زلمی خليلزاد او د افغانستان برخليک

زلمی خليلزاد او د افغانستان برخليک

نجيب الله آزاد

28.05.2014 5:02:07 AM

705

 

پښتو کې يو متل دی چې وايي: ( ونه هسې هم پرېکېده، خو وير يې دا وه، چې د تبرګي لاستی يې له خپلې تنې و.) ښايي ډېری افغانانو به زما په څېر زلمی خليلزاد هغه وخت پېژندلی وي، چې په افغانستان کې د متحده ايالاتونو د سفير په توګه وټاکل شو.

زلمی خليلزاد په خټه پښتون او نيکونه يې د لغمان دي، خو دی خپله په ۱۹۵۱ کال د بلخ ولايت په مرکز (مزارشريف) کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زدکړې يې د کابل په غازي ليسه کې تر سره کړي، بيا د افس ( امريکن فيلډ سروس ) لنډ مهالې ډيپلوم ترلاسه کولو لپاره متحده ايالاتونو ته ولاړ او تر هغه وروسته يې د ليسانس او ماسټرۍ زده کړې د بيروت په امريکايي پوهنتون کې وکړې.

زلمی خليلزاد د شيکاګو په پوهنتون کې د دوکټورا د زده کړو پر مهال د مشهور ستراتيژي جوړونکي ( البرټ وُلسټيټر ) سره وپېژندل او په دې ډول وتوانېد، چې سپينې ماڼۍ ته لاره ومومي.

خليلزاد په ۱۹۷۲م کال په بيروت کې له يوې سياسي کارپوهې (چيري بينرډ) سره واده وکړ او دا مهال د (اليکسانډر) او( مکسيميلين) په نوم دوه اولادونه لري.

کله چې خليلزاد په کال ۱۹۷۹ کې د کولمبيا په پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو پروفيسر و، نو د(بيګنيو زيزينسکي ) سره يوځای د کارټر تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د شوروي اتحاد پر وړاندې د جنګي ستراتيژۍ مشر وټاکل شو. دې عملياتو ته د (سايکلون) عملياتو نوم ورکول شو. سايکلون عمليات د امريکې د استخباراتو هغه کوډ و، چې د افغانستان د جګړې لپاره کارول کېده. په دې لړ کې خليلزاد د پاکستان له استخباراتي شبکې ( آی، ايس، آی) سره اړيکې ټينګې کړې، تر څو دا پروژه د پاکستان د استخباراتو په مټ پلې کړي.

د سايکلون پروژه د امريکا په تاريخ کې تر ټولو ډېره مصرفي پروژه بلل کېږي. په ۱۹۸۰ م کال کې يې کلنی لګښت له شلو تر دېرشو ميليونه ډالرو پورې و، خو تر ۱۹۸۷ م کال پورې ( ۶۳۰) ميليونه ډالرو ته لوړ شو. دا پروژه له افغانستان څخه د شوروي اتحاد تر وتلو وروسته او په افغانستان کې د تنظيمي جګړو تر پيله پورې وغځېده.

په ۱۹۸۱م کال کې د جنرال ضياءالحق حکومت د (کارټر) له حکومت سره د افغان جګړې لپاره د ۳۲۰۰ ميليونه ډالرو اقتصادي او پوځي مرستو تړون لاسليک کړ، چې په دې لړ کې څلوېښت ايم شپاړس جيټ الوتکې هم شاملې وې. دا پروژه د ( آی،يس، آی ) له ۲۵ زرو چارواکو څخه د ۱۲۵ زرو چارواکو په شبکه واوښته، چې د هوټلونو له ساتونکو څخه نيولې بيا تر ټکسي چلوونکو او ژورنالستانو پورې يې خلک جلب کړل. د افغانستان جګړې د پاکستان استخبارات دومره پياوړي کړل چې په هندي کشمير او هند کې يې هم عمليات پيل کړل.

جهادي ګوندونو ته د وسلو رسول د آی ايس آی لپاره يوه بله ستره پروژه وه. يادو ګوندونو ته به وسلې د چين، اسرائيلو او پولينډ څخه راتلې. دا وسلې چې د قبايلي قاچاق وړونکو پر لاس به ګوندونو ته رسول کېدې، آی، ايس آی ته به د هر يوه کيلوګرام پر سر شل ډالره ورکول کېدل.

