د المان څارګري ادارې یوه حیرانونکې لیکنه!

جنایت وبیداد وفساد

د المان څارګري ادارې یوه حیرانونکې لیکنه

 محمد اسحق اندیشمن

Thursday,

12.12.2013, 07:17pm (GMT)

له ټول افغان اودعوت نه په مننه

استقلال

سرچینه : 

http://www.derwesten.de/thema/afghanistan/ 

د المان څارګري ادارې  د اروپا هغو هیوادونو ته چي په افغانستان کي نظامي ځواکونه لري د اخطار په شکل یوه لیکنه استولې او په هغه کي یې په افغانستان کي په نږدې راتلونکي کي د سختو کورنیو جګړو اخطار ورکړی دی . په افغانستان کي د المان او امریکا ګډي څارګري ادارې

Combined Joint Intelligence Operations Center – Afghanistan

د افغانستان د اوسني حالاتو په اړه داسي مالوماتونه لیکلی چي حتي د المان یوې مشهوري ورځپاڼی د (بیلد) په نامه چي له هیڅ رسوا خبر نه سترګي نه پټوي ، ددي لیکني له خپرېدونه ډډه کړې  . په دې لیکنه کي راغلي چي په افغانستان کي به کوم حالت را منځ ته شي که د ایساف ټول ځواکونه له افغان نه ووزي .

دا اداره لیکي چي الماني ځواکونو په شمالي ولایتونو کي له شمال ټلوالي سره ډیري نږدې اړیکي ټینګي کړي او له هغوی سره یې تر کال ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان پر حالاتو خبري کړي دي . د شمال ټلوالي چي د غړو  نومونه یې په ښکاره توګه نه دي ښودل شوي ویلي چي موږ ټول هغي ورځي ته تیاری نیولی چي تاسي (بهرني ځواکونه) له افغانستان نه ووزی . موږ لوړه کړي چي راتلونکي ټاکني به موږ ګټو او یابه جنګ کوو . خو  امریکایانو موږ ته ډاډ راکړی چي نه به دوی زموږ له هیواده نه ووزي او نه به ټاکني بل څوک وګټي .

دا اداره لیکي : امریکایان په دې نظر  دي چي هغوی به په افغانستان کي په هر صورت کي پاتي کیږي .که امنیتي تړون لاسلیک شي او که نه شي لاسلیک ، د امریکایانو په پاتي کېدو کي کوم خنډ نه شي راتلای . او که د افغانستان اوسنی حکومت یا راتلونکی حکومت امریکا مجبوره کړي چي له افغانستان نه ووزي، نو بیا یې بله لیاره کورنۍ جګړه ده چي په داسی صورت کي به بیا هم امریکا په کورنۍ جګړه کي ځان ور ګډوی او پایله به یې د هغوي اوږد مهاله پاته کیده وي . د المان د څارګري ادارې په نظر ددې لپاره چي امریکایان وکولای شي په افغانستان کي پاتي شي ،په افغانستان کي کورنۍ جګړه حتمي بللې  ، دا ځکه چي د امریکا په پاتي کېدو پوري د نورو غربي هیوادونو پاتي کېده تړلي  دي .

څارګره اداره زیاتوي : د المان نظامي ځواکونو په یوه  پټ رپوټ کي راغلي چي طالبان به د کال ۲۰۱۴ په پای او ۲۰۱۵ په سر کي افغانستان ته په بشپړه توګه  راستانه شي  او کورنۍ جګړي به پیل کړي . له حالاتو نه داسي اټکل کیږی چي کورنۍ جګړې به د هندوکش پورته خواته وي ، د افغانستان جنوبي برخي به له جګړو نه په امان کي وساتل شي . ددي لپاره چي د شمال ټلواله له ماتي سره مخ نه شي ، باید د بهرني ځواکونو له پلوه جګړې ته پیاوړي وساتل شي . طالبان د کال ۲۰۰۸ را په دې خوا د افغانستان ۸۰ سلنه برخه کي حضور لري او بریدونه تر سره کوي . کوم وخت چي ایساف ووزي د افغانستان جنوبي برخي ولسونه ټول له طالبانو سره همږغي کیږي او هلته جګړه نوره پای ته رسیږی . له همدې کبله به طالبان مخ د شمالی ولایتونوپه لور  ونیسي .

