کندهار: شاه ولي کوټ کې د ايساف چورلکه نسکوره شوې

chinook620_1966144a

کندهار: شاه ولي کوټ کې د ايساف چورلکه نسکوره شوې

11 May 2014
لیکوال: احمد جرس
 

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې تېره شپه يوه بجه د دوی نظامي ملګرو د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې د ايساف يوه چورلکه ويشتې او پر ځمکه راپريوتې ده.

احمد زياتوي، چې چورلکه هغه مهال و ويشتل شوه، چې په سيمه کې يې د طالبانو پر خلاف د چاپې په موخه د ايساف عسکر پلي کول. خبر زياتوي، چې چورلکه کې ټول سپاره عسکر وژل شوي دي.

د سيمې اوسيدونکي وايي، چې نن يکشنبه سهار اته بجې د ايساف نورو عسکرو د چورلکې پاتې شوني ځان سره يوړل. څو ورځې مخکې هم طالبانو د بريتانوي عسکرو يوه چورلکه د کندهار په تخته پل ولسوالۍ يوه چورلکه ويشتې وه، چې پنځه بريتانوي عسکر پکې وژل شوي وو. ايساف او ناټو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news