لومړی برخه، په امریکایي ډیموکراسۍ کې د ښځو په وړاندې خنډونه

294134_104784526300800_1584032621_n (2)

لومړی برخه، په امریکایي ډیموکراسۍ کې د ښځو په وړاندې خنډونه

 

 

لیکونکی ابراهیم نعیمي

Kong tids kvinder

14/ 5 / 2014

پورته انځور د شپیتمو او اویایمو کلنو دي
که د افغانستان حالات په شپیتو او اویایمو کلونو کې تر نظر تیر شي، د ورایه څرګندیږي چې افغاني ټولنه د ژوندانه په بیلا بیلا برخو کې د پرمختګونو په لور په اهسته توګه د خوځښت په حال کې وه. که یوازې د ښځو د ژوند په تړاو وږغیږم، په مختلفو برخو کې پرمختګونه تر سترګو کیدل. ښوونځيو پراختیا موندله ، ښځې د کار په مارکیټ کې راښکاره شوي. هغه کورنۍ چې د اقتصادي ستونزو په خاطر لویو ښارونو ته را وکوچیدلي، ښځو یي په فابریکو کې دندې وموندلې.
د حجاب او جامو اوغوستل په لویو ښارونو کې د لاسوهنو څخه تر ډیرې کچې مصون ول. په ځانګړي توګه د وخت حکومتونو په دی برخو کې د ښځو د پرمختګنو څخه ډیر ملاتړ کولو. دا لړۍ د مجاهدینو د واکداری تر پیل پوري (۱۹۹۲ زکال) پورې دوام درلود.
په افغانستان کې د مجاهدینو د واک د پیل څخه د ښځو د ازادیو په تړاو ډیر بدلونونه راغلل. که په ژور ډول ورته ځیر شو نو ویلای شم چې د لویدیزو هیوادونو په مرسته چې امریکا یي مشري کول، پاکستان د نړیوالو بنسټپالو مرکز وټاکل شو.
زه په دی لیکنه کې د بنسټپالو ایډیالوژیګانو اغیزې د نړۍ د خلکو د ژوند پر نورو برخو نه څیړم زه یوازې غواړم په ځانګړی توګه د افغانستان د ښځو د ژوند یوې برخې، حجاب (چادري، بوقره، دولاغې او نور ورته ټوکري) په تړاو چې یوازې د ښځو ظاهري بڼې د نورو څخه پټوي، را وسپړم. دا به هم روښانه کړم چې دغه دودونه زموږ ول او که د پردیو له خوا پر موږ وتپول شول تر څو هغوي خپلو موخو ته په اسانه ډول ورسیږي. همدا اوس چې بیا د عربي، ایراني او نورو حجابونو بازار تود دي، څه پایلي به ولري؟ لومړی به د موډې حجاب تاریخچې ته نظر واچوم، لاندې معلومات د « او لا ګلونه سوځي ) [1] کتاب څخه رانقلوم :

