Syrian refugees in Turkey
ملګري ته ويل په بلوګ کې خپرول

تاجکستان دافغان پناغوشتونکونوی څپی ته تیاری نیسی

دروسیی غږرادیو

 

له افغانستان څخه د امریکا او ناټو د پوځونو اېستل کولای شي چې په هېواد کې شخړه نوره هم پراخه کړي. د کارپوهانو په اند د طالبان فشار به ډېر وګړي دېته اړ کړي چې پاکستان، ایران او تاجکستان ته پناه یوسي.

په تاجکستان زموږ خبریال ګلیم فسخوتدینوف په همدې تړاو خپل چمتو کړی راپورتاژ رالېږلي چې موږ یې له تاسې شریکوو.

اسدالله په تاجکستان کې کابو ۲۰ کاله کیږي چې اوسي. دﺉ د ډاکتر نجیب الله د رژیم تر لوېدو وروسته دوشنبې ته راغلی. اوس د تاجکستان له ځمکې سره بیخي روږدی شوی دی. ګډه ژبه او دین، دﺉ د سیمې له اوسیدونکو سره خپل کړی دی. سربېره پر همدې اسدالله په روسي ژبه هم ډېر ښه غږیږي. اسدالله یوه ستره ستونځه لري او هغه دا ده چې دﺉ د تاجکستان تابعیت نه لري. مانا دا چې کار ته د منل کېدو پر مهال

تاجکستان – زموږ دویم هېواد دی. زموږ لپاره دلته اساسي ستونځه د کار ستونځه ده. دلته افغانانو ته د کار پیدا کول ډېر سخت دي. په سلو کې ۹۰ پناه غوښتونکي دلته د بېکارۍ له پرابلم سره مخامخ دي. بې کاري دوی په پرله پسې ډول تر سخت روحي فشار لاندې ساتي. زموږ په منځ کې داسې پناه غوښتونکي هم شته چې تر ۲۰ ډېر کالونه دلته په تاجکستان کې ژوند کوي. دوی ته تابعیت او کار نه ورکول کیږي.

اینجینر غلام سرور عثمان د افغانستان د فراه ولایت دی. تر شپږو زیات کالونه کیږي چې په تاجکستان کې ژوند کوي. دﺉ له فراه څخه د طالبانو له لاسه راتښتېدلی دی. دﺉ یې په دې ګواښلو چې خپل مسلکي کار یې کاوه. لارې او سړکونه یې جوړول. غلام سرور عثمان په همدې تړاو د غږېدو په ترڅ کې داسې وایي:

زه مېرمن او اته اولادونه لرم. مېرمن مې ښوونکې وه. په افغانستان کې پاتې کېدل راته خطرناک ول. طالبانو په فراه کې داسې زورزیاتی پیل کړی وو چې ژوند ته یې څوک نه پرېښودل. د طالبانو د ګواښونو او فشارونو له لاسه زموږ ژند په فراه کې ناشونی شو. پرېکړه مو وکړه چې د سولې او ثبات په هیله دلته تاجکستان ته راشو.

په تاجکستان کې د افغاني پناه غوښتونکو په منځ کې ډېرو لوړې زده کړي دي. څوک ډاکتران دي، څوک پوځي افسران دي، څوک اینجنیران او ښوونکي دي. دوی د کار په پیدا کولو کې پر ستونځو سربېره، د ازاد تګ راتګ له ستونځې سره هم مخامخ دي. هغه پناه غوښتونکي چې تر ۲۰۰۰-م کال وروسته تاجکستان ته راغلي، د دوشنبې په ګډون په سترو ښارونو کې د ژوند کولو حق نه لري. له دغو وګړو ډېر په دې هیله دي چې اروپایي هېوادونو او یا امریکا متحدو ایالتونو ته لاړ شي. اسدالله په همدې تړاو د غږېدو په ترڅ کې وایي:

افغانان ډېر زیارکښ خلک دي. موږ غواړو چې اروپایي هېوادونه او امریکا متحد ایالتونه له موږ سره هلته په ورتللو کې مرسته وکړي. موږ چمتو یو چې هلته د خپلو کورنیو لپاره پیسې په خپل کار وګټو.

کاپوهان ددې احتمال نه ردوي چې په ۲۰۱۴ کال کې به، له افغانستان څخه د بین المللي ټلوالې د پوځونو تر وتلو وروسته طالبان بیا د واکمنۍ د نېولو هڅه وکړي. په دغه حالت کې به هغه افغانان چې له ناټو او د افغانستان له اوسني حکومت سره یې همکاري کړې، د مرګ له ګواښ سره مخامخ شي. او په زیات احتمال به دوی په ګاونډیو هېوادونو کې د پناه موندلو هڅې وکړي. دوشنبې باید د پېښو هر ډول، حتې ډېرې خرابې ودې ته هم ځان چمتو کړي. د پناه غوښتونکو د لنډمهاله ځایونې او هغوی ته د خواړو غم باید همدا اوس وخوري. د تاجکستان د حکومت لپاره په ګوښي ځان د دغه کار کول ناشوني دي. په تاجکستان کې د ملګروملتونوټولنې د پناه غوښتونکو د لوی کمیسار د ادارې ملي مشاوره پروین منورووه په همدې تړاو د غږېدو په ترڅ کې وایي:

اوس موږ د تاجکستان له حکومت سره په ګډوه د دغې مسألې پر حل بوخت یو. د کار ګروپ جوړ شوی. دغه ګروپ به په ۲۰۱۴ کال کې د پناه غوښتونکو د سترې څپې د راتګ په ترڅ کې د کړنو پلان چمتو کړي. هیلمن یو چې هیڅ پېښ نه شي، خو په دغه لوري کې د تیاري نېول ډېر مهم دي. موږ د ملګروملتونو ټولنې د پناه غوښتونکو د کمیسار د ادارې استازي هڅه کوو چې د تاجکستان له حکومت سره په خپلو هغو ټولو سرچینو مرسته وکړو چې موږ یې لرو. تاجکستان په منځنۍ اسیا کې یوازینی هېواد دی چې په ډېره زیاته اندازه پناه غوښتونکي مني.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news