په کال ۱۹۸۳م کې د سي آی اې مشر چک کوګن وايي: (چې په کال ۱۹۸۱م کې د پاکستان سره لاسلیک شوي تړون د امريکا متحده ايالتونو لاسونه وتړل، ځکه د دې تړون له مخې هېڅ امريکايي ته اجازه نه وه، چې قبايلي سيمو ته ننوزي او يا د مجاهدينو له مشرانو سره مستقيما اړيکي وساتي، موږ چې هر څه کول بايد د آی ايس آی پر لاس مو کړي وای.)

د دې تړون له مخې سي آی اې مکلفيت درلود، چې د پاکستان استخباراتو ته هر ډول روزنه او عصري استخباراتي وسايل ورکړي، چې په نتيجه کې يې آی، ايس آی په سيمه کې په يوه پياوړي استخباراتي شبکه واوښته.

د يوه راپور له مخې د افغانستان جهادي ګوندونو ته پنځه شپېته زره ټنه وسلې ورکړل شوې، چې له دې کبله افغانستان په نړۍ کې د وسلې د واردلو په پنځم ستر هېواد بدل شو.

د افغانستان په جګړه کې د شهزاده (ترکي بن عبدل) په مشرۍ د عربستان استخباراتي شبکې ( الاستخبارالعامه) او چينايي استخباراتو هم له آی ايس آی سره ملګري پيل کړه.

آی ايس آی له دغو دواړو استخباراتي شبکو، په تېره بيا له عربي استخباراتو څخه هم دغومره اقتصادي مرستي تر لاسه کولې، چې څومره يې له سي آی اې څخه ترلاسه کولې. په ورته وخت کې به يې دغو دريو واړو شبکو ته يوازې هغه مالومات ورکول، چې د دوی به خوښه وه.

په ۱۹۸۸ کال د (جورج البرټ واکر بوش) له ولسمشرۍ سره سم خليلزاد د افغانستان او عراق د جنګي ستراتيژۍ مشر وټاکل شو. په دې لړ کې خليلزاد او د سي آی اې مشر (ويليم وبسټر) له پاکستاني استخباراتو څخه وغوښتل، چې يو داسې شخص ورته معرفي کړي، چې په خټه پښتون، خو د کوم افغان جهادي تنظيم مشر نه وي.

آی ايس آی په دې لړ کې دوه نفره په ګوته کړل، چې يو مشهور جهادي قومندان عبدالحق او بل اوسنی ولسمشر حامد کرزی (سي، آی، اې) ته ور وپېژندل. د امريکا استخباراتو او خليلزاد ډېره تکيه پر حامد کرزي وکړه، ځکه چې نوموړی ځوان و، په سياسي علومو کې يې ماسټري درلوده، په انګريزي ژبه يې رواني خبرې کولې او د افغانستان د يوه مهم او تاريخ سازه ولايت (کندهار) اوسېدونکی و. په دې ورځو کې حامد کرزي په پېښور کې د حضرت صبغت الله مجددي د سکرټر په توګه دنده ترسره کوله. له دې سره سم کرزي ته لارښوونه وشوه، چې کندهار ته سفر وکړي. هغه و چې کرزی د کوټې له لارې کندهار ته ولاړ او هلته يې د مولوي يونس خالص له څو مشهورو قومندانانو سره وليدل. په دې ډله کې د خندراب د کېمپ مشران عبدالرزاق او خادی محمدګل، د محله جات د کېمپ مشرانو ملارباني، ملا بورجان، احسان الله او عبدالواسع شامل وو. کله چې د طالبانو تحريک جوړ شو، نو دا قوماندانان يې ډېر مهم خلک وو. تر دې سفر وروسته حامد کرزي خليلزاد او (ويليم ويبسټر) ته د دې سفر په راپور ورکولو سره خپلې اړيکې د امريکې سره لا ټينګې کړې.

د آی ايس آی له دومره ستر لګښت او له افغانستان څخه د شوروي اتحاد له وتلو سره سره بيا هم جهادي ګوندونو و نه شو کولای، چې د ډاکټر نجيب الله حکومت ړنګ کړي. دې وضعيت ته په کتو سره خليلزاد په ۱۹۸۹م کال په خپله اوونيزه غونډه کې د پاکستان استخباراتو ته وويل، چې اوس د دې وخت راغلی، چې يا خو کبان ونيول شي او يا پړی پرې شي. له دې سره سم ټولو جهادي ګوندونو، امريکايي او عربي استخباراتو او تر څنګ يې د پاکستان پوځ په يوه غږ پر ننګرهار حمله وکړه، خو تر خونړۍ جګړې وروسته بيا هم د ډاکټر نجيب الله حکومت را نسکور نه کړای شو. په کابل کې د روس د هماغه مهال سفير (يوري ورانتسوف) وويل، چې د جلال آباد په جګړه کې د سټالين ګراډ (د المان او روس ستره جګړه) د جګړې په پرتله څلور برابره زياته وسله وکارول شوه.

