طالبانو د کابل پر نړيوال ملکي هوايي ډګر د توغندیو بريد کړی، خو مرګ ژوبله یی نه ده اړولی

کابل هوایی ډګر

طالبانو د کابل پر نړيوال ملکي هوايي ډګر د توغندیو بريد کړی، خو مرګ ژوبله یی نه ده اړولی

دروسیی غږ

د کابل پر نړيوال ملکي او د بګرام پر پوځي هوايي ډګرونو د توغندیو بريدونه شوي، خو مرګ ژوبله یی نه ده اړولی.

د کابل په هوايي ډګر کې يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د غويي په ٢٢مه سیمه ایزی رسنی ته وويل چې نن سهار په پنځو بجو پر هوايي ډګر دوه توغندی ولګیدل. سرچينې زياته کړه، چې يو توغندی ترمينل ته نږدې په خامه ساحه کې او بل د الوتکو د الوتنی او ناستی کرښی ته څیرمه لګیدلي دي. دې امنيتي سرچينې وويل چې دغو توغندیو زيان نه دی اړولی .
د سرچينې په وينا، د توغندیو د لګیدو له امله د يوه ساعت لپاره الوتنې بندې شوې، خو وروسته بیرته پيل شوې.
د يو بل خبر له مخې، تېره شپه په پروان ولايت کې د بګرام پر پوځي او هوايي ډګر هم درې توغندی توغول شوي دي. د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله اندرابي پژواک اژانس ته وويل چې دغه راکټونه د بګرام ولسوالۍ د بالتوخیلو او انباخیلو له سيمو توغول شوي وو، خو کوم زيان يې نه دى اړولى. هغه زياته کړه، چې تر دغو بريدونو وروسته بهرنيو ځواکونو يادې شوی سيمې بمبار کړې، چې له امله يې يو تن وژل شوى دى.
د پروان امنيه قوماندان دغه راز وويل چې وسله والو مخالفينو نن سهار وختي د جبل السراج ولسوالۍ اړوند پر دوو پوستو بريدونه کړي، خو کوم زيان يې نه درلود.
وسله والو طالبانو ويلي چې دوى نن د خيبر په نوم عمليات پيل کړي، د کابل او بګرام پر هوايي ډګرونو يې بريدونه کړي دي. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دغه راز د جبل السراج د بريد مسووليت هم منلى او دولتي ځواکونو ته يې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
بشپړ لوستل: http://pashto.ruvr.ru/news/2014_05_12/272266767/

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news