبلله.دوی ټولو په ګډه په پټه یا ښکاره دافغانستان او عراق د اولسونوپه ځپلو او ایل کولو کې یوبل ته لاس ورکړ.ډیر پرمختللی پوځي تخنیک،په ویروونکو وسلوسمبال وحشي شوو اردوګانو،اجیرو انسان وژونکواو وحشت خپروونکو پوځي کمپنیو او د جاسوسي سازمانونوله توطئو ډکوتجربو اوکړنو دعراق دمادي اومعنوي شتمنیو هرڅه له خاورو سره خاورې کړل اوپه آسیا کې يو د پام وړژوندی تمدن ېې دایرو په ډیران واړاوه اوله دې ورسته ېې دا ډنډورې خپرې کړې چې په عراق کې بري ته رسیدلي او ددې وخت را غلی چې خپل پوځې وحشت پر افغانستان کې آزموینې ته وړاندې کړي.خو واقعیتونه ښيي چې نه په عراق کې سوله ،ټینګتیا اوډاد من امنیت راغلی دی او نه په افغانستان کې دبري چانس تر سترګوکیدی شي.عراق اوس دتر ایرو لاندې سکروټو هغه زیرمه ده چې ډیر ژر به دټولې سیمې او نړي لمنې ته ورسي. دغه لمبې به تر هر څه دمخه دعربې او اسلامي نړۍ له خپلو خلکو جلا او پردو ته په جاسوسۍ اخته واکمنۍ را ایسارې کړي او ورپسې به په وچه او اوبو کې دپانګوالې نړۍ پرتوګټو اولښکروته ورسي

خو هغه څه چې په افغانستان کې وینودمتحده ایالاتو ،دهغه هیواد دمتحدینو،ناتو او تش په نوم په ملګرو ملتونو پورې د تړلو ځواکونو یا آیساف د هرو مرو ماتې او تاریخي لویدنې  ننداره ده.همدا اوس یواځې د افغانستان په یوه ډیر ورسته پاتې ساتل شوې او تل تر تله ځپل شوي ولایت هلمند کې نږدې لس زره انګلیسی پوځیان ،۱۵زره امریکايي سمندري ځواکونه او له قندهار او نوروګاونډیو ولایتونو څخه دناتو او آیساف د بې شمیره لښکرو ګډه پوځي همکاري په کار لویدلې ده.دغه  حالت نه یواځې داچې هلمند ېې مات نشو کړی او له هوايي بریدونو او شبخوني یرغلونو پرته دهيڅ ډول پرمختګ توان نه لری بلکې جګړه همدا اوس د شمال او جنوب له پردو ایستلو لفظي کرښو څخه واوښته او د هیواد شمالي ولایتونه ېې هم د پردو تر پښو لاندې په دوزخ واړول.ډیر ژر به حالات وښيي چې ٬٬د اولسونو زوردخدای زور دی٬٬له دغه زور سره منګولې لګول به لویدیځ دې ته اړ کړي چې د هلمند په شان د افغانستان هر ولایت ته پنځه ویشت زریزه لښکرې وګمارې. د پردو لښکرو دغه یقیني پراخه تیتیدنه به ددوی د مرګونو کچه هغه حد ته ورسوي چې له هرې پایلې مخکې به ددوی خپل اولسونه د خپلو بچو دژوند په خاطرله سکوت څخه رنګارنګ مقابلې ته راووځي.ددغه کار لومړۍ نښې نښانې همدا اوس تر سترګو کیږې.د پانګوالې نړۍ واکمن دغه څه ویني او اټکل ېې کوي.خو دوی په هغې کندې کې چې لویدلي د وتلوتوان ېې ځکه ورنه تللی دی چې دغه جګړییز وضعیت دجګړییزو وسایلو دتولید لویو کمپنیواو نفتي کارتلونواو کانسرسیومونو اوددوی په لاس کې پرتو بانکونو ورنه اخیستی دی. دپانګوالې ټولنې همدغه واکمنې ډلې دي چې یوځل بیا دریګن د زمانې داتیوري ګانې را ژوندۍ کوي چې٬٬موږدې ژمنې ته اړتیا لرو چې تخنیکي لاسبري تر ټولو څخه د اوچتو ملتونو(متحده ایالاتو)په لاس کې وي.                           ٬٬