چادري اودولاغي افغانی دود دی که پردیو زموږ پر ښځو او ټولنه باندې تپلی دی؟

ستراوحجاب یا دمخ پټول

که دافغانستان دتاریخ پاڼې واړوپه ځلانده توګه څرګندیږي چې دولاغې، چادري، بوغره، دمخ پټول اودې ته ورته دستردخوندي کولوله پاره ډول ډول جوړشوي ټیکري ، نه دافغانانودود دی ، اونه هم و. دافغانستان تر روانې جګړې مخکې، په کلیواوبانډوکې ښځودخپل ځان دپټولواو خوندي کولوله پاره دلوی پوړني څخه ګټه اخیسته. کوچیان چې شمیره یې تردوومیلیونوتنوپورې اټکل شوې ده، ددوی ښځو په بیببانونواودښتونوکې له ستوونزونه ډک اوږده مزلونه کول. دځان خوندي کولوله پاره یې لوی غټ تورپوړني پرسراچول، خو مخ به یي لوڅ و، که به یي کوم بیګانه نارینه ولیده ، دافغانانوپه اصطلاح « پلو » به یې ونیوئ. یانې پوړنې به یې مخ ته ونیوئ او لږبه یې مخ بل لوري ته واړاوه. دافغانستان په ډیروسیمو یاني په پښتني اوغیرپښتني سیمواو ټولوکلیوکې ښځود خپلې کورنۍ له ناریننووسره دکوردکارونوسربیره ، له کورنه بهرپه کارونو کې هم مرسته کوله. په هلمند، پکتیا، پکتیکا، قندهار اونوروهغوولایتونوکې چې زیات پښتانه ژوند کوي ،البته په کلیوکې ددوی ښځودکرلواوریبلوپه چارو کې ډیره ونډه اخیسته اویاداچې خپلو نارینووته یې دکارونوځای ته ډوډۍ وروړه. په ډیروحالاتوکې دکورنۍ د څارویووڅارنه اوپالنه هم دښځودنده ګڼل کیده.په بلخ ، غزني، هزاره جاتو اویانوروسیموکې چې نوروقومونه ژوندکوي، هم ښځودخپلونارینووسره دپټې اونوروچاروکې مرسته کوله. په دغو ټولوسیموکې ښځودخپل ځان دپټولوله پاره دلوی، معمولاً تورپوړني څخه ګټه اخیسته. دا دود دافغانستان د ټولوکیلوالي سیموله پاره یوشانتي و. چادري، بوغره اودې ته ورته ټیکري دعوامو خلکوپه نظر، بازاري اوموډرنه جامه وه. اوپه ځانګړي ډول له دولاغوڅخه يوازې ښاري ښځوګټه اخیسته .

دمورخینوپه لیکنوکې چې محترم غباراومحترم سیدعبدالله کاظم هم را اخیستي دي ، داسې راغلې دي :

دکابل په ښارکې هم ښځوله پوړني څخه ګټه اخیسته. کله چې انګلیسي پوځ دلومړي ځل له پاره په ۱۸۳۹ ز کال پرافغانستان پوځي تیری وکړئ اوپه طبعی ډول یې لویدیزتمدن له ځانه سره راوړئ . مګردانګلیسانو راتګ وافغانستان ته دملکي موخې اوجوړه ونکووچاروله پاره نه و. دوی دقهر،غضب ، درنواوسپکووسلو سره افغانستان ته رادننه شول. په داسې حالاتوکې دیو بیګانه کلتوردپیاده کولوله پاره ځکه شرایط برابرنه وچې دهیوادهر وګړي بهرنیو ځواکونوته د دښمن په سترګه کتل. دانګلیسي پوځ په مقابل کې پاڅون هرافغان خپله ملي اواسلامي دنده ګڼله ، اوداډول پاڅون یې ځکه دځان حق باله ، چې دهیواددخپلواکۍ ، افغاني دود ، مذهب اوناموس څخه دفاع کوي. نوځکه یې لویدیزتمدن دافغاني اواسلامي تمدن سره په زیات توپیرکې ولیدئ. په دي ټولومسایلوکې دناموس ساتنه اوخوندي کول په لومړي مقام کې ځای درلودئ . په هغو ښارونوکې لکه جلال آباد، کابل اوقندهار چې انګلیسي پوځ میشت و، خلکودښځوخوندي کولو اوساتلوته زیاته پاملرنه درلوده. هڅه یې کوله چې ترلوړې کچې دښځودمخ دښکاره کولوڅخه ډډه وکړي . دافغاني ښځومیړانه اوهمت د مورخینو له خواپه ښکاره ډول تأیید شوی دی . غبارپه دې هکله داسې لیکي :

« دکابل دغروپه لمنوکې جګړه وه ، خلګورنګارنګ بیرغونه پورته کړی وو. دکابل ښځود غرونوپه څنډوکې افغاني ملي جنګیالیوته اوبه اوډوډۍ رسوله. ډلې ډلې ښځې په میړانه اوزړه وړتوب داوبوکوزې پراوږواودډوډۍ بستې دهوسیوپه شان دغرونوپه لمونوکې په منډه خپلو زړه وړوجنګیالیانوته رسولې . دوی یی تغذیه کول. لیکوال لیکي چې دکابل ۴۰۰ تنو ښځو په دغې جګړه کې ونډه اخیستی وه چې ددوي له ډلې څخه ۸۳ تنه یې په آسمایي غره کې شهیدانې شوې . ددغې جګړې په لړکې ډیره زړه بوږه نوونکې کیسه پیښه شوې ده ، ولولئ:

