جلال اباد: پر عدليه رياست ډله ييزبريد کې ۱۵ عدلي او امنيتي کارکوونکي وژل شوي

jalalabad

جلال اباد: پر عدليه رياست ډله ييزبريد کې ۱۵ عدلي او امنيتي کارکوونکي وژل شوي

12 May 2014
لیکوال: احمد جرس

نن ټکی اسيا: نن سهار شاوخوا لس بجې جلال اباد ښار د عدليې رياست پر ودانۍ ډله ييز وسلوال بريدونه شوي.

په دغه جګړه کې د عدليې رياست کارکوونکو او يو شمېر امنيتي منسوبينو ته مرګ ژوبله اوښتې او جګړه لا هم روانه ده.

د ننګرهار ولايت د امنيه قوندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال رسنيو ته و ويل، چې نن سهار شاوخوا لس بجې د طالبانو يوه ډله په سپکو او درنو وسلو سمبال د جلال اباد ښار څلورمې ناحيه کې عدليې رياست ته ننوتي دي.

نوموړی وايي، چې بريدګرو لومړی د عدليې رياست پر امنيتي ساتونکو ډزې وکړې او د هغوی له وژلو وروسته د عدليې رياست ودانۍ ته ننوتل.

 مشرقيوال زياتوي، چې د پيښې ځای ته امنيتي عسکر رسيدلي او له دواړو لوريو د سپکو او درنو وسلو ډزې روانې دي.

د امنيه قومندانۍ وياند تر اوسه د دوه پوليسو وژل منلي او وايي، چې د عدليې رياست ګڼ کارکوونکي د جګړې له امله په خپل دفتر کې بند پاتې دي، خو تر اوسه دا نه ده څرګنده، چې د عدليې رياست ريس هم نن دفتر ته راغلی او کنه؟

د سيمې اوسيدونکي او د جګړې عيني شاهدان وايي، چې له دواړو لوريو دسپکو او درنو ډزو اوازونه اوري او ګڼ شمېر امبولانسونو کې يې د عدليې رياست او پوليسو مړي ليدلي، چې روغتون ته ليږدول کيدل.

د پيښې يو عيني شاهد نن ټکی اسيا ته و ويل، چې د عدليې رياست د کارکوونکو او امنيتي کسانو په ګډون پنځلس کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پیښې مسؤوليت منلی او زياته کړې يې ده، چې د خيبر په نوم د عملياتو په لومړۍ ورځ د دوی يو شمېر ستېرو ملګرو د جلال اباد پر عدليه رياست ډله ييز سرتيري بريدونه پيل کړي او جګړه اوس هم روانه ده.

د پيښې په اړه د نورو معلوماتو لپاره نن ټکی اسيا سره اوسئ.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news