هغه وخت چې دغه ٬٬تیوري٬٬وړاندې کیده په ښکاره جاپان په نښه شوی و.دریګن د شمال اوجنوب دکیدونکې جګړې په تیوري کې د ټکر تر ټولو تودډکردلویدیځ اواسلامي نړۍ تر منځ په ګوته شوی و.آن همغه وخت د کمونیزم پرخلاف را پورته کیدل لومړی هدف نه و.لومړی هدف داوه چې ددریمې نړۍ له ډلې څخه آسیايي هغه هیوادونه دخپلو دولتونو ترڅارنې لاندې صنعتي ودي ته پرې نږدي کوم چې د ودې او پرمختګ پخې زیرمې لري.دامریکا په سیاستونو کې   له جنوب سره دښمني تر ټولو لوړ ځای درلود .جنوب په دغو سیاستونو کې دسوسیالیستي نړۍ په ګډون ،ټوله اروپا ، آسیا،افریقا اولاتینه امریکاوه. خو له دې ټولو څخه له آسیا څخه ویره اوله هغې سره دجګړې خبره توده وه اودا ځکه چې دریګن په خبره٬٬ شوروي اتحاد کیدی شي چې په رشوت واخیستل شي، اروپا یوه ببر ته ورته دی. ببر په ځنګله کې ژوند کوي اونسل ېې د لویدو په حال کې دی.یعنې داچې بیا د مستعمرودوران ته د تګ توان نه لري.ډیر سخت دښمن  دنړۍ هغه هیوادونه دي چې د خپلواکې ودې پخې زیرمې او بشري ځواکونه لري٬٬ په دې ډله کې آسیايي هیوادونه تر ټولو مخکې ولاړوو.

پر افغانستان یرغل منځنۍ آسیاته په ور ننوتلوله شوروي اتحاد نه راپاتې روسیه کلابنده کول،دایران دشونې ودې مخنیول،هند او چین تر څارنې لاندې راوستل اودهمدغو موخوپه پلي کولو سره د آسیا دلري ختیځ ځمکو ته رسیدل او جاپان په قابوکې راوستل ټول دیوه جوړشوي پلان بیلې بیلې برخې وي.په افغانستان کې له ماتې سره مخامخ کیدلو منځنۍ آسیاته د ورننوتلوخوبونه له منځه یوړل په همدې وجه دختيځ لوري ته مخه شوه.ختیځ لوري ته ورخوځیدل دافغانستان داولسونو او په تیره بیا د پښتنوپر سینه خنجرتیرولوته اړتیاوه.دغه خونړی خنجر دادی همدا اوس له دیورندڅخه داغاړه اوهغه لورهر ورځ په سلګونو پښتانه: نارینه ، ښځې،ځوانان اوماشومان له خپل تیغه تیروي او غواړي ددوی په وژنه اومرییتوب ته را ایستنه دچين پولوته ورواوړي او د خپل دغه پیا وړي سیال په کلابندۍ سره   دسیمې د لاندې کولو خوبونه رښتیا کړي

له بده مرغه پاکستاني په مرییتوب کې را جوړ شوي واکمن او دهند وخت غوښتونکي سیاسي واکمنې ډلې هم په افغانستان کې دغو آسیا دښمنه خوځښتونوته مرسته رسوي او له دې لارې دچین پرخلاف پلان شوی تاو تریخوالي ته لاه پرانیزي.حالات ښيي چې متحده ایالات اوناتو به له افغانستان څخه دوتلو رسوايي   د پاکستان په جنازه باندې د ورختلو او له ټولو مخکې له چین سره په لاس او ګریوان کیدلوپټه کړي.دغه څه به په دې سیمه کې دیوه تاریخي ناتاراورونه بل کړي او همدغه اورونه به هند هم خپلې تیروتنې ته له پاملرنې مخکې په کنډواله بدل کړي.دزړو انګریزي واکمنو خبره ده  چې: سیاست دوست او دښمن نه لري .دمتحده ایالاتودوستي هم د همدي شان سیاست خبره ده .له هند سره دمتحده ایالاتو روانه همغږي او له چین سره ددواړوپټه اوښکاره دښمني به که خدای کول ددریواړو سر وخوري

                      دپای خبرې                       

دادمور له غیږې لویدلی ماشوم

له باغه لویدلې څانګه

اوهغه باغ چې

نه ېې باغوان، نه دیوال، نه  دروازه شته٬٬

واصف باختري

انګلیسي نامتوتاریخ لیکونکی آرنولدجوزف توین بي لیکي چې:٬٬لویدیځ په همدې نږدې وختونو کې دې سوچ ته رسیدلی چې دبشر تاریخ اوسني لویدیځ ته  را ګرځي.دغه څه په نوره دنیا د هغو له درې پیړیولاسبریو څخه    را برسیره کیږي. زما په عقیده له تاریخ څخه د لویدیځ دغه لویدیځ پلوه لیدنه یو خام خیال دی،[دغه څه ]حقیقت شکمن ،منحرف او په پای کې بې تومنې کوي.٬٬       