« عبدالله نوی ځوان چې دکابل دعاشقان اوعارفان دسیمې و، دخپل ګاونډۍ دلورزهرانومې سره کوزده کړی وه . د۱۸۳۹ددیسمبرپر۱۳ مه نیټه یې دمازدیګرپروخت ډیره محدود دواده د خوشحالۍ جشن په خپل کورکې جوړ کړ. په دغه شپه دواده په خوشحالۍ کۍ دعبدالله موردده ګوته په نکریزوسره کړه. په دې وخت کې د عبدالله ناوې وویل چې دعاشقان اوعارفان دسیمې ټول نارینه له فرنګي سره جګړې ته تللې اودلته د عبدالله واده دی. عبدالله دواده له تخت څخه ولاړشواوویي ویل : رښتیا وایي په داسې ورځ کې نارینه بایددجګړې په ډګر کې وې ، نه دواده په جشن کې . زه ولاړم که بیرته راونه ګرځیدم ، زهرابه په بله نړۍ ( قیامت ) کې ووینم . عبدالله کوټې ته ننوت ، خپله توره او تفنګچه یې راواخیسته اوغره ته پورته شو. په سبامازدیګر کې د عاشقان اوعارفانومبارزینوترهغه ورووسته چې دانګلیسي پوځ قوتونه یې ترشیرپورپورې جاروکړی وو، د عبدالله مړی یې کورته راوړئ او دده زړې مورته یې کښیښود. زهراراغله او یوازې یې دده په نوکریزورنګ شوې ګوته مچ کړه. دعبدالله مورته یې وویل : مه ژاړه ، زه تر څوژوندۍ یمه دعبدالله په بدل کې به ستا اولاد (زوی) یم . دې پیغلې په هغه ډول چې وعده کړې وه ، دمرګ ترګړۍ پورې دعبدالله په کورکې دعبدالله په نامه ژوند وکړاودنوم وړي نوم په ټول کابل کې دبیلګې په توګه ددرناوي وړوګرځیدئ. »               

محترم سیدعبدالله کاظم دچادري په اړوند داسې موضوع بیانوی :

« کله چې انګلیسي پوځونه کابل ته راورسیدل په لومړي سرکې دقصرپرشاوخوامیشته شول ، وروسته یې په سیاه سنګ.بي بي مهرو اوشیرپورپه سیموکې د خپلوپوځي قطعاتوله پاره دپوځي ودانیوپه جوړولوپیل وکړئ. ….دکابل په ښارکې داسې احساس کیدئ چې نیمایي ښاربیګانه اوپردیوخلګونیولی دی. دایوه طبعي خبره ده چې دبیګانه پوځ موجودیت ددې باعث ګرځي چې دښځومعموله آزادي ډیره محدوده شي. که چیرې ښځې د بهر وتلوته اړې شوې واې ، بایدیولوی پوړني ، چې ټول بدن یې په پوښلای وای ، اغوستې وای.دغه ډول جامی د( چادري اودولاغو) په نامه وبلل شوې.

په هره کچه چې دانګلیسی پوځ دواک ساحه پراخیدله ، په همهاغه کچه انګریزانودافغاني دودونو سره په خپلو کړونوکې بي اعتنایي کوله. داچې انګلیسانوپه لویه شمیره ښځې دځانه سره نه وې راوستلې ، په طبعي ډول د نفساني غوښتنوغلبه له یو لوري اودحکمرانۍ پر اساس ددوی غرور له بل لوري ددې باعث کیده چې دوی د کابل ښځوته دامیداوطمع په نظروګوري . په هره پیمانه چې دغه احساس څرګندیدئ ، افغاني نارینوودتګ او راتګ حلقه پرخپلوښځوتنګوله اوله کورنه بهر ته یې دخپلوښځوغیراړین وتل منع کول. یوازې داړتیا په وخت کې خپله اویادکورنۍ يو غړي دښځې ملګرتیا کوله. په دغه اساس وچې دکابل ښاردښځودټول بدن پټول تربل هروخت زیات په یوافغاني اواخلاقي اړتیا واوښتئ. په هغه وخت کې دیني علماووهم ددغه اړتیا پر مفکوره د شریعت دتایدمهروواهه. اوپردې موضوع یې ټینګاروکړچې دفساداوفتنې دخطردمنځ ته راتګ په وخت کې بایدښځې له کوره څخه بهرولاړې نه شي. اوکه اړتیاولري، بایدیومحرم ورسره وي. بایدخپل سراوبدن پوره وپیچي.

