په سوریه کې دکیمیا وی وسلو پنځه پیښی ثبت شویدي

surya

د ملګرو ملتونو درپوټ له مخې:

 په سوریه کې دکیمیا وی وسلو پنځه پیښی ثبت شویدي 

        د ملګرو ملتونو د پلټنې  ټیم ، په سوریه کې د کار په مها ل د کیمیا وی وسلود لږ تر لږه په پنځو پيښو سپیناوی  

کوي

        سویدنی کا رپوه اکه سلستروم چې ددی ټیم ریا ست په غاړه لری ، خپل  وروستی رپوټ یي د جمعی په ورځ د ملګرو ملتو

سرمنشی با نکیمون ته وړا ندی کړ   « او ویښودله چې د کیمیا وی وسلو نه په حملو کې کار اخستل شوی دی » دغه حملې په

الغوطه ، خا نالعسل ، جوبر ، سرا قب او سهنیه کې ترسره شویدي .

نوموړی رپوټ زیا توی چې ددې پیښو قربا نیان د سوریي اوردو او ملکی خلک دی . 

        د ملګرو ملتونو څیړونکي ټیم « را ڼه او قا نع کوونکې لاسوندونه را ټول کړی  او وایی چې پدې  حملو کې

 

ملکی خلک او په زیا ته کچه سره ما شوما ن  شتون لري چې د۲۰۱۳ م کال داګست په ۲۳ نیټه دسوريي په پلازمینه دالغوطې په سیمه کې  وژل شویدي. 

      همدا رنګه نوموړی رپوټ « انکا ر نه منونکې اطلا عات » پلا س لری  چې  د مارچ په میا شت کې دسوری ددولت د

سربا زانو او ملکی وګړو په ضد د حلب ښا ر ته نږدی ( د خا ن العسل په منطقه کې ) چې د سوریي په شما ل او غرب ته  پرته ده ږرته عمل تر سره شویدی.

      نوموړی  رپوټ زیا توی چې ، همدا رنګه د اګست د میاشتې په ۲۴ نیټه د جوبر په سیمه کې چې دمشق ته نږدی پرته ده

د کیمیايی وسلو څخه « د سوریي ددولت دسربا زانو پر ضد » په لږه کچې سره ورنه ګټه پورته شوی ده . 

       نوموړی رپوټ ددی خبری پخلی هم کوی ، کوم چې د اپریل په ۲۹ نیټه د سرا قب په ښا ر کې چې د سوریي شما ل غرب ته په ادلب کې موقعیت لري هم همدا شان حملې تر سره شویدي

       دا رپوټ همدارنګه زیا توی ، چې د اګست په ۲۵ نیټه هم ښايي اله دغې ممنوعه وسلې څخه د سوریي د سربا زانو په ضد د اشرفیه سهنیه ښار چې دمشق ته نزدی پروت دی  هم ګټه اخستل شوی وي.

        اګسره له دې چې نوموړی رپوټ په روښانه توګه  نه وایي چې ایا کومو اړخونو دا ممنوعه وسلی به کار وړی دی .

 

           سلستروم د سپتمبر په ۱۶ نیټه هم یو رپوټ د ممنوعه سلاګا نو  استعما ل په سوریه کې د ملګرو ملتونو سازمان ته سپارلی وه .

 

                                     ژ : انجینر اسدا لله زغرد

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news