امريکايي بې پيلوټه الوتکو، په يمن کې پر يوه واده باندې بريد تر سره کړی

jaman

امريکايي بې پيلوټه الوتکو، په يمن کې پر يوه واده باندې بريد تر سره کړی

روهي ویب پاڼه 

په يمن کې د واده پر مراسمو باندې، د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په هوايي بريد کې، مرګ ژوبله پېښه شوې ده. د فرانسې خبري اژانس له صنعا نه په يوه رېپوټ کې ويلي، چې د عينی شاهدانو په وينا،  دغه بريد تيره ورځ د رداع ښار ته نږدې د قيفه په سيمه کې تر سره شوی. سرچينه زياتوي، چې په واده کې يو شمېر خلک وژل شوي، خو عيني شاهدانو ته يې کره شمېره نه وه څرګنده. د امريکا لخوا په يمن کې هم د بې پيلوټه الوتکو بريدونه، د ترهګرۍ او  القاعدې سره د مبارزې په پلمه تر سره کيږي، هماغسې چې په قباييلي سيمه کې روان دي. ويل کيږي، چې يمن د اسامه بن لادن د نيکونو سيمه او د عربو په ټاپو وزمه کې د القاعدې تر ټولو سخت او پياوړی مرکز دی.

زيږ اڅړ

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news