په پاکستان کې دناټو پر اکمالاتې قطار باندې دغلچکې بريد په نتېجه کې دوه کسان وژل شوي دي

nato -3

په پاکستان کې دناټو پر اکمالاتې قطار باندې دغلچکې بريد په نتېجه کې دوه کسان وژل شوي دي

دروسيي غږ

د پاکستان په شمال –غرب د خېبر په سېمه کې ، ددوشنبي په ورځ دوه تنه هغه وخت ووژل شوه، چې اورپکو د ناټو پر اکمالاتې قطار باندې ، چې افغانستان ته ، دناټو ځواکونو ته پوځي تجهزات اونور توکې وړل ، حمله وکړه . دامطلب پاکستاني ورځپاڼي DAWNڅرګند کړي دي .

 د اورپکو دحملی په نتېجه کې دری موټره . سوځېدلی دي

دفرانسپرس اژانس په قول په دې نښته کې دوه موټر چلونکې هم ژوبل ښوي دي

په دغه حمله کې ۷-۸ تنو اورپکو برخه اخيستی وه، دوی وروسته د پېښی له ځايه په تېښته بريالي شويدی . تراوسه پوری هيچا ددی حملی مسوليت په غاړه نه دې اخستی .

د پاکستان دخاوری دلاری افغانستان ته دناتو اکمالات د ځايي خلګو ، او اسلامپالو دغصی وړ ګر ځېدلی او څو واره يي مظاهری هم کړي دي .

د تیر کال دجون په مياشت کې دپاکستان د لاری افغانستان کې ميشت دناټو ځواکونو ته په پرله پسی توګه دسون توکی ، او نور دضرورت وړ شيان رسېدل ، خو وروسته د ناټو پر قطارونو داورپکو د بريدونو له کبله د موقتي وخت لپاره اکمالات بند شول .

د پاکستان حکومت هغه وخت ويل چې ، د نا ټو د قطارونو د خوندېتوب لپاره نه يواځی پو ځيان ، بلکه خصوصي امنيتۍ کمپنی هم بايد وګمارل شي . هغه وو چې د تيرکال د سپټمبر په مياشت کې د نفتی ټانکرونو لېږد بيا پيل سو.
بشپړ لوستل: http://pashto.ruvr.ru/news/2014_05_05/272002853/

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news