دمخدره توکو سره دمبارزی د روسيي د فدرالۍ اداری کارکونکې دافغانستان د پو ځيانو سره په ګډه دافغانستان په شمال کې پنځه لابراتوارونه له منځه وړي دي

drug-2

دمخدره توکو سره دمبارزی د روسيي د فدرالۍ اداری کارکونکې دافغانستان د پو ځيانو سره په ګډه دافغانستان په شمال کې پنځه لابراتوارونه له منځه وړي دي

poshtu ruver ru.

دافغانستان دکورنيو چارو وزارت دروسيي د مخدره توکو سره دمبارزی د پولېسو سره په ګډه د ځانګړو عملياتو په تر ځ کې د مخدره توکو د توليد پنځه لابراتوارونه چې ،په ورځ کې يي ۲۵۰ کيلوګرام هېرويين تولېدول ، ويجاړ کړي دی

دامطلب دمخدره توکو سره دمبارزی د روسيي داداری مشر ويکتور ايوانوف څرګند کړی دي « د ۲۰۱۴ کال د می پر ۱۴ نېټه دافغانستان د کورنيو چارو وزارت د روسيي ، دمخدره توکو سره دمبارزی د پولېسو په ملاتړ د مخدره توکو د کاروباريانو پر ضد عمليات پيل کړل چې په پاييله کې دبدخشان په ولايت کې ۵ دمخدره توکو دتولید کارخانی له منځه يووړل شوې.

د هېرويينو د تولېد دغه کار خانی په ورځ کې تر ۲۵۰ کيلوګرام زيات هيرويين تولېدول.»

په دغو عملياتو کې دافغانستان د ملی دفاع او کورنيو چارو د وزارتونو پنځو چورلکو برخه اخستی وه ددې ترڅنګ ددواړو هېوادونو دمخدره توکو سره دمبارزی پوليسو په دغو عملياتو کې ګډون درلود ،دیادونی وړ ده چې دا اووم ځل دي چې افغان پوليس .‎، دروسيی دپوليسو سره په ګډه عمليات پر مخ بيايي،‎.
بشپړ لوستل: http://pashto.ruvr.ru/news/2014_05_15/272407998/

دامریکایي بې پیلوټه الوتکو برید کی لږ ترلږه ۴ تنه وژل شوی دی

دامریکایي بې پیلوټه الوتکو برید کی لږ ترلږه ۴ تنه وژل شوی دی

د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالی بی پیلوټه الوتکو برید کړی

نن سهار د ننګرهار ولایت د نازیانو د ولسوالۍ په سیمه کی ډیورنډ کرښی ته نژدی امریکایي بې پیلوټه الوتکې یوه پاکستانی وسله واله ډله په نښه کړی وه

د ننکرهار ولایت چارواکو رسنیو ته ویلی چه ، نن سهار د د دی ولایت د نازیانو ولسوالۍ په سیمه کی ډیورنډ کرښی ته نژدی امریکایي بې پیلوټه الوتکې برید کړی چه په کی لږ ترلږه ۴تنه وژل شوی دی .

د راپورونو له مخی ویل کیږی چه ، امریکایی بی پیلوټه الوتکی په دی برید کی يوه پاکستانی وسله واله ډله په نښه کړی وه ، خو تر دی دمه دا مالومه نه ده چه وژل شوی کسان څوک دی .
بشپړ لوستل: http://pashto.ruvr.ru/news/2014_05_15/272386981/

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news