د الماني ځواکونو په پټ رپوټ کي راغلي : عبدالله عبدالله ویلی چي دامریکا لویه تېر وتنه هغه وخت ثابته شوه چي کرزی یې د ولسمشر په توګه افغانستان ته راووست . خو په هغه وخت کي امریکایانو په داسي کس پسي تلاښ در لود چي  ښه انګریزي خبري وکولای شي ، د افغانستان ولس یې قبول کړي او د امریکا ګټي وساتي . کرزي ځان دداسي یو کس په شکل  امریکا ته ور وپېژاند چي توند خویه نه دي ، خبري ته غوږ ایږدي او په افغانستان کي د امریکا پر کړنو نیوکي نه کوي . خو اوس دا هماغه سړی نه دی چي د امریکا خبرو ته غوږ کیږدي . هغه اوس د امریکا پر وړاندی ولاړ دی اوپر هغوی سمدلاسه نیوکي کوي . عبدالله عبدالله زیاتوي چي  کرزی رواني ستونزه لري ، هغه نورهیواد نه شي اداره کولای . کرزی فکر کوي چي په تیرو ټاکنو کي په غیر دیموکراتیک ډول پر واک پاته شوی دی ، نو دی حق لری چي د همېشه لپاره پر واک پاتي شي . خوکه کرزی د ټاکنو له لاري له واک نه لیري نه شي ، نو بیا نوري لیاري دده د لیري کېدو لپاره هم شته .

د المان څارګره اداره لیکی : ناټو او امریکا زیات وخت پر کرزي تکیه کړي او هغه یې صادق او د اعتبار وړ پارټنر بللی وو . خو دا د غرب تېروتنه وه . کرزی نه یواځي ښه پارټنر نه دی بلکه زیار باسي ناټو او غربې هیوادونه یرغمل وساتي ،خوداسي فکر بیا د کرزي تیروتنه ده .  نور کرزی پر واک پریښودل د هر لوري لپاره د منلو وړ خبره نه ده .

افغانستان پر درواغو او فساد جوړ شوي هیواد دی ! دا جمله د المان څارګي ادارې په لیکنه کي راغلې او لیکی : کرزی وایي زه هر څه چي یم ، ما به منئ که نه طالبان در ته دروم . مانا داچي هر څومره کلونه چي امریکا ،ناټو او نورو هیوادونو له افغانستان سره مرسته کړي ، هغه ټول هیڅ  ، په پای کي طالبان اوس هم په سیاسي ډګر کي لوی رول لوبوي او کرزی چي د افغانستان ولسمشر دی ، غرب په طالبانو ویروي . ناټو داسي ثبوت او شاهدان په لاس کي نه لري چي پر کرزي د طالبانو سره اړیکي ثبوت کړی ، خو د حالاتو او د کرزي له  خبرو نه اټکل کیږي چي هغه به خامخا دداسي چا سره نږدې اړیکي ولري چي هغه بیا له طالبانو سره نېغ په نیغ  پېژني .

زموږ نظر :

جیمز ډبینز او چيک هیګل په دې وروستیو ورځو کي کرزي ته د خبرو په لړ کي اخطارونه ورکړی چي که امنیتي تړون لاسلیک نه کړي کورنۍ جګړه به پیل شي . دا پورته خبر ددې خبرو په پخلي رامنځ ته شوی چي پر افغانستان په تیره بیا پر کرزي له هره پلوه زور راوستل شي او امنیتي تړون لاسلیک کولو ته مجبور شي .

حامد کرزي د فرانسې د لوموند ورځپاڼی سره په مرکه کي وویل چي امریکا  افغانستان ته د غلامانو په سترګه ګوري  . امریکا افغانستان خپله مستعمره بولي او له همدې لیدلوري نه زموږ سره خبري کوي . د جیمز ډبینز له خبرو نه داسي اخیسته کیږي چي که افغانستان امنیتي تړون لاسلیک نه کړي امریکا به ستونزي ورته جوړي کړي ، کورنۍ جګړه به راو پاروي .

د شمال ټلوالي سره اړیکي ساتل ، هغوی تر کال ۲۰۱۴ وروسته جګړي ته پیاوړي کول ، او د کورنۍ جګړې امکانات په ښکاره توګه اظهاره ول هغه کړني دي چي په دې ترتیب افغانستان ویرول او د امنیتي تړون لاسلیک ته یې مجبوره کول غواړي. کرزي په خپلو خبرو کي لوموند ورځپاڼی ته وویل : چي افغانان به د امریکا  فشارونه ونه منی او افغانانو په خپل ویاړلي تاریخ کي زیات له استعمارګرانو سره جنګېدلي او جګړي یې ګټلي دي . افغانان به هیڅ وخت د امریکا نوي استعماري سیستم ته غاړه کښېږدي .

پای

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news