د افغانستان او ټولې دریمې نړۍ په وړاندې د لویدیځې ټولنې چې اوس ېې مشري د متحده ایالاتو په لاس کې لویدلې، روان ناروا،تیري کونکی اوبشري ضد تمدن وژونکی او ناتار زیږوونکی چال چلندله ټولو اقتصادي،سیاسي،پوځي او فرهنګي ستراتیژیو سره یوځای له همدغه لویدیځ پاله لويي غوښتنې څخه تومنه اخلي.لویدیځ ته د تاریخ ور ګرځیدل ،په نوره نړۍ د لویدیځ دبې پوښتنې واکمنۍ ټینګیدل،نړۍ په خپلوکې ویشل او دپاتي نړۍ په شتمنیو خیټې اچول د همدي لويي غوښتنې اصلي موخې جوړوي.دغه غرور،لويي غوښتنه  او ځان لیدنه په ښکاره دیوه نوي ډول فاشیزم ناولې  بڼه ښيي.فاشیزم دپانګوال نظام دودي په ډیرو لوړو پوړیوکې  ځان ښيي اودهمدغه نظام زیږنده دی.دنورو په وړاندې دنژادونوغوره توب،دعقایدولوړتیا او حقانیت او آن د انساني استعدادونواوچتوالی هغه څه دي چې فاشیزم ېې خپلو موخو ته درسیدو په خاطر د وسایلو په توګه په کار وړي.داسمه ده چې آدلف هتلر اوآن بینیتوموسیلني له آره آریايي نژاده وه  خو په دویمه نړیواله جګړه کې له دوی سره د جاپان همغږه کیدل ښيي چې خبره د نژادونو په لوړتیا نه بلکې  د خورا چټکې پانګوالې ودې په بهیر کې دهمدغې ودې  په وړاندې د ګواښونو شته والی، نووبازارونو، اوموموادو او بشري ارزانه ځواکونو ته لاس رسیدل ددغې فاشیستي جګړې زړي پخوي.نن هم لویدیځه نړۍ او د هغوی په مشرتابه کې متحده ایالات  د پانګوال نظام ددریدواو را لویدو ویرې نیولي.د سړې جګړې په اوږدو کې دریمه نړۍ په چټکه د خپلواکي ،استقلال او ملې هویت د لاسته راوړلو او خوندي ساتلو په لوروځوځیده.دنړۍ ډیرې پراخه تر ځمکې لاندې شتمنۍ  په همدې نړۍ کې شتون لري،پراخه بازارونه او ارزانه بشري ځواکونه هم دهمدې نړۍ په برخه دي.د لویدیځ درانه صنایع د دریمې نړۍ دتولیداتو او سپکو صنایعوپه وړاندې خپل اقتصادي اوچتوالی له لاسه ورکوې. دلویدیځ خپل بازارډک اوصنعتي تولیدات ېې سریزه کوي،ددغه ناروغه اقتصاد دژوند ستنې په لړزیدو دي. دلویوپانګوالو هیوادونونړیوال پوره وړيتوب او په دننه کې بیکاري او د ټولنیز فسادوژونکې جرړې ورځ په ورځ زور اخلي.نوې اقتصادي بنسټونه د را ټوکیدو ډکرنیولی ویني ، يواځې دوژونکو وسلو ، کیمیايي توکواو نفتي کمپنیو بازار تود دی.دغه دمرګ او لوټ لیواله کمپنۍ یواځې په جګړو کې د خپل ژوند پایښت ویني

دغو لنډو یادونو ته په کتنه وایو چې پر افغانستان پوځي یرغل ددمکراسۍ،د بشرد حقوقو دساتلو،د بیا ودانولو،له تروریزم او بنسټپالنې سره د مبارزې په خاطرنه واو نه دی.دغه پوځي ناروااو دټولو نړیوالو موازینو خلاف تیری په  ماهیت کې یوانګلو ساکسوني فاشیستي ډوله تیری دی.       

دغه تیری په افغانستان کې نه تم کیږي .که منځنۍ آسیاته د تللو توان او موقع ونه مومې دغه لمبې به دختيځ په لوردسویل ختیځ تر وروستیو پولو ورسي.ددې ويجاړونکې جګړې په هر ګام کې د یوه بشري ناتارڅرک لګیدلی شي.   

ایران، پاکستان،هند،چین او شمالي کوریا تر ستونې په وژونکو وسلو سمبال دي.دجګړې په همدې غزیدونکې لیکه کې دلویدیځ ګټې هم یو شان نه دي.تر ټولو مخکې انګلیس د امریکايي خوبونو د ترسره کولو په خاطر خپل کامنولت    نشي ړنګولی.د انګلیس دمرګ په تبه اخته اقتصاد په همدې کامنولت هیوادونو ولاړ دی.المان ، فرانسه، هالند، بلجیم، سکاندناوي هیوادونه او نورهیڅ یوهم  د متحده ایالاتو په ژمنو باور نه لري.تیرو دونړیوالوجګړو تر ټولو مخکې اروپا او آسیا وځپله که بلکه دغه شان جګړه را منځ ته شي بیا به ېې هم دمرګ او ورکې تور سیوری له ټولو مخکې په ارو پا پروت وي

