د بګرام ۶۵۰ بندیان خوشي شول

guantanamo-camp2

د بګرام ۶۵۰ بندیان خوشي شول

بی بی سی پشتو

د خپريدو وخت: 12:11 گرینویچ – دوشنبه 30 ډسمبر 2013 – 09 مرغومی 1392

کابل کې زموږ همکار خوشحال تایب پخپل راپور کې کاږي، د دغې کمېټې د چارواکو په وینا، یو شمېر کسان یواځې له دې امله چې امریکايي ځواکونو ته ګواښ بلل کیږي په بګرام کې بندیان شوي وو.

چارواکو په بګرام زندان کې د بندیانو د کره شمېرې په اړه څه ونه ویل، خو وايي ۶۵۰ چې په تېرو کلونو کې پرته له کوم توره د امریکايي ځواکونو له خوا نیول شوي وو تر څېړنو وروسته خوشي کړې دي.

د بګرام زندان د بندیانو د دوسیو څېړلو کمیټې غړی عبدالشکور دادرس وايي، زیاتره دغه کسان د طالب قومندانانو په نوم نیول شوي وو، خو پر هغوی د لګېدلي تور په تړاو هېڅ سند نشته:

د طالبانو قومندان

”ټولې هغه دوسیې چې دغې کمیټې څېړلي پکې لیکل شوي د طالبانو ډلې قومندان. له دې ناځوانه قومندان سره یې یو میل ټوپک هم نه دی نیولی. او له کوره یې کش کړی دی. زه له هغه قومندان سره موافق نه یم چې یو میل وسله ونه لري او یا لږ ترلږه یو چا پرې ادعا کړې وي. او هغه څېړنې چې ترې شوي د ثابتولو هیڅ راز مدرک ورسره نشته”.

ښاغلي دادرس وویل امریکايي ځواکونو دغه کسان په تېرو کلونو کې د هغوی له کورونو، د کار له ځایونو او لارو د ترهګرۍ په تور نیولي وو.

د ښاغلي دادرس په وینا په بګرام زندان کې آن داسې کسان هم وو، چې نه پوهېدل په کوم تور نیول شوي دي.

دغې کمېټې د ۱۱۴ تنو نورو بندیانو دوسیې د څېړلو په موخه لویې څارنوالۍ ته لېږلې دي.

“د بګرام زندان د افغانستان له سترو زندانونو ګڼل کیږي، چې د طالبانو، القاعدې شبکې او نور بهرني او کورني مخالفین په کې ساتل کیږي.”

د بګرام زندان د بندیانو د څېړلو کمیټه شاوخوا لس میاشتې مخکې د ولسمشر کرزي په حکم جوړه شوه او د بندیانو د دوسdaیو څېړلو کار یې هماغه مهال پیل کړ.

وړاندې تر دې افغان چارواکو ویلي وو، نړیوالو څواکونو په تېر یوه کال کې څلور زره بندیان دوی ته سپارلي، چې دaوی هم له هغې ډلې ۱۳۷۳ تنه خوشې کړي دي.

د بګرام زندان چارو واګې د روان لمریز کال په پیل کې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.

د بګرام زندان د افغانستان له سترو زندانونو ګڼل کیږي، چې د طالبانو، القاعدې شبکې او نور بهرني او کورني مخالفین په کې ساتل کیږي.a

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news