لوګر او روزګان کې یوولس پولیس وژل شوي

attack-check-post-in-afgh

لوګر او روزګان کې یوولس پولیس وژل شوي


15 May 2014
لیکوال: وحید پاڅون

نن ټکی آسیا: د لوګر امنيتي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو نن سهار وختې په برکي برک ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه پوسته برید کړی او لږ تر لږه شپږ پولیس يې وژلي دي.

د طالبانو ویاند د پېښي مسؤلیت په غاړه اخیستی او زیاتوي، چې نن سهار وختې ۵ بجې د دوی ملګرو د خيبر عملياتو په لړ کې د لوګر ولايت په برکې برک ولسوالۍ کې د پوليسو پوسته ونیوله، شپږ پولیس یې ووژل او ګڼ شمېر مهمات او وسلې یې ترې ونیولې.

نوموړی وايي: پوسته په پل جوګي ته نژدې په احمدخان کلا سيمه کې موقعيت لري او نن سهار وختي 5 بجې د مجاهدينو تر بريد لاندې راغله چې له لږ مقاومت وروسته فتحه شوه.

ښاغلی مجاهد د عيني شاهدانو له خولې لیکي، چې په پوسته کې شپږ تنه پوليس وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شوي دي.

نوموړي د نیول شویو مهماتو په اړه وايي، چې له پوستې څخه دوې پيکاګانې، درې راکټ لانچرې ، دوه موټرسایکل او ګڼ نور مهمات ترلاسه کړي.

د یو بل په خبر له مخې، د روزګان ولایت امنیتي چارواکو ویلي، چې د طالبانو نفوذي عسکر په دې ولایت کې خپل ۵ عسکر ملګري وژلي دي.

روزګان د دهراوود ولسوالۍ امنيه قوماندان حاجي عبدالرازق وويل، چې دغه پېښه تېره شپه د يادې ولسوالۍ د ورجان په سيمه کې رامنځ ته شوې ده. نوموړي زياته کړه، يوه تن چې له پوليسو سره يې په پوسته کې دنده ترسره کوله او له وسله والو طالبانو سره يې تړاو درلود، پر نورو پوليسو هغه مهال ډزې وکړې، کله چې هغوى د ماخوستن ډوډۍ خوړله.

د ده په وينا، له دغې پېښې وروسته، نور طالبان يادې پوستې ته ورغلي او د پوليسو وسلې يې هم له ځانه سره وړې دي.هغه وايي، ياد شوى پوليس هم له طالبانو سره په تېښته بريالى شوى دى.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته د پېښي مسؤلیت منلی دی.

د هېرې نه ده ، چې دا په روانه اونۍ او د طالبانو د خیبر نومي کلنیو عملیاتو په لړ کې د خپل ډوله درېیمه خونړۍ پېښه ده، چې په ترڅ کې د طالبانو نفوذي ملګري پر نورو عسکرو ډزې کوي ، درنه مرګ ژوبله ورته اړوي او په خپله تېښته بریالی کېږي.

معروف: پاکستاني پوځيانو پر افغان عسکرو برید کړی


15 May 2014
لیکوال: وحید پاڅون

BreakingNews1نن ټکی آسیا: له کندهار څخه تازه تر لاسه شوی خبر وايي،چې د دغه ولایت په سرحدي ولسوالۍ معروف کې د افغان ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې،چې اوس هم روانه ده.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند هم پېښه تایید کړې او زیاتوي، چې جګړه لومړی پاکستاني لوري پیل کړې.

د کندهار په معروف ولسوالۍ کې وروسته له هغې دا نښته نښتې، چې څو ورځې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول، چې پاکستاني پوځيانو د افغانستان څلور کیلومتره خاوره لاندې کړې او په افغان خاوره کې د خپلو تاسیساتو په جوړولو بوخت دي.

د لومړنیو راپورونو په اساس، تر اوسه په دې نښته کې یو افغان عسکر وژل شوی؛ د نورو تلفاتو په اړه تر دې مهاله څه نه دي ویل شوي.

هېره دې نه وي، چې تېرکال د ننګرهار په ګوشته ولسوالۍ کې هم پاکستاني پوځیانو د افغانستان پر حریم یرغل کړی و او خاوره یې لاندې کړې وه، خو وروسته افغان حکومت ادعا وکړه، چې د پاکستاني پوځیانو هغه پوسته چې د افغانستان په خاوره کې یې جوړه کړې وه بېرته ونړوله.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news