جیمز کارتر دمتحده ایالاتو پخواني جمهور رئیس یو ځل دخپلې واکمنۍ په وخت کې  دا خبره په ډاګه کړه چې:٬٬ که د امریکا ګټې په آسیاکې له ګواښ سره مخ شي موږ به له یوې محدودې اتومي  جګړې هم مخ وانه ړوو٬٬ .دمتحده ایالاتو ګټې ښکاره تعریف نه لري.یواځې د خلیج نفتي زیرمې ددوی ګټې نه دي ،بلکې د سیمي د چټکووده کوونکو هیوادوشته والی هم ددوی ګتو ته ګواښ دی.او ددغه ګواښ په زیاتیدو سره دټکرخبره هم له خولې څخه عمل ته راوتونکې ده.      

له بده مرغه افغانستان ددغې جګړې په پیل کوونکي ډګر اوښتی دی.افغانستان په عمل کې د پردو دښمني له خپلو ګاونډیو سره مخ ته وړي. دغه حالت کولی شي چې افغانستان دجګړې په یوه سوې دښته واړوي.   

لیکوال په دې باور دی چې دروان پوځي تیري او اشغال په وړاندې زموږ دخلکو پاڅون له خپلو ټولوفکري اوسیاسي  کمزوریو او ځینو پوځي ناروا کړنو سره سره  هغه یواځنۍ  لاره ده چې کولی شي د تیري ،تجاوزاو اشغال ملا همدلته ور ماته او ددې وطن پریښودو ته ېې اړ کړي.دغه شان یو بری چې زموږ دخلکو او اولسونو تاریخ ېې بې شماره بیلګې لري یواځې د افغانستان د استقلال،ځمکنۍ سلامتیا اوتاریخي شتون ژمنه نه کوي بلکې په  دې وجه  به همغسي چې په ۱۹۱۹م کال کې ېې په خپل دریم استعمارخلاف پاڅون کې دنړیوال استعمار درا لویدوپیلامه جوړه کړه داځل به دتیري، تجاوز اونوي مرییتوب ته د اولسونو د را ایستلو نشه ور ماته او دنورو اولسونو د ژغورنې ویاړ به تر لاسه کړي

======================================================================= 

 

     

اخیست ځایونه

 لومړی :په شلمه پیړۍ کې دنړۍ تاریخ،جان کرونیل.دجمشید شیرازي او نورو فارسي ژباړه، دطهران چاپ.

 دویم :دسیا بری،والدن بیو اونور.داحمدسیف  -کاظم فرهادي فارسي ژباړه.طهران۱۳۷۴ 

دریم :افغانستان در مسیر تاریخ.دمیر غلام محمد غبار لیکنه.لومړی چاپ،دولتي مطبعه ،کابل

  څلورم :نګاهې به تاریخ جهان،جواهر لعل نهرو،دمحمودتفضلي ژباړه۱۳۷۷کال .تهران

 پنځم :افغانستان دنفتوپه اور کې،خواجه بشیر احمد انصاري.په دري ژبه.دمیوند دخپرندوېې ټولنې له خوا

 ۱۹۹۱ -شپږم :بې جګړې بری،ریچارد نیکسون.دفریدون دولتشاهي فارسي ژباړه.طهران،۱۳۷۴

 اووم :دافغانستان  دمهمو پیښوکرونولوږي،ډاکترعلي محمد زکریا.دویم چاپ،لیموژ-فرانسه

 اتم :دوبستردنوې نړۍ دائرة المعارف.په انګلیسي ژبه

نهم :په متحده ایالاتو کې داسرئیلوځواک،جیمز بتراس، ۲۰۰۶م کال.په انګلیسي ژبه

لسم:  وچنین ګفت زرتشت،په فارسي ژبه .طهران

 یولسم :په پښتو او دري ژبود بینوا،ټول افغان،آریايي اوکابل پرس په  برښنا لیک پاڼو کې  خپرې شوې لیکنې او ژباړې.

 دولسم :دلیکوال له خوا د ۲۰۰۸ م کال دپیښو را ټولونه اوقلمي یادداښتونه

یادونه: له درنو لوستونکو څخه بښنه غواړم چې دتخنیکي ستونزو له کبله په دې ونه توانیدلم چې دکتاب دپای مستند عکسونه  خپاره کړم

          

                                    

                         

          

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

                                                        

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

                                                   

 

 

 

 

یادونه:                                                                     

له درنو لوستونکو څخه بښنه غواړم چې یوشمیر عکسونه مې د اخلاقي ملحوظاتو له کبله خپاره نشوی کړی.                       

 

 

 

                                          

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news