د دامان موټربم چاودنې ٦ تنه وژلي او ٣٨ نور ټپيان دي

_MG_8958
By بشيراحمد نادم May 11, 2014 – 12:26

کندهار (پژواک ٢١ غويى ٩٣): د کندهار په دامان ولسوالۍ کې موټربم چاودنې ٦ ملکي وګړي وژلي او ٣٨ نور يې ټپيان کړي دي.

پېښه نن  (د غويي ٢١مه) غرمه مهال شاوخوا دوولس بجې د کندهار- سپين بولدک  پر لويه لار د منډيسار سيمې روغتيايي مرکز ته مخامخ  د يوه سرف موټر په وسيله وشوه چې د کلينيک ودانۍ هم په کې ويجاړه شوې ده.

د کندهار د والي سرپرست وياند دواخان مينه پال پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې پېښه کې ٦ ملکي وګړي وژل شوي او ٣٨ نور ټپيان دي لړ ډېرى يې د کلينيک مراجعين دي چې د درملنې لپاره ورغلي وو.

هغه زياته کړه، د پېښې ټپيان د پوليسو په مرسته د کندهار ميرويس روغتون ته وړل شوي دي.

د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا پژواک اژانس ته وويل، روغتون ته د پېښې له ځايه ٦ مړي او ٣٨ ټپيان ور وړل شوي دي.

هغه زياته کړه، د ټپيانو په ډله کې ٣ ښځې چې دوه يې قابلې دي، ٧ ماشومان او ٣ د ملي اردو سرتېري شامل دي.

دى وايي، د ټپيانو درملنه پر وخپل وخت شوې چې له دې ډلې ٧ تنه سخت ټپيان دي او تر يوې مودې به بستر وي.

د پېښې په ځاى کې د منډيسار کلي لسګونه ځوانان او سپين ږيري راټول شوي وو او په داسې حال کې چې د کلينيک ويجاړه شوې ودانۍ ته يې په حسرت کتل پر اوښتې مرګ ژوبلې سخت خپه وو.

د همدغه کلي يوه اوسېدونکي تور ګل پژواک اژانس ته وويل، چې تر چاودنې يو ساعت وړاندې بهرني ځواکونه د هغوى کلي ته ورغلي وو، خلکو ته يې معلوماتي پاڼې وېشلې او له هغوى يې غوښتنه کوله چې د کلي کلينيک ته ولاړ شي، څو هغوى ورسره د درملو مرسته وکړي.

دى وايي، پر همدې اساس نن تر نورو ورځو ګڼه ګوڼه ډېره وه او زيات خلک کلينيک ته راغلي وو، چې ناڅاپه زوروره چاودنه وشوه.

هغه زياته کړه، زه تر ډېره پر ځان نه پوهېدم، خو کله چې را په هوښ شوم نو دوړې پورته وې او هرې خوا ته ماشومان، ښځې او ځوان مړه او ټپيان پراته وو.

نوموړي وويل: ((دا ډېره بده پېښه وه، له يوې خوا مو کليوال مړه او ټپيان شول او له بلې خوا مو د کلي يوازېنى کلينک هم تباه شو.))

د منډيسار د روغتيايي مرکز يو کارکوونکي خان محمد هم وايي، هېڅ يې نه يادېږي چې دغه کلينيک ته دې بهرني ځواکونه ورغلي وي، خو نن چې راغلل دغسې بده پېښه وشوه.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((موږ پر خپل کار بوخت وو، چې بهرني ځواکونه لومړى منډيسار کلي ته ولاړل او له هغې خوا څخه بېرته کلينيک ته راغلل، هغوى د کلينيک مسوول ته وويل چې ناروغانو ته درمل وېشي، مسوول له هغو څخه غوښتنه وکړه چې درمل به د کلينيک ډاکټران ووېشي، خو بهرنيانو نه منله او دغه مهال يې د درملو پر وېشلو پيل وکړ، چې ناڅاپه زوروه چاودنه وشوه.))

دى وايي، په چاودنه کې ډېرى کسان مړه او ټپيان شول او د کلينيک ودانۍ هم ويجاړه شوه.

هغه دا هم وويل چې د پېښې پر مهال يې وليدل چې دوه بهرني سرتېري برسېرن ټپيان شوي وو، نورو سرتېرو د هغوى ټپونه پانسمان کړل او په خپله مخه ولاړل.

نوموړي وويل، څومره دردوونکې ده چې خلک دې د درملنې لپاره کلينيک ته راشي، خو د درملنې پر ځاى دې يا ووژل شي او يا ټپيان شي.

د يادې پېښې مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې دغه ځانمرګى بريد د خالد په نوم د هغوى يوه ملګري د صرف موټر په وسيله پر بهرنيو ځواکونو کړى چې په کې د بهرنيو ځواکونو يو ټانک ويجاړ شوى، ١٦ تنه په کې وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news