د جلال آباد تر ماتي وروسته خليلزاد او د سي آی اې مشر (ويليم ويبسټر) او د پاکستان د استخباراتو له مشر جنرال حميدګل سره يو نوی پلان جوړ کړ. د دې پلان اصلي موضوع د جبل السراج هغه غونډه وه، چې بايد د احمدشاه مسعود په مشرۍ د جمعيت ګوند او پرچميانو په ګډوعملياتو کې د ډاکټر نجيب الله حکومت له دننه څخه نسکور شي. سربېره پر دې چې سي آی اې د پاکستان له استخباراتو سره د درې زره او دوه سوه ميليونه ډالرو اقتصادي او پوځي مرستو تړون درلود، خو د جبل السراج د پروژې د پلي کېدو لپاره پاکستاني استخباراتو ته شپږنيم سوه ميليونه ډالر نوره مرسته هم ورکړل شوه، تر څو دا پروژه بريالۍ او د ډاکټر نجيب الله حکومت را نسکور کړل شي.

د ډاکټر نجيب الله د حکومت تر نسکورېدو وروسته امريکا افغانستان په بشپړه توګه پاکستان ته پرېښود. پاکستان د خپل پلان له مخې (افغانستان دپاکستان پنځم ايالت) وباله او جهادي ګوندونه يې د قدرت پر سر يو له بل سره وجنګول، چې ډېر ژر يې د طالبانو تحريک په نوم يو نوی حرکت را وزېږاوه. د جنرال حميدګل په وينا چې طالبان د دوی لپاره د ګلبدين حکمتيار يو بهترين بديل و، له دې سره پاکستاني استخباراتو يو ځل بيا سي آی اې ته يو نوی پروپوزل وړاندې کړ. دې پروپوزل ته په کتو سي آی اې يو وار بيا په افغانستان کې خپله دلچسپي وښودله، خو څرنګه چې سي آی اې د خليلزاد پر لاس د جبل السراج د پروژې له کبله د جمعيت سره مستقيمې اړيکې جوړې کړې وې، نو دا وار سي آی اې پر طالبانو بېره له شمالي ټلوالې سره هم خپلو مرستو ته دوام ورکړ.

په افغانستان کې د طالبانو د نظام تر ړنګېدو لږ موده مخکې د خليلزاد په وړانديز د ۲۰۰۰م کال د اپريل پر لسمه نېټه د امريکا د (ايف بي آی) درې کسيزه ډله د سرغنه ابوعبدالله په مشرۍ د شپې ناوخته په يوه ځانګړې الوتکه کې د کراچۍ د باړې ايربس پر رن وې را کښته شوه، يادې ډلې په کراچۍ کې له يوه لبناني عرب (سمير مصطفی) سره وليدل، چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد پر وړاندې جنګېدلی و. تر دې ليدو اوولس ساعته وروسته يادې ډلې په هماغه ځانګړې الوتکه کې پنجشير ته سفر وکړ او هلته يې د شمالي ټلوالې له مشرانو سره وليدل.

د طالبانو د نظام تر نسکورېدو وروسته خليلزاد د ډسمبر پر لسمه نېټه د بن کنفرانس جوړ کړ. څرنګه چې نوموړي له وړاندې لا له حامدکرزي او شمالی ټلوالې سره دوامداره اړيکي درلودل، نو تر کنفرانس وړاندې يې لا د افغانستان د راتلونکي حکومت تشکيل جوړ کړی و، خو په ياد کنفرانس کې يې دې تشکيل ته رسمي بڼه ورکړه او په ۱۹۹۲ م کال يې جنګسالارانو ته د افغانستان سياسي واک وسپاره، چې دا دی نن يې افغانستان د نړۍ تر ټولو ستر فاسد هېواد په توګه معرفي کړ، په هېواد کې يې ژبني او قومي تعصبونه وزېږول او په دې ډول يې افغانستان له يو ستر ناورين سره مخ کړ. چي

 له محور ورځپاڼې په مننې.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news