انګلیسان له دې نه ډیرخوښ اوراضي ښکاریدل چې ، دافغاني ښځوبشپړحجاب(پټولو) څخه په چټکۍ سره له لوی پوړنی څخه په چادري اودولاغو واوښت ، دغه نوښت یې دخپلوموخودلاسته راوړلوله پاره مناسب وګاڼه ؛ نوځکه انګلیسانوهم دخپلوایجنټانوپواسطه دلاندنیودلایلوپه اساس نوم وړې مفکوره په چټکۍ سره تبلیغ او ترویج کړه :

۱ – دانګلیسانوڅارګرې اداري داطلاعاتواوآوازودخپره ولوله پاره یوشمیرښځې اونارینه چې له مهمواشخاص سره یې هراړخیزې اړیکې درلودې ، دجاسوسۍ اوتبلیغاتې چاروله پاره ګمارلې وې. اساسي ستونزه دکابل په پخواني کوچني ښارکې داوه چې خلګودیواوبل سره پیژندګلوي درلوده اوهیچاداجرأت نه کاوه چې په ښکاره د انګلیسانوچوپړوکړي. انګلیسان دخپلونوکرانود هویت دپټولوله پاره اړوو چې دښځوڅخه داړیکود ساتلوله پاره ګټه اوچته کړي. دچادري او دولاغورواج کیدل دهویت دڅرګندولومانع کیدای شوای ، ددې کار له پاره یې ښه زمینه برابره ولای شوای.اوحتی کله کله نارینووهم دچادري اودولاغوپه اغوستلوکولای شوای چې د انګلیسي چارواکوسره وویني ، بیله دې چې څوک یې هویت وپیژني.

۲ –انګلیسانواوددوی پوځونوله ښځوسره داړیکودرلودلواړتیا احساسوله. دخپلوغوښتنودپوره کولو له پاره ، د ډیرواک او پیسوخاوندان وو؛ نوځکه داسې فکریې کولو چې هیڅوک ددوی مخه نه شي نیولای. په دې اساس دښځو بشپړ حجاب دچادري اودولاغوپه اغوستلوسره چې تازه یې رواج موندلی وو، دښځوله پاره دهیواد په هرځای کې چې وي ، بیله دې چې هویت یې څرګند شي، دازمینه برابره ولای شي.اوهم یې دانګلیسانواوددوی دپوځونوله پاره احتمالي اوغیر مترقبه خطرات لږول. دې کارپه لږ وخت کې دومره پرمختګ وکړچې ځینې افغاني مورخین او لیکوالان لکه فیض محمدکاتب ، قاضی عطاوالله خان اونورکله کله دانګلیسانواوددوی دسفیر موهن لال دجعلي خبروتراغیزې لاندې داسې راغلل چې یودبل په نقل به یې دانګلیسانوپرضد د افغانانوقیام داسې انګیرئ ، چې ګواکې داقیام په دې دلیل کیږي چې انګلیسان پرافغاني ښځو تیری کوي اوحتی په ځانګړي ډول به یې ویل چې پرفلانۍ ښځې اویاپرفلانۍ خدمې تیری شوی دی.       

لیکوال ادامه ورکوي : په دې کې هیڅ شک نه شته چې په زیاتوحالاتوکې زموږدهیوادپه تاریخ کې پریوې ښځې تیری کول ، لکه اورلګیت داسې دی چې دیوه درمند(خرمن) لمبې سمدلاسه پورته کولای شي . »

له پورته بیاناتوڅخه دافغانستان داوسنيو حالاتوله پاره ډیرڅه زده کوولای شو. له هغې زمانې څخه ډیرکلونه تیریږي ، په دغه برخه کې یاداچې دخلکوپه افکاروکې بدلون نه دی راغلی ، یاتر پخوازیات دافغانې ښځود عزت دساتلو سره ، په ځانګړي ډول دبهرنیانوپه مقابل کې ؛ دخلګو اراده نوره هم غښتلې شوې ده. داموضوع بیلابیل عوامل لري چې زه یې دتفصیل څخه ډه ډه کومه . نور بیا…

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news