په غزني ښار کې د پولیسو د تلاشۍ پر پوسته برید شوی

gaznee

په غزني ښار کې د پولیسو د تلاشۍ پر پوسته برید شوی

12 May 2014
لیکوال: وحید پاڅون

نن ټکی آسیا: د غزني مرستیال والي وايي، چې وسلوالو طالبانو نن سهار شاوخوا شپږ بجې غزني ښار ته څېرمه د خاک غریبان او سنجیتک په سېمه کې د پولیسو د تلاشۍ پر پوسته برید کړی.

نوموړي ویلي، چې په برید کې درې تنه وژل شوي او اته تنه نور ژوبل دي.

د غزني مرستیال والي محمد علي احمدي اسوشیټيډ خبري اژانس ته څرګنده کړه، ، چې په برید کې د دوو ښځو په ګډون درې پولیس وژل شوي او اته تنه نور ټپیان شوي.

نوموړي ویلي، چې په ټپیان کې ملکي خلک هم شامل دي.

نوموړي د وژل شویو ښځو په باب نه دي ویلي، چې آیا هغوی ښځينه پولیسې دي او دا چې په پوسته کې دننه که دباندې وژل شوي.
احمدي د برید پړه پر طالبانو ور اچولې، خو طالبانو تر دې دمه د یادې پېښي په اړه څه نه دي ویلي.

بل خوا ناتایید شوي راپورونه دا هم وايي، چې د غزني ښار د نورو سېمو سربېره، په ځينو لیرې پرتو ولسوالیو کې هم د طالبانو له لورې د پیل شویو خیبر عملیاتو پر لومړي ورځ ګڼ بریدونه شوي، خو د جزییاتو په اړه یې لا څه نه دي ترلاسه شوي.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news